مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-19   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دوی ته دا امتيازات دڅه لپاره ؟؟؟

حبيب الله غمخور
يو ورته پاسپورټ ورکوی دابل ورته تلاښ کوی څوله نړيوال تورليست نه یې نومونه پاک سي .که داپروسه همدا ډول گنگه روانه وی ،ددولت اوملت ترمنځ واټن ترپخوا ډير زياتېري . داهم دپاکستانی چارواکوددومخۍ لمرغوندی روښانه بېلگه . نن په کابل کښي په رسنيوکي داخبر ددوي لمړی خبره وه چې د افغانستان حکومت د طالبانو یو شمېر غړیو ته سیاسي پاسپورټونه ورکوي. د دغو رسنیو له ادعا سره سم، حکومت پرېکړه کړې چې د طالبانو ۲۱۰ غړیو ته سیاسي پاسپورټ ورکړي .البته پدې هکله ولسی جرگې هم خپله اندېښنه څرگنده کړې ده . ویل کېږي چې حاضردمه د طالبانو ۱۸۰ مشران پاکستاني پاسپورټونه استعمالوي خو د افغانستان حکومت به د دوی پاکستاني پاسپورټونه په افغان هغو وربدل کړي. ویل شوي چې ۲۱۰ طالبان د خپل هیواد پاسپورټ ته اړتیا لري. ډيره جالبه هيوادوالو! چې داسي ده بيانو پاکستانی چارواکی دطالبانوپه کومو مشرانوپسی گرځي اوکوم کسان دافغانستان اوددوي په وينا دپاکستان دښم،نان بولي ؟ په نړيواله کچه دامعمول دی چې ددولت وسله وال مخالفين که دوي ددولت وسله وال مخالفين وبلو په هيڅ صورت نسی کولوي دافغان دولت دپاسپورټونه استفاده وکړی . که دويته پاسپورټ ورکول کيږي داپدې معناده چې دوي دولتی امنيتی اداروته دپاسپورټ دترلاسه کولو لپاره مراجعه کوی .نوپه کوم دليل بيادې کسانوته ددولت دوسله والو مخالفين ويلاي سو.ددولت وسله وال مخالفين بايد ونيول سوي اودپاکستانی چارواکوپه هدايت دافغان وژنې په هکله جواب ووايي . له يوې خوازموږ دامنيتی ځواک په ليکو کښي ځوانان دخپلی خاوري نه ددفاع په خاطر په شهادت رسوی اودبلې خوا دهمدې دولت پاسپورټونوترلاسه کولو گونگو سې په خاص مهارت دملت ترغوږو رسول کيږي . که طالبان په افغانستان کي په افغان وژنه متهم وی اودافغانستان اوپاکستان دولتی مشرتابه داتيره اونۍ دارښتياويلی وی چې دودافغان ولس اوپاکستان دښمنان دی نولمړی بايد پاکستان دولت دغه پاسپورټ لرونکی کسان زموږ دولت ته وسپاری اوبل لوری ته دولت دقانون له مخې له هغوي نه پوښتنه وکړي . ددې ترڅنگ دادی ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د ملګروملتونوله تور لسته د طالبانو د یو شمېر مشرانو نومونه ایستل شوي دي. په مطلب کې د سولې عالي شورا د چارواکو په حواله لیکل شوي چې ملګري ملتونه باید همکاري وکړي چې د نورو طالبانو نومونه هم له تورلسته ووځي. ورځپاڼې د سولې عالي شورا د ویاند شهزاده شاهد په حواله دا هم لیکلي چې د سولې د خبرو لپاره باید طالبانو ته دفتر پرانستل شي. 28.02.1394 پوښتنه داده ! ولي له تورليست نه وايستل شی ؟ دا امتيازدمقابل لوري دکومې هوکړي اودکوم نبين الافغانی کنفرانس دپرېکړې له مخې دويته ورکول کيږي . ددفتر پرانستل دسياسي نماينده گۍ حقوقی معنالری اودابه بياډير ژرله هيوادنه بهردوهم دولتی حاکميت زېږېدوته لارپرانزي . داخبری دهغې شوراوياندکوی چې ددې شورانه ملت نفرت لری ،ځکه غيرله دېنه چې کرزی صاحب يوشميرله ملت نه بېگانه دخپلو سياسی گټو په موخه دسولی دشوراپه نوم اداره کي راټول اودوزيرپه کچه دمالي اومادی امکاناتونه یې برخمن کړه . ددې شوراهروړانديزدملت دارادې تمثيل نه بلکې دپاکستانی استخباراتی ادارې هدايت ته ددې شوراله نامه په ټوله سپين سترگی دمعقوليت لباس وراغوستل کيږي .ملت بايد هوشياراوددولتی چارواکوهرې خبري اوهر حرکت ته جدي پاملرنه وکړی اودخپلو ملي اوسياسي گټوپروړاندي چوپتيابه داملت يوځل بيا دپاکستان اونورافغان دښمنواستخباراتی اودولتی کړيودناولوپلانو قرباني کړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery