مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-22   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

(فضل الغني پښتوشرح قدوري .۱۲،سبق

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل افغانی کان الله تعالی له
(دريمه خبردسردمسحي علمي تحقيق) پوسه چي په مقدارکي دمسح دسر ديارلس قوله راغلي دي،چي ځيني له هغوڅخه په دې شرحه دي«۱»دامام مالک اوامام احمدرحمهما الله تعالي په نزدپرټوسرباندي مسحه کول په ابداسه کي فرض ده البته له امام احمدرحمه الله تعالي څخه نورقولونه هم راغلي دي«۲»دامام شافعي رحمه الله په نزد دیوه يادوويادريوويښتانوپه قدرمسحه فرض ده اودهدایې مصنف پرمقدارددريو ويښتانوباندي مسحه کول دامام شافعي رحمه الله تعالي مذهب بللی دۍ«دريم قول»دحسن بصري رحمه الله دۍ دی وايی چي پراکثره حصه دسرباندي مسحه کول فرض دي«څلرم دامام احمدرحمه الله تعالي یوقول دادی چي دنردپاره پرټول سرباندي مسحه کول فرض دي اودښځي دپاره پربعض سرباندي مسحه کول فرض دی«پنځم قول زموږدامام اعظم رحمه الله تعالي دۍ ،دامام صاحب په قول اومذهب کي څلورقوله فقهاووذکرکړي دي اول قول دادۍ چي مسحه دڅلرمي حصي دسرفرض ده،دوهم قول دادۍ چي مسحه دمقداردناصيې فرده،دريم قول دادۍ چي مسحه دمقدارديوې ګوتي دۍ چي عرضًاوي ،کذافي المجتبي داروایت له امام ابويوسف رحمه الله تعالي څخه رانقل سوی دی ،څلرم قول دادی چي مسحه دسرپه مقدارددریوګوتوفرض ده ذکره ابن رستم في نوادره،في البناية،وعندنافي في المفروض منه ثلاث روايات في ظاهرالرواية ثلاث اصابع ذکره في المحيط والمفيد وفي رواية الکرخي والطحاوي رحمهم الله تعالي مقدارالناصية وروي عن ابي حنيفة و ابي يوسف انهماقالالايجزئه الاان يمسح مقدارثلث رأسه اوربعه وقال ابوبکرعندنافيه روایتان الربع وثلاث اصابع وبعض المشائخ صحح رواية ثلاث اصابع احتياطا،انتهي باختصار،(څلرمه خبر)پوسه چي محققينوعلماووداحنافوپه دې کي اختلاف کړيدۍ چي مقداردربع اومقداردناصيې دوه مختلف قولونه دي اوکه سره متحددي ځينوويلي دي چي دادواړه يوقول دی صرف په تعبيرکي سره جلادي اودابن الهمام وغيره له قول څخه دا سي معلومېږي چي سره جلاقولونه دي،قالواان رواية الناصية عن ابي حنيفه غيررواية الربع عنه لان الناصية مفسرة في اللغة بمقدم الرأس وهواعم من ان يکون ربعااواقل منه اواکثرمنه کذاقال ابن الهمام في الفتح القديروالعيني في البناية وان شئت فقل ان الربع يعم الجوانب الاربع من الرأس والناصية اسم لمقدم الرأس فقط فالربع اعم،کذافي الرياض
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery