مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دمولوي عصمت الله عزام نوی کتاب له چاپه راووت

شمس الله حنيف
دعلم اوڅېړني مينه والوته زېری ورکول کېږي چي له جامعه عربيه احسن العلوم کراچي څخه په لومړۍ نومره فارغ،ليکوال،مدرس اوخطيب حافظ مولوي عصمت الله عزام صاحب بل علمي اثر:عيسی عليه السلام په اسلام اوعيسائيت کي!!له چاپه راووت. داپه داسي حال کي چي دنوموړي بل اثر:دسعادت لارښود!تردې پخواچاپ شوی دی. يادشوی کتاب دصديقي خپرندويه ټولني له خواچاپ شوی دی. په يادشوي کتاب نامتواو وتلوعلماءکرامواوتکړه ليکوالانوتقريظونه کړي اوديادکتاب په هکله يې دخپل نظرپه څرگندولوستاينه اوتائيدکړی دی. دهغوعلماووله جملې نه يودنړۍ په سطحه مشهوراومقبول عالم،شيخ الحديث علامه ډاکټرشېرعلي شاه مدني صاحب-دامت برکاتهم العالية-دی چي له جامعه اسلاميه مدينه منورې نه يې دکتوراه اخيستې اوداکوړه خټک دمشهوري مدرسې شيخ الحديث دی. نوموړي په يادکتاب په خپل ليکلي تقريظ کي داسي ليکي: دمحترم رورحضرت مولاناعصمت الله عزام(حفظه الله ورعاه)زرين،وقيع تاليف:حضرت عيسی عليه السلام په اسلام اوعيسائيت کښ!!مي په ډېرشوق اوذوق سرترپايه مطالعه کړو، ماشاءالله-محترم مولاناعصمت الله دقرآن پاک اوداحاديثواودبېشمېره گڼومعتمدومصادرواومراجعوپه رڼاکښي دحضرت عيسی عليه السلام بې شانه لوړمقام په خوندورتنسيق،محققانه اندازکښي داسلام په نظرپه گوته کړی دی. اوبل طرف ته ئې دموجوده تحريف شده اناجيلوپه رڼاکښي دعيسايانودخپل پېغمبرحضرت عيسی عليه السلام په شان کښي توهين آميز،گستاخانه عقيده رابرسېره کړې ده چي دهغې کتنه اوپه ژبه راوستل هم ډېره لويه گناه ده. په پښتوژبه کښي دومره جامع،مانع،محقق،مدلل کتاب په دې اهمه موضوع زمادنظرنه ندی تېرشوی. بايدچي دابېش بهاکتاب په ښکلي جاذب،پرکشش طباعت سره په ډېرگڼ تعدادسره شائع کړی شي اوپه هريوجمات اوپه هره مدرسه اوکالج کښي ددې کتاب اهميت ښکاره کړی شي. ددې کتاب په کتنه به زمونږه پښتانه ځوانان دپادريانوله زهريله تبليغاتونه محفوظه شي کوم چي دهسپتالونو،دانجيوزونواودنورومختلفوامدادي ايجنسيانواوعلاجونوپه شکل کي ساده خلق عيسائيت ته راجلب کوي. رب العالمين جل جلاله دي محترم مولاناحافظ عصمت الله عزام ته ددې عظيم الشان ديني،مذهبي خدمتونوصله په دارينوکښي نصيبه کړي،اوددې زرين کتاب دي قبوليت عامه نصيب کړي. وصلی الله تعالی علی اشرف رسله وخاتم انبيائه وعلی آله واصحابه اجمعين. کتبه:خادم اهل العلم بجامعة دارالعلوم حقانيه اکوره ختک. شېرعلي شاه المدني۱۴۳۶\۲\۴ همدارازدهيوادعلمي پانگه،تکړه ليکوال اومنلی ديني عالم محترم الحاج مولوي عبدالهادي حمادصاحب-حفظه الله ورعاه-داسي ليکي: درنولوستونکو!کومه رساله،چي ستاسوپه لاس کي دعلم دتاندي ميني عالم حافظ مولوي عصمت الله عزام صاحب ليکنه ده،ترکومه بريده ئې ځيني حصې ماوکتلې زماله انده دمعاصروخت دپراخ فکري ښکېلاک په مقابل کي ښه رول اداکولای سي اوعامومسلمانانووروڼوته ډېرگټمنه ده په ځانگړي ډول دصليب په نني نړيوال نظامي استعمارکي،چي دصليبي فکردخپراوي لپاره ئې خورا لاره هواره کړې،هرمسلمان بايدحتماتريوه بريده گټه ځني پورته کړي. الله جل جلاله دي ئې ليکوال ته عظيم اجرورکړي اوديادعالم دروان قلم په هيله،الله جل جلاله دي ئې ورته دقبوليت په لورينه ونازوي!! همدارازتکړه عالم اودتفسيرديوبندي،فتاوی رحمانيه په شمول دگڼوارزښتناکوکتابونوليکوال محترم الحاج مولوي عبدالحنان الديوبندي صاحب-حفظه الله ورعاه-داسي ليکي: دحضرت عيسی عليه السلام شان په اسلام او عيسائيت کي دايوه داسي وسيع او فراخه موضوع ده چي دډيرو کتابونو و اوراق ګردانۍ ته ضرورت لري او دقديم وخته څخه پر دې موضوع باندي په عربي او عجمي ژبه سره تاليفات جاري دي البته دبنده دناقص معلوماتو څخه په پښتو ژبه کي دغه خلا تر اوسه نه وه پوره سوې . دمحترم ورور مولوي عصمت الله عزام صائب دامت برکاته تاليف سوی کتاب ( عيسی عليه السلام په اسلام او عيسائيت کي) ما دکتاب ځيني حصې مطالعه کړ ې مؤلف دامت برکاته ډېر ښايسته او په زړه پوري مدلل او محقق دلائل دموضوع په هکله راجمع کړي دي او دډيرومعتمدو کتابونو څخه يې اخذ او اقتباسات کړي دي او د هرې دعوې او دليل سره يې دمنقول عنه کتاب حواله بېان کړې او لېکلې ده چي په دې سره دکتاب ښايست او قبوليت نور هم د نور علی نور مصداق ګرځېدلی دی او فقط دعوامو دپاره نه بلکي دخواصو دپاره هم دفائدې وړ دی احقر بنده دالله جل جلاله څخه دعا کوي چي الله جل جلاله دمؤلف دغه تاليف دسابقه تاليفاتو سره يو ځای په عوامو او خواصو کي دمقبوليت مقام ته ورسوي او په مستقبل کي دي الله جل جلاله زموږ او دټولو ملګرو په شمول دمؤلف په عمر ، عمل او داسي مبارکو خدماتو کي برکت واچوي!! همدارازتکړه اونامتوليکوال اوداسلام آبادله اسلامي پوهنتون څخه فارغ محترم زاهدجلالي ديادکتاب په هکله په خپل تقريظ کي داسي ليکي: عزام صاحب په دغه کتاب کې ډېره خواري کړې، او د مختلفو ژبو له کره او مؤثقو مصادرو ئې معلومات راټول کړي!! همدارازتکړه اوبااستعداده ليکوال اودويښ ضميرخاوندښاغلی عبدالغفارجُبيرصاحب ديادکتاب په هکله داسي ليکي : ډېرخوښ شوم چي زړه ته دراتېر،ځوان تکړه عالم حافظ مولوي عصمت الله عزام صاحب ښکلی کتاب:(حضرت عيسی عليه السلام په اسلام اوعيسائيت کي)مي ولوست. داکتاب ماټول ولوستی،داکتاب داُمت مسلمه لپاره،په ځانگړي ډول پښتني اوافغاني ټولني ته يوښکلی زېری اوتحفه ده. په دې ښکلي اومعلوماتي کتاب سره به زموږدټولني لويه خلاډکه شي. محترم مولوي عصمت الله عزام صاحب هرڅه په پوره اخلاص،دقت،علميت،فصاحت اووضاحت سره څېړلي اوليکلي دي. دده ددې کتاب متن اوبطن ډېرښکلی اوزړه وړونکی دی،داپه دې چي دعيسائيت اصلي حقيقت ئې راڅرگندکړيدی،هره کرښه ئې رښتينې سرچينه لري. ددې کتاب دنامه څخه راښکاري چي حضرت عيسی بن مريم عليه السلام په اسلام کي څومره مرتبه لري؟چي پردې موضوع محترم مولوي عزام صاحب پوره رڼااچولې ده. بلي هو!عيسايان وټولوخلگوته په يهودي عينکوکي گوري،هغه داچي يهودپخپل مقدس کتاب تالمودکي لري چي حضرت عيسی عليه السلام ولدزنادی(العياذباالله)هغه موږپه داروځړاوواولعنتي شو (العياذباالله)ديهودودهمدې پوچو عقائدوپربنسټ عيسايان پرنورو مذهبوهم دغسي گمان کوي،په ځانگړي ډول سره پراسلام،خوپه اسلام کي چي کوم مقام حضرت عيسی عليه السلام لري په بل هيڅ دين نشته، که فرضايوعيسائي راهب په يوه اسلامي ټولنه کي دحضرت عيسی عليه السلام گستاخي وکړي،نوسربه ئې له تنه بېل شي،چي داسي موضوع ددې معلوماتي کتاب محتواده. دښاغلي مولوي عزام صاحب همداعلمي اوتحقيقي اثرپه کتلو او نشرولوارزي داځکه چي لوستونکوته به دعيسايانوباطل عقائدجوت شي. عيسائي مبشرين تل خپل عقائدعاموخلگوته وړاندي کوي ترڅو ماهيان ونيسي. له اولس نه مي داغوښتنه ده چي داکتاب عميقًااوپه غورسره ولولي ترڅودباطل دين(عيسائيت)توره څېره هرچاته جوته شي!! پای په درنښت :
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery