مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-07   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

فضل الغني پښتوشرح قدوري ۱۷،سبق

علامه ابوالفضل ، أفغاني ، کان الله تعالی له ودامت برکات
سرچینه : فضل الغني پښتو شرح قدوري
په اوداسه کي مستحب شيان : پوسه چي مستحب داوداسه خوراډېردي په فتح کي يي يوڅه بالاشل مستحبه راوړي دي اوددرمختارمصنف رحمه الله تعالي په يوڅه بالاشپيته مستحبه په خپل کتاب خزائن کي راوړي دي تفصيلي ذکرداوداسه دمستحباتوپه دې ډول دۍ «اول مستحب» اودس کونکي لره مستحب دي چي داوداسه په وخت کي پرداسي لوړځای باندي کښيني چي داوداسه دمستعملو اوبوڅاڅکي يي وکالوته نه ورالوزي«۲»داوداسه په وخت کي وقبلې ته مخامخ کښينستل مګرداستنجاوهلوپه وخت کي به شايامخ وقبلې ته نګرزه وي «۳» اودس کونکي ته مستحب دی چي په اوداسه کي بايدبل څوک دځان کومکي جوړنکړي،پوسه چي کومک له بل څخه په اوداسه کي غوښتل مختلف شکلونه لري اول شکل اوصورت يي دادی چي اودس کونکی مغروراومتکبرسړی وي دکبراوغرورپه وجه غواړي چي يوڅوک داوداسه په کارکي خادم وګرزه وي داخوبيشکه نامناسب اومکروه کاردۍ عام له دې څخه که داوداسه اوبه په چاباندي رااخلي اوکه ورته ووايي چي اوبه رااچيوه اوکه نفس عمل داوداسه په ده سره وکړي،دوهم شکل يي دادۍ چي اودس کونکی معذوريامريض وي نوپه دغه وخت کي که دی هره نوعه کومک په اوداسه کي له يوچاوغواړي باک نلري ،دريم شکل دادی چي اودس کونکی متکبرهم نه وي اومعذوريامريض هم نه وي نودغه سړی که په خپله داوداسه اوبه رااخلي اوپه خپله يي پراندامواچوي نوډېربهتردۍ اوکه داوداسه اوبه په بل چارااخلي اويايي بل څوک پراندامووراچوي نوراجح قول دادی چي په دې کي هيڅ کراهت اوبدي نسته امام طحطاوي له کرماني څخه چي دبخاري شارح دۍ داخبرنقل کړيي ده چي دا خلاف الاولي هم ندۍ اوکوم حديثونه چي په منعه کي راغلي دي نوهغه ټول ضعيف دي،انتهی . شامي ويلي دي چي په کوم روايت کي چي راغلي د ي چي«ان عمررضي الله تعالي عنه قال اني لااحب ان يعينني علي وضوئي احد»اودارنګه دغه حديث چي«انه صلي الله عليه وسلم کان لايکل طهوره الي احد»نودادواړه ضعيف دي اوپرتقديردنه ضعف هم دهغواحاديثومعارض نسي کيدالای کوم چي پرجوازداستعانة بالغيرباندي دلالت کوي ،اوسره له دې چي دمذکورحديث مطلب دادۍ چي نبي عليه الصلوة والسلام به وينځل دانداموخپلوپه اوداسه کي اودارنګه موښل دانداموپه بل چانکول نوداخو ثابته خبرده چي دغه ډول کومک بي عذره له بل چاڅخه غوښتل نامناسب کاردی ځکه چي سنت موکدکارپه بل سره بي عذره کول مکروه کاردۍ،بيا شامي ذکرکړي ،وحاصله ان الاستعانة في الوضوءان کان بصب الماءاواستقائه اواحضاره فلاکراهة بهااصلاولوبطلبه وان کان بالغسل والمسح فتکره بلاعذرولذاقال في التاترخانيه ومن الآداب ان يقوم بامرالوضوء بنفسه ولواستعان بغيره جازبعدان لايکون الغاسل غيره بل يغسل بنفسه«۴»په اوداسه کي خبري بې ضرورته نکول«۵»دادی چي هغه دعاوي به په اوداسه کي وايي کومي چي له نبي عليه الصلوة والسلام څخه يي نقل راغلی دۍ«۶» داوداسه پنيت کي دزړه له نيت سره سره په ژبه سره هم داوداسه نيت کول«۷»دامستحب دۍ چي دهراندام دوينځلوپه وخت کي بسم الله الرحمن الرحيم وايي«۸»مستحب دادی چي دغوږودمسح په وخت کي دواړي خمچي ګوتي ددواړوغوږوپه سروکي داخلي کړي دراسته غوږپه سري کي راسته اودچپ غوږپه سري کي چپه خمچه«۹» که يي ګوتيې په ګوته وه اوپه ګوته کي په داډول وه چي اوبه ترلاندي کيدلې نودداډول ګوتيې ښورول په اوداسه کي مستحب دۍ اوکه دونه تنګه وه چي تردې ولاندي ګوتي ته اوبه نه وررسيدلې نوبيايې ښورول فرض دۍ«۱۰»دامستحب دۍ چي دمضمضې اودااستنشاق دپاره په راسته لاس سره اوبه رااخلي«۱۱»مستحب دادی چي څنډل دپوزې به په چپ لاس سره کوي«۱۲» مستحب دادی چي دوخت ترداخليدوله مخه اودس وکړسي خوپه دې شرط چي اودس کونکی به معذورياپه حکم دمعذور کي نه وي«۱۳»دادی چي کله له اوداسه څخه فارغ سي نومخامخ به وقبلې ته دريږي اوداسي به وايي«اشهدان لااله الاالله،وحده،لاشريک له،واشهدان محمدا عبده،ورسوله،اللهم اجعلني من التَّوَّابين،واجعلني من المتطَهِّرِيْن،په تنويرکي اوپه درکي يي داهم مستحب بللی دی چي له اوداسه وروسته به درودهم وايي اوپه زيلعي کي يي ويلي دي چي دهراندام له پريمينځلوڅخه وروسته درودويل مستحب دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery