مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لمریزي انرژۍ په اړه یو ډیر په زړه پوري کشف

پوهنمل حاجي محمد نوزادي


      په نړۍ کي د انرژۍ د پاره اړتیاوي ورځ تر بلي په زیاتیدو او د نوموړي انرژۍ دودیزي سرچیني بیا ورځ تر بلي په کمیدو دي . همدغه پدیده ددې لامل ګرځي چی باید انسانان د انرژۍ نوی سرچیني تر لاسه او خپله اړتیا پرې پوره کړي . پدې لړ کي د لمر انرژي داسی نوې سرچینه نده چي بشر تازه ور باندي خبر سویدی . سره له دې چي همدا اوس اوس د اړتیا وړ انرژۍ یوه ډیره وړوکي برخه د همدغي سرچینې څخه تر لاسه کیږي ، خو ددغه الهي موهبت نه لا تر اوسه پوري د بشپړي کار اخیستي لاری چاري موندل شوی ندي .
      ددغو لارو چارو د موندلو د پاره د هلوځلو په لړ کي د کیمیا یوه ۲۵ کلن ډنمارکي محصل داسی مالیکیولونو ته انکشاف ور کړي چي د لمره څخه په یوه ځل تر لاسه شوی انرژي تر سلو کالو د زیات وخت د پاره ساتلای شی او ان د مرکزګرمیو په سیسټم کي د کارولو وړتیا لري .
     دا خبر د POLITIKEN پنامه تر ټولو مشهوري ډنمارکي ژبي ورځپاڼي د ۲۰۱۵ کال د مۍ میاشتي په پنځمه نیټه خپور کړی او دادی ددغه په زړه پوري خبر پښتو ژباړه د لوستونکو مخته ږدم :
     لمر دداسی یوې سترۍ انرژۍ سرچینه ده چي په یوه ساعت کي لمریني شعاوي دومره انرژي لیږی چی که څوک و کولای شي دا ټوله تر لاسه او زیرمه یې کړي نو د ځمکي د مخ د ټولو انسانانو اړتیا د یوه بشپړ کال د پاره پوره کولای شي . په همدې خاطر ده چي په ټولي نړۍ کی انسانان د داسی نوو موندنو او انکشاف ورکولو په لټه کي دی چي و کولای شي دلمر انرژی هرڅه ډیره تر لاس او د هرڅه ډیر وخت د پاره یې د ځان سره زیرمه کړي .
      پدې لړۍ کی تر ټولو نوی کشف د « لمریزي انرژۍ څخه د کار اخیستلو مرکز » لخوا تر سره چي د کوپنهاګن پوهنتون کي د « کیمیا انستیتوت » یوه څانګه ده . ددې کشف ویاړ د Anders Bo Skov پنامه د یوه ۲۵ کلن ډنمارکي محصل په برخه شوی چي د یو ډول ژړ رنګه موادو څخه یې په ځانګړي ډول کار اخیستی دی . کله چي دغه رنګه مواد د لمرینو شعاعو مخته کښیښودل شی ، یو کیلو مالیکیولونه یې یوازی د درو دقیقو په موده کي د لمر د شعاعو څخه دومره انرژی جذبوي چي وروسته د یوه لیټر اوبو د درې پر څلور برخو د ایشولو د پاره کفایت کوي . تر ټولو لا په دې هکله په زړه پوري داده چي نوموړي مالیکیولونه دغه جذب کړی انرژی تر سلو کالو نه د زیات وخت د پاره په ځان کي ساتلای شي او سل کاله وروسته هم ورڅخه کار اخیستل کیدلای شي .
      د زیرمه کولو دوه برابره ظرفیت :
      د څیړني د پایلي کشف د کیمیا یوه اروپایي ژورنال « Chemistry – A European Journal »  مهالنۍ د یوې مقالي په ترڅ کي نشر کړی . پدې مقاله کی کشف کوونکي محصل او دده رهنما استاد پروفیسور Mogens Brøndsted Nielsen چي د انرژۍ د نوموړی مرکز مشري هم پر غاړه لري ، دواړو په ګډه ددې کشف پرنسیپونه توضیح کړي دي .
      ښاغلي Anders Bo Skov خپله موندنه ( کشف ) یو کال مخکی ترلاسه کړی وه او دا کار یې هغه وخت پیل کړ چي د کیمیا په برخه کي یې خپل د لیسانس ( bachelor ) دیپلوم د پاره پر یوه پروژه باندي کار او څیړني کولي . ده د کار د پیل د پاره د di-hydro-azulen مواد و ټاکل چی د ازولین رنګه موادو یو ډول دی . دا مواد د نورو تر څنګ د kamille نبات د ګلانو په ترکیب کي شتون لري ( د نوموړو وچو شوو ګلانو څخه د چای په توګه هم کار اخیستل کیږی چی د ستوني درد او زوکام پر وخت یی څکي . ژباړن ) .
      د تیری پیړۍ د اتیایمو کلونو په پیل کي د Jorg Daub  پنامه یوه جرمن کیمیاپوه ددغه طبعی رنګه موادو څخه  di-hydro-azulen پلاس راوړه او دا یې هم کشف کړه چي دغه مواد د لمرینو شعاعو سره د مخامخ کیدو پر مهال خپل رنګ ته د ژړ څخه تر سره پوري بدلون ورکوي .
      اوه اته کاله مخکي پروفیسور Mogens Brøndsted Nielsen د di-hydro-azulen پر موادو باندي یو لړ نوري څیړني پیل کړي . ده غوښته چي ددغو موادو د ژړـ سور اثر څخه په الکترونیکي الاتو کي کار واخلي او ددې لاري نه د رنګه موادو مالیکلونو ته روښنایی ولیږی . ددغي پروژې کار اوس هم دوام لري ، مګر دوه کاله وړاندی نوموړو څیړونکو ( استاد او شاګرد. ژباړن ) ددغو رنګه موادو پر یوې بلي ځانګړتیا باندي په څیړنو پیل وکړ څو وکړای شی د لمر حرارتي بطریو په یوه ډول کي کار ترې واخلي .
Mogens Brøndsted Nielsen وایې « پرابلم پدې کي وو ، د di-hydro-azulen هغه وریانت چي موږ ترې کار اخیست د زیرمي ډیر محدود امکانات یې درلوده او ډیر ژر یې تر لاسه کړې انرژي ازادول او له لاسه ورکول . پدې خاطر یې نه د انرژی اخیستلو او نه یې هم زیرمه کولو کافي وړتیا درلوده . خو دا Anders Bo Skov وو چي په یوه ډیره په زړه پوري موندنه باندي و توانیدی او د  di-hydro-azulen یو نوی وریانت یې پیداکړ .  دده دغه وریانت دهغو مالیکیولونو په پرتله د انرژۍ د زیرمه کولو د پاره دوه برابره زیاته وړتیا لري چی موږ مخکی کار ورباندي کاوه . برسیره پر دې دا وریانت کولای شی چي ترلاسه شوې او زیرمه کړي انرژی د سلو کالو نه زیاته موده په ځان کي و ساتي . زه دده دا موندنه ډیره په زړه پوري او لویه بریا بولم ».
     د حرارت ازادول :
      پخپله Anders Bo Skov پدې هکله وایي « زما دغه موندنه اصلاٌ یو میتود دی چي پر بنسټ یی د څلورو بیلابیلو پړاونو (مرحلو) په ترڅ کي د di-hydro-azulen اړین وریانت تر لاسه کیږی . لومړي دری مرحلې یې ما په اسانۍ سره تیري کړي مګر څلورم پړاو یې څو میاشتي د پروبلمونو او جنجالونو سره مخ کړم . دا هغه مهال وو چي ما ډیر وخت هم نه ورته درلود او باید په لنډ وخت کي مي د خپل مونوګراف پروژه بشپړه کړې او استاد ته سپارلې وای » .
      هغه مالیکیولونه چي ده انکشاف ورکړی ، د ځینو نورو کیمیاوی موادو په ور ګډولو سره لاسته راځي . کله چي نوموړي مالیکیولونه د وخت په تیریدو سره تخریب شي ، داسی مواد ور څخه جوړیږي چي د غیر زهري کامیله kamille نباتاتو د ګلانو د رنګه موادو و ازولین ته ورته والی لري . کله چي بیا ددې مالیکیولونو څخه انرژي بیرته تر لاسه او ازادیږي ، هیڅ ډول کاربن ډای اکسایډ CO2 چي د چاپیریال د ککړتیا لامل ګرځي ، نه ازادوی . Anders Bo Skov چی دا مهال یې پدغه څانګه کي د ډاکتري ډګرۍ د پاره پر تیزس کار پیل کړیدی ، یادوونه کوی چي دغه مالیکیولونه لا تر اوسه پوری د انرژۍ کوم ماشین ندی ، او ور سره جوخت زیاتوي : « غوښتنه خو داده چي د مالیکیولونو څخه باید بیرته ټوله د لمرهغه حرارتي انرژي ترلاسه شي چی ور پکښي زیرمه شویده . ددې کار د پاره موږ د کیمیاوي رابطو په بڼه یوه داسی کټالیزاتور ته اړتیا لرو چي د چاپیریال د پاره مضر نه وي . دغه شی د اوس د پاره خپله اساسی دنده بولم چي باید کار پرې وکړم او تر سره یې کړم ». 
      پروفیسور Mogens Brøndsted Nielsen پدې اړه وایی چي دا یوه مشکله دنده ده مګر ناشونی کار ندی او زیاتوي : « موږ اوس پوهیږو چي کومه لاره په مخ کي ونیسو څو هدف ته ورسیږو . دا امکان هم شته د Anders Bo Skov لخوا تر لاسه شوی مالیکیلونه نور هم ښه تره کړو څو وکولای شی لا زیاته انرژي زیرمه کړي . کله چي اوس د di-hydro-azulen دغه ځانګړی وریانت تر کنترول لاندي راغلی او مالیکیولونه د قوماندي سره سم حرارت ورکوی ، نو کولای شو ووایو چي په ډیرو بیلابیلو برخو کی کار ور څخه اخیستل کیدلای شی  ، د بیلګي په توګه د مرکزګرمیو په برخه کي . پدې اړه پر داسی یوه میکانیزم باندي باید کار وشی چي په پایپونو کي د هغو مالیکیولونو د ټاکلی مقدار درلودونکو اوبو د منظم دوران د لاري سیسټم بشپړ شی . د پایپونو ځیني برخي باید د اړوند تعمیر پر بام باندي ځای پر ځای او نصب شوی وي ، چیری چي هم هغه مالیکیولونه وکړای شی د لمر څخه اړینه انرژي واخلی او بیا یی یوه ځانګړي مخزن ته ولیږدوي ».
      که څه هم د Anders Bo Skov په مټ موندل شوی مالیکیولونه ډیري په زړه پوري ځانګړتیاوي لري مګر د برقی انرژۍ په تولیدولو ورڅخه کار اخیستل کیدلای نشي .
    پایله :
     یاد شوی مالیکیولونه په اصل کي د یو ډول بطرۍ په توګه کار ورکوي . خپل اصلی رنګ یې ژړ دی خو کله چي د لمر د شعاعو د لاري اړینه انرژی واخلي نو رنک یې سور شی . دا انرژي تر سلو کالو زیاته موده ساتلای شي ، خو هر کله چي یې زیرمه شوی انرژی مصرف شی ، رنګ یې بیرته ژړ ګرځي . ددې خبري مانا داده چي چارج یې ختم شو . ددې د پاره چي بیرته چارج واخلي ، باید بیا د لمر شعاعو ته څیرمه شي او په همدې ډول یې کار دوام مومي .
                   پای . ډنمارک ـ ۶ / مۍ / ۲۰۱۵


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery