مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-11   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دمور دورځې تاريخچې ته ځغلنده کتنه

حبیب الله غمخور
په نړۍ کښي دمور ورځ په گلانواوډاليو او زموږ ميندي په اوښکولمانځی . دلته دگلانوپر ځاي مرگونه ډالۍ کيږي ،دجشنونواوخوښيوپر ځاي غمونه دامورده چي پېغمبران زېږوی ،دامورده چي فيلسوفان ،نابغه اوعالمان زېږوی،دامورده چي قهرمانان زېږوي،دامورده چي شاهان ،اوولسمشران زېږوي .اوداهم مورده چي قاتلان ،غله ،رشوتخوره په اخلاقي فسادککړاودخلکوپه منځ کښي منفور زېږوي اوداهم مورده چې دروغجن دخپل ولس دښمن اودهغوي پر انساني،اوټولنيزوحقوقوتيری کوونکی او سوداگرزېږوي .دهمدې کرامت له مخې داسلام په مقدس دين کښي داټکی په گوته سوی چي جنت اودوزخ دمورترپښو لاندي دۍ اوټول مسلمانان ئې مورته په درناوی اودهغې پالنې مکلف کړی . که دژونديو موجوداتوتر منځ اړېکو ته ژوره پاملرنه وشې نودابه راته څرگنده شي چي ټول ژوندی موجودات مور لري اومور پر گرانه ده،داځکه چي دهغوي مور نه يوازي داچي خپل بچۍ ئي دنياته راوړي په مختلفو بڼودخپل زېږېدلي نه دبهرنی حملې په مقابل کي دفاع کوي بلکې په لوېدوکي ئې هم کړاونه گالي . تاسو وگوری هغه حيوانات چي هگۍ اچوی هم کوښښ کوي خپلي هگۍ داسي ځاي کښېږدي چي له زيانه په امان کي وي ،تر څو چيچۍ ئې هم تر څولوېږي په امان کي پاته وي . زه نه غواړم پر دې مسله زيات بحث وکړم دومره ويلاي شم چي ټول موجودات په يوه او بله بڼه مور لري دادخداي حکمت دی چي پرټولوموراوپر مور اولادونه تر هر څه گرانه وي . دمورڅخه دفاع اوساتنه په خپل ذات کي دهغۀ ددرناوي معنا لر ي ځکه خوډير حيوانات هغه وخت په قهرېږي اوځان حملې ته تياره کله چي ئې مور له کوم گواښ سره مخامخ سي . که له حيوانانو اونورو حيه موجوداتو را تير سو انساني ټولنه راوڅېړ و،نودلته بيامور هغه لوړ مقام لري اونازول کېږي لکه چي انسان له نورو موجوداتوسره توپير لري . انسانو تل دمور درناوی کړی اوهغه ئې نازولې ده ،په حقيقت کي مورتر هر چاپر سړي ته گرانه وي که څه هم انسان دمور اوپلارنه دنياته راځي پلار داولادونولپاره نفقه برابروي اومور ساتي خوپلار هيڅکله دمور ځاي نسي نيولاي او هيڅکله پلار تر مور پر سړي نسي گرانېدلاي . دبشری په تاريخ په مختلفيو دوروکي دمور ياد اودرناوی سوی ،که ئې رېښې ته ځيرشونوريښه ئي له مذهبي علايقو اوعقيدونه راټوکېدلې ده . دا چي په زرگونه کاله پخوا لومړنيو انسانانوخدايان اوهغه څه چي دوي ورته عبادت کاوه دمور په څېره کي ليدل داپدې معناده چي دمور مقام دبشريت په تاريخ کي تر هر څه لوړ اودقدروړوو. دتاريخي روياتوله مخي دعيسی عليه سلام تر پيدايښت ۲۵ کاله پخوا په يونان کي دوي يومعبد ته د خداي په نامه عبادت کاوه، ديونان خلکو په کال کي يوځل دغه معبد ته دمور ورځې جشن جوړاوه اوپه دغه ځانگړې ورځ ئي دهغې لپاره دموردورځي په نامه خاص مراسم ترسره کول . دموردورځې دتجليل دپيدايښت تاريخ په هکله ترټولو پخواني لاسته راغلي سند دپخوانی يونان څخه لاسته راغلي چي هلته ۲۵۰ کاله مخکي تر ميلاد يونانيانودپسرلی مېلې سره يوځاي ددخداي دمور ((Rhea )) په نوم جشن جوړاوه ،همدا ډول په روم کي دخدايانودمورپه نوم ((Kybele)) ځانگړی جشنی مراسم نيول کېده . په پخواني يونان کي دمياشتي په نيمايي کې دخدايانو ((رئا مور)) ،(( زئوس )) دخدايانوخداي څخه ددرناوي په خاطر دمور دورځي يادونه کېدل . په همدې بڼه په نوروسيمو کي هم دمور دورځي نه دهغه سيمودمذهبې اړېکو اوعقيدوپر بنياد يادونه سوې ده . په ۱۳ مه پېړی کښي روميانو اويونانيانو يوه ورځ دمور دورځي ،په نامه ونومول اوددې ورځې په وېاړ مراسم ئي په کليساکي تر سره کول . د ۱۶ پېړی راپدې خوا په انگلستان کښي په عنعنوي ډول هرکال ديکشنبې په ورځ جشونه جوړېده چي د((مورنۍ يکشنبې ))په نامه ئې شهرت موندلی وو. دغه مراسم دمسحيت دڅلوېښت ورځودروژې په وروستۍ يکشنبې جوړېدل . په هغه وخت کي خلک ډير بېچاره وه دانگلستان خلک مجبور وه ډيرو ليري ځايوته دکارلپاره ولاړ سي . پدغه مورنۍ يکشنبه دغه کارگران رخصت وه تر څو وکولاي شي خپلو کوروته راشي ،دخپلې مور اوکورنۍ سره يوځاي ددې ورځې په خوښيو کي برخه واخلي . پدې ورځ دمېوې کيک پخېده اوپر دسترخوان پروت وو. پسله هغه چي مسيحيت تر ټولي اروپا راورسيد دغه دموريکشنبې خپل ځاي د((کليسامور)) ته پرېښود . داپدي خاطر وو چي هغه وخت دعسيوي دين ملايانو غوښتل دخلکو پام کليساته راواړه وي اوکليسا ديوه مقدس اوددوي دخلاصون دمرکزپه توگه وروپېژني . دوخت په تېرېدوسره دادواړه مراسم يوځاي سول اوپه يوه ورځ ترسره کېدل اوپدې ورځ دکليسا اومور څخه يوځاي يادونه اولمانځنه کېدل . په ۱۷ ميلادي پېړی کښي د انگلوساکسون په فرهنگ کي هم يوه ورځ دمور دورځي په نامه موجوده وه . هغو کسانوچي په مختليفو برخو کي کار کاوه پدې ورځ رخصت اخيستی تر څودکورنی سره يوځاي سي .پدې ورځ ئي مورته ډالی ورکوله اوځانگړې خواړه تيارېدله ،البته معمولأدغه ټول مراسم په کليساکي ترسره کېدل . داسي تاريخي روايتونه هم شته چي دتمدن اومدني ژوند دپيل سره زرگونه کاله پخوادښځې مقام او اهميت ددرناوي په وياړ يوه ورځ دښځي دورځې په نامه تجليلېده . له لاسته راغلو اسنادو اوليکنو نه داسي ښکاري چي پدې ورځ ښځو خپلې غوښتنې مطرح کولې ،دستونزو اوناخوالوپه هکله ئې خبري کولې اودحل لاري چساري ئي سنجولې . پدې ورځ زامنو مندو ،وروڼوخوندواودښځويامادينو خاوندانوخپلي کوروداني ته ډالی ورکولې اوله هغوي نه ئې مننه کول . ابوسعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گردیزی په خپل تاريخي اثر ((زین الخبار )) کښي تر اسلام دمخه زموږ په هيوادکي دښځې په باب ليکي : « این روز پنجم اسفندارمذ باشد، و این نام فرشته است که بر زمین موکل است و بر زنان پاکیزۀ مستوره، و اندر روزگار پیشین، این عید خاصه مر زنان را بودی. و این روز را مرد گیران گفتندی، که به مراد خویش مرد گرفتندی. » ۱ د((مرد گيران)) څخه موخه داده چي پېغله کولاي سي په خپله خوښه ځانته دژوند ملگری وټاکي .تراسلام دمخه انجونو پخپله خوښه دمېړه دانتخاب حق درلود. ابور یحان بیرونی هم ددې ورځې نه (( الباقیه )) په نوم خپل کتاب کښي ياونه کوي ،ليکي : « اسفندارمذ ماه روز پنجم آن روز اسفندارمذ است و برای اتفاق دو نام آن را چنین نامیده اند و معنای آن عقل و حلم است و اسفندارمذ فرشته موکل به زمین است و نیز بر زن ها درست کار و عفیف و شوهر دوست و خیر خواه موکل است و در زمان گذشته این ماه بویژه این روز عید زنان بوده و در این عید مردان به زنان بخشش می نمودند» ۲ دنړۍ ټولو ولسونوله ډير پخوانه په کال کي يوه ورځ دمور دورځې په نامه نومولې ده اوله دې ورځي په ډير ه لوړه کچه دخوښيو او خوشحاليونه کو محفلونوپه جوړولوسره لمانځنه کوي . په ۱۸۰۶ م کال کي ناپليون دلومړی ځل لپاره دموردورځې په رسميت پېژندو وړانديز وکړ . په ۱۸۷۲ م کال آغلي جولیا وارد هووه (Julia Ward Howe) ،چي يوه امريکايي ليکواله اوحقوق پوه وړانديز وکړ چي وه ورځ دي دمور په نامه ولمانځل شي . دموردورځي لمانځنه يوازي دهغو مندو په خاطرنده کومې چي ژوندۍ دي بلکې دهغوياد هم دي کوم چي اوس حيات نلري .ځکه نوپه غير اسلامي ټولنو کي ئي اولادونه دخپلو مندوقبرته ځې اوپر قبرئې گلان ږدي ،مگرپه اسلامي ټولنو کي بيادهغې روح ته دعاکوي اودخداي درضا لپاره خيرات کوي . ددي لپاره چي مورته درناوي اوله هغې سره مينه نړيواله پديده ده ځکه خو دنړۍ په هرگوټ کي دمور دورځې په نامه يوه ورځ ټاکل سوې اوپدې ورځ دمور له مقام اوارزښت نه يادونه کېږي . په معاصره بڼه دمور دورځی لمانځلو دتاريخ ريښه له امريکانه پيل سوې ده . په امريکا کي ددې ورځې بنسټ اېښودونکې يوه ښونکې د اننا جارويس ((Anna Jarvis)) په نامه ده چي له (( 1864- 1948 )) کلوموکي ئي د ویرجینیا په غرب کي ژوندکاو . د اننا جارویس سره هغه وخت چي ددې مور په ۱۹۰۵ کال دمارچ پر اتمه مه مړه سول دافکر پيداسو چي بايد دټولومندوڅخه دهغوي په ژوندکي قدر اودرناوی وسي اودمورددرناوی لپاره يوه ورځ وټاکل سي . په همدې خاطر ئې زيات تلاښ کاوه چي په خپل دغه هدف کي بريالی شي . هغې لومړۍ دهغې سيمي چي داپکښې اوسېدل دکليساله کشش نه وغوښتل په ټولنه کي ((دمورد رول او ارزښت )) په اړه يوه وينا وکړي . پسله هغه نه ئي ټولومذهبي اوسياسي شخصيتونوته يو ليک ولېږه ،هغې دډله ايزي رسنۍ په مرسته ((مورته ددرناوي اواحترام په خاطرديوې ورځي ځانگړتيا به دهغوي يادابدي کړي )) تر نامه لاندي خپل پيغام تر ټولوپوري ورساوه . اننا جارویس په لومړی ځل په ۱۹۰۷ کال دخپلي مورديادبود په خاطر په کليساکي ځانگړ مراسم جوړ کړل اوکليسائي له سپينو گل مېخکونه ډکه کړل ،دادی تر اوسه دنړۍ په ټولوهيوادوکي په مختلفو مياشتو اومختلفو ورځ لمانځل دمور ورچ لمانځل کېږي اوددې ورځې بنسټ اېښودونکې اننا جارویس چي هيڅکله مور نسول هم يادونه کېږي . دغې ښوونکي په ۱۹۰۷ کال کي اجازه ترلاسه کړه دخپلې مور دمرگ دوهمه کليزه چي هغه هم ديوه کشش لوروه اوپه کليساکي ئي نوروته ښوونه کول په هغه کليساکي په ځانگړو مراسموسره ولمانځي چيري چي ددې مور هره يکشنبه هلته عبادت کاوه . په کليساکي دخپلې مور دمرگ دوهمه کليزه ولمانځي آنا جارویس ((Anna Jarvis )) دخپلي مور دمرگ دکليزي په خاطر په خپلو پيسو ټوله کليسا په سپين رنگه گل ميخک ډکه کړه اوپنځه دستې سپين غلان ئي کليساته راوړل .کله چي دې خپلي مورته ددرناوي اواحترام ځانگړي مراسم پاي ته ورسول له همدې گل ميخ ياسپين گلي يوه يوه دسته ئې هغوټولوکسانوته دمننې دڅرگندولودبېلگې په توگه ورکړه کوم چي لدې سره ئې پدې مراسموکي برخه اخيستې وه ،په همدې دليل په زياتو هيوادونوکي دهمداگل دمور په ورځ هغې ته ډالی کېږي . البته دڅولسيزوپه تېرېدواوپه ځانگړې توگه کله چي په ۱۹۲۵ کال پدې ورځ دگلانو خرڅوونکو يوازي دسپين گل (گل مېخک)دخرڅولونه ډډه وکړه ،همدا وچي دنورورنگونونه ئې هم گلان رانيول او دسپين رنگه پرځاي ئې رنگه گلان ډالی کړل . اوس سپين رنگه ميخک گل کله چي مورمړه سي دهغې پر قبرئې ايږدي . بالاخره په ((۱۹۱۰)) م کال دغربي ویرجینیا د ایالن په سيمه کي دمور دورځي مراسم په رسمي بڼه تر سول،چي وروسته تر ټولي امريکا يي ښاروپوري ورسېدل. جارویس اونورو دوستانو ئې دليکونواوپيغامونو پوسيله له دولتي چارواکو،سياستوالو اوسوداگرونه وغوښتنه وکړه تر څوددې ورځې په ملي کېدوکي مرسته ورسره وکړي . په ۱۹۱۴ کال دامريکاولسمشر ((وودرو ویلسون)) (W.Wilson) دمور دورځې لمانځلو لپاره دمی دمياشتي دوهمه يکشبنه ديوې اعلامې په صادرولو وټاکل . له هغه وخت نه بياتر اوسه پوري داورځ په امريکا کشي عمومي رخصتي ده . سويډن لومړنو هيوادوڅخه وچي دامريکا دولسمشر له دې فرمان څخه ئي هرکلی وکړ . دانا جارویس دزياتو تلاښونوپه پايله کي تر لومړۍ نړيوالي جگړې وروسته دموردورځې لمانځل اروپايي هيوادوته هم لار پيداکړل . داورځ په ۱۹۱۷ کال په سويس اوپه ۱۹۲۲ په جرمني کي ولمانځل سول .البته دنازستانودحاکميت په دوران کي داورځ بياتر دې نامه لاندي چي مور دآريايي نژاد ددوام لامل ده لمانځل کېده . د۱۹۱۷ کال راپدې خوا داورځ داروپا اونړۍ په زيات شمير هيوادوکښي په ځانگړو مراسمو سره لمانځل کيږي ،په هغو هيوادوکي چي داورځ دجمعې له ورځې سره برابره نه ده ، دمور ورځ عمومي رخصتي اعلان سوې ده . دمور دورځې سمبول دهغو مندو لپاره چي ژوندی دي سور گل مېخک اودهغو مندو لپاره چي مړې دي سپين گل مېخک ټاکل سوی دی . ديادو وړده چي دايوازي په امريکا اولږ شميرو نوروهيداو کي معمول دي البته په زيات شمير هيوادوکي نور گلان هم مورته دالۍ کيږي داچي جارويس دلومړی ځل لپاره سپين گل ميخک باندي کليسا ډکه کړه دهغۀ ورځې راپدې خواگل ميخک زيات ډالی کيږي تر څوهغه تاريخي ريښه ئي ورکه نسي . آنا جارویس دمور دورځې بنسټ اېښودونکې چي تر مرگه مور نه سول دفلادلفيادښار دزړوکسانود اوسېدوپه کورکي دورپېښي ناروغۍ له امله په په ۱۹۴۸ کال سترگي له دنيا پټ کړې .ديادولو وړده چي دزړوداوسېدوپه کور کښي دهغۀ داوسېدو ،ټول لگښت دژوند تر وروستۍ ورځې دگل مېخک دخرڅونکوپر غاړه وو. په سويډن کي يو وخت دامريکا په څير دمی دمياشتي دوهمه يکشنبې دمور دورځي په نامه لمانځل کېده. البته اوس په سويډن کي دسويډن ديوه وتلي فرهنگ شخصيت (( Cecillia Bååth Holmberg )) په وړانديزدکليسا دکششانو او نوروپوهانوپه مرسته دا ورځ دمی د دوهمې يکشنبې پر ځاي دمی په وروستی يکشنبه لمانځل کېږي . دهغه دليل داو چي دمی په ورستيو ورځوکي طبعت دژمي له خوبه راويښيږي ،درختي اوگلونونه غوړېږي هره خواتکشنه ښکاري ،کورنۍ کولاي سي داورځ په ازاده فضاکي له کورنه بيرون ولمانځي اوجشنونه جوکړي .پدې ورځ دسويډن په ټولوکورونوکي دسويډن بيرغ ځوړندېږي . ديادولووړده چي کله داورځ دمی وروستی يکشنبه وټاکل سوه عام خلک نه پوهېدل داورځ څرنگه اودکومومراسموپه ترسره کولوسره ولمانځي ؟ په همدې خاطر د(( Cecillia Bååth Holmberg )) لخواچي ددې ورځې دتغير مبتکر وو دموردورځي دمراسموداجرا اوڅرنگه والي په خاطر خلکوولاندي لارښودنې وسولې : ۱/ په کورونوکي دسويډ ن بيرغ ځړول کېږي ۲/ دهرې کورنی ماشومان بايد سهاروختي چي مور لاويده وي دځانگړو شعرونواوترانوپه ويلوسره مورته ورسي . ۳/ مخکي له دېنه چي مور له بسترې پورته شي بايد دهغۀ لپاره دسهار دچايي اونور خواږه شيان تياراوهغې ته له گل اوډالی سره يوځاي وروړل سي . زماپه باوردغه عنعنه په هندوستان کي هم له ډير پخوانه مروجه ده البته هلته نه يوازي مورته چي ډيره گرانه ده بلکي ښځې خپل مېړه اويامېړه خپلې کوروداني ته دمحبت دڅرگندولودبېلگې په توگه کله ناکله مخکي تردې چي هغه له خوبه راپورته اوله بستره ولاژ سي وروړل کيږي . ۴/ پدې ورځ دسهارچاي څښلو پر وخت ،غرمه اويادماښام ډوډۍ خولوپر وخت دي دماشومانوپلار هم دخپلي کوروداني دزحمتونو څخه مننه څرگنده سي . ديادولووړده چي دماشومانو پلرونه په کله ناکله خپلې کورودانې ته په همدې ورځ ځانگړې ډالی تياروي . ۵/ پدې ورځ بايد موردکورله کارنه وزگاره وي اودکورنورغړي اوزامن ئي هغه سرته ورسوي . هغه زامن اولوڼې چي له خپلو کورنيو نه ډير ليري ژوند اويا کار کوي پدې ورځ دتليفون اوياپست کارټ په لېږلو سره مورته مبارکي وايي اوله هغه ځايه هغې ته ډالی لېږي . اوس تجارتي کمپنۍ ددې ورځې لپاره ځانگړي توکي توليدواودهغوي دپېرودلو له لاري زيات پسې ترلاسه کوي يوازي دگلانودخرڅلاو له درکه په ميليونوډالر ترلاسه کېږي . په گران اوفغانستان کي هم لکه دنړۍ نور ولسونه دڅو لسيزو راپدې خوا په جنتری کښي دجوزا پر ۲۴ مه دمور دورځي په نامه ځاي ورکړه سوی دي . په ۱۳۲۲ ل کال دظاهرشاه دسلطنت په وخت کښي دښځوټولنه ((اتحاديه زنان)) چي هغه وخت ئي شل تنې غړي درلودې دزمادغوښتنې له مخې خپل نوم په ((مؤسسه عالی نسوان)) دښځوعالي موسسې باندي بدل کړ . په ۱۳۲۴ل کال دامان الله خان دخوربي بي زينب په غوښتنه دغې موسسې ته يوه ټوټه مځکه ورکړه سول . اوپدې ساحه کښي چي همدا اوس دښځوچارووزارت هم هلته شته دهمدې سازمان لخواددې سازمان دکاردفتر ودانۍ ، دانجونولپاره يوه ښوونځۍ او وړکتون جوړسو ،بياپه راوروسته کي دلته سينما هم جوړه سول چي دزينب نندارې په نامه ونومول سوه . دښځو عالي موسسه يامؤسسه عالی نسوان باندي په ۱۳۴۲ ل کال د((میرمنو تولنه)) نوم کښېښودل سو .دميرمنوټولنې درياست دندي تر ۱۳۵۷ ل کال پوري يوپه بل پسې ، حمیرا نورزایی، کبرا نورزایی، صالحه اعتمادی پر غاړه درلودې . دميرمنوټولنې دکابل ښار له ښځواوپېغلوسره دمسلکي اوفني کوروسونوپه برخه کي لکه خیاطی، قالی ‌بافی، تایپستی، گل‌ سازی، آرایش و دیکوریشن، تدبیر منزل، سوزن دوزی، اونوروهغوبرخوکښي چي ښځوکولاي سول ددغوکوروسونونه دفارغېدوپه نه وروسته ځانته کارپيداکړي مرسته کول . په ۱۹۷۰ زکال ددلومړی ځل لپاره دښځودعالي سازمان لخوادجوزاپر ۲۴ مه دموردمقام ددرناوي په خاطريوه غونډه جوړسول اوپدې غونډه کي پرېکړه وسول چي هرکال دې دجوزاپر ۲۴ دموردمقام په خاطرشانداره غونډي اومحفلونه جوړسي اوپدې ورځ دې هغوميندوته چي په خپلو ورسپارل سوو دندوکي ئې وړتياښودلې په ډاليو ونازول سي . له همدې وخت نه بياترنن ورځې پورې هر کال دجوزاپر ۲۴ دموردمقام اودرناوي په خاطرغونډې اومحفلونه جوړېږي اوداورځ زموږدهيوادپه کال هنداره کښې دموردورځې په نامه ونومول سول. داورځ په لومړيوکي يوازي په ارگ کي لمانځل کېده دوخت په تېرېدوسره له ارگ نه راووتل اوبياکرار ،کرار د ولاياتوتر مرکزونوپوري را ورسېده اودلته ئې دزيات وخت لپاره کډه واړول .ځکه خو تر اوسه يوازي دولاياتو په مرکزنو کي ددولتي چارواکو لخواپه سمبوليکه بڼه لمانځل کېږي . يوازي هغه کورنۍ چي د ليک اولوست له نعمت نه برخمن دي اوياپه اصطلاح ښاري ژوند لري اولادونه يې پدي ورځ دمور لپاره څانگړې ډالۍ تياروي اوله گلانوسره يوځاي ئې هغي ته وړاندي کوي .په حقيقت کي زموږ په هيواد کي دولتي چارواکو اوډله ايزو رسنيوددغې ورځي ارزښت او اهميت ته چندان پاملرنه نده کړې اونه ئي ددې لپاره کوم ځانگړی تبليغ کړي .ځکه خوئې دلمانځلو رېښه زموږ دټولنې تر کليو اوبانډوپوري نده رسېدلې ،هغوي ته دايوه خو ډيره پر ځاي اوکره خبره سوې چي جنت اودوزخ دمور اوپلارترپښو لاندي دي بايد احترام ئي وسي اوبس . نورهلته دمور ورځ نه پېژنې اونه څوک ددې ورځې په هکله له هغوي سره خبري کوي . اسپانیا په اسپانیا کي دمور ورځ دمی په لومړۍ يکشنبې لمانځل کيږي . پدې ورځ په اسپانياکي هغه کورنۍ چي مالي حالت ئې ه وي رستورانتونوته ځي اوهلته ډوډۍ خوري تر څوپدې ورځ مورپه کورکي کارونکړي . البته په هغو هيوادوکي چي کاتوليک عيسويان دي دهغوي لپاره ددوي دمذهب له مخې دامياشت بي بي مريمي مقدسې مياشت ده .داسپانياپه ليري پرتو سميو اقريوکي تراوسه هغوي پدې ورځ سپين گلان مرمي ته ډالی په توگه کليساته سپين گلان وړي . ايټاليا په ايټاليا کي هم دامريکي په څير دمی ه دوهمه يکشنبه دمورورځ لمانځل کيږي . تر کومه ځايه چي دمياشتي په ايټالياکي هم مقدسه اودبي بي مريمې مياشت بلل کيږ ي ،په ټوله مياشت کي دمور دمقام اومنزلت په اړوند په له ايزو رسنو کي تبلغات کيږي اوپه تلويزيوني پروگراموکي ځانگړي خپرونې اودمشهوروهنرمندانوهغه سندري خپرېږي کومې چي دمورپه وياړ ويل سوي دلته هم لکه دنړئ په نوروهيوادوکي دډالی سره يوځاي ددښکلوگلانودسته مورته دالی کيړي . ديادولو وړده چي په اټيالياکي دگلانودخڅلاوله درکه دپيسو يوه برخه دبسپنې موسسو اودسرطان له ناروغئ سره دمبازې اومخنيوی اداروته لېږل کيږي . برازیل برازیلیان هم دمی دوهمه يکشنبه دمورمقام درناوي ته په نښه کړې ده ،پدې ورځ دمور درناوی دځانگومسموپه ترسره کېدوسره ترسره کوي . پدې ورځ دامکان تربريده دکونۍ ټولی غړی(مور ،پلار ، انا ،نيکه ،ناوي ،اخښيان اونور) پر يوه دسترخوان سره راټوليږي اويوځاي ډوډۍ خوري . پدې ورځ ځانگړې سندري ويل کېږي اودخوښی مراسم دومره تاوده اواو له خوشحاليونه دک وي چ کله ناکله ميندي له خوشيو ژاړي اوترسترگو ئي دخوښی اوښکي جاري سي. بلجيم په بلجيم کي هم داورځ دمی پر دوهمه تجليلېږي ،دپام وړخبره داده چي په بلجيم کي داورځ په مختلفو ورځولمانځل کيږي ،دبېلگې په توگه په يوشمير سيمو کي داگست پر ۵ ۱مه چي دماري (Marie) ورځ بلل کيږي ،دمور ورځې لمانځنه کيږي اوپدې ورځ مورته دگلودډالی په وړاندي کولوسره ځانگړي مراسم ترسره کيږي . استرالیا په دې هيوادکي دمور ورځ دمی پر دوهمه تجليلېږي اوپدې ورځ ميندو اوښځوته دگلانواونوروشيانوچي ترډيره زينتي اودآرايش توکي وي ډالی کېږي . مکسيکو په مکسيکودزياتو کلونوراپدېخواپه مکسيکو کي دمور ورځ دمی پر لسمه لمانځل کېږي اومورته جالې ډالي ورکوي. دمی پر ۹ مه په نيمه شپه ځوانان سره راټوليږي له گيتارسره ځانگړې سندري وايي کورپه په کوروگرځي تر څو مورددوي پر مخ دروازه پرانيزي ،دوي هغه کورته ننوزي اوميوې تر خوړلو ورسته بل کورته ځي. دامرسم چي اکثرأ دشپې له ۱۱ بجوپيلېږي اودسهارتر شپږو بجودوام مومي معمولأ ځوانان ۱۷ کورونوته سر ورښکاره کوي. دچک اوسلواک هيوادونه دچک اوسلواک په جمهوريتونو کي مخکي تر دې چي پر دو برخو ووېشل سي دنوروسوسيالستي هيوادو غوندي دمور دورځې نه هم دمارچ پر اتمه چي دښځودنړيوال پيوستون ورځ ده يادونه کېدل ،په هغه ورځ مورته ډالی ورکول کېدې . مگر پسله هغه چي په نړۍ کښي سوسيالستي نظامونه ړنگ سول اوچکسلواکیا پر دوبرخو (چک اوسلواک ) ووېشل سول دمور ورځ دامريکا په دود دمی پر دوهمه تجليلېږې . دچک په جمهوريت کي پدې ورځ په ښوونځيو کښي مندوته ځانگړي حفلونه جوړېږي اوهلته مندوته تحفې اوگلان ډالی کيږي هنگري په مجارستان ياهنگري کي بياددې ورځي نه دمی پر اوله يکشنبه يادونه کېږي .دسوسيالستي نظام په دوره کي داورځ دهنگري دگنريانودهويت پېژندنې ورځې په نامه يادېدل . دموردورځي لپاره په هنگري کشي له په چک کښي په شوونځيوکي شاگردان ځانگړي ډالی جوړوي اوښکلي شعرونه لکه دمور (mama) په نوم شعر اودساندور پتوفی (sandor petofi) شاعر شعرونه پيادوي تر څودمورپه ورځ ئي مورته ډالی کړي . ساندور پتوفی دهنگري د۱۹ پېړۍ مشهور او وتلی شاعر دی چي دمور په وياړئي زيات شعرونه ليکلې اودهغه دشعرونوپه ويلوسره دهنگری ځوانان دخپلې مور زړهونه ترلاسه کوي . پدې ورځ دهنگري په ټولوښارونوکي گل باران وي اوهر لوري هنرمندان کنسرتونه وي ،دتياتر لوبغاړي هم دتر سندر بولوشاته نه پاتيږي هغوي هم په واټونو اوميدانوکي ددې ورځې په وياړ ځانگړې ننداري وړاندي کوي ورکوي ،ښځي اونارينه دملي اونور ښکلو جاموپه اغوستلوسره دخوښيوپه لويواو وړو محفلونوکي گډا اونڅاوي کو ي . انگلیستان په انگلیستان کي دپسرلی څلرمه يکشنه دمور دورځې په نامه لمانځل کېده اوپدې ورځ د(( Simnel Cake )) په نامه ځانگړې شيرني له يوې دستې گلانوسره مور ته دالۍ کېږي . په انگلستان کي دلومړی ځل لپاره د(Mothering Sundy) ،((مور ديکشنبې )) دکليساددرناوي په خاطر دمذهبي مور په نامه دهنري دريم ( ۱۲۱۶ تر ۱۲۳۹ میلادی) پاچا لخوا نه په رسمي بڼه بنسټ کښېښودل سو،هغه دمارچ دريمه يکشنبې ددې ورځې دلمانلو لپاره وټاکل ،چي تقريبأ زموږ دنورو له ورځې سره نږدي راځي استرليا په استرليا کي د مور ور ځ دجون دمياشتي پر 10 نيټه لما نځل کيږي پدې هيواد کي هم لکه دنړۍ په نوروهيوادو کې ددې ورځي لپاره ځانگړې تياري نيول کېږي اومور دځانگړو مرسمواوډاليو باندي نازول کيږي . مراكش په مراكش دمی وروستۍ يکشنبه دمورورځې ته ځانگړې سوېده . په هغو سيمو کي چي وگړې ئي غرب اونالوستي دي ددې ورځې له لمانځلونه تېرېږي . پدغو سميوکي دمور ورځ نه لمانځ کېږي ،يوازي په ښوونځيوکي شاگردانوته ددې ورځې يادونه کېږي تر څو هغوي خپلې مورته مبارکي ووايي اودخپل خوښې يوڅه ورته دالۍ کړي . معمولأ ماشومانه خپله يو کارت جوړوي اوهغه ديوشعر په ويلو سره مورته دالی کوي . چین په چین کښي دمور ورځ نه ددغه هيوادپه په جنتري کښې يادونه نده سوې .ولي ددې سره بياهم د۹۰ مو کلونوراپدې خوا په لويو ښاروکي ځوانان دمور دورځي په وياړ جشنو کي برخه اخلي . دوي هم دامريکا په څير دمی په دوهمه يکشنبه مورته په غربی بڼه دهغې دورځي مبارکي وايي اوځيني گل ورته ډالی کوي . چینایان له ۳۵کلنۍ نه وروسته دمور لپاره جشن نه جوړوي ،ددوي په نر دايوازي دځوانومندولپاره دی ،ځکه سپينږېرو اوسپين سروته دوي په عنعنوي توگه له دير پخوانه زيات احترام لري اودهغوي درناوی کوي . ناروي په ناروي کي دفبروري دوهمه يکشنبه دمور ورځې ته ټاکل سوې ده پدې ورځ په هر کورکښي دخوشيو سوخوشحاليو مراسم جوړېږي اومورته له گلانوسره ځانگړي الی تيارېږي . ډنمار ک په ډنمار ک کي دمۍدوهمه يکشنبه دمور ورځې ته په گوته سوېده .پدې ورځ مورته يوه دسته گل ديوې قطی شکلاد چاکلېټوسره ډالی کيږي.مورته دغه ډول ډالی تر ټولودرنه ،ښکلې اوپه زړه پوري ډالی وي . په يوشمير هيوادو اوسيمو کي دمور په ورځ ټوله کورنۍ رستورانتو ته دډوۍ خولو لپاره ځي داهم دټولولپاره په زړه پوري وي ځکه ټول سره يوځاي کيږي . دعاج ساحل دعاج په ساحلو کښي بيادمور ورځ دفرانسې هيواد غوندي دمی په وروستۍ يکشنبه لمانځل کېږي . هغه کورنۍ چي مالي حالت ئې ښه دی داورځ په ځانگړو مراسمو تجليلېږي . ځوانان دخپلوملگرو اوهمصنفيانو سره يوځاي په گډه دخپلو مندي لپاره مېلمستيا جوړه کړي . پدې هيوادکي يوه اونۍ وړاندي د Ahouan(( په نامه تلویزیونی پروگرام کي چيدهرې چهارشنبې په ورچ خپرېږي يوه اونۍ وړاندي دهمدې پروگرام له لاري خپلي مور ته ډالی وړاندي کوي اودمبارکی په ويلو سره ئې نازوي . پدې پروگرام کښي دثبت لپاره دير پخوا ځوانان نومونه ثبتوي دغه پروگرام کي دبرخې اخيستوسره چوانان ډالی تر لاسه کوي چي اودهمدې پروگرام له لارې ئې خپل مورته ډالی کوي . داپروگرام دهغو لپاره جوژ سوی دی چي غريب ي دډاليو رانيو توان نلري ځکه نوهغه چي پدې ورځ په دغه تلويزيوني پروگرام کي برخه اخلي پدې نامه داداي لخوا يوه وه ډالی ورته جوړېږي تر دغه ريب ماشوم وکولاي سي خپلي مورته ډالی ورکړي .داپروگرام چي درې ساعته دوام پيداکوي ځوانان خپلو مندوته شعرونه اوغزلې وايي . په سويس کښي هم دمی دوهمه يکشنبه دمور ورځې ته دالی سوې ده اوپدې ورځ دمور لپاره جشن نسي . فرانسه په فرانسه کي اولین وارناپليون يو ه ورځ دمور دورځې په نامه ونومول ، دکلونو په تېرېدوسره ددې ورځي دلمانځلو په شکل اومحتوا کي يوسلسه تغيرات راغلل جنرال دوگل دمی دمياشتي وروستی يکشنبه دموردورځي دلمانځلو په خاطر رسماوټاکل . هرکال دفرانسي دښارونو ولايان اوښاروالان دمندولپاره مډالونه جوړوي اومخکښو اودډيرو ماشومانو خاوندومندوته ئې ډالی کوي : دطلامډال ، هغې مورته چې ۸ ياتر هغه زيات زامن ولري . د نقرې مډال ، کله يوې مور ته ۶ يا ۷ زامن ولري . دزېړو يا برنزمډال کله هغې مور ۴ يا ۵ زامن ولري . كامرون په کامرون کي هم دفرانسې غوندي دمورورځ لمانځل کېږي .دلته هم ماشومان په نښوونځيو کي دمور لپاره دالي تياروي اوبيا ئې مورته ډالی کوي . پدې هيوادکي مندي لکه په يو زيات شمير هيوادوکي له ځانگړي درناوي او احترام نه برخمن دي .کامرون يوه مرد سالاره ټولنه ده چي هلته ښځې تر بل هر ځاي زياتي متحدي او اويو له بل سره مرستندويه دي ،په همدې دليل دوي دغې ورځې ته تر هاچازيات دقدر اودرناوي په سترگه گوري . کاناډا په کاناډاکي دمور ورځ دمی پر دوهمه يکشنبه لمانځل کېږي .پدې ورڅ په ټوله کاناډالکي مندي دخوښيو او خوشحاليو محفلونه جوړوي ،دگکو اوست کارتونو په دالی کېدوسره خپلي مندي نازوي . پرتگال په پرتگال کښي هم دمور ورځ داسپانياهيوادپه شان ددسمبرپر ۸ په ځانگړو مذهبي مراسمو په کليساکي لمانځل کېږي . پدې ورځ دوي نه يوازي داچي دمندو درناوي اوحترام مراسم ترسره کوي بلکې حضرت عیسی (ع) دموروبي بي مريم څخه هم شکرگزاری اومننې مراسم تر سره کوي . په پخوانی يو گسلاوياکي يو شمير خلکو ددسامبر په مياشت کي دمور ورځ د ((ماتريس )) لمانځل ،دکريسمس تر جشن دوې اونۍ وروسته انجونو اوهلکانودمور پښې اولاسونه پداسي حال کي تړل چي هغه ويده وي ،کله چي مور راوېښه شول خپلو ماشومانوته به ئې هغه وړې ډالی ورکولې کومي چي به هغې دشپې تر خپل بالښت لاندي ايښې وې بيا نواولادو دهغۀ پښې اولاسونه خلاص کړ . پخواني شوروي جمهوريتونه پخواني شوروي ټولو جمهوريتونوکي چي اوس خپلواک هيوادونه دي هغه دمارچ ۸ مه دښځودنړيوال پيوستون ورځ دښځو دورځې په نامه لمانځي . ايران په ايران کي دمور ورځ د۱۳۵۷ کال تر انقلاب وړاندي دقوس پر ۲۵ چي دايران دپاچادمور دزېږېدو ورځ وه لمانځل کېده . پسله هغه چي اوسني اخوندان دولتي واک ته ورسېدل داورځ په رسمي بڼه د دجمادي الثاني پر ۲۰ مه دحضرت محمد (ص) دلورفاطمه زهرادزېږئېدو ورځ بلل سوې لمانځل کېږ ي . تركیه :په تركیه کي دمی دوهمه يکشنبه دمور دورځې په نامه لمانځل کېږي ،دلته لکه نور اروپايي هيوادونه مورته چانگړ ډالی تياريږي اوله گلانوسره يوځاي ورکول کېږي ،البته په ترکيه کښي دمور سره يوځاي اناگانو اونورومشرو ښځو ته هم ډالي ورکول کيږي . فنلاند په فنلاند کي دمی دوهمه يکشنبه دمور ورځ ده اوپدې ورځ مندوته دگلانوپه ډالی کولوسره دمور ورځ لمانځل کېږي . جاپان په جاپان کي دپخواني امپراطور دکوروداني دزېږېدو ورچ دمور دورځې په نامه يادېږي اودمی دوهمه يکشنبه هم دمور ورځ بولي .داورځ دماشومانو لخوادمور په اړه رسمونو باندي لمانل کېږي .پدې ورځ ماشومان له شپږ کلنۍ نه تر ۱۴ مکنۍ پوري درسمونوپه ډال کېدو سره دمور درناوی پر ځاي کوي . هر څلور کاله يوځل دغورسوو رسمونوڅخه چي مندو ته ډالی سوي دي د((زما مور )) په نوم نندارتون جوړېږي عربي هيوادونه په لبنان ،فلسطين او يوشمير عربي هيوادوکي دمارچ ۲۱ چي دپسرلی لومړی ورځ ده دمور دورځې په نامه لمانځل کيږي اوپدې ورځ مندوته دهغوي داولادو لخوا ښکلي ډالي وړاندي کيږي . الجزاير يوازي په الجزاير دمارچ ۲۸ مه دمور دورځي تجليل ته ځانگړې سوېده . په هانگ كانگ ، پاكستان ، قطر ، سعودی عربستان او متحده عربی عماراتو کي هم دا ورځ دمی په مياشت کي لمانځل کيږي . پدې هيوادوکي هم مور ته ځانگړې قيمتي اوزينتي ډالی چي ددې ورځې لپاره تياره سوې وي له گلانو اوکيک سره يوځاي مور ته ډ الۍ کيږي ،لوي او واړه چي مورئې ژوندی وي پدې ورځ ډالی پلاس مورته ورځي اودهغې درناوی کوي . هندوستان په هندوستان کي داکتوبرپه مياشت کي دمور ددرناوي لپاره لس ورځي ځانگړي مراسم تر سره کېږي .داجشن ددورگاپوجا( Durga Puja) دهندی مقدسه مور اوښځې ((دورگا)) په نامه نومول سوی دی .ددوي دمذهب افسانوپر اساس دخدايي مور لس لاسونه لري اوپه هر لاس کې دشيطان دله منځه وړلو لپاره وسله نيولې ده . په هندي مهب کي مورته زيات درناوی کيږي ددوي شاعرانوتر بل قوم دمور په نوم زيات شعونه ويلي ان تردې چي دوي فکر کوی ددوي دخداي څيره دمور څيره لري . ځکه خوپه ټولو معبدونواوعبادت ځايو کي هندوان دخدايانو مجسموته چي ښځينه څيره لري عبادت کوي . آرجنتاين په آرجنتاين کي بيادمور ورځ داکتوبرپه دوهمه يکشنبه دځانگړو مراسمو په لړ کي لمانځل کېږي لمانځل کيږي . سومالي او سودان سومالي او سودان کي هم دمارچ پر ۲۱ چي پسرلی لومړی ورځ ده دمور له مقام اوزحمتونه مننه کيږي اوداورځ دمور دورځې په نامه يادېږي . البته دلته هم لکه په يو شمير شاته پاته هيوادو کي دمورد ورځې نه ددولتي چارواکو له خوايادونه کېږي . عام وگړي داقتصادي ستونزو اونوروټولونيزو ستونزوسره داسي په گرېوان دي چي دمور ورځ يې ځيني هيره کړېده . البته په يوشمير افريقايي هيوادوکي دمور ورځ دامريکا ،فرانسي اوانگستان هيوادونوسره ورته لمانځل کېږي دليل ئي دادی چي دلته هر اوسنۍ ازاد هيواد چي دکوم زبرځواک هيواد تر مستعميره لاندي و دهغه هيواد تر کلتوري اوټولنيز تاثير لاندي راغلي دي . په ټايوان،هانگ کانگ هالنډ کښي دموردورځې يادونه دمی پر يکشنبه کوي اوپدې ورځ ميندواونورومشرو ښځواوکله کله مېړه خپلې کورودانې ته هم په همدې ورځ ډالی ورکوي . په نيوزيلينډ،سنگاپوراولودېځه افريقاکښي بيادمور ورځ دمی پر دوهمه يکشنبه دجشنونواوخوښيودمحافلوپه جوړولولوسره لمانځل کيږي . دليکنې داوږدوالي لکه ډارنه ئي نور پدې ټکو رالنډه وم چي : که څه هم دنړۍ په ټولو هيوادوکي دمور ورځ اودهغې مقام ته ددرناو په وياړ يوه ورځ ځانگړې سوېده اودبلې خوا مور ، مور ده اوپر هرچالکه چي پورته ورته اشاره وسو تر هر څه گرانه ده . مگر له بدمرغه دمور يا ښځې په وړاندي دغې انساني عاطفې تر اوسه لادبشريت په عملي کړنوکي لکه چي اړتيا ورته برېښي اوددوي طبعي حق يې دی ځاي نه دی ورکړه سوی . په ډيرځايو کي ښځې ته چي مور ده دانسان په سترگه نه کتل کېږې اوکله ناکجله خودهغۀ مقام ته ددرناوي نه دسياسي سوداگريوپه موخه پراخه اسفاده کېږي . پدې ورستيو کي دښځو گډون دهيوادونوپه ټولنيز اوسياسي ژوند کي ددموکراسی دپلي کېدو بېلگه بولي چي داسي هم ده ،خو دغه گډون زموږ دهويواد په شمول سمبوليک وي ،په عمل کښي هغوي ته دپراخ کار اوعمل صلاحيت نه ورکړه سوی . دبېلگې په توگه څه موده وړاندي دکابل چارواکو دسولي دجرگې په نامه له مرکز اولياونه خپل دوستان راوبلل ،دامريکا او اروپايي نړۍ دفشار له امله دلته هم دښځو گډون دفيصدی پر بنياد وټاکل سو اودوي ته هم دگډون اجازه ورکه سول . مگر تراوسه دخلکو سره سوال دي چي خداي مکه دایې گونگياني راغوښتي وې اوکه دوي ته دخبرو اجازه نه وه ،ځکه ټولو يوازي دنورو ننداره کول اوددوي يوه خبره چاوانه ورېده . اوپدې بڼه په نورو ټولنيزو اوسياسو پروسو کي ددوي گډون دبهرنيانو له دار اودهغوي په اشاه سمبوليک دی . تر اوسه افغان مور اودنوروشاته پاته هيوادو دولسو نو مندي تر زيات جبر اوسم لاندي ژوند کوي . په حقيقت همدا اوس له دواړو خوانه (دولت اومخالفين ) ئې تر هر څه وړاندي زموږ مندي کړوي اوهر ورځ ددولت واک دترلاسه کيدوپر سر دسيالانو دزور آزمويني دقربانيانو زن تړي . پدې هيله چي يوه ورځ افغانه مور هم دخندا اوهوساژوند حق او امکان تر لاسه کړي . پدې هيله چي زموږ خويندو اومندوته په ټول هيوادکي انسانی حقوق ورکړه سی اوپدې هيله چي دقدرت پر سرجگړه په هرنوم اونښان چي همدا اوس دگاونډيانوپه لمسون په يوه اوبل نامه روانه ده نوردافغاني مورکوراوکاله ته دغم خبررانه وړي .که مودمور درناوی اود هغې دخوشحالېدولپاره موتلاښ وکړپدې باوريم چي چي داوسنی وحشت اوبربريت ځاي به انسانيت ونسی . ومن الله التوفيق ……………. مؤخذ: 1 - ابوسعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود گردیزی، تاریخ گردیزی ،دعبدالحی حبیبی ژباړه ، لومړی چاپ ۱۳۶۳ ل کال تهران . ۲ –همدا اثر ۳– رنگين کمان مجله ۱۲۰ مه گڼه ۲۰۰۸ کال ۴– شخصي ياداښونه اوبرېښنا پاڼي ۵- له روسی منابعونه له ژباړونه هم استفاده سوې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery