مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-17   مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا

درمضان مبارک اړوندمنظم درسونه ۲ عظمت اوفضېلت :

علامه محمدمعين الدين ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
بسم الله الرحمن الرحیم محترمومسلمانانووروڼودرمضان دلړۍ په دې برخه کښي وتاسی ته درمضان دمبارکی میاشتی دفضیلت اودعظمت اودشرعی اهمیت له دلائلواووجوڅخه ددوومهمووجوبیان کوم محترمووروڼوالله جل جلاله ددغی مبارکي میاشتي شرف اوعظمت په مختلفوډولووعالم بشریت ته بلکی وعالم مُلک اوعالَم مَلکوت ته اوعالَم خلق اوعالَم امَرته اوعالَم علوي اوعالم سفلي ته څرګند کړیدۍچي تفصیل یې په دې شرحه دی اول : دتاریخ په اوږدوکښي چي الله جل جلاله پرهرملت باندی روژه فرض کړیده نوهغه فرضیت درمضان په مبارکه میاشت کښي ؤوالبته تراسلام له مخه چي کوم ملتونه ؤولکه یهوداونصاری نوهغوۍ په دغه الهي تشخیص اوتعین کښي تحریف اوتغیروکړلکه چی دالله جل جلاله په کتابواواحکاموکښي تحریف اوتغیرکول ددوئ مستمرعادت دۍنودنفسی خواهشاتوپه وجه یې دغه الهی فریضه درمضان له میاشتی څخه ونورومیاشتوته نقل کړه او دخپل شوم عمل په وجه درمضان دمبارکي میاشتي له برکاتوڅخه محروم پاته سول اوتنهااویوازي محمدی امت الله جل جلاله ددغي مقدسي میاشتي له فیوضاتوڅخه برخورداره کړل،مطلب داچي الله جل جلاله درمضان عظمت اول په دې وجه ښکاره کړیدۍ چي دروژې دمقدسې فریضې دپاره یې درمضان مبارکه میاشت غوره کړیده، دوهم: الله جل جلاله ددغي مبارکی میاشتي عظمت له دې وجهی څخه ښکاره کړیدۍ چي دوه قسمه نزول دقران کریم په همدغه میاشت کښي له الهي لوري څخه ترسره سویدۍ اول قسم نزول دقران کریم هغه نزول دۍ چي له لوح محفوظ څخه په اول اسمان کښي وبیت العزت ته ترسره سویدۍ کوم چي دکعبې شریفی پر برابري باندي په اول اسمان کښي یوبیت الله دۍ له الهي بیوتوڅخه، ځکه چی قران کریم درمضان په میاشت کښي له لوح محفوظ څخه وبیت العزت ته په یوه وارنازل کړسویدۍ، اودوهم قسم نزول نزول دقران کریم ؤوپرحضرت محمدصلي الله عليه وسلم باندي، کله چي داسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په غارحِراکښي ؤواوحضرت جبرئیل علیه السلام ورته راغی اود(اقرأ) دسورت ړومبني پنځه آیتونه یې له الهي څخه ورته راوړل ،نودغه نزول هم درمضان په مبارکه میاشت کښي دليلة القدرپه شپه کښي سویدۍ، که څه هم په دې باره کښي اختلاف دۍځکه ځني علماء وایې چي دغه نزول دربیع الاول په اول یاپه اتم تاریخ کښي ترسره سویدۍاوځني علماءوایې چي درجب په اوه ویشتم تاریخ کښي دغه نزول ترسره سویدۍ اوځني علماءوایې چي درمضان په اولسم ياڅلورویشتم تاریخ کښي ترسره سویدۍ، انظرفتح الباري ج ۱۲ص ۳۵۶ خوحافظ ابن حجردغه اخیري قول راجح ګڼلۍ دۍ اویحیی صرصري هم په خپله نونيه قصيده کښي ودغه قول ته ترجیح ورکړیده ځکه ده ویلي دي، بیت واتت علیه اربعون فأشرقت شمس النبوةمنه في رمضان فتح الباري، په قرآن کريم کښي چي الله جل جلاله فرمايلي دي ( شهررمضان الذي انزل فيه القرآن) اويايې فرمايلي دي (اناانزلناه في ليلة القدر) نواکثرعلماء له دغه نزول څخه اول قسم نزول اخلي، اوځني علماء دوهم قسم نزول ورڅخه اخلي، والسلام ومن الله التوفيق په دې اړه نوربيا. . . ـــــــــــــــــــ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery