مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دوي اوس پرې پوه سول ،چې لس منه وړه يوپتيره کېږ ي!

حبيب الله غمخور
دا ۱۳ کاله بې حسابه ډالر افغانستان ته دښوونې او روزني په برخه کي دمرستې په نوم راروان وه اوداهغه انجو وه چې په ديرمهارت ترينه دنجو استفاده کېدل . ټوله دنياپدې خبره وه چې ښوونځۍ او شاگرد درک نلری خودپيسودترلاسه کولوپه موخه په راپورونو کي ليکل کېده .اوددې ترڅنگ به هرکال دحمل په دوهمه چې دښوو نځيو دتعليمی دورې پيل وو ،دجمهور رئيس دتائيد دسرپه ښورولوسره به دوه ميليونه شاگرادان نوی ښوونځی ته روانېدل . داړونده چارواکو اووزيرصاحب ددې خبرې په اورېدوبه سړۍ حيران پاته سو،چې له يوې خوپه ټول افغانستان کي حتاد ولسوالیو مرکزونه تردولتی حاکميت لاندي ندی ، ځکه خودولسوالی شوراگانو لپاره يو ورځی ټاکنو امکانات نسته ،خودپوهنې وزيرصاحب بيادپه زرگونو فعالو ښوونځيو راپور ورکاوه .دې دافغانستان له سياسي اوټولنيزامريکا اونوروبهرنيو هيوادو مشرتابه اوداډول سازمانو چارواکو دافکرنه کاوه چې که پدې هيواد کي دومره ښوونځۍ فعالي دی اواته مليونه ماشومان هره ورځ ښوونځۍ ته روان دي بيانو دبي امنۍ نه ولی سرټکوی اودنړۍ ټول مطبوعات دايوه خبره کوی چې په افغانستان کي سوله او امنيت ټکنی دی . هغه پښتو متل دی : ((جنگ سوړسو ميری تود سو)) اوس چې زړه اداره چې په نړۍ کښي لمړنۍ په فساد ککړه او ظالمه اداره وه ،دادی هره ورځ یې گوروچې په نوې اداره کي دپاکو اوسپېڅلوپه نوم مدغم سوه . همدا دوي هرډول افتخاری لقبونه ،نښانونه اوتقديرنامې يوه اوبل ته سره ورکوی . ښوونځۍ خولکه پخواچې یې درک نه درلود اوس هم درک نلری ،څه چي شته طالبانودخپل پاکستاني اوايرانی با دا رانونه هدايت ترلاسه کړئ چې نه ښوونځۍ اونه هم روغتون پرېږدي . دوي اوس راپيدار سول اويودبل نه پوښتنه کوی چې پدې ۱۳ کاله یې په افغانستان پر هوايي ښوونځو(( ۷۶۹)) مليونه يوازي امريکايي ډالره لگېدلی دی ؟؟؟ تاند- په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د چارو سرپلټونکی اندېښنه لري چې په دغه هیواد کې پر تعلیمي برخه د امریکا په ملیونونو ډالر هوايي مصرف شوي دي. جان سوپکو وايي، داسي ښکاري چې هغه احصاییه جعلي وه چې د افغانستان د پوهنې وزارت د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې ته ورکړې وه او پر اساس یې ویل شوي و چې د افغان زده کوونکو شمېر، چې په ۲۰۰۲ کې ۹ لکه و، په ۲۰۱۳ کې ۸ ملیونو ته زیات شوی دی. د جان سوپکو په راپور کې ویل شوي، د افغانستان د پوهنې وزارت اوس وايي چې د هیواد په ناامنو سیمو کې هیڅ ښوونځی فعال نه دی او د دې وزارت مخکنیو چارواکو د پیسو د وهلو لپاره له ځانه جعلي احصاییې جوړې کړې وې. له دې توره داسي ښکاري چې امریکا او نورو مرستندویانو به د ډېرو داسي ښوو نځیو لپاره مرسته کړې وي چې نه زده کوونکي او نه هم ښوونکي لري. د سیګار د معلوماتو پر اساس، د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ له ۳۱ څخه تراوسه پوري د افغانستان د معارف د ملاتړ لپاره ۷۶۹ ملیون ډالره لګولي دي. جان سوپکو د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې ته په یوه لیک کې، پوښتنه کړې چې امریکا پر څومره هوايي (چې حقیقي وجود نه لري) ښوونځیو پیسې لګولي دي؟ خپله لنډه تبصره دپښتو ژبې پدې متل رالنډوم ،وايي : ((ملاصاحب چي ته لچ ونيولې موږ خو بايد ړانده سو.))يادونه : لچ په کندهار ۍ لحجه په دوبی کي دسترگويوډول ناروغۍ ته وايي اومعمولأ یې ملاصاحبان دمه وی چې سترگه جوړه سی .نوچې دوي پدې حالت کښي دي زموږ خودې خداي چاره وکړي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery