مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دموکراتیکي ټاکني او نتجې

عزیزالله (حقپال)


ټول ټاکني
 ټولو دموکراتیکو رژیم درلودنکی دولتونو کی د حاکمیت مشروعیت د ټول ټاکنو او د خلکو دراییه په اساس ټعین او د اکثریت وړونکی حزب لخوا حکومت جوړیږی . که څه هم د انتخاباتو شکل او فورم په مختلیفو هیوادو کی ډیر سره ورته والی لری بیا هم تر یوی اندازی د فرق او توپیر په لرلو سره عملی کیږی . د انتخاباتو د شه رونوالی لپاره مختلفی طریقی پکار وړلی کیږی . هغه هیوادونه چی د ټول ټاکنې تازه تجربه کوی د پرمختلی هیوادو د انتخاباتی تجربو څخه پند او درس اخلی چی پدی لاره کی اوږده پړاوړنه طې کړي دي . نو ځکه غواړم نن د دنمارک هیواد د 2015 کال د جون د میاشتی د اتلسمی نیټی د پارالمانی ټاکنو د اجراء تجربه د نمونی په توګه له تاسو هیوادوالو سره شریکه کړم .تر څو یی له مثبتواړخونو څخه د خپل هیواد په پارالمانی تاکنو کی ګټه پورته کړو .
دنمارک شاهی مملکت دی چی پارالمانی سیستم په ذریعه اداره کیږي . پارالمان یی 179 کرسی لری د 1849 کال د اساسی قانون له مخی هر حزب چی ساده اکثریت (50+1) کرسی تر لاسه کړی هغه د حکومت د تشکیلولو صلاحیت لری .

لومړی : تاکنیزی منډی ترړلی (انتخاباتی مبارزه ) دری هفتی مخکی د تاکنیزی مبارزه شروع شوه او بدی لړ کی د پوسترونو نصبول او د پروګرامونو توضح کول شامل دی
1ـــ پوسترونو د نصب لپاره د شار فرعی کوڅی او عمومی د تجمع وړ محلونه تعین شوی . په هغو جادو کی چی د موترو سرعت تر 60 کیلو مترو لوړ اجازه ولری د عکسونو او پوسترونو نصبول اجازه نلری څکه د نصبولو په صورت کی ترافکی حادثو د پیشیدو امکان لیدل کیږی ، نو ځکه دا پوسترونه داسی ځایو کی نصب شی چی د بدو عواقیبو راوړنکی نشی ،
 ــ بوسترونو په نصبولو کی له ریش څخه کار اخستل منع بلل شوی ترڅو ورسته یی پاکول سخت او د شار زیبایی او شکلا ته ضرر دی .
ـــ د مغازو او دوکانونو عمومی رسمی دفترونو او نورو محلاتو په دروازو د نصبولو اجازه نشته دا ځکه چی تاکنیز کمپاین د چا د شخصی ضرر باعث نشی او د عکس په نصبول سره دا دوکاندار د یو چا طرفدار معلومیږی ، ممکن یو نفر خریدار بیا له همدی دوکانه ددی پخاطر چی د چا طرفدار دی سودا وانخلي .
ـــ د برق په ولاړو پایو او ونو په تنه باندی کولای شی عکسونه داسی وتړی چی د بیرته لیری کولو په صورت کی ورته ضرر ونه رسیږی او د ځمکی څخه باید کم له کمه دوه متره لوړ والی ولری ځکه تیت نصبول یی د خلکو د تګ و راتګ او بایسکل سپرو لپاره مزاحمت جوړوی .
کچیری داسی ځای کی غواړی پوسترونه نصب کړی چی هلته د پایو څخه استفاده ممکینه نوی نو کولای شی داسی اوسپنیز جوکات کی ودروی چی د لیری کیدو په صورت کی موانع ایجاد نکړی .
په تعلمی موسیساتو او دولتی دفترونو کی د یو کاندید یا یوی پارتی پوستر نصبول جواز نلری که نصبیږی د ټولو باید په یو ځای او يو ډول نصب شی چی دولتی اداری په ټاکنو کی بی پریتوب ثابت وساتلی شی .

2ـــ د بروګرام توضح او د غونډو جوړونه :
هره پارتی او حزب کولای شی خپل پروګرامونه د کتاب او تبلغاتی ورقو په ډول چاپ او توضع کړی
 تبلغاتی ورقی تنها د خپل پروګرام د توضح لپاره کارول کیږی .
غونډی چی جوړیږی د ټولو مطرح حزبو نماینده ګان د خلکو لپاره خپل پروګرام په لنډو تکیو کی توضح کوی بیا ورسته د خلکو هر سوال ته هره پارتی خپل نظر وایی . دا پدی معنی چی هر پارتی او حزب ځانته ټاکنیزې غونډې نشي دایرولی . ( د خپل پارتی او انتخاباتی کمپاین د ډلو خپل منځی غونډی استثنی دی ) مٍثلأ په یوه معینه منطقه ( یوه ناحیه ) او یا معین تشکیلاتی محل کی ( مکتب يا پوهنتون د محصیلانو سره) یوه غونډه پلانیږی او ټول حزبو نماینده ګان یا نوماندان هلته ځی راټول شوی کسان هم د کوم ګوند خاص علاقمندان ندی بلکه د منطقی یا مو سیسی مربوط خلک دی چی ځانته ځانته نظریی لري.یو نفر سوال وکړ تاسو محترم نوماندان به زموږ محصلینو د تدریس د پروګرام په کمپیوتری کولو کی او د محصلینو د اقتصادی مشکل په حل کولو کی څه وکولای شی ؟ بیا نو هر حزب او یا نوماند خپل نظر وایی چی د دی مشکل د حل لاره موږ داسی سنجولی ده او دا دا دا کار به وکړو ،بس دوی ځی قضاوت خپله خلک کوی چی کوم یو شه نظر او پروګرام وه هغه ته بیا راییه ورکوی.
په مکتبونو پوهنتونونو او نورو عموی دولتی ځایونو کی غونډه تنها د ټولو لپاره نیوله کیږی .
په رادیو او تلویزیون کی تاکنیزی مشاجری یا دبیت د څو پارتیو د نماینده ګانو په حضور کی دایریږی .
په تاکنیزو مشاجرو کی هم د یو مشخص سوال په مقابل کی هر پارتی خپل نظر شکاره کوی .
پدی توګه انتخاباتی مبارزی دوره د انتخاباتو د شروع کیدو 12 ساعته مخکی ودریده او د جون په اتلسمه د سهار نهه بجو راییه اچونی شروع شوه . اوس نو د راییه اجولو طریقی او نتیجی څنګه کیږی ؟
 د تاکنو لپاره لس حزبونه سیالی ته راوتلی وه چی د خپل منځی ایتلاف په نتجه کی بنځه د ابی بلاک او پنځه یی د سره بلاک تر نوم لاندی تاکنو په سیالیو کی برخه اخستی وه . .
تاکنی د جون په اتلسمه د سهار په نه بجو په ټول هیوادکی همزمانه شروع شوی . راییه ورکول بداسی توګه وه چی هر هغه څوک چی د راییه ورکولو شرایط درلودل یوه اونی مخکی د انتخاباتی کارت تر لاسه کوی ، دی کارت کی د راییه ورکولو مرکز په نشه شوي او راییه ورکونکی په تعین شوی رایه اچونۍ مرکز ته ځی او رایه به کاروی .
درایه اچونی مرکز کی څو میزونه دی او څو غرفی دراییه کارت د نشانی کولو لپاره په هر میز دوه نفره کارکونکی کار کوی چی دیو بل کار هم څاری او څو محدود کسان د رهنما یی لپاره هلته کار کوی.
ټاکنو د شپی تر اته بجو ی دوام وکړ د شپی په اتو بجو د تاکنو ختم اعلان او راییه شمیرنه د تاکنو په مرکزونو کی شروع شوه
 ورسته له 15 دقیقو د لومړنی مرکز شمیرل شویو رایو نتجه د هر ګوند وړلی شوی راییو سلنه اعلان او د تلویزیونو په مخ شکاره شوه هرو دو دریو تر پنځو دقیقو نوری شمیرل شوی رایه ورسره یوځای کیدی او عمومی سلنه یی شوله
 د شپی یولسو بجو ته 82 سلنه رایی وشمیرل شوی او نتجه داسی اعلانیده چی سور بلاک 86 او ابی بلاک 90 چوکی لاسته راوړی دی . دا نتجه تر سل په سلو شمیرلو کی هم همداسی ثابته پاته شوه .
کله چی د رایو 84 سلنه وشمیرله شوه او 16 سلنه لانه وی شمیرل شوی د شپی بولس نیمي بجې ويې چی د تاکنو نتیجی د سیالو ګوندونو رهبرانو د ځانګړی مطبوعاتی کنفرانسو له لاری ومنلی نو د بایلونکو او ګټونکو حزبونو د انتخاباتی مرکزونو څخه بیان خپریده ګټونکو ځان بریالی بلل او خوشحاله وه او بایلونکو چی اوسنی برحال حکومت دی د ځان ناکامی ومنله او مقابل لوری ته د شو کارونو هیله څرګنده وله ، د سوسیال دموکرات ګوند مشری هیله ټونینګ سمیت چی تیرو لسو کالو کی د ګوند رهبره وه سره لدی چی د سوسیال دموکرات ګوند تر تیر ځل دوه چوکی زیلتی ګتلی خو بلاک یی ( د ایتلافی حزبونو سره یوځای 90 چوکی و نه کټلی ) ناکام شو نو د ګوند د مشری څخه یی هم استعفاء وکړه او له خپلو ملګرو یی وغوشتل تر څو نوی مشر ځانته انتخاب کړی .
هیله ټونینګ سمیت په خپله وینا کی د خپلو همکارانو څخه دمننی په څرګندولو برسیره تر سره شوی انتخابات دموکراتیک او بریالی وبلل نوی انتخاب شوی صدراعظم لارس لوکي غسموس یو وطن دوسته شخص ونومول .ورسته د شپی په یوه بجه د لسو ګوندونو د مشرانو په اشتراک ګډ مطبوعاتی کنفرانس د صمیمیت په فضأ کی دایر شوی چی وړونکو او بایلونکو یو ډول خندل او ټوکی هم کولی . ټولو په مشترکه د انتخاباتو نتجی ومنلی او د راتلونکی لپاره یی عمومی ستراتیږی لنډبحث کولو سره انتخاباتی پروسه ختمه شوه .
 .نتجه کیری :
1ـ د پوسترونو په نصبولو سره نه تنها د شار د بد رنګولو محه نیسی بلکه د شار شکلا دیروی .
2ـــ کمپاین کی نه تنها امنیتی مسوولین بلکه ټولی دولتی موسیسی او شخصی کمپنی دوکانداران او تجاران خپله بی طرفي ساتی .
3ــ په 14 ساعتو کی تاکنی ترسره او نتجه اعلان شو ه .
4ـــ په همدی 14 ساعتو اوږدوالی کی د پارالمان غړی او صدراعظم وټاکل شو .
5 ـــ برحال صدراعظم د 5 چوګیو په کموالی خپله ناکامی ومنله .
6 ـ د ګوند مشر چی ټاکنی و بایللي د خپلي ناکامی له وجهه یی د ګوند د مشری څخه استعفاء وکړه .
7 ــ په ټول هیواد کی یو شکایت د انتخاباتو له بهیر څخه ندی شوی .
8 ــ د نړی په سطحه بریالی، رڼه او بی جنجاله اسانه انتخابات وشول .
دا ټولی بریاوی د خلکو په صداقت . پوهه ، وطن دوستی او رشتنولی پوری اړوند دی .
امید لرم چی زموږ په هیواد کی د راتلونکی ټاکنو په بهیر کی د دنمارک دانتخاباتو له تجربو ممکنه استفاده وشی تر څو هیواد د رڼو اسانه او بی جنجاله تاکنو لوري ته و هڅول شی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery