مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دهیواد دهر اړخیزپرمختګ لپاره د ولسمشر غني هڅي

امين خاطر

 

۱. د نړۍ د پرمختللو هېوادونو د نوښتګرو نظامونو د ښې اوږدمهالې حکومتدراۍ لپاره د تاريخ له زبات ته رسېدو وروسته دوه اساسي ټکي په پام کې نيولي وو او هغه دا وو:
• په اقتصادي برخه کې هر اړخېزه پرمختګ
 الحمد ډاکټر غني د هېواد جوړونې په موخه پورتني دواړه اساسي توکي په بشپړ ډول په نظر کې نيولي دي
 د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره يې تر هر څه وړاندې د چين له هېواد څخه ليدنه وکړه او چين سره يې په هغو تړونونو هوکړه وکړه چې د کلونو راهيسې د پخوانی حکومت د چارواکيو د خپلمنځيو جوړجاړيو له مخې نشوای پيل کيدای، ولې ډاکټر غني په غوڅ ډول ددې هېواد د تر ټولو سترې اقتصادي برنامې د عملي کولو ته ژمنتيا وښوده او تر څنګ يې د چين له هېواد څخه په افغانستان کې د همدغې اقتصادي برنامې د تامين لپاره پر پاکستان د پرېکنده فشار غږ هم وکړ چې د چين هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره پر پاکستان دا فشار حتمي کړ چې پکې د چين او افغانستان دواړو ګټې نغښتي دي او د دواړو هېوادونو په مشوره چين له پاکستان سره د پردې تر شا او ولسمشر غني له پاکستان سره په ښکار ډول خبرې راوڅپړلې او پاکستان هم په دې برخه کې تر اوسه مخامخ ډاد ورکړی.
د پاکستان ډاډ يو ځل بيا د پاکستان د شومۍ ښکارندويي ځکه نشي کولای چې دا ځل په مسله کې د پاکستان د تر ټولو ستر محسن (چين) پوره ګټې نغښتې دي او د هماغه فشارونو له امله بايد پاکستان له چين سره د ښو اړيکو د لاښو غځولو په موخه تر ډېره او په ځانګړې توګه په افغانستان کې، تېر شي.
چين د همدې موخې د ښه تکميل لپاره د افغانستان د رغونې په نورو ډيرو برخو کې هم له افغانستان سره په نغدي ډول په ميليونونو ډالره مرستې وکړې او په ځانګړې توګه يې د هېواد د کانونو راويستلو او برېښنايي سيستم ته د لاښه کېدو لپاره، پوره ټټر وهلی.
په همدې برخه کې که چين يو اړخېزه ګټه پورته کوي، پاکستان همداسې پاتې کيږي او يا هم ددوی په اند لازيان کوي ولې افغانستان دوه سترې ګتې کوي او هغه دادي:
ددې پروتوکول په اساس د افغانستان حکومت د کال دومره عوايد تر لاسه کولای شي چې نور مو له بهرنيو مرستو څخه خلاصولای شي او دا ځکه چې په بشپړ ډول مو پر ځان تکيه کولای شي او په مطلق ډول د حکومتولۍ ۵۰٪ مصارف پوره کولای شي. او د ۱۰۰ کلونو مزل په ۱۰ کلونو کې را لنډولای شو!
دويم دا چې لکه څرنګه چې دا پروژه د چين هېواد دی او دا هېواد د خپلو ګټو د ساتلو په موخه په افغانستان کې هر اړخېزه سوله بايد تامين کړي او په همدې برخه کې تر بل هر هېواد زيات له پيله د چين هېواد ټارګټ وو او دا ځکه چې په افغانستان کې د ټولو بدبختيو سرچينه د پاکستان هېواد دی او د اوسنيو مخالفينو جرړه، ملاتړ او حرکت د پاکستان له پتې او ځمکې څخه دي او په نړۍ کې پاکستان فقط او فقط د خپلې بقا او يا هم مخکې تګ په موخه د چين هېواد ته وفادار پاتې کېدلای شي ځکه خو په افغانستان کې خپل جوړ کړي خلک د چين هېواد د ګتې ساتنې لپاره قرباني کولای شي.
بله دا چې د ولسمشر ډاکټر غني د ورځنيو کارونو له جملې څخه په دې برخه کې تر بلې هرې برخې زياته پاملرنه شوې ده او همدا ده چې د نورو اقتصادي پروګرامونو د غښتلتيا لپاره تر نورو ټولو وزيرانو زيات د ماليې، تجارت، اقتصاد وزارتونو او ددې اړوند نورو عمومي رياستونو سره ډیرې ليدنې کوي.

• په هره برخه کې د تخنيکي کسانو ځای پر ځای کول
 بدبختانه د څو لسيزو جګړو او بيا د پخواني حکومت له پتې څخه د وروستۍ يوې لسيزې، تنبلۍ له اړخه افغانستان داسې هېواد جوړ راونه خوت چې په هره برخه کې غني تخنيکي کسان وروزو او يا هم ولرو ولې بيا هم له ننګونو سره سره په دې برخه کې ولسمشر ډاکټرغني له بل هر چا څخه ځکه مخکښ دی چې په اساسي ډول او پوره ځيرتيا د پورتنۍ تشې د ډکولو لپاره په ټولو حکومتي ادارو کې د ځوانانو ځای پر ځای کول وو او له معمول سره سم به د وخت په تېريدو د هېواد د پرمختګ لپاره د حکومت دننه، سترې اثاثې وروزل شي چې په پرېکنده ډول به يې له غني څخه زيات راتلونکي واکمنان ډیره ګټه پورته کړي، چې هر ګام به يې ورو ورو په هره برخه کې د هېواد د پرمختګ لپاره نمونې وګرځي.
۲. د لومړي ځل لپاره د دولت د مخالفينو له لوري دا څرګندونه کيږي چې مونږ تيار يو د افغانستان له حکومت سره د خبرو لپاره کينو، ولې ښاغلی ولسمشر پرې ځکه چندان غوږ نه ګروي چې نوموړی د دوی له سرچينو او سر سړيو سره په اړيکه کې دی او خبرې هم ښې روانې دي(خير که لا پايلو ته ندي رسيدلي)، همدا دليل دی چې دغه خواته شويو مخالفينو د هېواد دننه د بدامنۍ لپاره په دې وروستيو کې تر يوه وخته خپلو ورانيو او وژنو ته زور ورکړی چې توجه ځان ته راجلب کړي، او که مو اوريدلي وي نو د ميډيا له لارې بار بار ددې غږ کوي چې که د افغانستان حکومت سوله غواړي نو مستقيما دې له مونږه سره په اړيکه کې شي نه له نورو سره! ياده دې وي چې د لومړۍ برخې په برياليتوب سره پخپله په لنډ مهال کې را لاندې کيږي!
۳. ډير نيوکي کوونکي دا ټکی د خپلو نيوکو لومړۍ کرښه راولي چې ډاکټر غني د معمول خلاف له کورنيو سفرونو زيات بهرنيو سفرونو ته وخت ويستلی دی، چې په مطلق ډول بې ځايه نيوکې دي ځکه په دې بايد ددوی سر خلاص وای چې افغانستان له بهره خراب دی او په دې اړه خو ځکه ولسمشر پر اړونده بهرنيو هېوادونو فشار زيات کړی، چې پايلو ته به سترګې په لاره يو.
ددې لپاره بايد څرګنده کړم چې ستاسو به ياد نه وي چې د کرزي د عادتونو خلاف ډاکټر غني له هيڅ يوه بهرني سفر څخه وروسته مطبوعاتي کنفرانس ندی رابللی چې په پايلو وغږيږي، او دا ددې خبرې ښه ثبوت دی چې خبرې لا روانې دي، مسئلې سترې دي او په يوه يا دوه سفرونو پايلو ته نشو رسېدلای نو ولې ملت ته په مهمو ملي مسايلو کې دروغ وويل شي، کنه ډيره آسانه ده او هر ولسمشر له نيوکو څخه د ځان ژغورنې په خاطر کولای شي چې ملت سره په جفا روان وي.
۴. په معياري سرکونو ښه په تيزۍ کار روان دی او دا ددې لپاره چې ژر تر ژره د سويلي او مرکزي آسيا تر منځ افغانستان په ترانزيتي مرکز بدل کړي.
۵. نړيوال په دې باوري دي چې ډاکټر غني د ټولې سيمې لپاره غني اقتصادي ليدلوری لري چې په دې اړه هر يو کولای شي د سيمې د مخورو سياسي مشرانو او اقتصاد پوهانو ليکنې وګوري.
۶. نيوکي کوونکي په دې نه پوهيږي چې ښه حکومتداري څه ته وايي او څنګه پيل کيږي او د لاښه ثبات لپاره يې کومو ميکانيزمونو ته ضرورت دی.
۷. نيوکي کوونکي په دې هم نه پوهيږي چې ډاکټر غني له صفره دا لړۍ پيل کړې ده او دا ځکه چې د کرزي په ديارلس کلنه دوره کې د حکومتولۍ لپاره په اساساتو هيڅ کار نه وو شوی، نه طرزالعملونه وو، نه کاري پلانونه، نه له اوږد مهالو پروګرامونو سره د لنډمهالو پروګرامونو د تړاو نکتې مشخصې وي او نه هم ليد لوری ټاکل شوی وو، فقط دربار وو، څو تنه خوشالول او ځان ساتل وو نو هيڅ هم نه! او دا له ټولو مونږ ته ډيره جوته ده چې دلته د نظام له په منځ کې په کار لګيا وو.
۸. په دې بايد ټول ملت پوه شي چې هېواد مو تل د پاکستان له نارواوو مداخلو څخه بحران سره مخ دی او ددې لپاره بايد پاکستان سره داسې لوبه پر مخ لاړه شي چې هم يې له بهره له مجبور کړل شي او هم د افغانستان دننه، چې له بهره په پورتنۍ برخه کې د چين د ګټو په راسپړلو وغږيدو او د هېواد دننه د پاکستان لپاره ښه بديل له هندوستان سره ښې او مثمرې اړيکې ساتل وې او هغه هم په داسې ډول چې بايد پاکستان ته ددې ډاډ ورکړل شي چې افغانستان په خپله خاوره کې د دواړو هېوادونو (هند او پاکستان) سالم رقابت ته سترګې په لاره دی او ورسره د دواړو هېوادونو نه زيان هم ډاډمن کړو!
همدا وجه ده چې نړيوالو او په تيره بيا کورنيو نيوکو کوونکو پاکستان ته د ولسمشر د نيږديوالي وروسته داسې وانګيرله چې ګويا له افغانستان سره د هندوستان کړې ژمنې د ياد هېواد د مشرتابه لخوا لغو شوې ولې په هماغه وخت د هندوستان صدراعظم يو ځل بيا په دې ټينګار کوي چې هندوستان تيار دی له افغانستان سره کړې ژمنې په بشپړه رقابتي فضا کې سرته ورسوي.
۹. ولسمشر ډاکټر غني په خپل کاري پلان کې دا ځای پر ځای کړې ده چې د شپږو مياشتو دننه د هېواد ۳۴ ولايتونو ته سفرونه ولري چې خوشبختابه په پوره برياليتوب پر مخ روان، او تر اوسه پورې يې چې کومو ولايتونو ته کاري سفرونه کړي دي، پوره ګټور او مثمر بلل شوي دي.
۱۰. تر اوسه پورې د کړيو له ګڼو تخريبونو او پخواني حکومت د چارواکيو له ننګونو سره سره بيا هم د غني له تدبير سره د ټول هېواد په کچه په کورنيو عوايدو کې ۵٪ اضافه والی راغلی حال دا چې سوداګري لاهم زيانمنه ده چې لامل يې بل څه دی.
۱۱. هغه وخت ملتونه بيرته نابوديږي چې خلک د نيوکه کوونکيو خبرو سره د (هو) په معنی سرونه خوځوي او په بشپړ ډول د خپلو حکومتونو په کړنو يا ناخبره وي او يا په لوی لاس د هيوادنۍ مينې له تشې سره مخ وي.
ستاسو ورور،
 و من الله التوفيق
 تل دې وي افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery