مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که حکومت بېواکه دی، نو مقاومت هم بېواکه دی

سيدحسين پاچا

دکتور م عثمان تره کی : له تپل شوي حکومت سره د سولې د خبرو حقوقي او سياسي پايلې
که حکومت بېواکه دی، نو مقاومت هم بېواکه دی. له موږه سياسي واک لا پخوا په جهادي پير کې د ضياء په وخت کې غصب شوی، جونېجو به په ملگرو ملتو کې له هاتف سره د هغه وخت د مجاهدينو يا د هغه وخت د مقاومت استازيتوب کولو.چې تر ننه لا مو نه دی ترلاسه کړی. ښاغلی تره کی ولې له حقيقته منکر دی؟ ولې د خپلو حقوقي، ملي او اسلامي ارزښتونو درناوی نه کوي؟

غلامي دې ورکه شي. غلامي غلامي ده، خو بيا هم د بادار غلامي ښه ده او که د غلام غلامي؟ زموږ د مقاومت درې تنه پخواني فراريان يې د ماشوم په شان دوکه کړل، نو اوسني څڼه ور مقاومتيان يې خو يې نسوار هم نه دي


تصوفي اړخ :
وايی چې په هندوستان کې يو مريد له يو پير سره د هغه په خانقا (دربار) کې له ډېر وخت راهيسې اوسېده. نور تېری د پير له غلامۍ نه ستړی شوی وو. ناڅاپه يوه ورځ ناوخته ماښام د پير لنگر ته مجاهدين راغلل چې د انگرېزانو پر ضد جنگېدل. له چای و ډوډۍ خوړلو وروسته چې شپه ارامه شوه. غوښتل يې چې ولاړ شي چې د انگرېزانو پر پوسته حمله وکړي، نو مريد يې هم غوښتل چې له مجاهدينو سره ولاړ شي او په جهاد کې برخه واخلي. خپل پير ته راغی چې رخصت او اجازه ترې واخلي او له مجاهدينو سره جهاد ته ولاړ شي، نو پير ورته ويل چې نه، نه مه ځه! ته جهاد څه کوې؟ هلته چې ولاړ شې، نو مړ به شې. له هغې نه دا ښه ده چې دلته په دربار کې اوسه او همدلته خدمت کوه.

نو هغه ورته وويل چې نه، بس ځم او نه پاتې کېږم. دلته راته هره ورځ مرگ دی او هلته يوځل. ځکه چې هر ځل تا ته راځم، نو سر درته ښکته کوم او ټيټ وپاس درته کوم يعنې کښته او پورته درته کېږم چې دا ما ته هره ورځ وهر ساعت مرگ دی او سر پرته له الله بل چا ته ښکته کېدای نه شي، خو زه يې تا ته هر ځل ښکته کوم، نو ستا په دربار کې له دې ذلت او له هر ساعت او له هرې ورځې مرگ نه راته هماغه يوځل مرگ ښه دی چې مړ شم، خو نه دلته راته چې هر ځل تا ته سر ښکته کوم.

نو ډاکټر صاحب هغه چې مريد وو د پير له مريدۍ او اطاعته او هر ځل سرښکته کولو نه دېته راغلی وو چې د خدای په لار کې يو ځل مرگ ښه دی، خو نه د پير په دربار کې هر ځل سرښکته کونه. تاسو څه فکر کوئ چې زموږ دې جهادي مشرانو او ناپوه قوماندانو او يا اوسنی مقاومت به هر ځل څو ځلې څومره سرونه دې پنجابي مقاماتو ته ټيټ کړي وي او لا ورته ټيټوي يې؟ د هېواد نقشې يې ترې غوښتې او دوی به ورته د ((مقاماتو)) په نوم وروړلې چې مقاماتو رانه غوښتي دي ايا تاسو دېته مقاومت وايی؟ جنرال اختر عبدالرحمان د ډگروال يوسف په حواله له بهرنيانو سره ځانته مخامخ خبرو ته نه پرېښول. تاسو خو يوځل د هغه کتابونه هم ولولئ چې هغه څه ويلي دي؟ زموږ د مقاومت يو جهادي مشر او هم طالبان د څارگرې ادارې د نظاميانو له سلا مشورې پرته هېڅ نه شي کولی او دا يو مسلم حقيقت دی. دا چې تاسو له دې ټکي نه د يو حقوقپوه په توگه سترگې پټوئ، نو دا به ستاسو د کمزورتيا نښه وي.

قرآني (منصوصي) اړخ :
دا چې تاسو د مقاومت خبره کوئ، نو مقاومت درې ښاخه دی :
• د پېښور جبهه (حزب اسلامي) [خلقي بابر وحميدگل و جماعت اسلامي]
• د وزيرستان  جبهه (حقاني) [خلقي بابر وحميدگل وجماعت علمای اسلام ډلې]
• د کوټې جبهه (طالبان) [خلقي بابر وحميدگل وجماعت علمای اسلام ډلې]

ستاسو به هم پر ياد وي کله چې د بوټو په وخت کې زموږ درې تنه يعنې حکمتيار، مسعود ورباني وتښتېل چې د قاضي حسين احمد پر وينا رباني مو د داوود خان له استخباراتو نه د ((چترالي ملا)) په نوم پټ ساتلو او دا نور دواړه په هغه وخت کې په بالاحصار کې ساتل کېدل چې د پوځي زده کړو لپاره به يې چراټ ته وړل چې روزنه او پالنه يې نصيرالله بابر کوله. په داسې حال کې چې درېواړه اسلامپالې ډلې يعنې د قاضي حسين احمد، فضل الرحمان وسميع الحق ډلې له استخباراتو او نظاميانو سره سيده اړيکي لري.

همدا بابر بيا ښاغلي حکمتيار او مسعود ته د ((هلکانو)) خطاب کولو. يوه ورځ يې دا دواړه ((هلکان)) بوټو ته د پېژندگلوۍ لپاره وروړي ول چې کيسه يې په کتابونو او رسنيو کې خپره شوې هم ده. زما پوښتنه له تاسو حقوقپوه نه دا ده چې ولې او څنگه دوی دواړه اسلامپال يو خلقي جنرال خپل يو خلقي سوشيالېست مشر بوټو ته وړي او هغه ته يې ورپېژني او د بوټو ياور ته وايی چې ورشه او ورته ووايه چې دی (بابر) راغلی او دلته يې تا ته له ځان سره دوه ((هلکان)) هم راوستي دي.

قاضي حسين احمد هم همدغسې د دوی ورپېژندنه د ځان لپاره وياړ بولي. مدرسه څوک نه شي سپورټ کولای تر څو چې استخباراتي او نظامي ملاتړ ونه لري چې په دې سره ښه پوهېږو. زموږ يوه ستره تېروتنه همدا وه چې موږ د پرديو په سياسي ملايانو د فتواو پسې د همدې جهادي مشرانو په خولې لاړو او لا تر ننه دا حقيقت نه منو. په بله مانا د نورو د سياسي ملايانو د سياسي فتواو ښکار شو او لا تر ننه ښکار يو. دوی نه اوس او نه هغه وخت کې د سياسي مشرتابه گۍ وړتيا لرله، نو ځکه خو خلقي بابر له ډېرې خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايده. طالب څڼه ور او بېسواده ملا عمر او لوده حقاني خو نه حکمتيار او نه مسعود ته په چالاکۍ کې رسېدای شي. څه نخرې يې پرې وکړې د ځان پوښتنه قدرې هم ترې نه شي کولی.

د کوټې څانگې د مشرتابه په تړاو قرآني مزاحمت شته چې د يو امير لپاره لږ تر لږه د ((پوهې)) او ((صحت)) شرايط شتون ولري چې دغه دواړه شرايط د کوټې څانگې د مشرتابه په مشروعيت کې مزاحمت دی. گوره چې د جنگ لپاره پوهه دومره شرط نه ده، لکه څومره چې د يو امير لپاره شرط ده. تاسو لږ کلام پاک ته سر ورښکاره کړئ چې هلته د هغوی په حق کې کلام پاک څه وايی او ولې ورته هغسې کليمات کارول شوي ان د حضرت يوسف عليه السلام په کيسه کې چې عزيز د مصر ورته د ټول واک وړانديز وکړ او هغه خزانه واخېسته. ځکه چې د ملک سيستم پر اقتصاد ولاړ دی. کله چې اقتصاد خراب وي، نو عامه نظم او دسپلين خرابيږي او حالات له کنتروله وځي. تاسو پوهېږئ چې د يو ملک لپاره اقتصاد وزراعت څومره اړين دي او اقتصاد پر زراعت ولاړ دی، نو ځکه هغه وخت هغه مبارک د خزانې يا د ماليې واگې په لاس کې واخېستې او خلکو ته يې د زراعت يعنې د غنمو د کښت مشوره ورکړه. همداسې د لقمان حکيم لپاره د ((الحکمة)) کليمه کارول شوې او همدارنگه د آل ابراهيم لپاره په مجموع کې دا ډول کليمات ((فقد اتينا ابراهيم الکتاب والحکمة واتيناهم ملکا عظيما)) کليمات کارول شوي.

د ملا عمر په تړاو ويل کيږي چې مولوي سميع الحق ورته همداسې افتخاري پگړۍ تړلې چې دا يو بل مشکل دی. پوهنتونونه يو چا ته افتخاري دوکتوری ورکولی شي، لکه هند ښاغلي کرزي ته افتخاري دوکتوری ورکړه چې دا ډول تعاملات کله ناکله کيږي، خو د علم دين په هکله به يوه لويه تېروتنه وي که هغه دا کار کړی وي. ملا عمر له ښاغلي حکمتيار او حقاني پورې دومره لوړې اسلامي زده کړې هم نه لري. پرته له شکه چې حکمتيار تر ټولو پورې ښه استعداد او هم لږو ډېر سياسي پوهه لري. ملا عمر خو خالص امپړ دی، ځکه خو ISIS مشر البغدادي ورته په رسنيو کې د fool او illiterate warlord کليمات کارولي او هم يې ويلي چې د مشرتابه گۍ وړ نه دی. لينک دلته کتلای شئ :
Mullah Omar is a fool and illiterate warlord, al-Baghdadi says - Khaama Press (KP) | Afghan News Agency
http://www.khaama.com/mullah-omar-is-a-fool-and-illiterate-warlord-al-baghdadi-says-9291

خالد بن وليد له علمي اړخه د نورو خلفای راشدينو لا څه ان چې د ابوهريرة او ابوعبيدة بن جراح او داسې نورو په پرتله هغسې پوهه نه درلوده، خو دا چې جنگي مهارت يې ښه وو. ان تر دې چې له اسلامه مخکې د پېغمبر مقابلې ته هم راوتلی له پېغمبر صلی الله عليه وسلم نه يې جنگ وړی. په اُحد کې چې بيرته له شا مخې راوگرځېده څومره صحابه شهيدان شول. حمزه هم هلته شهيد شو. خو علم ((پوهه)) د مشرۍ لپاره مهم شرط دي. برابره خبره ده چې اسلامي وي او که سياسي، خو زموږ په جهادي وطالبي مشرانو کې هغسې سياسي واسلامي پوهه نشته چې له قيادت او مشرتابه گۍ سره سمون خوري.

تاسو چې د مقاومت خبره کوئ مقصد مو څوک دی؟ حال دا چې په درېواړو کې له هر اړخيز پلوه ستونزې شته چې سياسي پوهه يې هم هغسې نه ده چې د پنجاب له منگولو ځان راخلاص کړي. زموږ د مقاومت سياسي مشري پخوا هم کمزورې وه او اوس هم کمزورې ده. پاکستان خو د همدې موخې لپاره دوی ساتلي دي او مخکې يې هم د پژواک، صمد حامد او داسې نورو غوندې برجسته شخصيتونو ته د ورتگ اجازه نه ورکوله. گواښنې يې ورته کولې، سياسي فشارونه يې راوړل چې له پوهاند مجروح راواخله د شورای تفاهم زياتره غړي يې د چا په لاس ترور کړل؟ ايا معتصم ترور نه بولې؟ ايا د طالبانو د وخت د دفاع وزير چېرې ووژل شو او داسې نور تر تخاري پورې درواخله. ملا برادر او داسې نور لا تر ننه پورې ورک دي رسنيو ته نه راوځي. ملا ضعيف ومتوکل او داسې نور څنگه او ولې خرڅ شول؟ ملا عبدالسلام ضعيف له بي بي سي سره په يو مستند سند ((Secret Pakistan)) کې په ډاگه ويلي چې ((پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکا ته بل څه)). ان تر دې چې له متوکل سره به په بهرنيو سفرونو هم د څارگرې ادارې يو چارواکی وو. دا څنگه کېدای شي چې يو څوک د خپل پوځ دنده پرېږدي او له ده سره جهاد کوي. ولې دا جهاد په کشمير کې نه کوي. ايا دا د دې معنی نه ورکوي چې دوی بېواکه دي او د څارگرې ادارې له مشورې پرته هېڅ نه شي کولی.

تاسو چې د مقاومت خبره کوئ دېته څه ډول پرتوگ وراغوندئ؟ درست دی چی دولت به بېواکه وي. فقهاء يوه مساله بيانوي او وايی چی ((الولد للفراش)). ځکه چې مشر لالا زموږ له لوړپوړو چارواکو واخله تر ټيټو پورې ټول ملکي ونظامي پرسونل ته معاش راکوي، خو همدغه لگښت پاکستان ته هم ورکول کيږي چې هلته بيا د بل پر لاس د بل له لگښتونو نه د هېواد د ورانۍ او د خلکو د وژلو لپاره ورکول کيږي چې هېښنده لا دا ده چې د همدغې يوې مرجع پيسې يوې خوا ته روا او بلې خوا ته ناروا دي. دغه د حل و د حرمت فيصله له چا سره ده؟ له مخالفينو او که له نورو سره؟ که له تاسو حقوقپوه سره يې کومه شرعي مجوزيت وي درست ده کنه هېڅ پلمه ورته نشته.

موږ الحمد لله مسلمانان يو. بني اسرائيل او قبطيان نه يو چې بني اسرائيلو ته به په هماغه يو لوښي کې پاکې اوبه او قبطيانو ته به وينې کېدې او څښلی به يې نه شوې. شرعيت محمدي ټولو ته يو شان دی.

تاسو خو يو حقوقپوه ياست بابر له خوشالۍ پورته پورته الوځي او بوټو ته دغه نوي زلمکيان يا هلکان وروړي او بيا يې د داوود خان په خلاف ورته روزنه ورکوي او ارزيابي کوي يې چې دوی څومره توان لري؟ دا چې بيا روسان راغلل، نو دوی ته خو خدای ورکړه او تر ننه يې لا غوا لنگه ده. ښه بېغمه شېدې يې خوري. دا خو لا څه کړې ان چې له نړۍ نه زموږ په سر باج ((قلنگ ومحصول)) يا ماليه tax اخلي.

د خدای لپاره د طالبانو د تحريک په رامينځته کولو کې به سيده په اکوړه خټک کې ثبت نام کېده. درست ده چې سميع الحق او فضل الرحمان به په ښکاره د طالبانو ملاتړ کوي او دا دواړه د برتانيا د هغه وخت د دوو لوړپوړو ديپلوماتيکو چارواکو په وسيله راهڅول شوي چې د ۱۹۹۵ کال د وفا په انگرېزي مجلې په خاصه گڼه کې د ښاغلي طايزي په مقاله کې ورته اشاره شوې او د کراچۍ په تکبير پاڼه کې هم ورته ياده شوې. تاسو هغه کتلی شئ.

پوښتنه دا ده چې طالب به اگاهانه او يا په نااگاهانه ډول دغه منصوصي ستونزه ناديده گڼي او يا په پټو او وړندو سترگو د بل لمسون مني. کنه چې څوک تلاوت کوي هغه ختمي يوځل دې ستونزې ته متوجه کيږي او دا هغه څه دي چې د دوی مشروعيت يې تر پوښتنې لاندې راوستی. يو څوک چې د اسلام دعوه کوي او د اسلام لپاره قرباني ورکوي او بيا قرآني ارزښت ته درناوی نه کوي، نو دا يې بيا له مدعا سره سمون نه خوري او ښکاره ده چې زموږ جهاديان وطالبان او داعشيان د اسلامي ارزښتونو لپاره نه، بلکې د نورو د ارزښتونو او پلانونو لپاره رامينځته شوي چې د نورو له مالي ونظامي ولوژيستيکي ملاتړه برخمن دي. کنه د طالب کار خو له خپلې مدرسې او درس سره دی، نه له ټوپک سره، نو دا ټوپک و ډبل ډاتسنې او دا لپ وجپ يې له کومه کيږي. له اسمانه خو چا ته نه راځي او پر مځکه به يې ختمي د ملاتړ او تمويل مرجع روښانه وي.

سياسي وحقوقي اړخ :
تاسو ته به هم پته وي چې په اوايلو کې ضياء الحق لس تنه مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه روم ته استولي ول چې يو پکې گورنر فضل حق هم وو. د ضياء ليک يې هم له ځان سره وړی وو. پاچا ته يې ويلي وو چې که تاسو راشئ ضياء صاحب به ستاسو ډېر درناوی وکړي.
هغه ورته ويلي وو چې حقوق په دوه ډوله دي : يو ملي حقوق او بل فردي (شخصي) حقوق دي. که په شخصي حقوقو کې څه مسايل پر ما پورې اړه لري، نو تر خپلې وسې چې مې وسه رسيږي درېغ به يې نه کړم، خو تر کومه چې ملي مسايل دي په هغې کې زه څه نه شم کولی او زه د نورو په شان يو فرد يم. نو فضل حق ورته ويلي وو چې که تاسو راشئ، نو ضياء صاحب به تاسو ډېر ونازوي، هغه ورته په ځواب کې ويلي چې داسې ناز زما په کار نه دی او د ضياء غوندې ډېر جنرالان زما تر لاس لاندې تېر شوي دي.
تاسو د دې خبرې سياسي وحقوقي اړخونه او ارزښتونه څنگه اريابي کوئ؟

تاسو چې د مقاومت خبره کوئ، نو دا به دې هم پر ياد وي چې کله دغه هيئت له روم بيرته راغی، نو ضياء خو افغانستان د ځان الحاق گڼلو چې تر ننه پورې لا ورته د پاکستان د پنځمې صوبې په سترگه کتل کيږي او بوديجه ورته جلا کيږي. ايا دا ويلی شئ چې ضياء ته بيا د کنفېډرېشن مشوره چا ورکړه؟ کاشکې چې موږ خو يې د کشمير غوندې يو رياست گڼلی. هغه څوک چې تفخيم القرآن مني او خپله يې قرآني پلوشې او حکمة الباري هم ليکلی څه وايی، ايا تاسو پوښتلی ؟ ايا دا ويليی شئ چې دا مختصه بوديجه په څه کې لگيږي؟
همداسې يې هغه نور دواړه ښاخونه او د هغوی مشران راوخله.

زه د ښاغلي عثمان ليکنې خوښوم. ښې ليکنې کوي او ورته شخصاًډېر درناوی لرم. البته دا به لږه بې انصافي وي چې يو اړخ بېواکه او تپل شوی گڼې او بل اړخ بيا خپلواک چې دا ښه خبره نه ده. زموز سياسي واک دوه ځلې سبوتاژ شو چې يو ځل د ښاغلي حکمتيار او بل ځل بيا د مسعود له لاسه چې په نتېجه کې د کابل ښار د خپلمنځي جگړو له لاسه په اور کې وسوځېده. پرته له شکه چې دا پردۍ جگړه ده او پر موږ راتپل شوې چې البته ځينې به يې نړيوالې موخې او ځينې به سيمه ييزې موخې لري. د مشر لالا موخې هم روښانه دي او زموږ د گاونډيو او سيمه ييزو گاونډيو موخې هم روښانه دي.

تاسو خو يو حقوقپوه ياست. د يو حقوقپوه له نظره دا به ښه نه وي چې له همدې بېواکه او تپل شوي حکومت سره په خپل کور کې کښېنو او يا لږ تر لږه له خپل ادرسه وغږېږو نه د بل په خولې او د بل له ادرسه؟ که د دواړو ښاغليو يعنې ښاغلي کرزي واک نه وو او يا د ښاغلي غني هم نشته، نو د نورو خو بالکل نشته. هغوی له واکه خلاص دي. همدا څه موده مخکې چې ملا برادر غني راخلاص شو، تراوسه لا خپلې کورنۍ نه دي ليدلی او نه رسنيو ته راڅرگند شوی، نو تاسو دېته څنگه خپلواکي او مقاومت وايی؟

دکتور نجيب الله هم په وروستيو کې د حاجي سهرگل په لاس يو ليک چا ته استولی وو چې هغه ورته ويلي وو چې درست ده سبايي به سره وگورو. د شپې يې څارگرې ادارې ته زنگ وهلی او له ليکه يې خبر کړي وو چې هغوی بيا په هماغه شپه منکر کړی وو او په سبايي حاجي سهرگل ته ويلي وو چې نه شي کېدای او ورته ووايه چې ((زه يې په زور نيسم)). هغه چې بيرته راغی او نجيب ته يې وويل چې هغه خو وايی چې زه يې په زور نيسم او روغه نه کوم، نو نجيب ورته ويلي وو چې : ((ځه تکړه شه په زوره يې ونيسه)).
ورته يې ويلي وو چې که زه يم، نو ته به کابل ته راشې او حکومت ته به رادننه به شې، خو که زه نه يم تا ته څوک حکومت نه درکوي او نه به دلته گوزاره وکړی شې. نن خو نجيب نشته، خو ولې په سترگو گورو هغه چا چې زور غږولو نن يې خپله په کابل کې فزيکي حضور نشته.
مخالف يې هلال وقاضي حکيم ته يې ويلي وو چې زه ورته په کابل کې يوه مرغانچه هم نه ورکوم. اگر چې دواړه مخالفين يې نشته، خو د نوموړي بيا هم خپله فزيکي حضور نشته. هغه پوښتنه يې تاسو وکړئ چې ولې نه ورځي؟ ويريږي او که نور څوک يې نه پرېږدي او که نړيوال او سيمه ييز مزاحمت شته؟ زما په اند خو ورته دا ټول مزاحمتونه شته او هغه هم پخپله پخپلو تېروتنو او سرزوريو ښه پوهيږي.

په بله مانا يا په سپينو ټکو چې پاکستان پخپله خيراتخور دی، نو هغه به څنگه وکولی شي چې خپل لاسپوڅي د امريکا او د شمال ټلوالې له خوښې پرته د حکومت په حساسو نقطو کې ځای پر ځای کړي؟ پر نجيب خو يې د بل لمسون کبر وکړ، خو پر غني دې يې نه کوي. دا يو وروستی چاڼس دی. زما په اند خو نورې سياسي تېروتنې دې نه تکراروي. که دا چاڼس يې له لاسه ورکړ، نو بيا به والله اعلم که دی هم ښه ورځ وويني. خوښه يې خپله چې دې خپل ټاټوبي ته راځي او که هلته د بل په غېږ کې پروت وي؟ دا پرېکړه بايد دی پخپله وکړي.

له موږ ولس سره هېچا ښه نه دي کړي، خو پوښتنه دا ده چې که د پاکستان سياسي غوښتنو ته غاړه ږدو، نو بيا ولې د امريکا ته يې نه ږدو. له مسلمانه خو خپل روا او مشروع حق نه شو غوښتلی، بلکې پر خپل روا او مشروع حق په يو او بل نوم وژل کيږو، خو که خپلې غوښتې او مشکلات ورسره په خپله خوله مطرح کړو، نو بدي يې په څه کې ده؟ پاکستان چې خپلې موخې او غوښتنې پر هغوی مني، نو ولې موږ خپلې غوښتنې ورسره سيده مطرح نه کړو؟ دا چې د نورو د سياسي غوښتنو لپاره نيابتي تپل شوې جگړه کوو، نو ولې د خپلو روا او سياسي غوښتنو لپاره د منطق واستدلال لاره ولې نه نيسو؟ روښانه ده چې له موږ سره هم خپل سياسي واک نه شته او د بل ناروا ته مو غوږ نيولی دی. څوک څه حق لري چې د طالب په نوم ثبت نام په خپله مدرسه کې کوي؟ مدرسه خو د علم د زده کړې او ښوونې ځای دی، نه د نظامي ثبت نام وسياسي پروپاگنده ځای. بيا لا مفسر ومحدث دعوه هم کوم، نو قرآن وتفسير وحديث هېڅکله چا ته دا اجازه نه ورکوي چې د بل لپاره نيابتي جگړه وکړه. خلک د خپل حق لپاره جنگيږي چې ترلاسه يې کړي نه دا چې خپل حق نورو ته ورکړي. سياسي خواخوږي بيل شی دی ولې ډلې ډلې طالبان د جهاد په نوم لېږل بيل شی دی. ملا به کتاب وروښيي او کتاب به ورته ورکړي، خو وسله ورته څوک ښيي، ځانمرگي واسکټونه او وسله ورته څوک ورکوي؟ ځينې تخريبي حملې د مقاومت له واک او پوهې لوړې او پېچلې دي.

ستاسو به هم په ياد وي چې حميدگل ويلي وو چې ((درست چې جنگ به افغانانو کړی وي، خو لارښوونه يې ټوله زما وه)). هيله ده چې زموږ دروند ډاکټر صاحب عثمان تره کی خو دې اړخ ته هم فکر وکړي. سياسي وحقوقي اړخونه او ارزښتونه يې پرتله کړي. ايا دا به ښه نه وي چې له همدې بهرنيانو سره په خپل کور کې نېغ په نېغه خپل مسايل او ستونزې مطرح کړو نه د بل له ادرسه او د هغوی په لارښوونه.

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery