مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشره ته که وظيفوي تداخل ختموي خو استازی دي خپلوي پالي

سيد حسين پاچا

ولسمشر غني :د وظيفوي تداخل له منځه وړل زموږ د راتلونکو کلونو عمده هدف دی


ستاسو فوق العاده استازی به خپلوي پالي او که ښه حکومتولي؟
ښاغلی کرزی خو د غلو، تالانگرو او د جنگسالارنو ښه دمگری وو، د پاډوگر په شان يې کفچه ماران له ځان سره ساتلي وو


زموږ هېواد مشر پاک سړی دی، خو د ښې حکومتولۍ فوق العاده استازی يې بېخونده دی. يو څه وخت مخکې په رسنيو کې د کابل بانک په مساله کې د فهيم د ورور او هم د نوموړي او که د بل ورور پسې يې د ۹۳ ميليونو ډالرو د غبن خبره رابرسېره شوه. له بل پلوه يې د نوموړي او که د ورور پر باجا چکري هم د حاجيانو په مساله کې پرې تور لگېدلی وو. داسې ويل کېدل چې يې ډالر يې له هغې مخته د بسکټو په ډبليو کې راوړل چې د اماراتو او که د دوبۍ په هوايي ډگر کې ترې نيول شوې او ضبط شوې وې.

دا هم ورپسې ويل کيږي چې د د افغانستان د حاجيانو حوېلۍ يا ((رباط افغاني)) يې هم پلورلی چې لا تر ننه هماغسې په جنجال کې پروت دی. دا مساله نه کرزي حل کړه، نه طالب حل کړه او تاسو به دا مساله څنگه حل کړئ؟ ستاسو فوق العاده استازی به خپلوي پالي او که ښه حکومتولي؟ تجربو ثابته کړې چې له جهاديانو نه د ښې حکومتولۍ تمه هسې بېځايه تمه ده، لکه څنگه چې څوک د مرغۍ د پيو انتظار کوي.

که خبره د جهاد شي، نو بيا خو له ((خطا)) وپنجشېريانو واخله تر اسماعيل خان واستاد سياف پورې ټول گيله من دي چې حکومت ((مجاهدين)) څنډې ته کړي او حکومت بايد د ((مجاهدينو)) له تجربو نه گټه واخلي. خپلې اوبه خوشې بهيږي، خو له بهره برېښنا واردولو ته ډېر تکړه يو. ښاغلی کرزی خو د غلو، تالانگرو او جنگسالارانو ښه دمگری وو، د پاډوگر په شان يې کفچه ماران له ځان سره ساتلي وو.

جمعيت يا د شمال ټلواله په پروپاگندا کې ښه لوبېدلې ډله ده. دوی د ډېرو په لاس کې لوبېدلي دي او د هر چا خوند يې اخېستی دی. ځکه خو زموږ هغه بل جهادي سرتنبه مشر يې هم تاب رانه وړ او له کابله يې ورپسې واخېست چې چترالي ملا به ويل چې ((زه ورته يوه مرغانچه قدرې هم نه ورکوم)). گټلې ټاکنې دې ورته بايلودې او بې ارزښته دې وبللې او سبا وبېگاه به يې ښاغلي جان کيري ته تېلېفونونه کول او په واک کې دې د بل په خوله ومنځگړيتوب شريک کړل. نن ورته ټينگ شه چې هغوی ستا استازی شيرمحمد کريمي له ماتې سره مخ کړ، خو خپل يې صلاح الدين رباني ونورالحق علومي بريالي کړل چې استاد سياف واسماعيل خان به همدا چېغې وهلې چې کابينه کې يې کمونېستان راگډ کړل. هغه بل يې بېزاره کړ او پر ستانکزي يې نژدې پارلمان بل مخ اړولی وو.

پر پخواني هېواد مشر کرزي خو يې کوډې کړې وې، خو چې تا راڅخه لېونی نه کړي. خيال دې وسه چې دا د شمال ټلواله ډېر ملموس او مکار دي. په کار خو دا وه چې په هماغه اوايلو کې دې د شمال ښکرور لېرې کړی وای، خو هغه دی ونه کړل. تاسو چې د ښاغلي کيري په منځگړيتوب له عبدالله سره داسې معامله کوله، نو دا شرط به مو له ښاغلي کيري سره لگولی وای چی ((خطا)) به  د اوونۍ په دننه – دننه کې له دندې گوښه کيږي، خو دا کار درڅخه خطا شو او اوس هم د امريکا په مرسته دا کار کېدای شي چې دا ظالم نور تېری له دندې گوښه او حسابۍ ته يې راکش کړي چې دا په ميلياردونو ډالره يې له کوم مدرکه کړي دي؟

ايا د جهاد له برکته او که د چور و تالان او فساد له برکته؟ دا ځواب بايد امريکا ووايی. دا ځکه چې د ښاغلي اوباما د هغه وخت خاص استازي هولبروک د اسمان شنو ته خېژولی وو او له کرزي سره يې هغه څه کول چې هغه يې له ځانه گيله من لا څه ان چې عُقدې ته ورسولو. هماغه ميراث تاسو پاتې دی چې لېرې کول به يې تاسو ته له بهرنۍ همکارۍ گران وي. ځکه چې بل څوک دوی يعنې د شمال ټلوالې ته قناعت نه شي ورکولی او نه پرې د الله تعالی پرته د چا زور رسيږي.

کاشکې چې مخالفينو له پاکستانه واک کولی شوی او هېواد ته راغلی وای او په حکومت کې راگډ شوی وی او دوی هم له دې ډاريږي چې داسې نه چې زموږ تله په حکومت او واک پيکه شي. د کرزي په وخت کې خو واک ټول د دوی وو او اوس هم هماغه نازولتوب او واک غواړي. زما په اند که دوی په واک کې راگډ شي، نو لږ تر لږه خو به د واک يو څه انډول برابر شي، خو په دې شرط چې امريکا له ځينو طالب لوړپوړو چارواکو نه بنديز پورته کړي او هم يې پاکستان په ارامه پرېږدي او يا دوی ترې لږه نسبي خپلواکي واخلي، خو دا به د پاکستان لپاره هم د زغم وړ نه وي. پاکستان خو د همدې لپاره پر دوی پانگونه کړې چې د پاکستان گټې خوندي شي چې دا گټې يې زياتې له شمال ټلولې سره خوندي دي.

له بل لورې دا هم غواړي چې په پښتني سيمو کې واک له مخالفينو سره وي چې هم بلوچ بېلتونپالو ته لاسرسی ونه شي او هم له بل لورې زموږ اوبه، ځنگلونه او سرحدات په خپل کنترول کې واخلي. له دې وجهې نه د ښاغلي ډابنز وروستۍ څرگندونې چې ((د سولې په خبرو کې د ملا عمر ونډه مهمه ده)) په ښکاره د پاکستان له گټو نه دفاع ده، نه د افغانستان له گټو نه. ښکاره خبره ده چې پاکستان ملا عمر د همدغسې يوې معاملې لپاره ساتلی دی چې معامله پرې وکړي. همداسې دا نور دواړه مخالفين درواخله. دوی خپلواک نه دي که بالفرض واک ته راځي، نو پاکستان به خپلې غوښتنې پر دوی، هم پر حکومت او هم پر امريکا باندې مني، نو بيا به د امريکا گټې هم په سيمه کې خوندي وي.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery