مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-04   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې اوولسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې اوولسمه تحفه ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو ( چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی قول دی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه ومنیً او خپل ځوابونه راولیږئ . باید یادونه وکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com). پوښتنی : ۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟ ۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟ ۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟ ۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟ ۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟ ۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چی تر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟ الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ ب : قضایی او کفاره دواړه لازم نه دي ؛ ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده ؛ د : روزه یې صحیح ده او نه ماتیږی . ۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟ الف : روژه یې ماتیږی ؛ ب : روژه یې نه ماتیږی ؛ ج : روژه یې مکروه ده ؛ د : بله ( قضایی ) روژه باید ونیسي . ۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟ الف : اې مؤمنانو! په غلطه او ناروا طریقه سره د نورو مال مه خورئ ؛ ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي، هغه صحیح او پوره ادا کړئ ؛ ج : د خپلی ګټی له پاره د نورو تاوان پر ځان ومنیً ( برداشت کړئ ) ؛ د : ټوله صحیح دي . ۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟ الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی ؛ ب : چی کفار اسلام ته راوبولی ؛ ج : چی د پیغمبر (ص) د یارانو ایمان پیاوړی کړی ؛ د : چی نبوي معجزې انسانانو ته وښیی . ۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟ الف : د ثور غار ته ؛ ب : د حرا غار ته ؛ ج : د ام معبد کور ته ؛ د : ټوله غلط . او دا هم د نن زرین اصل : موږ افغانان هر یو نارې وهو چی د هیواد موجوده وضع د زغملو نه ده او باید بدله سي ، خو په ځانونو کی د بدلون راوستلو فکر د هیچا سره نسته ( چی الهي امر دی ) !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery