مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سوله خو دکومو شرلیطو لاندی‏

محمدالف فروتن

 

په هغه هیوادونو کی چی کلونه کلونه جګړی ځپلی وی او ځپل کیږی نو ولسونه او دولتونه یی دسول هڅی کوی او د سولی په اړه بیلا بیلی طرحی او وړاندیزونه وړاندی کوی.

سوله دیوه هیواد په جغرافیه او دخلکو په ژوند او کار پوری هم تړلی بللی شو بی کاری بی عدالتی تل دسولی په مخ کی لوی خنډ دی افغانستان هم یو له هغه هیوادونو شمیرل کیږی چی ولسونه او دولت یی تربل هرچا زیات سولی ته تږی دی .

کله چی په دیارلس سوه اوه پنځوسم (۱۳۵۷)کال کی دهغه وخت شوروی اتحاد په مستقیمه لارښوونه او دګران هیواد افغانستان خینو په اصطلاح کمونیستانو کودتاه وکړه او دهغوی دبی شمیره مظالمو په مقابل کی ولسی پاڅونونه رامینځ ته شول چی سولی خپل ځای جګړی ته پریښود او په ټول افغانستان کی جګړی وژنو زور واخیست دهغه وخت دکابل بی تجربی واکدرانو به ویل چی دا یو څو محدود کسان دی چی دهیواد امنیتی وضع یی خرابه کړی او ډیر ژر به وځپل شی

 پکار داوه چی دهغه وخت واکدرانو دجنګ پرځای سولی او دکرکی پرځای مینی او ترحم ته ځای ورکړی وای خو داکار دهغه وخت واکدارنو دخپل غرور له امله ونکړ او دولس سره یی دجنګ لاره خپله کړه

 جنګی حالاتو ته په کتو یو شمیر دسیمی اودنړی استخباراتی کړیو ددی وضعی ناوړه ګټه پورته کړه او افغانانو پخپله هغوی ته دلاس وهنی لاس وراوږد کړ دواړو غاړو دنړیوالو اسخباراتی کړیو کومکونه تر ګوتو کول چی دهمدغه کومکونو نتیجه وه چی جنګونه یی ترلسیزو اوړی او پیړیو ته نژدی کیږی

 ښه می په یاد دی چی د۱۳۶۵کال دکابل واکدار داکتر نجیب دملګرو ملتونو په مرسته او همکاری دسولی غږ اوچت کړ خو هغه وخت مجاهدینو دهغه دسولی غږ ته دشک په سترګه وکتل او دداکتر نجیب هم یوه لویه تیروتنه داوه چی دسولی له غږ سره یی دا ټکی هم کوه چی انتخابات به دده دحکومت په موجودګی کیږی او دده پلویانو ته به په راتلونکی حکومت کی ۶۰٪ ونډه ورکول کیږی خو دنجیب دا ډول څرګندونی دمجاهدینو له مزاج سره برابری نه وی او دا ډول سوله یی دملګرو ملتونو دخاص استازی بینن سیوان په شتون کی هم رد کړه دنجیب دسولی پروسه په کامله معنی ناکامه شوه او یوځل بیا دتیر په څیر په هیواد کی جګړی او وژنو زور واخیست له هغه وروسته چی کله مجاهدین پر کابل واکمن شول هغوی هم یو شمیر اشتباهات وکړل دمجاهدینو ځینو مرانو دپردیو په اشارو ځانونه په ریښتینی معنی دهیواد فاتحین بلل او هیله یی داوه چی دجهاد اومبارزی ټول ګټلی افتخارات دځان په نوم کړی

 دمجاهدینو پدی دوره کی هم سمتی ژبنی او مذهبی تعصوبونو ته پوکی ورکړل شو او یو ځل بیا زمونږ ګران هیواد افغانستان دجګړی په میدان کی ښکیل پاتی و دځینو اشخاصو له لوری دسولی او اوربند لپاره هلی ځلی پیل شوی خو نتیجه یی هغسی چی تمه کیده راونه وته او دولس هیلی په نا امیدی بدلی شوی کابل دتیر په څیر داور خوراک شواو دښځو ماشومانو په ګډون یی ډیری ولسونه دقدرت اوشهرت لیوانیانو دهوسونو ښکارشول همدغه نظام هم پایښت ونکړ او ددغو مظالمو پر وړاندی ولس له طالبانو سره یو ځای شو او هغوی یی ددغو مظالمو پروړاندی دهیواد ریښتینی بچی بلل

 هغه وو چی دمجاهدینو حکومت یی ړنګ او پرځای یی داسلامی امارت په نوم یو بل نظام چی نوی تجربه وه مینځ ته راوړ دطالبانو اسلامی امارت هم پدی ونه توانید چی په ټول هیواد حکومت وکړی ځکه دلته داسی مشهورو څیرو شتون درلود چی له جنګه یی کرکه نه کوله او دهغوی په مقابل کی جنګ یی جهاد باله

 له یوی خوا دداسی څیرو شتون او له بلی خوا دطالبانو داسلامی امارت دغړو اشتباهات وو چی ددوی په مقابل کی هم ورو ورو حرکتونه پیل شول او دا ورو ورو حرکتونه وو چی په جګړه بدل شول په شمال کی داسلامی امارت دپلویانو له خوا دکورونو او باغونو سوځول داسلامی امارت دختمی یو لوی چانس اسلامی امارت دښمانانو ته په لاس ورغی او خلکو دمجبوری له مخی داسلامی امارت خلاف هم ټوپک ته لاس کړاو داحمدشاه (مسعود) ترشا ودریدل اوجګړی یو ځل خپل یاد تازه کړ

 دسیمی اونړی استخباراتی کړیو دغه اور ته لا نور پوکی هم ورکړهغه وو چی دغه پوکی دطالبانو دسقوط سبب شو او ښاغلی حامد کرزی دبن کنفرانس دپریکړی له مخی دموقتی اداری دمشر په توګه وټاکل شو او دیوه دیموکراتیک نظام اساس او بنسټ یی کیښود دکرزی په همدی موقته دوروه کی ډیری جرګی جوړی شوی دانتخاباتو لپاره نړیوالی مرستی راجلب او وخت وټاکل شو لنډه داچی په افغانستان کی لومړی ځل وو چی عام انتخابات ترسره شول او دانتخاباتو په نتیجه ښاغلی حامد کرزی دپنځو کالونو لپاره ولسمشر شو او وروسته له انتخاباتو یی دسولی په نوم یوه شورا جوړه کړه داچی زمونږ خبره هم دسولی په اړه ده نو لازمه ده چی په همدی اړه خبری وشی که سولی په اړه دسولی شورا جوړښت ته وکتل شی دا ډول شوراګانی پرته لدی چی وخت ضایع شی او بی ځایه مصرف وشی بله معنا نلری داچی افغانستان دجرګو اومرکو هیواد بلل کیږی که زمونږواړو واړو ستونزو او دهغوی دحل لپاره واوړو واړو جرګو اومرکو ته وګورو نو دسولی په نوم جوړه شوی شورا جوړښت له دسولی اومرکو له اصولو خلاف جرګه بللی شو دجرګی چاری تل دریم ګړی پرمخ وړی او دواړه مخالفی ډلی ورته خپلی غوښتنی اوستونزی ورپه ګوته کوی او دجرګی دګډونوالو له لوری ورته دحل لار لټول کیږی

 ګورو چی دافغانستان دسولی په شورا کی ټول مرکچیان دولت ته خواږی دی که چیری بیاهم دولت غواړی چی دمسایلو دڅیړلو لپاره مخامخ خبری وشی نو ددولت وسلوالو مخالفینو ته دی هم دسولی په شورا کی ځای ورکړی که چیری دولت دا کار ونکړی نو جوړه شوی دسولی شورا یی نشو بللی اودا ددولت مرکچیان دی چی ددولت له لوری ګمارل شوی دی

 دسولی شورا په اړه باید لاندی ټکی په نظر کی ونیول شی

(۱)دسولی شورا غړی باید بی طرفه وی

(۲) دسولی شورا غړی باید پدی پوه وی چی دهیواد ګټی یی څه دی ؟

(۳)دسولی شورا غړی باید دواړو غاړو ته دمنلو وړ وی

(۴)دسولی شورا له غړیتوب باید هغه کسان وایستل شی چی دینی ارزښتونه یی ترپښو لاندی کړی وی

(۵) دسولی په شورا کی دښځو ونډه بی معنا ده ځکه پدی هیواد کی دښځو ترمینځ جنګ ندی

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery