مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

همدایی ښه وخت دی

عبدالواحد تابع

 دا چی په افغانستان کی له کلونوراپه دیخوا جګړه روانه ده او د جګړی د هیوادټوله شتمنی یی له صفر سره ضرب کړی چی د نړی په کچه یی هیواد او اوسیدونکی یی په پوره توګه نوم بدی کړی او هر چیری یی د جګړی ،چورچپاول،فساد،رشوت،تعصب،ورانیو،قاچاق،تښتونی،برمته کیدل،د مخدره توکوکرل،انتحاری،تروریست،طالب،داعش خبری کیږی.راځی د مسلمان او انسان په توګه خپل سر ګریوان ته کړو او له ځانه سره دا فکر وکړوچی دا ټول د چاله لاسه او دا ولی کیږی؟زه د یوه افغان مسلمان په توګه دا وایم چی هیڅ څوک ګرم نه دی دا ټول مونږپه خپله کوو همدا مونږ یوچی په یوه نوم سره ډلی جوړوو او بله ډله پری له منځه وړو او ټول هغه څه چی د هیواد حیثیت یی له صفر سره ضرب کړی دا مونږ په خپله کړی دی.اوس هر یو ناری سوری وهی چی پاکستان،ایران،چین،امریکا،روس،عربستان،انګلستان زمونږ په کورنیوچارو کی لاسوهنه کوی همدوی انتحاری رالیږی او دوی یی روزی او دوی وسلی ورانکارو ډلوته ورکوی دا ټول د پردیو خلک دی.اوس پوښتنه همداده هغه چی واک د ټول هیواد ورسره دی دوی چی له پردیوڅخه سر ټکوی نو ولس څه وکړی .ولس خو د همدغو تش په نوم مشرانو سره ګروګان دی له ولس څخه خو لاره ورکه ده.هغه چی د حکومتی ځواکونو تر سیوری لاندی ژوندکوی د حکومت پلوی کوی او هغه چی د نورو وسله والو د ولکی په سیمه کی ژوند کوی د طالبانو او داعش پلوی کوی هغه ځکه چی ورسره ګروګان دی او خلک مجبوره دی چی پلوی یی وکړی که نه نو د ژوند وروستىورځ به یی وی چی د دوی په مقابل کی ودریږی.له خلکوڅخه ایمان کوچیدلی خلک بی همته شوی اوس دوی د ورانکارو بنده ګی کوی له ولس څخه الله هیر شوی جرعت یی ترینه تښتیدلی.له موقتی اداری را په دیخوایی په سترګووینو چی همدا ناری سوری دی چی پښتانه طالبان دی،تروریست دی او دوی د سولی دښمنان دی او دوی انتحاری کوی د دوی په سیموکی وحشت دی خو له هغی ورځی څخه چی د سولی تر نامه لاندی د دروغوپروګرام پیل وکړ او د پریمانه پیسوواک یی د سولی پروګرام مشرانو ته ورکړ.ټولوهغو کسانو چی تر پرون یی ناری وهلی پښتانه وحشت کوی،پښتانه مخالفین دی همدوی طالبان شول،مخالفین شول او په ډلو،ډلو یی هره شپه په تلویزیونونو کی وینو چی هغه پخوانی وسلی همدی پروګرام ته سپاری چی یوه روپی ارزښت نلری او د سولی له کاروان سره یو ځای کیږی هغه ځکه چی دلته پیسی دی پیسی.اوس نو یو نر نه پیداکیږی چی ورته ووایی دا ټول طالبان او مخالفین خو تاسویاست.د پښتون په کور،کلی باندی هره شپه چاپه وه اوبمباری خو هیچا ونه ویل چی دا ظلم دی ټول پښتانه طالبان نه دی .پښتانه د تش په نوم مشرانو قربانی دی چی تل یی ورته زنده باد ویلی .خوله مو د ماته شی چی دوی ته مو زنده باد ویلی دی اوس یی باید ننداره وکړو.خو نن چی اور په شمال کی بل ده غریب پکی مری،پکی بی کوره کیږی،ټپی کیږی او ژوند یی له خطر سره مخ کیږی دا یی د مشرانو له لاسه ده.د شمال ولس اوس باید په دی پوه شی چی نور د زنده باد بس کړی او دا دیارلس کاله چی پښتانه په اور کی وسوځیدل او ټولو ناری وهلی چی دوی مخالفین دی باید بمباری شی،بندیان شی او له منځه یووړل شی دوی هم تش په نوم مشرانوته زنده باد ویلی وو چی د زنده باد قربانی شول.خو داچی انسان وژل کیږی ،بی کوره کیږی او ژوندیی له خطر سره مخ کیږی .اوس باید ټول هیوادوال پوه شی چی پښتانه ټول ورانکاره نه دی.او پښتانه هم پوهیږی چی تاسو ورانکاره نه یاست هسی د بل چا لپاره قربانی ورکوی.خو پښتانه په تاسو خوابدی کیږی هغه ځکه چی دوی د اور سوځولی او نه غواړی چی تاسو پکی وسوزیګی .راځی د الله د کلام په هغه ایت شریف نن منګولی خښی کړو سره یوشو او د دغو تش په نوم مشرانو څخه ځان او هیواد وژغورو.((واعتصموبحب الله جمیعا ولاتفرقو)) اوس که په ریښتیا زمونږد هیواد ولس ځانته مسلمان وایی همدایی وخت ده د خدای په خاطر نور سره یوشی او پریږدی دا د کینو ،سمت او مذهب خبری دا په اسلام کی هیڅ ځای نلری .
یو متل دی ((چی څه لالا کوی نو مونا به یی خود کوی)).همدغو تش په نوم مشرانو دلته رشوت،چور،غصب،وروروژنه ،بدماشی،برمته کول،بچه بازی،جنسی تیری په ماشومانو او داسی نوری سپکی رواج کړی چی قلم یی په لیکلو شرمیږی.اوس نومتل ته په کتو سره باید ووایم چی مشران هرڅه کوی هغه په ټولنه کی دودیږی او هر وړوکی یی سیالی کوی.نو د خپلو بچو د راتلونکی او د خپل اخرت لپاره نور سره یوشی او په ریښتینی توګه په قرانی لاره روان شی.که چیرته په یوه کور بمباری وشی هیڅ مشر خپله خوابدی پری نه څرګندوی خو د دوی په هغو وسلو او مهماتو چی د ما او تا د له منځه وړلو لپاره یی زیرمه کړی وی نن همدا لنډه غر سره یو ځای کیږی او خوابدی څرګندوی او حال داچی دا ټول غیر قانونی وسلی وی چی له منځه ولاړی.اوس نو داله ولس سره ده چی طالب،داعش هم غیر قانونی وی باید له منځه ولاړ شی او بمبارشی.مونږ له دتش په نوم مشرانو څخه هیڅ داسی تر اوسه نه دی زده کړی چی په هغه فخر وکړو او پری سرلوړی وګرزو.زمونږ ځوانان او ماشومان د ښی راتلونکی حق لری تر څو په سیالانو کی سرلوړی وی خو له دی مشرانو به څه زده کړی.همدا تش په نوم مشرانوپرون د روسانو په ضد جهاد وکړ او هر کس به چی د روس له خواخوشی تیرشوی هم وو دوی ته کمونست وو او په همدی یی له منځه ووړ.همدغو واکدارانو په پیل د دیموکراسی کی د امریکایانو او ملګرویی پلوی کوله او د ځان سیال او ملګری یی بلل او هیچابه له ویری خوله نشوی چوله کولای چی د امریکایانو او ملګرو بد د دوی له مخی ووایی خو نن همدغو بی شرمه زما اوتا تش په نوم مشرانو بیا په پټه له روسانوسره په خپلوکی د تاجک،پښتون،هزاره،ازبک اونورو په نوم سره جنګوی.کله چی د طالبانو واکمنی وه تر ټولو دمخه یی ایران مخالفت کاوه خونن د خپلو ګټو په خاطر ایران طالبانو ته ځای ورکوی ،روزنه یی کوی،او امکانات ورته برابروی .راځی په ریښتیا مسلمانان شو په ریښتیا سره هیواد وال شو،په ریښتیا سره یو دبل شو،په ریښتیاسره یو دبل په غم ودردیږو.تباهی زما اوستا ده چی هم به مو سړی مری ،ټپی کیږی به،د بدیوڅښتن به کیږی او یوه به مو نه دوه کیږی اوتل به محتاج یو.تباهی زمونږ ده خو زمونږ د ناپوهی له وجی میلی او چړچی د تش په نوم مشرانو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery