مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-05   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې اتلسمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې اتلسمه تحفه روژه د جسم او روح دواړو لپاره ده . جسم د خوراک ، څښاک او جماع څخه منع وی . هر روژیاتی باید د غیبت ، درواغو ، تهمت ، چغلیو ، حسد او نورو څخه ځان پخپله منع کړی . په بل عبارت ، د روژه لرونکې بدن هغه دی چی لاس ، پښه ، سترګی ، غوږونه ، شرمګاه ، معده او زړه یې د ګناه کولو څخه روژه وی . یعنی سترګی یې حرامو ته د کتلو څخه ، غوږونه د حرامو اورېدلو ( مثلأ درواغ ، غیبت ، چغلی.... ) څخه ، لاس د حرامو اخیستلو ، پښې حرامو ته له ورتګه ، ژبه د درواغ ، فحش او باطل ویلو ، معده د خوړلو او څښلو ، شرمګاه د جنسی عمل څخه ډډه او مخنیوی وکړی . نو دا مهال بدن په رښتیا هم روژه نیولې ده . که داسی نه وی ، نو حیوان هم وږی ساتل کیدای سی خو هغه ته روژه نه ویل کیږی ! دا هم د روژې اتلسمه تحفه او خپل ځوابونه راولیږئ . باید ډاډ درکړم چی د ټولو برخو ځوابونه به د روژې تر ختمېدو وروسته انشاالله خپاره کړم . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com). پوښتنی : ۱ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً هود کی یې نوم څلور واره راغلی دی ؟ ۲ ـ په قرآنکریم کی د څو فرشتو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې وښیاست . ۳ ـ په سورهً یوسف کی د یوسف (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ۴ ـ په سورهً الحجر کی په خاص ډول د کوم قوم یادونه سوې ده ؟ ۵ ـ په کوم سورت کی الله تعالی د قرآن مجید د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟ ۶ ـ که روژه لرونکی ناړی ( لاړی ) په خوله کی جمع کړی او بیا یې تیری کړی نو څه کیږی ؟ الف : روژه فاسدوي ؛ ب : روژه مکروه کوی ؛ ج : هیڅ فرق نه کوی ؛ د : قضایی باید ونیسی . ۷ ـ په حلق کی د مچ یا غوماشی ( میاشی ) په تللو سره روژه څنګه ده ؟ الف : ماتیږی ؛ ب : نه ماتیږی ؛ ج : مکروه کیږی ؛ د : بله روژه باید ونیسی . ۸ ـ آیا کافر به همیشه د جهنم ( دوږخ ) په عذاب کی وی او که تر څه مودې وروسته فنا کیږی ؟ الف : تل به د دوږخ په عذاب کی وی ؛ ب : تر یو څه عذاب وروسته فنا کیږی ؛ ج : تر اوږدې مودې عذاب وروسته بخښل کیږی ؛ د : تر ډیر عذاب وروسته فنا کیږی . ۹ ـ تر ټولو لومړنی مسجد چی پیغمبر (ص) جوړ کړ کوم یو و ؟ الف : مسجد نبوي ؛ ب : مسجد قبا ؛ ج : مسجد قبلتین ؛ د : مسجد حرام . ۱۰ ـ د رسول الله (ص) کومی لور هجرت ونکړ ؟ الف : زینب (رض) ؛ ب : ام کلثوم (رض) ؛ ج : رقیه (رض) ؛ د : فاطمه (رض) . او دا هم د نن زرین اصل : ګرانه وروره او محترمی خور ، کله چي ته د چا بدي وايې ، نو دا ته خپله بدي بيانوې . که هغه بد وی او که نه ، ته خو بد ( یا بده ) سوې !
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery