مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-08   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

د روژې یوویشتمه تحفه

نثار احمد صمد
سرچینه : بیلابیل
لیکوال : نثار احمد صمد د روژې یوویشتمه تحفه متدینو دوستانو ، د مبارکی روژې دوې لسیزی تیری سوې چی لومړنۍ د رحمت او دوهمه د مغفرت وه . نن د روژې مبارکی درېیمه لسیزه پیل سوه چی له دوږخه د نجات عشره ده . ښه به دا وی چی ( اللهم اجرنی مِن النار ) او نور تسبیحات ووایو او د خدای څخه د جنت طلب وکړو . ځکه دا د لیلة القدر لسیزه ده . رسول الله (ص) فرمایلی دي چی زما امت ته د روژې په هکله پنځه داسی شیان ورکول سوي دي چی پخوا نورو امتونو ته نه وو ورکول سوي : لومړی ـ د خولې بد بویی یې د الله له پاره تر مشکو هم د خوښۍ وړ ده ؛ دوهم ـ د هغوی له پاره آن تر ماهیانو پوری لا هر څه دعاوی کوی او هغه تر روژه ماتې پوری کوی ؛ درېیم ـ جنت هره ورځ د دوی له پاره سمیږی او الله ورته فرمایی چی ژر به زما بنده ( د د نیا ) مشقتونه پر ځان تیر کړی او تا ته به راسی ؛ څلورم ـ شیطان ورڅخه قید سوی دی تر څو هغسی بدیو ته یې نه بوزی چی په غیر رمضان کی به یې بیویً ؛ پنځم ـ د روژې په آخري شپه به د روژه لرونکو له پاره مغفرت کیږی . اصحابو ورڅخه وپوښتل چی آیا د وروستۍ شپې څخه مطلب د لیلة القدر شپه ده ؟ ویې فرمایل چی یا ، بلکی دستور دا دی چی مزدور ته اجوره د کار تر ختمیدو وروسته ورکول کیږی . نو لطفأ یوویشتمه تحفه ولولیً او ځوابونه راولیږئ ، خو د ټولو برخو ځوابونه به انشاالله د مبارکی روژې تر ختمېدو وروسته خپاره سی . والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ). پوښتنی : ۱ ـ د اصحاب کهف معنی څه ده ؟ ۲ ـ په قرآنکریم کی یوازینی ځای چی الله تعالی د رسول الله (ص) غوښتنه رد کړه چیری دی ؟ ۳ ـ په سورهً طه کی د کوم پیغمبر نوم ډیر ذکر سوی دی ؟ ۴ ـ الله تعالی په سورهً الانبیأ کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد کړی دی ؟ ۵ ـ د اصحاب کهف د ۳۰۹ کالو د بیده کېدو خبره په کوم آیت کی ذکر سوې ده ؟ ۶ ـ د رسول الله (ص) لومړنۍ غزا کومه یوه ده ؟ الف : رابغ ؛ ب : ودان ؛ ج : بدالاولی ؛ د : بدر . ۷ ـ د بدر د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟ الف : الانفال ؛ ب : البقره ؛ ج : المایًده ؛ د : التوبه . ۸ ـ که د لمبېدو پر مهال سهوأ په ستونی کی اوبه ولاړی سی نو ؟ الف : روژه ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی ؛ ب : روژه یې نه ماتیږی ؛ ج : ماتیږی او قضایی او کفاره دواړه باید ادا کړی ؛ د : صرف کفاره لازمه ده . ۹ ـ که روژه لرونکی په خبرتیا سره جماع وکړی نو ؟ الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي ؛ ب : یوازی قضایی لازمه ده ؛ ج : صرف کفاره لازمه ده ؛ د : یوازی د هماغه ورځی روژه باید ونیسي . ۱۰ ـ د قیامت په ورځ چی تر څو فیصله نه وی سوې نو د کومو خلکو په غاړه کی به اووه مځکی د طوق په شان ور لوېدلي وی ؟ الف : د زکات نه ادا کونکو په غاړه کی ؛ ب : د مځکی د غاصبینو په غاړه کی ؛ ج : د لمونځ نه کونکو په غاړه کی ؛ د : د قاتلانو په غاړه کی . او دا هم د نن زرین اصل : روایت دی چی قرآن یوه داسی کړکۍ ده چی له هغه څخه موږ بله دنیا هم لیدلای سو .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery