مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-07-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دغنی او کرزی یوالی د هیواد ګټه

عزیزاللّه(حقپال)
 محترم حامد کرزی د افغانستان پخوانی اولسمشر وهء هغه پداسی وخت او حالت کی دافغانستان د چارو واګی خپلی کړی چی افغانستان د سیاسی نظره په نړی کی څنډی ته شوی د اقتصادی لحاظه له پشو لویدلی د نظامی اړخه بیخی خالی او اداری نظم دی هیواد له لاسه ورکړی وه . دفتری سیسم ړنګ شوی او شهرونه ویجاړ تعلمی نظام له منځه تللی وه . حامد کرزی د نړیوالو په مرسته د دولتداری په هره برخه کی بڼسټونه منځ ته راوړه : اداری تشکیلات جوړ شول . تعلیمی نظام او مکتبونه ورغیدل ، پوهنتونونه ایجاد شول ، ملی پولیس او ملی اردو له بنیاده جوړ شو ، دنړیوالو سره دیپلماتیک روابط ایجاد شول که دا بڼسټونه شه وه یا بد ولی ایجاد شول که دا اداری مسولین شه ووه یا بد ولی اداری څرخ په چلشت راغی تعلمی نظام باکیفیته یا د شه کیفت درلودونکی استادان یی لایق یا کم علمه خو سیستم منځ ته راغی .فساد لیږ وه یا دیر خو مرستی را جلب شوی ،د حامد کرزی په دوره کی هیواد داساسی قانون ، ملی شوری او عدلی ارګانونو په راتګ سره افغانستان دیو دولت پحث مطرح شو . به هیواد کی د فساد له شتون سره سره پرمخ تګ شوی . ناخوالی دیری وی ، دټولو ناخوالو مسوولیت یواځی دکرزی هم ندی تول چارواکی چی نظام کی شامل وو په ګډه دمسوولیت بار په اوږو وړی ،خلاصه چی حامد کرزی حوصیله ناک مهربانه زړه سواند د هیواد ترقی غوشتونکی ولسمر وه خو شه مدیریت یی نه درلودل ، رهبری توان یی د یو ریس جمهور په توګه ضعیف او د مسوولینو څخه د بیا پوشتنی کولو کی کمزورې او د حهادی قوماندانانو اورهبرانو څخه په سیاسی شخصیت جوړونه کی ډیر بد ولوبیدل .
داکتر اشرفغنی احمدزی دهیواد اوسنی جمهور ریس پداسی وخت کی د هیواد چاری خپلوی چی هر څه او هره ساحه کی بڼستونه شتون لری خو دیر بی نظمه او د مفسیدینو لخوا په چلش کی دی . اشرفعنی شه عالیم او مدبیر رهبر دی خو به مخ کی ورته ډیر درانده او لوی مشکلات او خنډونه پراته دی .غنی هدف د هیواد د اقتصادی پرمختګ په لوری رهنمایی کول او اداری نظم ته اړول دی د وسلوال پوځ ځواکمن کول دی خو دنه فرصتونو موجودیت دی چی عملی کولو کی ستونزی لری . غنی اراده لری چی هیواد یی د جنګ سالاری فرهنګه خلاص او یو متعهد او خدمتګار نظام را منځ ته کړی خو د اقتصادی مافیا او جنګسالارانو اقتصادی توانمندی دهغه مخه نیسی .
اشرفغنی د صلحی د استقرار لپاره د منطقی په سطحه منظمی هلی ځلي د یو میکانیزم له مخی شروع کړی خو د جنګسالارانو لخوا د سخت مقاومت سره مخامخ دی او د دوی دا تلاش په مختلیفو عنوانو بد ناموی او منفی پروپاګند پسی کوی . د اشرف غنی د مدبیرانه پلانونو او پروګرامو په وړاندی د اجراییه ریاست او د هغه تیم لخوا دیر بیځایه او بی مسوولیته موانع او مشکلاتو د را پیدا کیدو په څنګ کی د غنی او کرزی ورستی اختلاف ډیر منفی اثر لری . طبعی خبره ده چی دوی دواړه به په ځینو مواریدو کی د همنظره نه وی . اختلاف به لری . خو زموږ یوتعداد فرصت طلبو ، دی اختلاف ته لمن ووهله چا د کرزی او چا دغنی خوا نیولی یو او بل باندی تهمتونه پوری کوی او سپکی سپوری وویلی . دغه فرصت طلبانو لدی لاری ځانته د ډوډی پیدا کولو لپاره د وطن د دوشمنانو ژرندی ته اوبه برابرولی . په مسایلو کی د نظر اختلاف دومره باید غټ نشی او دومره ورته پکی ونه وهل شی لکه شیر یحیی ، قانع مجید قرارلخوا ورته منفی اړخ کی زیاتی مایوسونکی نوشتی کولی .او یو تعداد نورو هم د یو اوبل په پلوی غیر ضروری مطالب نشرول ،نوشتی او او نظر شکاره کول باید د جوړونی په پلوی وی نه د جلاوالی او لیریوالی په خاطر ، هیڅوک باید د خپل ځان د مطرح کولو او شخصی ګټو ټه په پام کولو سره نباید د وطن علیا ګټو ته زیان ورواړوی .
کرزی او غنی دواړه نتهنا چی یو پخوانی او بل اوسنی جمهور ریس دی بلکه په تولنه کی مهم او با نفوذه شخصیتونه دی او دوی په هیواد کی او د خلکو په منځ کی تاثیر لرونکی څهری دی چی ددوی یوالی د وطن د عالی ګټو دتامین پلاره کی . په هیواد کی د صلحی د راوستو او امنیت د تنګښت په لاره کی موثروالی لری . د دوی دواړو یوالی او په يوه موضوع کی د مشوری او تحلیل چاروکی زموږ وطنوالو ګټه شته دی . ددوی نظر قوت پیدا کوی او د عملی کیدو چانس یی ډیروی .
خوشبحتانه اوس د دوی دواړو تر منځ هغه را پیدا شوی د اختلاف نظر او هغه سوء تفاهمات چی ځینو خود غرضو ورټه شه پریمانه پکی وهلی وه له منځه تللی . چی خپله دا د دوی دواړو ناسته او سوه تفاهماتو حل کول د دوی دواړو د لویوالی او پوهی شکارندوی کوي . زموږ غوشتنه له ټولو هغو کسانو څخه چی له میډیا او اجتماعی رسنیو سره سروکار لری داده چی د اشرف غنی او حامد کرزی تر منځ یوالی ته تبلیغ وکړی او دا دواړه وهڅوی چی د وطن علیا ګټی د دوی تر اختلاف ډیری لوړی دی . زموږ لیکوالان نباید د دوشمن ژرندو ته اوبه ور برابری کړی . نباید د خپل ولسمشر سپکوی او توهین ته لاس واچوی . زموږ عزت د خپلو مشرانو او پوهانو په احترام کی ده . د هیواد و جمهور ریس ته سپکی سپوری ویل او لیکل د بیان ازادی نده بلکه خپله تربیه شکاره کوه ، د بیان ازادی کی د ناروا کړنو . ناقیصه پلانونو انتقادول په ادبی ټوګه د قلم د عفت په ساتلو سره بیان او دهغه دحل لپاره مناسیب وړاندیز بیانول دی .دشخصیتونو توهینول خپله جرم دی .او بدی هیله چی زموږ مډیا او رسنی او احتماعی رسنی لکه فیسبوک او تویتر ټول د یو ادبی چوکات په درلود او رعایت سره فعالیت ولری .او د خپلو قلمو تیرې څوکي په هیواد کی د صلحی د راوستلو لارو چارو او له هیواده د غیر قانونی سلاوو په راټوله ولو او غیر مسوولو وسلوالو په بی وسلې کولو کی وکاروی . ومن الله التوفیق
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery