مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

آخر هم انسي شيطان تېره کړه

سيدحسين پاچا


نن موږ پخپل ګاونډ کې داسې څوک له لاسه ورکړ چې له کړو وړو يې ابليس هم شرمېده او په مخه نه ورته

ګيدړ چې زوړ شي، نو بزرګ شي. د چرګانو له خوړلو توبه ګار شي، خو شرمخ بيا د ګيدړ پورې حريص وي تر پايه له خپل لئيمتوب ((خسيسۍ وشيطانۍ)) و هم له وينو تويولو نه توبه نه وباسي. له دريو سوچه پاکستانيانو نه خو دوو تېره کړه. د درېيم يې خوښه چې نور د دوه مخيو له دوستۍ نه لاس اخلي او که نه؟ کنه حشر به يې له دوه مخيو سره وي


د چا په مرګ خوښېدل ښه کار نه دی. ځکه چې مرګ د هر چا مېلمه کيږي. نه يې له چا سترګه شرميږي او نه يې پروا ورځي. د هر چا چې وخت پوره شي بس له ځان سره يې وړي.

چا چې د پېغمبر سپکاوی کړی، نو د څښتن او ښځې دواړو په حق کې د لهب سورة نازل شوی چې خاوند ته يې د ((تبت يدآ ابي لهب وتب)) کليمات کارول شوي او ښځې ته يې د ((حما لة الخطب، في جيدها حبل من مسد)) کليمات راغلي او هم ورته د ((سيصلی ناراً ذات لهب)) خبر ورکړل شوی.

موږ ډېر ساده او سپين زړي وو او د خلکو په نرمو او پستو خبرو، مدارسو او سپينو پګړيو تېر وتو، خو ستا وعده حق ده چې ته به حق ((رښتيا)) ښکاره کوې اګر چې د چا ښه نه ايسي. بېشکه چې ته د اوچت او غوره تدبير څښتن والا يې.  ته رب العالمين يې، ته رحمان يې، ته رحيم يې، ته کريم يې، ته قهار يې، ته ذوالقوة المتين يې، ته سريع الحساب يې، ته الله الصمد يې. ته مستجاب الدعواة يې بېشکه چې ستا او د مظلوم ترمينځ حايل ((پرده)) نشته. ته ناصر يې، ته قبلوونکی د دوعا يې.

تا د يعقوب زامن د مصر په سلطنتي دربار کې سره يو تر بله وروپېژندل. هغه وروڼو چې پخپل ورور يې د قتل صرفه ونه کړه او پلار ته يې د هغه د دروغو کميس راوړ چې لېوه خوړلی. هغه ورته وويل چې ((بل سولت  لکم انفسکم امراً ...)). هماغه وروڼه له څلور لسيزو وروسته د هماغه ورور دربار ته په داسې حال کې ورځي او د مرستې غوښتنه ((وتصدق علينا)) ترې کوي. کړول شوی ورور حضرت يوسف عليه السلام د پلار او وروڼو بد وضعيت يعنې ولږه يا فقر درديږي چې ((يايها العزيز مسنا واهلنا الضر وجئنا ببضاعة مزجة فاوف لنا الکيل ...)). وروڼه چې سره خپلو کې مخ په مخ شول او يو بل يې سره وپېژندل، نو ټولې ناخوالې هېرې شوې. وينه شريکه وه پرې ودردېده. هغوی خپله تېروتنه درک کړه او هغه وبښل. نن داسې انسي شيطان زموږ له مينځه وکوچېده چې زموږ تباهي وبربادي يې د ژوند ارمان وه. د مغزي سکتې خبرونه يې په رسنيو کې خپاره شول. په دې هيله چې نور زموږ علم وبصيرت او سياسي پوهه راژوندۍ شي چې بيا د چا هسې په تشو او دروغو اسلامي دعوو تېر نه وځو.

موږ که له يوې لورې پر کمونېزم واخوانېزم يا سوشيالېزم وفيوډاليزم دوکه وخوړه، نو له بل لورې مو په مودوديت وسلفيت وديوبنديت دوکه وخوړه چې د جبران نه ده. دوی خو د خپلو مدارسو په څنګ کې مندړ ومعبد وکليسا زغملی شي، هغه خو لا څه ان دا چې قادانيت زغملی شي، خو زموږ ښوونځي ومدارس، روغتون وکلينيک، سرک و پلچک او نه د برېښنا بند زغملی شي.

په دې هيله چې نور مکار و دوه مخي طاغوتيان يې هم له مرګه پند واخلي او نور زموږ له وينو تويولو نه لاس واخلي. دنيا خو تيريږي، خو د آخرت معاملې ګرانې دي. پروردګار د مظلوم وينه نه هدر کوي. په محشر کې د الله تعالی د نياو عدالت په هيله!

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery