مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتوږغیزه ژبه ده :‏

محمدسرور وکیلي

 د دغي خبري د ثبوت لپاره یو څو محدودي ګړي چي په لیکنه کي یو شان ته لیکل کیږي خو په ږغ اوخبرو کي بل ډول ویل کیږي او مانا ئې هم بدلون سره لري؛دلته پرتله کوو . دغه ګړي تقطیع یاني ټوټې کوو او هم ئې د خج له مخي تشریح کوو . دغه رنګه ګړي په پښتو ژبه کي بېخي ډېري دي؛ خو دلته ئې داثبات له پاره یو څو را ولو او تشریح کوو یې . لکه دغه لاندي ګړي :
لوړه :- که مانا قسم وي نو دوې څپې دي یاني : لو/ ړه او په خفي چرګۍ « ه » ویل کیږي . --
او که اوچت یا هسک مانا سي نو یوه څپه ده / لوړه / او په روښانه چرګۍ « ه » سره ویل کیږي .
نه :- که شمېره سي(۹) په زورک [ ْ ] ویل کيږي او په خفي چرګۍ « ه » سره ویل کیږي .
نه :- که ټوټکی یاني د «ادات » څخه وي؛ نو په ملایم «زور » سره اداکيږي او په روښانه چرګۍ «ه » ویل کیږي خو مانائې ده « څخه » . لکه :
 (زما نه خپه يې؟= زماڅخه خپه يې ؟)
نه :- که نفي قید سي دغسي اداکیږي لکه پورته د ادات په ډول . لکه : (دا کار نه کوم .) ولاړ :- که مطلب درېدل وي؛ خو دغه ګړه درې څپیزه ده . لکه : و/لا/ړ . لومړی دوه توري خوځند دي او د پای توری «ړ » ساکنه ده . لکه : (دی پردغه ځای ولاړ وو .)
ولاړ :- که دګړي ماناد «تلل» کړنه وي؛ نو دغه ګړه یوه څپه ده یاني/ ولاړ/ . څرنګه چي لیدل کیږي د دواړو کلمو توري او لیکنه یو ډول ده؛ خو دغه کلمي نه قافیه کیږي، دا ځکه چي د دغو تورو د پای د ټکو خوځښتونه نه دي سره یو .
کره :- کې مانا «کورته» وي،خوپه دوو څپو ویل کیږي . لکه : ک/ره او په پټه چرګۍ « ه » ویل کیږي لکه : ( زما کره راسه!)
کره :- که مطلب د «سمه » څخه وي؛ ستاینه ده؛ نو دوه څپه یي کلمه ده . لکه : ک/ره او «ک» په زور ویل کيږي اوپه روښانه چرګۍ « ه » لیکل کیږي . که څه توري یو ډول لیکل سوي دي، نه قافیه کیږي . کره :- دا ګړه کرهنه ده، چي د «کرل » څخه را وُځي؛ مانا ئې ده ( وې کره! ) دغه «کره» اودوېمه «کره » په ږغ کي سره یوشی دي کېداسي،چي تجنیس ردیف جوړ کړي .
توره :- که ښځینه ستاینه وي؛ نو دغه ګړه دوه څپه یي ده . لکه : تو/ره . اوپه خفي چرګۍ « ه » ویل کیږي . لکه :( توره هندوانه . دا غوا توره ده .) توره :- که اسم آله ځني مقصد وي؛ نو دوه څپیزه کلمه ده . لکه تو/ره . «تو »ډېر لنډ اداکیږي او په خفي چرګۍ « ه » سره سپک ویل کیږي . لکه :
 ( توره تېره دښمن خازه .)
تل :- مانا دایم،همېشه اومُدام؛ د دغو ماناوو دپاره « تل » په نیمه زور یاني « زورکيْ » ویل کیږي او یوه څپه ده . لکه : /تل/ . حمیدماشوخېل وایي : چي داستاد خړو سترګوآشنائې که++تل به ویروي
 د هغه په خیلخانی تل :- د اوبو د ژور والي پای یاني د اوبو لاندي ځمکه ښه یي . دغه « تل » په پوره زور او روښانه مُشدد اداکیږي . او یوڅپیز دی . لکه : /تل/ . سره :- مؤنثه ستاینه ده .
د ښځینه سور رنګ ښه یي . دغه ګړه په یوه څپه ويل کیږي . لکه /سره/ . او په روښانه چرګۍ « ه » سره ادا کیږي .
سره :- ټوټکی یاني ادات دی مانا یوځای،په ګډه .( ستاسره ځم !) (زما سره راځه .) او نور . او په دوو څپو سره ویل کیږي . لکه : س/ ره .او په خفي چرګۍ « ه » سره اداکیږي . که څه هم دلیکني له مخه دغه دوې ګړي یوډول او توري ئې یو ډول دي خو په خپل ږغ او خوځښت کي د تورو یو ډول نه دي نوله دې کبله نه قافیه کیږي .
سره :- مانادځمکي انبار دغسي ویل کيږي لکه دوېم «سره» . زړه :- نرینه نوم دی او دبدن غړی دی . د تقطیع له مخه یو څپیز دی / زړه / په خفي چرکۍ « ه » سره ویل کیږي . رحمان بابا وایي :
زړه مُدام راته ویل چي ژاړه ژاړه
 په ژړا سره دا تللی آشناغواړه
 زړه :- ښځینه ستاینه ده، یوه ښځه چي ډېر لوړ عمر لري ورته وایي؛ مانا زړه ښځه . دغه ګړه دوه څپه یي ده . لکه : ز/ ړه / او په روښانه چرګۍ
« ه » سره ویل کیږي .
سوچ :- پوښتنه، پوهاوی او سرخلاسول،فکرکولو ته وایي . یاني ( ماپروندسوچ وکی!) دغه کلمه دوې څپې لري . لکه : سو/چ / او په پټ « و » سره لیکل کیږي . لکه : مور،خور،زور او سوچ . سوچ :- مانا بیخي،بالکل اوبشپړ ده . دغه کلمه یوه څپیزه ده . لکه : /سوچ/ .
سوچ :- د برق د ګُلّولو تُکمه یاني نرینه اسم آله دی (switch) په ګړدودو کي ناسم ویل کیږي، چي ځیني ئې په دوڅپو وایي ځیني ئې په یوه څپه . په هره څپه چي په ګړدودو کي دود یاني معمول دی، خو د (سو/چ )سره په ږغ کي برابر نه دی . پړه :- ملامتيا، ګرمّتیا ( دا پړه ئې پر ده واړول . ) – دغه کلمه یوه څپیزه ده / پړه / او په روښانه چرګۍ «ه» سره لیکل کیږي او ویل کیږي . پړه :- د ملامتو جمع ده یاني ډېر ملامت یا ګرم خلک . دلته « ړ » په « زورکيْ » ویل کیږي او په خفي چرګۍ « ه » سره ادا کیږي . او یوه څپيزه کلمه ده . لکه : /پړْه /
ډکه :- په اوږه وهل، تېله،ټکر ، لکه چي وایي : ( دی ئې په ډکه وواهه . ای هلکه! ډکه مه وهه!) دغه کلمه ښځینه نوم او دوه څپيزه ده . لکه : ډ/که/ او په روښانه چرګۍ « ه» ویل کیږي .
ډکه:- هغه ښځینه ژوي چي چوچئ ئې په نس وي داسي ورته وایي : (غوا ورله ده .)،(مېږ یا بزه بلاربه ده . ) او ( سپۍ یا دله ډکه ده . ) دغه ګړه مؤنثه ستاینه ده، چي مذکر ئې ډک دی . او ضد ئې وچه یاخالي دی او په یوه څپه ده . لکه :/ ډکه/ . که څه هم دغه دواړې کلمې په خپل ګرافېم (Graphem) کي یو شی دي، خو بیا هم په خپل ږغ کي توپير سره لري .
خوله:- دبدن اوبه چي په ګرمۍ کي د بدن څخه را ووځي . (پروند ډېره ګرمي وه ښه خوله مي وکړه .)؛ خوله مؤنث نوم دی، چي دوې څپې لري . لکه : خو/ له / او په روښانه چرګۍ « ه » ویل کیږي .
خوله :- دبدن مهمه غړې ده او مؤنث نوم دی، یوه څپه جوړه وي . لکه : /خوله / . په دغه دواړو مؤنث نومانو که څه هم یو رنګه لیکنه لري خو بیا هم قافیه نه سو جوړولای . ږغونې توپيرلري .
دغه رنګه بولګي تر حده ډېر ي دي، چي دغه لیکنه ئې بسی نه کوي؛ نو دلته په دغه یو څو بولګو بسنه وسوه، چي ښاغلي او آغلي لوستونکي ئې و ویني، چي موږ د التباس نه خلاسون نه لرو .له دي امله ما په خپل تيرو لیکنو کي دا خبره تل لیکلې، چي د ځانه لنډیزونه مه لیکۍ ،ځکه ګډوډي را منځ ته کوي . دا ځکه په پښتو ژبه کي لهجې بېخي ډېر دي، چي بعض ئې د ( الپوبې) ځیني توري نه وايي،ځیني ئې د یوه توري پرځای بل توری په کار وړي او دغسي نور . که څوک را ولاړسي له ځانه ګړه جوړه کي او یا ئې لنډیز راولي نو په لوی لاس التباس جوړه وي .
دلته يوڅو لنډېزونه ګورو، چي تقریبا معیاري دي . لکه : ( کي = کې ) یو لنډیز دی د « کښې » . د ساري په توګه : (احمد په کور «کي = کې» دی . = احمد په کور کښې دی . ) ؛ ( په فابریکه (کي=کې ) مو کار نه کیږي . = په فابریکه کښي مو کار نه کیږي . ) اوس دغه « کي = کې » په لیکنه کي تر کښې ډېر په کار ځي .
«کې » لنډیز دی دسهیل لوېدیز په دیالکت (dialect) کي د « که ئې » . د ساري په توګه :
 ( راسه کې ګورې؟ = راسه که ئې ګورې؟ )
 (نسته یا نشته) لنډ‌یز دی ده « نه سته یانه شته» حمیدماشوخېل وایي : چي ئې نشته یو خوش رنګ ښکلی په خواکښې
 حمیدځکه بې ننګ پاسي بې ننګ کښېني
 رحمان بابا وایي :
ددې دهرپه یارانوکي آب نسته
 که یې غواړې تر سماو تر سمکه
(ممره )لنډیز دی ده « مه مره ». متل دی،چي وایي : (سل دي مره یو دي ممره .)
پاړسي ژبپوهان د نفي « نه » په باره کي داسي لیکي : د «نه» نفي توری،کله چي دکړني سره راسي او مطلب ئې منفي کړنه وي نو ځیني مهال ګډ لیکل کیږي . لکه : (علی درس نخواند وچیزی نشد . محمد امتحان داد وکامیاب نگشت .) نرفت؛ نگفت؛ نگویم وغیره .
کله چي مطلب له «قید» ځیني وي نو جلا لیکل کیږي . لکه : (نه گو؛ نه رو ؛ نه شد )دستور زبان فارسی ۱۷۰ مخ
 استثنايي حالتونه په هري پوهني کي سته په ځانګړې توګه بیا په ژبه کي،خو دغه استثنا نه بایدچي څوک له ځان جوړه کړي،چي خپل کلام په سم کړي او دده په لیکدود کي پروت وي .
دژبي استثناآت له لهجو څخه راځي او په لهجو کي پراته وي . لکه : سټرې مسیا؛ سټری مسې! اومتل دی،چي وایي : (مکوه پما،چي وبسي په تا!)
دغه استثناآت دي، چي اصلا «مه کوه»،«مه سې» او «وبه سي» جلا لیکل کيږي، خو په دغه ځای کي ګډلیکل کیږي .نور په هرځای کي جلا لیکل کیږي . لکه : رحمان بابا وایي :
که دي پرې کړه له وګړورښتیا طمع
 نور بادشاه یې هرګز مه کړه له چا طمع
 له دغه رنځ ئې طاعون،تبه بهتر دی
 ای رحمانه خدای دي مه ګړه پېدا طمع
 زما له نظره ښه به داوي، چي ټول نفي «نه » او نهي «مه » او ادوات جلا ولیکل سي، داځکه چي دشوپیاني مخ نیوی به موکړی وي . استثنایي حالتونه خپل ځای لري .اوس لکه : « مه که » چي لنډ ئې ولیکو « مکه » د مکې شریفي نوم هم دی او نهي امر هم دی .په لیکنه کي یوډول راځي خو په ږغ کي خپل توپیر لري . پورته هم وویل سوه، چي یو ډول لیکنه او په تغییر دمانا سره زموږ په ژبه کي په سلو نه بلکي په زرهاوو دي؛ دغه په خپله په لیکنه کي یو څرګنده التباس دی . خوپه خبرو او ږغ کي سړی واضح په پوهیږي . یوازنې ستونزه ئې لیکنه ده .
اخځونه :
۱:-پښتوګرامر جزءاول پوهاند صدیق الله«رښتین » ۲:- پښتو الماني قاموس احمدولي اڅکزی
 ۳:-دستور زبان فارسی تالیف پنج استاد(دانشگاه)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery