مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

استقلال څنګه تر لاسه سو ؟- (لومړۍ برخه)

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

      ملي او تاریخي ورځي د هر هیواد د پاره هغه ارزښت لرونکي نیټې دي چي لمانځل ، خوندي کول او درناوۍ یې د اړوندو هیوادپالو اولسونو د پاره د ځانګړو نه هیریدونکو اخلاقي دندو څخه ګڼل کیږي . ځیني دا ډول ورځي د هیواد په کچه او ځیڼي یې بیا کیدلای سی د نړۍ په کچه ستر ارزښت ولري . 
     زموږ د هیواد د استقلال ورځ چي د ځوان او زړه ور ، شاه امان الله په مشري تر لاسه سوه ، د ۱۹۱۹ز  کال د اګسټ ۱۸ نیټه چي د ۱۲۹۸ ل. کال د زمري میاشتي د ۲۸ نیټې سره سمون لري . دا هغه ورځ ده چي ارزښت یې د افغانستان له پولو څخه په اسیا ، افریکا او لاتیني امریکا کي ډیر بهر تللي دي . هغه مهال د برټانیوي استعمار مزي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي دومري اوږدي غځیدلي وي چي په کل ډول یې په امپراتورۍ کي ، لمر لویدو خپل فزیکي مفهوم هلته له لاسه ورکړی وو .
      دغي ورځي په نوموړو لویو وچو کي تر شکیلاک لاندي اولسونو د پاره د ملي ازادي غوښتونکو غورځنګونو ریښو ته اوبه ورکړي او د دوي و مړژوانده ازادي غوښتني احساس ته یې نوې ساه ور پو کړه . ددې ویاړمني نیټې مستقیم اغیز تر ټولو زیات د هند په نیمه وچه کي د انګریزي شکیلاک په وړاندي را څرګند سو او په ځانګړي ډول ددي سیمې مسلمانو اولسونو هم شاه امان الله خپل د ټولواک په توګه یاداوه .
     لنډه داچي ددې ورځي د ویاړونو او د نړۍ پر ملي ازادي بخښونکو غورځنګونو باندي د هغې د اغیز په اړه بشپړي یادوني د یوې یا څو مقالو په ترڅ کي د امکان نه وتلي خبره ده . پدې اړه که هر څو کتابونه لیکل سویدي خو د لا ډیرو و لیکلو ته اړتیا ده .
      پدې وروستیو کلونو کي له نیکه مرغه د انترنیټي اسانتیاوو له برکته ددې ورځي په اړه ډیري درنې لیکني د داسي څیړونکو او تاریخپوهانو لکه کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستانی او نورو د زورور قلم په مټ د رسنیو پلاس ورکړل سویدی . زه داګړي ددغي لنډي لیکني د زغم په پام کي نیولو سره غواړم یوازي څو کرښي د هغو ځوانانو د مالوماتو پخاطر وړاندي کړم چي لا تر اوسه یې پدي اړوند د زیاتو لوستلو امکانات تر لاسه کړي ندی .
     کله چي امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کي د ښکار و میلې ته تللی وو ، د شپې دخوا د خوب پر مهال په خپله خیمه کی په مرموز ډول د توپنګچي په مرمۍ سره ووژل سو . ورور یې سردار نصرالله خان پدې میله کي ورسره او زوي یې شاهزاده امان الله په کابل کي د چارو د سرپرست په توګه پاته وو . ددې نازک حالت څخه په ګټه اخیستلو سره ، سردار نصر الله خان سمدستي د ورسره مخورو او د جلال اباد د ګارنیزون او قومي مشرانو څخه د ځان د پاره د ۱۹۱۹ کال د فیبروري په ۲۱ نیټه بیعت واخیست ، ځان یې امیر اعلان کړ او  وژل سوی شاه یې خاورو ته و سپاره . ده په ظاهره داسي و ښودل چي ګویا ده د شاهي تاج د ترلاسه کولو پخاطر دا بیعت ندي اخیستی بلکه د علماوو فتوا داسي  وه چي تر څو نوی شاه ټاکل سوی نه وي ، د مرحوم شاه ښخول جواز نلري . ځکه نو دی ( سردار نصرالله خان ) و دي ته اړ ایستل سو چي باید بیعت ومني او تاج پر سر کړي . امیر نصرالله خان د بیعت اخیستلو سره سم پدې اړه شاهزاده امان الله ته د یوه فرمان ډوله لیک ولیږه او په ترڅ کي یې له موضوع نه خبر ورکړ او ده ته یې داسی وښودل چی دا تاج یې د نوموړی مجبوریت او اړتیا له مخي پر سر کړي دي . د لیک متن داسی ترتیب سوی وو چي د شاهزاده امان الله لخوا یې هم د بیعت تمه درلوده .
     شاهزاده امان الله چي بیله هغه په شاهي ارګ کي د چارو سرپرست پاته وو ، کله چي له موضوع نه خبر سو ، د فیبروري په ۲۲ نیټه یی په ارګ کي د یو زیات شمیر ملکي او نظامي لوړ پوړو کسانو په حضور کي امیر نصرالله خان ته د بیعت څخه انکار وکړ او ویې ویل : « . . . . د شهید امیر قتل د هغه چا په تحریک تر سره سوی چي پخپله د سلطنت غوښتونکی دی . زه به هیڅکله هم داسی چا ته بیعت ور نکړم چي لاسونه یې د امیر په وینو ککړ دي او زه په یوازي سر اماده یم چي د پلار انتقام مي واخلم . هغه څوک چي پدي کار کي زما د نظر سره موافق دي ، را دی سی او زما ښی خواته دي ودریږي » . لکه څنګه وتلی تاریخپوه ښاغلی میر غلام محمد غبار یادوونه کوي ، لومړی سړی چی له ځایه پاڅید او د شاهزاده ښی خواته ودرید ، هغه د کابل د قول اردو د لومړی لوا قوماندان ، نائب سالار صالح محمد خان وو . تر ده وروسته یو په بل پسې نور نظامی او ملکي لوړپوړي چارواکي هم دده په ملاتړ راغلل او ده ته یې بیعت ورکړ .
     ښاغلي غبار پدې اړه زیاتوي : «  . . . . د فیبروري په ۲۴ نیټه د کابل اوسیدونکي او په پلازمینه کي میشت نظامي قوتونه د مرادخانې په ډګر کي را غونډ سوی وه او د نوي ځوان امیر انتظار یې کیښ . امیر امان الله خان بیله ساتونکو څخه یوازي د ارګ نه پر آس باندي سپور را ووت ، راغی او د خلګو منځ ته پداسی حال کي ور ننوت چي نظامي لباس یې اغوستی او لوڅه کړی توره یې تر ملا ځړولې وه . په همدغه غونډه کي ده خپله وتلې او تاریخي وینا خلګو ته واورول ، د هیواد خارجي استقلال او په داخل کي یې د اتباعو فردي ازادي اعلان کړه . د مساوات ، ورورګلوۍ ، صداقت او د دولت لخوا یې د عدالت د تامین په اړه خبري وکړي . دا وینا په ډیري خوښۍ سره د ارویدونکو لخوا په نارو او ولولو سره بدرګه سوه . . .»
     لکه څنګه چي مو ولیدل ، امان الله خان پخپلي دغي تاریخي وینا کي د لومړي ځل د پاره د خارجی استقلال او په داخل کي د اتباعو د فردي ازادۍ ږغ پورته کړ . دا هغه مهال دی چي افغانستان په خپلو کورنیو چارو کي بشپړه ازادي لری ، مګر خارجي سیاست یې د انګریزانو لخوا څخه اداره کیدي .
 نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery