مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په پاکستان باندی دامریکی یومیلیارد ډالرو بندیز

ثنابټی کوټی


په منځنی اسیا کی امریکی ته تر ټولو وفادار هیواد پاکستان دی ځکه پاکستان دوی سره په هره برښه کی اوږه په اوږه ولاړ دی. د روس د جنګ نه نیولی تر دی وخته پوری خو د پاکستان مرموزی پالیسی دونیا حیرانه کړی پا کستان چه په اصل کی د انګلیس (برطانیه) تر سیوری لاندی د غلامی ژوند کوی اصلی زیږنده ده، او د هغوی د خبری نه په هیڅ ډول نه تیریږی ولو که امریکه ورسره هرڅو مره وفاداره پاتی شی.د امریکا او پاکستان ملګرتیا په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې شروع شوه. په ۱۹۵۴م کال کې پاکستان او امریکا لمړۍ نظامي تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې پاکستان سره د امریکا دفاعي مرسته شروع شوه. په دغه مرسته کې د وسایلو تر څنګ په امریکايي نظامي ادارو کې د پاکستاني عسکرو تربیه او په پاکستان کې د امریکايي نظامي مشاورینو لپاره دفتر هم شامل وو. دغه دفتر د نظامي مرستو مشورتي ګروپ (ماګ) په نوم د پاکستان په پینډۍ کې جوړ شو
په افغانستان کی د روس او امریکی په جنګ کی پا کستان د امریکی سره اوږه په اوږه ودریده د امریکی هغه مالی پلان چه روس ته یی جوړ کړی اوه دمظلومو افغانانو په سرونو په ډیره کمه بیه دغه جنګ تمام شو؛ ددی جنګ د ګټلو یو لامل دا اوه چه دی ته د پاکستان د ملایانو او زموږ د لنډغرو له خوانه د جهاد سپیڅلی نوم ورکړل شو دغه د ګټو سیاسی جنګ په یو مذهبی جنګ بدل شوی او تراوسه یی فقیر افغانان په لمبو کی سوزی.
د ټالیب په راوستلو کی امریکه ، سعودی عربیستان او ورسره په سیمه کی همکار پاکستان ای ایس ای لاس اوه، امریکی غوښتل چه د مذهب په نامه په افغانی ټالیبانو پاکستان ووهی خو نه داسی هیڅ امکان نه اوه ځکه ټالیب د مذهب په حساب پاکستان ته ډیر وفادار او منلی اوه. دبله خوا انګلیس چه د پاکستان پخوانی دوست او دامریکی نه ورته منلی ملګری دی غوښتل چه امریکه په غیری مستقیم ډول د ټالیب او پاکستان په واسط وو هی؛ او ناکامه یی کی همغسی وشو چه 2000 کال د سیپټمبر پیښه رامنځ ته شوه ، امریکه پدی سل فیصده مطمینه شوه چه دا پلان د ټالییب ندی؛ دا نور لاسونه دی خو چاره نه وه، همغه اوه چه د ټالیب نه لاس په سر او ددښمنی ا علان یی ورسره اوکه. دامهال په پاکستان کی د ټالیبانو تولیدی ماشینونه په درجنو اوه او تولید ښه په درز کی روان اوه : د ا متل دی چه په کمزوری ورخ اوبه ښه خیژی، کنه ټالییب او د پینټاګون پلان او عملی کول ډیره لری خبره ده. دلته پاکستان یوځل بیا د اوښیارتیا نه کار اخلی دامریکی سره په پټه پرړه دخپلی بقا لپاره په ټالیب ور اچوی او د اسامه بن لادن په نوم کس رامخ ته کوی چه د ا یو تجار او د امریکی د پخوانی جګړمار جمهور ریس ایچ ډبلیو بش چه د جورج ډبلیو بش پلار دی په کارو بار کی شریک اوه ، اسامه د امریکی پاکستان او روس د ګټوجنګ چه دی جنګ ته د مذهب نوم ورکړل شوی اوه خپلی دیری مرستی کړی ، مګر د جنګ میدان افغانستان اوه /دی. امریکه د پخوا نه د پاکستان سره جعلی دوست هیواد دی دواړه یو بل کی کټی ګوری امریکی کوشش کوی چه د پاکستان نه ښه دوست هیواد په منځنی اسیاکی پیداکی خو تر اوسه پدی نده بریالی شوی ؛ د ټالیب د منفور رژیم په نسکوریدوکی پاکستان ټالیب خلاف ښه په هوار سینه امریکی ته ځای ورکه په واقیعت کی د امریکی جنک د ټالیب سره نه اوه ، اونه دی امریکی غواړی په منځنی اسیا کی چین ، ایران او روس هیوادونه ووهی په دی کی ورسره پاکستان د تیرپه شان لازمه مرسته کوی خو ددوی دغه سیاست اوس په ناکامیدو دی هغه دا چه که امریکه هرڅومره کوشش اوکی خو پاکستان د انګلیس ، چین او عربو دخبری نه تیریږی، نو لهذا پاکستان او س په یو یو متحد بلاک جوړولو باندې کار کوي چه دغه متحد بلاک چین او روس ، دا بلاک په سیمه کی ګاونډیو هیوادونو ته غټ خطر دی لکه هندوستان ، افغانستان، ایران، او داسی نور، امریکه اوس دیته حیرانه ده چه که دوی متحدشی د امریکی او پاکستان هغه د انډیوالی تار کمزوری کیږی بیا پاکستان د امریکی ډیری خبری نه منی اونه ورته دومره اړتیا لری نو امریکه اوس کوشش کوی چه په پاکستان فشار راوړی چه دا تړون اونه کی او هغه فشار بله لار نشته یواځی د بندیزونو لاره ده خو دا به په پاکستان کوم تاثیر اونه کی، اوس امریکی ته یواځی افغانان او افغانستان ورپاتی کیږی او افغان ولس او دلت ته پکار ده چه ددی خلکو نه سالمه استفاده ومی او نور خپلی ملی او شخصی کټی وپیژی او پاکستان سره داسی سیاسی دریځ غوره کی چه دا ددولت اوملت دواړو ګټه پکی وی کنه خدانه خو استه یوځل بیا مو وتن په ناورین بدل نشی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery