مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دترهګرۍ په پلمه د ۱۳ ملیارډه ډالرو دافغان وژني پروژه

سيدحسين پاچا

امريکا د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ۱۳ ميليارده ډالر پاکستان ته د افغان وژنې لپاره ورکړي
د دې مرستو پرځای به يې له افغان پوځ سره مرسته کړې وه چې ترهګر يې هملته په نطفه کې خنثی کړی وی، بلکې څارګرې ادارې ته يې شين څراغ ورکړی وو. د طالب په نوم نيابتي اعلان شوې او نااعلان شوې جګړه يې ان د ملا عمر په نه شتون کې هم د امريکا په مالي مرستو مخې ته وړې. په بله مانا امريکا وپاکستان په افغان وژنه کې يو شان ته ونډه لري.

امريکا نور بايد پخپله او هم د پاکستان په لاس له افغان وژنې لاس واخلي. له پاکستان سره په هر نوم مرسته به د افغان وژنې په مانا وي


دا يوه منل شوې پدپده ده چې پيسو ته هر څوک هوښيار وي لېونی نه وي. لېونی هم پيسو ته پال وي. د پيسو په ساتلو پوهيږي او بېځايه يې نه غورځوي او نه يې شکوي، خو پوښتنه دا ده چې امريکا څنګه دومره په ميلياردونو ډالر د ناانډوله او دوه مخي ګانګړپ مزدور په لاس ولګولې؟ کانګرس خو د خدای د رضا لپاره چا ته پيسې نه ورکوي. پنجاب سپينه ماڼۍ او سپينې ماڼۍ بيا خپل کانګرس ته دوکه ورکړې.

د امان الله خان په وخت کې چې ځينې مزدور سياسي ملايان په هند کې وروزل شول او د شاه پر ضد يې فتوی ته وهڅول چې دا په حقيقت کې اسلامي نه، بلکې انګرېزي فتوی يا په بله مانا په هماغه وخت کې د برتانويانو له لورې اعلان شوې او نااعلان شوې جګړه وه چې د ترکيې ومصر په شمول د هغه د اروپا بېساری هرکلی وو او برتانيا ونه شو زغملی او بلا ځنډه يې په برتانوي کې پر ديوبنديانو ګوتې ووهلې او د هغه پر ضد يې د کفر فتوی ورکړه چې زموږ د خلکو د پاکو احساساتو نه يې ناوړه ګټه پورته کړه. نن هم هماغه شانته خبره ده چې د طالب په نوم د پنجاب له لورې اعلان شوې او نااعلان شوې جګړه مخې ته ځي. نن هماغه پنجاب د برتانوي استعمار ميراثخور ديوبنديان رامخته کړي او د هغوی له مدرسو نه يې جګړه اعلان کړې چې پنجاب يې شا ته او خپل پښتانه ديوبنديان يې رامخته کړي دي. په بله مانا دا د پوځ واستخباراتو جګړه ده نه د ديوبنديانو، سلفيانو او مودوديانو.

نن يې هم هماغه ديوبنديان رامخته کړي. د طالب په پروژه کې يې دوه تنه لوړپوړي چارواکي پښتونخوا ته راولېږل او دلته يې د دېره اسماعيل خان او د اکوړي خټک پر بنسټګر د خپلې مزدورې شبکې يا څارګرې ادارې په مرسته ګوتې ووهلې چې اسلامي نه، بلکې برتانوي جذبه يې پکې يوځل بيا نژدې يوه پېړۍ وروسته بيا راژوندۍ کړه، خو دا ځل ورسره له پيله سيکولران خلقيان يا سوشيالېستان د بوټو او د جناح کورنۍ هم ملګرې کړې چې ملايان وکمونېستان سره په شريکه په يو مورچل کې کښېناستل. کار خو ټول استخباراتو مخته وړ، خو د ملايانو فتوی ته يې هم خبري پوښښ ورکړ. کنه دلته په برتانيا کې خو هم په زرګونه کليساوې شته، خو له زړو پرته څوک کليسا وعبادتخانو ته د يوه نۍ ((يکشنبې)) له ورځې پرته څوک سر نه ورښکاره کوي او يو نيم ډېر زوړ مذهبي کوم ماښامنی کليسا ته د يو څو دقيقو لپاره سر ورښکاره کړي.

پوښتنه دا ده چې ولې دې دوو تنو برتانوي ديپلوماتانو دغه ديوبندي ملايان وکتل ؟ ولې دغه ديوبنديان بيا دې لوبې ته د جهاد نوم ورکوي؟ ولې CIA پکې لېوالتيا وښووله؟

د ښاغلي ډاکټر شيرزمان طايزي په ليکنه ((The Rise of Taliban)) کې دې ټکي ته په وضاحت اشاره شوې چې :
In Pakistan, a controversy cropped up between the politico-religious parties, which, however, ebbed down with the changing situation. Addressing a meeting of the workers of the Jamaat Islami at the Jamia Ahya-ul-Ulum, Prang, Charsadda on Feb. 19, 1995, Professor Muhammad Ibrahim, provincial Amir of Jamaat Islami, said; “Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month”. Similar statements were attributed in the press to Hikmatyar also. On the other hand Maulana Samil-ul-Haq, leader of Jamiat-ul-Uluma-e-Islam (S), considered this phenomenal achievement an hour for his madrassas which had produced the Taliban. Maulana Fazl Rahman also approved it, although silently.
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in Weekly Takbeer of March 02, 1995 (PP. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:
 “The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.
دلته د خلقۍ بېنظيرې هغه خبره چې طالبان د برتانيا طرحه وه چې سعودي وامريکا يې مالي ملاتړ کوي او روزنه يې زموږ ده او زموږ د اهدافو لپاره جنګيږي.

پخوانی ولسمشر پروېز مشرف چې امرالله صالح وښاغلي کرزي ته منکر شوی وو او بيا بله پلا ښاغلي خليلزي ته منکر شوی وو چې ترهګر په پاکستان کې نشته. چېرې دي؟ که له تا سره يې پته ((آدرس)) وي ما ته يې راکړه چې پيدا يې کړم، خو بيا هماغه رذيل دلته په برتانيا کې قانع شو او له ګارډين ورځپاڼې سره يې په مرکه کې ويلي وو چې طالبان ما راپيدا کړل چې د هند مخه پرې ډپ کړم او د کرزي حکومت کمزوری کړم. د الله تعالی دې شان ته ګوره طالب چې د چا طرحه وه د همغوی په کور کې يې د همغوی په ورځپاڼه کې څرګنده کړه چې ما دا کار کړی دی. تاسو وګورئ چې د طالب په دواړو حالتو کې په لومړي شتون او له امريکايي يرغل وروسته په بيا راژوندي کولو کې په ډېره سپين سترګۍ دا خبره کوي، خو څوک يې محاکمې ته راکش کړي؟

له دې دا جوتيږي چې بېنظيره ولو که سيکولره هم وه، خو زموږ له برنيو او لرنيو اسلامپالو پورې ريښتينې وه. د خپلو ملي ګټو لپاره يې موږ او نړيوالو ته له هېڅ ډول درواغو څخه مخه نه اړولو، خو بيا هم که کوم نيم ځای به راغی، نو بيا يې له خپلو بادارانو، اروپا وامريکا سره په پټه او ښکاره او هم يې له رسنيو سره منله چې موږ هم د نورو په چوپړ کې يو، خو زموږ اسلامپال تر پايه قانع نه شول او تر ننه په دې خپلې سرتنبه ګۍ ټينګار کوي او افغان وژنې مذهبي بڼه ورکوي چې دا لږ شانې ښکاره توپير د اسلامپالو او سيکولرانو دی. له دې دا جوتيږي چې سيکولر بيا هم درواغ ورته يوه ګناه يا خپل کمی احساسيږي، خو زموږ اسلامپالو ((قادانيانو، مودوديانو، سلفيانو، اخوانيانو او ديوبنديانو)) ته بيا ګناه او خپل کمی نه احساسيږي. موږ به له کمونېستانو او سيکولرانو څه ګيله وکړو؟

اوس خو د لمر غوندې روښانه ده چې امريکا په کال کې دوه ځله يعنې هر شپږ مياشتې وروسته خپل مزدور ومستخدم اسلامي پوځ ته د ترهګرۍ په نوم پيسې ورکوي يعنې payment instalment کوي. د ترهګرو د ځپلو په نوم په افغاني خاوره شمالي وجنوبي وزيرستانونو او نورو اړونده سيمو کې عمليات کوي چې پښتانه يې سټ کړل او يو خبريال هم نه ورپرېږدي. پوښتنه دا ده چې امريکا د ايران، عراق، ، سوريه، ليبيا وشمالي کوريا لپاره له هر ډول جاسوسي شبکو او امکاناتو څخه کار اخلي، نو بيا ولې خپل استخبارات د دغې سيمې د عملياتو لپاره نه استوي او يوازې د پوځ پر معلوماتو بسنه کوي؟

د دوی سپوږمکۍ هرځای کار کوي او معلومات راټولوي، نو ولې يې سپوږمکۍ بيا دلته تتې او کار نه کوي؟ او که له زړه نه غواړي چې دلته له سپوږمکيو نه کار واخلي؟ دا څنګه سپوږمکۍ دي چې له ټولې نړۍ نه ګرځي او دې سيمې ته نه ورځي. عجيبه شانتې کرامت دی چې يوازې د پاکستان څارګره اداره يې لري او نور څوک يې نه لري؟

په درنښت


امريکا پاکستان ته د مليونونو ‌ډالرو مرسته ځنډولې
http://www.taand.com/archives/54063


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery