مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د گناهونو د مغفرت اوبخښل کېدواسباب(۴) او وروستۍ برخه

مولوي عصمت الله عزام

د گناهونو د مغفرت اوبخښل کېدواسباب(۴) او وروستۍ برخه

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد :

7 : دُعاگاني کول

دُعاء د گناهونو د مغفرت لپاره يو ستر لامل دی چي انسان ئې  د خپلو گناهونو د بخښني لپاره له الله پاک څخه غواړي.

په ځانگړې توگه په هغو  وختونو کي  چي دُعاء پکي قبلېږي،لکه  د شپې په نس کي، د جمعې  د ورځي په آخري ساعت کي، د آذان  او اقامت  تر منځ  او داسي نورځايونه ...

همداراز د مومنانو خپلمنځي دُعاگاني چي دوی ئې يوه او بل ته کوي، د دغسي دُعاگانو د ژر قبلېدلو اميد هم زيات شته  او گناوي هم پرې بخښل کېږي.

۸ : د مرگ په وخت کي  او ترې وروسته تکليفونه :

د قبر وارخطايي او تنگېدل، همداراز د زنکدن سختۍ، د قيامت  د ورځي سختۍ، گرمۍ، پرېشانۍ  او نورو تکاليفو سره  هم الله پاک مسلمانانوته بخښنه کوي.

د دې دا مطلب وي چي گناهگارمسلمان ته د ده د گناهونو سزا ورکول کېږي، نو الله پاک يې د دغو تکليفونو په تېرولو بخښي چي دومره سزا بس ده.

۹: د نبي عليه السلام شفاعت

دا هم  د مغفرت  يو ستر او عُمده لامل دی.

له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : شفاعتي لاهل الکبائرمن امتي (رواه الترمذي ص:۷۰ج:۲ وابوداود ورواه ابن ماجة عن جابر\مشکوة المصابيح ص:۴۹۴ج:۲)

ژباړه : زما شفاعت  زما له امت څخه  د لويوگناهونو د خاوندانو لپاره دی!!

عن عوف بن مالك الأشجعي قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم أتاني آت من عند ربي فخيرني بين أن يدخل نصف أمتي الجنة  و بين الشفاعة فاخترت الشفاعة وهي لمن مات لا يشرك بالله شيئا(رواه الترمذي ص : ۷۰ج : ۲و ابن ماجة\مشکوة المصابيح ص : ۴۹۴ج : ۲)

له حضرت عوف بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل : ما ته زما د رب له لوري يو راتلونکی راغی، ما ته يې زما د نيم امت جنت ته  د داخلېدو او شفاعت تر منځ اختيار راکړ؟ ( يعني په دې دوو کارو کي کوم يو خوښوې؟) نو ما شفاعت خوښ کړ  او دا شفاعت  د هغه چا لپاره دی چي څوک په داسي حال کي مړ شي چي  د الله پاک سره شرک نه کوي!!

شفاعت يې په دې خوښ کړ چي دا ډېرعام دی .

همداراز شفاعت  د نورو نېکانو خلگو هم  يو سبب دی.

۱۰: د الله پاک رحمت

 د بنده گناوي که  هر څومره زياتي  او ستري وي  خو بيا هم  د الله پاک رحمت ترې پراخ  او ستر دی.

دا د مغفرت  تر ټولو ستر لامل دی.

 د مغفرت  د اسبابو په حاصلولو کي  ډېر کوښښ اړين دی، مخکي له دې چي دا موقع مو له لاسه  ووزي.(تلک عشرة کاملة)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله  و اصحابه اجمعين

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery