مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرزی او غني څه کوي!

میرویس پوپل

کرزی او غني څه کوي!

کله چي انتخابات راتلونکي وه نو د وپخواني ولسمشر د دورې په وروستیو کي د امریکا سره د امنیتي قرارداد پر سر لومړی ښاغلي صبغت الله مجددي د سټیج پر سر دنیا ته ځان معلوم کړ چي که قرارداد امضا نسي نو افغانستان به پریږدم ، خو نه حامد کرزي قرارداد امضا کړ او  نه ښآغلي مجددي افغانستان پریښودی ، یعني په دې معنی چي که پر دغه ولس له هر اړخه فشار راځي نو څوک ځان باسي له وطنه او څوک د پردیو په برنامه د هر ډول مرګي تندر امتحان داسي له خپلو کاږي ته به وایي له پیړیو دښمني یې په خټه اخښلې ده .
جګړه پټه روانه ده ، ولسمشر غني د هر ډول دښمن د روزلو او پټولو ځای پاکستان یادوي ، حکومت د وحدت ملي دی او مشران دوه دي ، یو کنډک وزیران لرو ، یو کنډک وکیلان لرو ، د خدای تر کوره جنرالان او ډاکټران لرو هر یو کس له علمه ډک دی ، ځیني له خارجي ملکونو څخه دوکترا یادوي ځیني بیا د پخوانیو تجربو او سپیڅلي جهاد په نوم ځان د دې وطن هر ډول صلاحیت لرونکی یادوي.
سوال دا دی چي تر څه مودې ارام ژوند راوروسته د افغانانانو ژوند بیا له هر ډول ګواښ سره مخ دی ، په یوه چاودنه کي 600 نفر مرګ ژوبله اخلي ، ولسمشر او ټیم یې پیښه غندي ، دښمن مشخص کوي نور نه تاکړي نه ماکړي .
د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو تر منځ د قرار داد امضا کیدل پخوانی ولسمشر او ځیني هیوادوال خورا راوپارول خو هغه غوصه دومره وه چي ولمسمشر او ټیم یې دا ومنل چي داسي قرارداد که وجودولري نو د افغانستان دولت ته دمنلو وړندی، ځکه د ولمسشرئ ماڼئ له لوري توافق ندی سوی.
بله خبره د تیرو څو ورځو هغه بریدونه دي چي د ولسمشر په کور ( پایتخت کابل ) کي ترسره کیږي چي د هر طرفه صرف غندنه ده او تیر پر هیر دي ، مګر په ځینو خاصو مسایلو کي لکه د استخباراتي قرارداد لغوه کول او ملي منافعو ته د ضرر رسولو په وخت کي زموږ تمه صرف پخواني ولسمشر ته ځکه ده چي هغه بعد له 15 کلونو 13 کاله دا وطن د خندا او ابادئ لوري ته بیولی ، د حامد کرزي سره ددې خلګو د اوښکو پاکولو احساس دی ، دا هیڅ پټه خبر نده چي د ولسمشر کرزي په دوره کي د رسنئ خپله ازادي وه ، د عامو او خاصو خلګو په منځ کي خاص روابط وه ، د خلګو پر دولت اعتبار ځکه وو چي دولت هغه پوره زمینه برابره کړې وه چي خلګو ته ښه کار ورکړي ، اقتصادي حالت یې ښه وي ، یو ښه سړک ولري ، یو ښه روغتون ولري ، یو ښه امنیت ولري او مسلکي پوهنتونونه ولري چي دا هغه مهم مسایل وه چي د دولت او ولس تر منځ دښه روابطو جوړیدو یوه لاره وه ، خو فعلي دولت منم چي نوی به وي ، مشکلات به ولري ، مګر هغه امکانات خو لري چي مشکلات له منځه په یوسي ، خلګ له مړژواندي حالت څخه وباسي ، او که یې استفاده کولای نسي نو د حامد کرزي او د  هغه د ټیم څخه دي مشوره واخلي چي تاسو په ځینو بیړنیو او ترخو حالاتو کي څخه کول ، ځکه چي ولس خو تمه ولسمشر ته لري ، او د ولسمشر په رحم هر شخص په خپلو امکاناتو له دولت سره یو ځای کیږي .
کیدای سي ولسمشر غني له نوي پالیسئ څخه کار اخلي خو د نوي پالیسئ دشروع لپاره باید د هر ډول امنیتي ستونزو مخه ونیسي کنه نو یو به پلان جوړوي او له بلي خوا به د ولس پر غم خپل ځان له خفګانه وژني .
ما د حامد کرزي په دوره کي د مکتب تر خلاصیدو وروسته پوهنتون شروع کړ ، وظیفه مي واخیستل او نسبت 13 کاله تر مخه مي روان دیارلس کاله په پوره هوسایي او پرمختګ تیر کړل ، د هغه په دوره کي ټول خلګ له دولت سره همږغي وه ځکه چي دولت د ښه ژوند تیرولو زمینه ورته برابره کړې وه او ولس د همکارئ په بدل کي هر ډول ځغاسته ورسره کول ، چي تر هغه راوروسته له هر ډول نوو پیښو سره مخ کیږو او دحکومت مشران مو نه سره جوړیږي ، خو د افغانستان د یو محصیل په صفت چي نه په پوهنتون کي ارام فکر لرو ، نه په ورځني ژوند کي د امنیتي پیښو له کبله ارام ژوند لرو او نه هم د ښه اقتصاد درلودونکي خلګ پاته یو .
کرزی صاحب !
ددې خلګو فریاد واوره او له دې حکومت سره خپله مشوره شریکه کړه ، دا ولس نه مري نه رغیږي ، دوی اول له خدایه بیا یې ته سبب کیږې چي دناحقه وژنو مخه یې ونیسې ، تاته ددې وطن هر درد معلوم دی ، تاته دهري مور د اوښکو پلو غوړیدلی دی ، تاته د هر ځوان دمایوسئ ارمانونه پراته دي ، نه غواړو چي د هغه چاودنو ښکار سو چي یا مو کور او ماشومان له منځه ولاړ سي او یا هم زموږ د مکتب او پوهنتون تخته په دودو توره وي یا مو ښوونکی د شاګرد یا محصیل په منځ کي په وینو لت پت پروت وی .
بس دی چي ناوې بې خاونده سوه ، ورور بې خوره سوه ، زوم بې ناوې سو، او د وطن ښایستونه په لوګو تور سوه ، که د وطن دجوړښت خوبونه وینو نو لومړی مو دا فکر نه وزي چي ډاکټر صاحب عبدالله او ډاکټر صاحب اشرف غني به کله سره یو کیږي ، ددوی فکري جوړښت به کله سره یو کیږي او بیا به ددې مظلومو ارمانونو ته څومره وخت وروسته جواب ووایي ؟
موږ یو ښه رهبر غواړو ، خو په اوس حالت کي خلګ له دولت سره ډیره لیري فاصله لري ، ډیر ناخوښه دي ، داسي کوم مهم دلایل نسته چي ولس اودولت دي سره یو ځای کړي .
تاسو یو ملي مشر یادیږئ ، 90 سلنه خلګ ستاسوددورې ارمان کوي ، خو تاسو دا هم ویاست چي نه غواړم بیرته واک واخلم نو ددې خلګو د اسویلو سړولو لپاره څوک چا ته وژاړي ؟
د خدای په لحاظ د هغو منځګړیتوب وکړه څوک چي سره جوړ نه وي ، هغوی چي لاره ورڅخه ورکه ده مسیر په مخه ورکړه ، کنه نو بیا به د افغانستان په تاریخ کي بد لیکل دا وي چي جوړ څنګه سو او بیرته چا وران کړي ، او څه ډول یې وران کړی .
ددې تر مخه چي نوي اوازې او ویرې زموږافکار له منځه یوسي خپله پوهه او مشرتوب او دمهربانئ لاس زموږ له سر څخه مه لیري کوه له تیارو دي رڼا ته راویستو خو چي بیرته تیارو ته ځو نو د خدای روی دی چي د هغو تیارو څخه مو وژغوره ، ددې نسل په لا روزلو کي به ستا ډیر رول وي .
مرګ حق دی موږ مړه کیږو خو موږ دي څوک نه وژني.
د اباد افغانستان په هیله!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery