مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-08-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لمریز بادونه او د نوي کنګلي عصر وړاندوینه

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 


      د ۲۰۱۵ کال د جولای په ۱۳ نیټه د هواپیژندني په ډنمارکي سایټ کي د برټانیوي اکلیم څیړونکو لخوا د یوه لنډ کنګلي عصر د راتلو په اړه د وړاندویني خبر خپور سوی وو . دا پداسي حال کي ده چي په راتلونکي کي د هوا د ګرمیدو او له کبله یې د پیښیدونکو ناخوالو په اړه ورځ تر بلي اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي . د بلي خوا د یوه کنګلي عصر د رارسیدو خبر هم د لا ډیرو ناخوالود اندیښنو څخه خالي ندي . دلته اړینه بولم د کنګلي عصر ( عصر یخبندان ) په اړه څو کرښي ولیکم :
د ځمکي د مخ د فزیکي حالت په تاریخ کي بیلابیلي دوري راغلي دي . کله یوه برخه تر اوبو لاندي سوی او بله برخه یې لوړ غرونه وی او کله برخلاف غرنۍ سیمه تر اوبو راغلي او د سمندرونو  تل لوړ تللي وي . کله داسی ګرمي دوري راغلي چي ان ځنګلونو اور اخیستی وی او کله بیا پر هغې  داسی یخني واکمنه سوې وي چي ټوله سیمه یې په دایمي کنګل اړولي وي . د بیلګي په توګه د څیړنو له مخي دغه د اوسني ډنمارک او شمالي المان سیمي لس زره کاله د مخه دایمي کنګل وې یاني یو کنګلي عصر یا دوران ورباندي واکمن وو او هر څه کنګل وه . کنګلي دورې کله په زرهاوو  کلونه نیسي او کله هم لسیزي یا څو پیړۍ غځیږي . د راتلونکي کنګلي عصر عمر لنډ ښودل سویدي .
     دا په راتلونکو لسیزو کي د دوو متضادو حالاتو ( وړاندوینو ) څخه د یوه سره د مخامخ کیدو خبري ماته د ملا نصرالدین یوه ټوکه را یاده کړه :
     « وایي د وخت پاچا اعلان وکړ چي د هوا د وړاندویني د پاره یوه تکړه متخصص ته اړتیا ده او په لوړ معاش یې استخداموي . که دا ډول څوک وي ، خپله درخواستي دي اړوندي اداري ته وړاندي کړي . ددي اعلان په ارویدو سره ملا نصرالدین مراجعه وکړه او په درخواستۍ کي یې دا شرط هم لیکلی وو چي که دی د خپلي ماندیني سره یو ځاي استخدام سي نو دا ضمانت کوي چي د هوا وړاندوینه به یې په سلو کي سل دقیقه وي . پاچا ورته وویل چي زموږ خو یو نفر پکار دي . ملا ورته وویل چي په یوازي سره د دقیقو وړاندوینو ضمانت نسی کولاي . پاچا دده څخه  ددي شرط علت و پوښته . ملا یې علت داسی بیان کړ : دا لدې کبله دي چي که زه ووایم سبا ته به اسمان شین او ګرمه هوا به وي ، ماندینه مي حتماً وایي چي نه ، ستا خبره صحیح نده ، سبا به اوریځ وي ، سخت باران به اوري او هوا به ډیره سړه وي اوبرخلاف که زه د سبا ورځي د پاره د باراني هوا وړاندوینه وکړم ، ماندینه مي حتماً شین اسمان او هوا ګرمه اعلانوي . پدې توګه به سبا ته یا زما خبره صحیح سي او یا زما د ماندیني ، خو په هر حال د هوا حالات به دقیق اعلان سی » .

     د ټوکو څخه که تیر سو او علمي څیړنو ته راسو ، د راتلونکو څو لسیزو د هوا په اړه به په زړه پوري وي چي د برټانیوي اکلیم پیژندونکو خبري هم واورو . دا تاسی او داهم د هغه خبر پښتو ژباړه :

      سره لدې چي دا مهال ډیری څیړونکي په اټموسفیر کي د کاربن ډای اوکساید د زیاتیدو له کبله د ځمکي پر مخ د اکلیم د تدریجي ګرمیدو او تودوخي  وړاندویني کوي ،  د یو لړ نورو تازه څیړنو پایلي بیا ښیي چي موږ باید د یوه نوي لنډ کنګلي عصر ( یخبندان ) د رارسیدو په خاطر سترګي په لار و اوسو . دا پایله د هغو څیړنو څخه تر لاسه سویده چي د انکلستان په (  Northumbria University ) پوهنتون کي یو شمیر لمر څیړونکو تر سره کړبده . دا څیړونکي داسی وړاندوینه کوي چي د ۲۰۳۰ کال وروسته به په ځینو سیمو کي خورا سخت ساړه  ژمی راسي او ټوله ساحه به په کنګل واړوي .
      نوموړي څیړونکي د خپلو وړاندوینو اصلي لامل په لمر کي ویني . دوي دا وړاندوینه د لمر پر سطح د یو لړ ( لکو یا خالو ) له مخي کړي چي ډیره بریالی یې بولي او وایي ددغو لکو د شمیر له مخي د لمر د فعالیت اندازه لګیدلاي سي چي زموږ د ځمکي پر اکلیم باندي بشپړ اغیز لري .
      دغه انګریزي لمر څیړونکي د خپلو څیړنو پر بنسټ وړاندوینه کوي چی د لمر د لکو فعالیت به د ۲۰۳۰ څخه تر ۲۰۴۰ پوري ۶۰ سلنه را ټیټ سي . دغه کار به یوازي د راتلونکو ۱۵ کالو په موده کي د سختو ژمني یخنیو لامل وګرځی  .

د لمر د اغیزمنتوب د کچي په اړه ناهمږغي نظریات :

د اکلیم د ادلون بدلون په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کي یې زموږ د اکلیم پر څرنګوالي باندي د لمر د رول اغیز په رسمي ډول تائید کړی مګر دا یادوونه یې هم کړیده چي دا رول یوازي په ټیټه کچه د ځمکي د هوا پر منځني درجه باندي اغیز ښندلای سی . نور څیړونکي ماهران بیا د لمر او په ځانګړي توګه په لمر کي د لکو فعالیت رول او اغیز د ځمکي د هوا پر حالاتو باندي ان د هغه کاربن ډای اکسایډ ( CO2) د اغیز په پرتله هم زیات بولي چي د انسانانو د ورځني فعالیت له مخي هوا ته پورته کیږي .

په لمر کی لکې ، لمریز بادونه او د ځمکي اکلیم :  

     په لمر کي لکې دا هغه توپانونه ښئي چي د سختو مقناطیسي فعالیتونو له کبله د لمر پر سطح منځته راځي . دغه توپانونه ډیر مقدار مواد د لمر د سطحي څخه بهر ته خارجوي . د نوموړو موادو جریان په فصا کي د لمریزو بادونو په نامه یادیږي او کله چي تر ځمکي پوري را ورسیږي ، « شمالي نور یا روښنایي » منځته راولي ( شمالي نور او جنوبي نور یو ډول قطبي روښانه بریښنایی شعاعوی دی چي د لمریزو بادونو د شدت او سختوالي له مخي منځته راځي . ژباړن ). دغه مواد همدارنګه کولای سي د ځمکي په اټموسفیر کي د اوریځو پر کچه باندي تاثیر وکړي چي دا کار هم په اټموسفیر او هم د ځمکي پر مخ د هوا پر درجو باندي اغیز ښندي . د همدې ځایه ده چي د لمر پر سطح توپانونه د ځمکي د مخ د هوا سره تړاو پیدا کوي .


یو د بل سره مطابقت او یو په بل پوري تړاو :

      څیړني ښئي چی د لمر پر سطح توپانی فعالیتونه پدي وروستیو څو پیړیو کي دوه برابره زیات سویدي او په عین وخت کي دا کار د ځمکي د تدریجي ګرمیدو د دوران سره مطابقت کوي . همدارنګه د ۱۶۴۵ کاله تر ۱۷۱۵ کال پوري د لمر پر سطح د لکو په شمیر کي د پام وړ کمښت تر سترګو سوی وو . دا وخت د هغه وړوکي کنګلي عصر دوران وو چي اروپا سخت ساړه ژمي تیرول . دا هم تثبیت سویده چي د لمر پر مخ د لکو شمیر د ځمکي پر مخ د تودوالی د منځني درجو سره مطابقت کوي . خو داچي دا حالت یود بل سره علتي تړاو لري او کنه ، تر اوسه لا بشپړه مالومه نده او د بحث وړ موضوع پاته ده .

د راتلونکو ۱۵ کالو وروسته کي د هوا حالات :

      د لمر د څیړونکو د مطالعاتو او وړاندوینو پر بنسټ او د اکلیم د بدلون په هکله د روانو نظریاتو په پام کي نیولو سره  د ۲۰۳۰ کال په خواوشا کي کولای سو د اکلیم په اړه لاندي وریانتونه د یادولو وړ وبولو :

۱ ــ د ځمکي عمومي ګلوبال تودوالی به دوام و مومي ( لمر به پدي کار کي ډیر رول و نلري ) .
۲ ــ عمومي ګلوبال تودوالی به پښه نیولي سی ( توقف به وکړي ) .
۳ ــ په عمومي ګلوبال تودوالي کي به وقفه راسی.
۴ ــ عمومي ګلوبال سوړوالی او سخته یخني به راسي او یو لنډ کنګلي عصر به منځته راولي ( لمر به پدي کار کي ستر رول ولوبوي ) .

 دا چي د لوړو څلورو وریانتونو څخه به کوم یو واقعیت و مومي ، دا هغه څه چي وخت به جواب ورته ووایې او د انسانانو وړاندویني به پریکنده رول و نه لري .     د ژباړي پاي

د ژباړونکي یادوونه :
      د لوړي لیکني د وروستۍ نتیجې اخیستني په توګه د څلورو وریانتونو یادولو ماته یوه فکایې ډوله کیسه را یاده کړه . هغه داسی وه :
     د کندهار په ارغنداب کي یو سپین ږیری سړی وو چي ځان يې تل تر نورو هوښیار او په هرڅه پوه باله . یو وخت چي حاصلات ټول سوي وو ، دغه سپین ږیری د یوې ډلي نورو کسانو سره په بانډار کي ناست وو او پدي باره کي خبري کیدې چي سږکال به د وچو میوو قیمتونه څنګه وي . کله چي ده ته نوبت ورسیدی ، نو و یې ویل : یاره هلکانو که خدای درواغجن نه کړم زما فکر خو داسی راته وایې چي سږکال به شکرپاره یو څه ګرانه سي ، یا به یو څه ارزانه سی او یا به پر دغه حال پاته وي . . . . . .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery