مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مطمینه ! نورو په لمسون خو به د سلما بند، ټاپي او نورې پروژې نه ګواښې ؟

سيدحسين پاچا

ليکوال او شناند نظر محمد مطمئن  
د هلمند د نوزاد وموسی کلا ولسواليو نيونه تر خبري وشنني پوښښ لاندې راوړل خو به د نورو په لمسون د سلما بند، ټاپي او نورې پروژې، ترانسپورتي لارې تر چهارآب پورې تر ګواښ لاندې نه راولي؟
شننه او خبري پوښښ سره توپير لري. ولې طالب وداعش له پښتنو پرته په بل چا کې نه پيدا کيږي؟ که خبره د اسلامي دعوې شي، نو بيا خو پنجاب وتهران يا په بله مانا قادانيان وزرتشتيان له موږ مخکې په محراب کې ناست وي. يو ځان د اسلام کلا و وارث او بل بيا ځان د اهل بيتو وارث ګڼي

صوفي عبدالرحمان :
نه شي د خانانو ملنګانو سره کلی
چېرته عزيز خان چېرته ملنګ عبدالرحمان

[[د نوزاد او موسی کلا ولسواليو نيول به د طالبانو پر خپل منځې سياسي اختلافاتو هم تاثير ولري، ويل کيږي چې د طالبانو د نوی مشر ملااخترمحمد منصور د انتخاب سره نظامي طالبان ستونزه نه لري، يواځي ځينې سياسي طالبان چې نومونه يې رسنيز شوې دده له مشر ټاکل کيدو سره ستونزه لري، اوس چې طالبانو نظامي پرمختګ کوي، او د القاعدې مشر ايمن الظواهري له ملااخترمحمد منصور سره بيعت کړي، فکر کيږي چې سياسي مخالفتونه به هم تر سيوري لاندي راولي، او دطالبانود وېش هڅې به هم يو ډول له ناکامي سره مخ شي]].

چېرې ناپوه و وړانده چړيان و چېرې امپړ ملا عمر او چېرې دا دومره لويه دوه مخې لوبه مخې ته وړل؟ مشر لالا ته نړۍ ورپاتې ده. خوښه يې خپله چې مذهبي وسياسي واقتصادي ټيکې چا ته په قرارداد ورکوي او يا نه؟ پاکستان ارزانه قراردادي دی چې ورته څومره په ارزانه بيه د سيمې لويه لوبه مخې ته وړي. ولې دلته او هلته په منځني ختيځ کې دا لوبې شروع شوې؟ طالب يې دلته او داعش يې هلته، خو نن څنګه داعش دلته رااوږد شو؟ ولې يې دلته زموږ په شينوارو او هلته يې په هلمند کې سر راپورته کړ؟ څنګه طالبانو بيا نوزاد و موسی کلا ونيوله؟ دا ډول نيونې خو به د بل چا پلان نه وي؟

يو مطمئن ((عبدالحی)) چې ځان اوس د جنجالي قاچاقبر منصور وياند بولي او بل مطمئن ((نظر محمد)) بيا ناسيده د خپل نامي خبره تاييد کړې چې د ملا منصور له انتخاب سره نظامي طالبان ستونزه نه لري. يوازې سياسي طالبان چې نومونه يې رسنيز شوي له ټاکل کېدو سره ستونزه لري. مخالفتونو ته يې هم اشاره کړې د الظواهري بيعت يې هم راخېستی، خو د دې تر شا يې بيا ليرې اهدافو ته فکر نه رسيږي چې په افغانستان کې د هرې نوې پديدي شا ته لېرې و نژدې څه اهداف نغښتې دي.

تر پرونه خو يې خپله نامشروع ونااعلانش شوې جګړه د مشر ملا صاحب په نوم په مرګ وژوند په ورکه وغيابت کې داسې په مهارت وچلوله چې هندي الاصله مهاجر جنرال پرويز مشرف دلته د خپلو بادارانو په کور کې د دوی په ورځنۍ خپرېدونکې ګڼې ((ګارډين The Guardian)) کې ومنله چې ما طالبان بيرته رامينځته کړل. ښاغلي وکرزي و زلمي خليلزاد ته منکر، خو دلته بيا په برتانيا کې په زغرده وايی چې ما طالبان د هند د نيابتي جګړې او د کرزي د کمزوري کولو لپاره رامينځته کړل. دا چې مطمئنَين ترې منکر دي هغه د دوی خپله ناپوهي يا آګاهانه ناپوهي ده، کنه هغه خو په نړيواله کچه ډاګيزه شوې.

پوښتنه دا ده چې د يو هېواد ولسمشر په نړيواله کچه دا ومني، نو له هغې وروسته به د دې څه شرعي مجوزيت پاتې شي؟ که د بهرنيانو شتون دلته پلمه نيسي، نو بيا يې ولې ورته خپل درېواړه حريمونه په واک کې ورکړل؟ د شريعت حکم خو روښانه دی. که په ربا ((سود)) کې ورکوونکی، اخېستونکی، ليکونکی او دلال ((کمېشنکار)) سره په ګناه کې يو شانته شريک دي، نو بيا خو دلته هم هماغه حکم دی. الهي حکم خو روښانه دی، خو د طالب و مطمئنَينو فتوی به څه وي؟

دويم دا چې زموږ هاغه او دغه مطمئنَين ترې منکر دي هغه د دوی پر سياسي پوهې دلالت کوي، کنه زموږ ټول جهاديان وطالبان خو د ((بوټو او بېنظيرې)) زېږنده دي او روزونکي يې بابر وحميدګل چې له هغو دوو نورو شيطانانو ((ضياء واختر)) څخه سرچينه اخلي. زموږ د مفسر ((حکمتيار))، استاذ وپروفيسور ((رباني))، استاذ وشيخ الحديث ((سياف))،  ملايانو ((خالص، محمدي، مؤذن، منصور، پيران و روحانيون ((ګيلاني مجددي))، طالبانو، چړيانو او اخوندانو پورې بيا زموږ د پخواني خانزاده ولسمشر پورې د ټولو سيکولره خور او لوفر ورور لږ شانتې مسلمان ښکاري، ځکه چې هغوی که موږ ته دروغ وايی، نو نورو نړيوالو ته بيا يو څه رښتيا هم وايی او پر خپلو کړو وړو اعتراف کوي، لکه زموږ د ټولو سيکولرې خور د فرانس د ليوموند ګڼې سره منلې وه چې :
طالبان د برتانيا پلان ((طرحه)) وه چې مالي او نور ملاتړ يې امريکا وسعودي کوي او روزنه يې موږ کوو او زموږ د اهدافو لپاره کار کوي.

ښاغلی مطمئن بايد دې ټکي ته هم متوجه وي چې زموږ دواړه اسلامي ګاونډيان چې من وجه يې ګټې سره مشترکې او من وجه يې ګټې سره مختلفې دي. د بېلګې په توګه اسلامي ختيځ ګاونډي د طالب په لاس هم سوله غواړي او هم جنګ. هم له نړيوالې ټولنې ځان خلاصوي چې موږ طالب خبرو ته کښېنولو. هم يې د دوی مشر دوه نيم کاله پټ ساتلی وو او هم يې د هغه په نوم اعلاميي خپرولې. مري ته يې د سولې لپاره طالب مشران له افغان حکومت سره د ملا منصور تر واک لاندې کښېنول او له مشر ملا صاحب نه يې بيا د خوښې او د اختريز پيغام خپور کړ.

حکمت کرزي په يوه مرکه کې وويل چې دغو طالبانو ته چې د سولې مېز ته راوستل شوي وو د ملا منصور له خوا ورته پوره واک ورکړ شوی. تاسو وګورئ چې نه يوازې طالبان يې وړانده وناخبره ساتلی وو، بلکې زموږ سياستوال يې هم پر يخ تير ايستلي وو چې څنګه د ملا عمر په شتون کې ورته هغه واک ورکوي او د ملا عمر بيا يوازې د اعلاميې پر خپريدو اکتفا کوي چې مشر ملا صاحب هم ورته سپارښتنه کړې او د سولې خبرې يې تاييد کړي دي.

مساله خو دا ده چې انسان مړ شي، نو هر څه يې پرې شي. له درې شيانو پرته چې د هغې ثواب ورته باقاعده رسيږي چې نېک عمل، علم او نېک اولاد، نو پوښتنه دا ده چې مړی څنګه له قبره اعلاميې خپروي؟ او يا يې د هغه په غياب کې بل څوک خپروي؟ ملا عمر خو پېغمبر نه دی چې حديث ترې روايت شي، نو حديث و د هغې په نوم اعلاميي خپرول خو سره توپير لري. طالبان خو ځانونه ديوبنديان او اهل السنة والجماعة هم بولي، نو دلته دغه مذهبي ستونزه څنګه توجيه کوي؟

داسې برېښي چې زموږ د مطمئنَينو پورې خپله د طالبانو ځينې مشهورې څېرې لکه طيّب آغا او داسې نور په دې خواشينې دي چې ولې د ملا عمر مړينه ترې پټه ساتل شوې وه؟ او هم يې د ملا منصور ټاکنه يوه ستره تېروتنه بللې، خو ښاغلی مطمئن بيا د طالبانو د يووالي خبره کوي. له بل لورې بيا د طالبانو منځګړې شوری چې له دواړو لوريو د واک غوښتنه کوله. داسې ويل کيږي چې د ملا عمر کورنۍ او ډلې يې واک ورکړی او د منصور لا درک نه لګيږي چې خبره خو ان تر مولانا سميع الحقه هم ورسېده چې دواړو لوريو ترې د روغې جوړې غوښتنه کړې. ان دا چې د افغانستان سفير جانان موسی زي ترې هم له طالبانو سره د خبرو او سوله کې د مرستې غوښتنه کړې وه. هغه پنځنۍ خو تېره شوه او نن دا دی چې دا بله هم تېره شوه، خو هېڅ پته ونه لګېده چې څه وشول. اګر چې د طالبانو يوې ډلې ويلي چې د دوی ترمينځ اختلافات لا نه دي حل شوي او د جنګ وړاندوينه يې کړې ده.

راځم بيرته خپلمنځي مشترکو او جلا ګټو ته، د سلما بند جوړونه کې دواړه هېوادونه په دې خوښ دي چې دا لويه پروژه سقوط شي چې د اوبو ګټه يې ايران ته رسيږي. په بله مانا پاکستان دلته له سُنيتوبه تېر دی. د ايران د اهل تشيع او زرتشتيانو ګټو ته ترجيح ورکوي. خپله اسلامي اردو يې هم زياته له اهل تشيعو جوړه ده د نورو پروا نه لري. د سعودي ويمن په جنګ کې د ايران د بهرنيو چارو وزير راغی چې د عربو د ټول عمر چندې وخيراتونه په نشت حساب شول. تاسو ګورئ چې د افغانانو په مقابل کې بيا مذهبي وسياسي واستخباراتي ونظامي شبکې څنګه سره يو شوي چې قادانيت، تشيعيت او زرتشتيت بيا په يو دسترخوان ډوډۍ خوري چې د پيريانو پاتې شوني هډوکي بيا زموږ وړندو طالبانو ته د افغان وژنې او افغانستان تباهۍ وبربادۍ ته ورکوي. په بله مانا بيا مودوديت، قادانيت وديوبنديت له اهل بيتو سره يوځای په يو دسترخوان کښېني او زموږ بېغوره تش په نوم حنفي طالبان يې څنګه په ښکلو نومونو او اصطلاحاتو بېلارې کړي دي.

له بل لورې بيا ايران د بهرنيانو له راتګ سره سم د اسلام کلا په مشوره د اهل بيتو په کور کې سيده او ناسيده زموږ طالبانو ته د روزنې څو مرکزونه خلاص کړي چې مالي ونظامي مرستې هم ورسره کوي چې دلته بيا د دواړو دوستانو ګټې سره جلا او مشترکې او هم له يو له بل سره په ټکر کې دي. دا ځکه چې هند وايران د شمال ټلوالې پخواني ملاتړي دي، خو پنجاب ترې بيا هم د خپلو ګټو لپاره د هندي انجنيرانو په ترور او د نيمروز سرک پروژه او امنيت تر ګواښ لاندې راولي، خو له بل لورې بيا دواړه په دې سره په سلا دي چې د سلما بند او نورو پروژو مخه ونيسي.

له بل لورې بيا د ټاپي پروژه ده چې په مخنيوۍ کې يې دواړه سره همغاړي او هم سره کله ناکله جلا او دوه زړي وي. پاکستان کوښښ کوي چې د پروژې واک و امتيازات په خپل لاس کې واخلي او په خپله ګټه يې وڅرخوي چې د طالبانو په رام کولو کې له افغانستانه د زياتو امتيازاتو هوس لري. له بل لورې بيا ايران په دې خوښ نه دی چې دا پروژه دې د افغانستان له ليارې تېره شي. هغوی خو غواړي چې دلته نارامي وجنګ دوام پيدا کړي تر هغې چې ترکمنستان مجبوره شي او له تهران سره تړون لاسليک کړي چې په دې توګه به ايران وکولی شي چې خپل ګاز هم په دې پروژه کې ورګډ کړي چې د دې لپاره يې خپله نلليکه تر سرحده رارسولې هم ده او پاکستان ته يې د نورو پنځه سوه ميليونه ډالرو د مرستې ټټر هم وهلی وو، خو سپينې ماڼۍ ورته ګواښنه وکړه چې لا تراوسه په زړه نازړه حالت کې دی. په بله مانا امريکا غواړي چې پاکستان په ټاپي کې شامل کړي نه له ايران سره همغاړی.

که لږ مذهب وسياست يا ملي ګتې سره وشنو، نو ښاغلی مطمئن بايد دا درک کړي چې ايران د خپلو تېلو او ګاز د صادرولو لپاره مشرک هند ته له خپلې مذهبي فتوا ورتېر شو چې نن د تهران له مذهبي ملايانو يا اخوندانو يا له اهل بيتو نه د سلمان رشدي په تړاو هېڅ نه ويل کيږي، بلکې فتوی خپل اعتبار له لاسه ورکړ او هم له کمونېست چين سره له الحاده ورتېر شول. نن هغه دی چې د جواد ظريف په وساطت يې د يخ کلګلونه مات کړل او نژدې ده چې د خپل اقتصاد لپاره اتومي ستونزه يوې خوا ته کړي. اګر چې عربان خو د جان کيري په ورتګ سره رام شول، خو تل ابيب لا تشويش لري. دا لا څه ان چې اوس د ((مرګ بر امريکا)) شعارونه له خپلو دېوالو ورانوي، خو موږ بيا د بل په وسله ورسره جنګيږو.

زموږ مطمئن چې ظاهراً د طالبانو يووالي خبري پوښښ کوي، نو دېته هم بايد فکر وکړي چې يو څوک د دوی مشرتابه پټ ساتلی شي او له دوه نيمو کلونو وروسته پرې بيا غايبانه جنازې کوي، نو پوښتنه پيدا کيږي چې ولې منحيث يو مسلمان يې بې جنازې ښخ کړی وو؟ که جنازه يې شوي وي، نو بيا خو فرضيت اداء شوي، نو طالبان چې ځانونه ديوبنديان وحنفيان بولي، نو بيا څنګه غايبانه جنازې ته اجازه ورکوي؟ عندالاحناف خو غايبانه جنازه روا نه ده. نو طالب اوس دلته څوک شو؟ حنفيان که سلفيان؟ ښاغلی مطمئن دې د ابن تيميه رحمه الله قول هم وګوري چې هغه څه ويلي دي؟

که له ښاغلي مطمئنه وپوښتل شي چې ايا دا ډول نوي حرکتونه او د يو بهرني مصري تبعه بيعت خو به د څارګرې ادارې د فشار له مخې د دې لپاره نه وي چې طالبان يو صف او يو موټی وښيي او يو څو تنه له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي او نور بيا د بل نوي نوم لاندې سره راټول کړي او د پخوا په شان له نړۍ نه پرې خپل باج وکلنګ ټول کړي. دا ډول کړنې خو اسلامي نه بلکې قراردادي يا ټيکو يا پروژو ته ورته دي چې له يو چا يې اخلي او ارزانه مزدوران يې طالبان دي. په نوره نړۍ کې خو پوځ بيمه لري، خو زموږ طالبان بيا ايله جاره ملېشه ده چې په ډېر لږ ارزانه قيمت د ډېرو قيمتي پروژو د مخنيوۍ او هم لاسته راوړنو او هم د خپلو ملي ګټو لپاره بيا په ډېره اسانه د مذهب په نوم ښکاريږي چې هر اړخيز مالي وځاني تاوان يې زموږ او ګټه يې د نورو ده.

ښاغلی مطمئن بايد له ځانه وپوښتي چې څنګه دا حرکت مخته ځي؟ څوک کوښښ کوي چې د طالبانو ترمينځ اختلاف ته لږ خبري پوښښ ورکړي، خو بيا د يو ولايت يوې، دوو يا څو ولسواليو ته څنګه تبليغاتي خبري پوښښ ورکړي. د ولسواليو پر ستراتيژيک اهميت باندې پوهيږي، خو بيا هغې شعوري ومذهبي اختلاف ته اهميت نه ورکوي چې ولې د طالبانو ټول بهير ته دروغ وويل شول؟ د ښاغلي مطمئن په نظر لکه چې دروغ ګناه نه ده که څنګه؟ حال دا چې دروغ خو لويه ګناه ده. نه پوهېږم چې ښاغلی مطمئن دلته قرآني ارزښت ته په څه نيت ګوري؟ ايا کلام پاک بې ارزښته بولي که څنګه؟

داسې برېښي چې ښاغلی مطمئن هم لکه چې د خپلو اسلافو په شان بېلارې شوی که څنګه؟ اشعريه دی، که ماتريديه؟ مرجئيه دی، که معتزله او که په نورو کڼدوکپر سر شوی. الله تعالی دې وکړي چې پر خپل حنفيت وافغانيت ټينګ ولاړ وي. خير دا چې د ځينو ديوبنديانو له لورې حنفيت ته لږو ډېره صدمه ورسېده. دا ځکه چې هغوی په خپل اجتهاد کې خطا شوي چې سياست وحنفيت يې سره ګډ کړي، کنه د ديوبنديانو له سياست سره څه؟ د ديوبنديانو سياست د پاکستان لپاره يو څه او زموږ لپاره بيا بل څه دی. هلته جنګ فساد، خو دلته بيا روا دی. همدا ديوبنديان بيا د امريکا و اروپا چکرونه هم وهي.

ښاغلی مطمئن بايد له ځانه وپوښتي چې ولې پنجاب په لشکر جنګوي او سپاه صحابه وو باندې په کويټه کې د اهل تشيعو سټه وويسته او هم يې په پنجاب کې بيا پر يو زيارت د بريلويانو سټه وويسته؟ ولې بيا حنفي سُني طالبان د پخوانۍ دښمنۍ باوجود په تهران کې له اهل تشيعو سره د اهل بيت په نوم کنفرانس کې برخه اخلي او له هغه ليارې د هېلمند د څپانده سيند د اوبو د کابو کولو لپاره تغذيه کيږي. دلته خو بيا مذهب وسياست سره په ټکر کې دي. کوم ځای کې مذهب وايی چې سړی دې خپلې ګټې د مذهبي پوښښ لاندې له نورو نه قربان کړي؟ همداسې زموږ د شينوارو خوځښت واخله چې لس تنه يې په بمونو والوځول. له دې جوتيږي چې نه يوازې زموږ خپلواکي، بلکې زموږ هر څه د ګاونډيو له لورې تر سيده ګواښ لاندې دي. طالب سلفيان يې د مذهب د ديوبنديت وحنفيت په نوم خوشاله کړی، خو نور له دې ناخبره هغه څه چې د دوی او د ملاتړو په وسيله په افغانستان کې ترسره کيږي له مذهب سره تړاو لري او کنه؟ خو چې د طالب څڼې غوړې وي او سپينې ډبل ډاټسنې او موټر سايکلونه يې تر پښو لاندې او د پردی ټوپک په غاړه وي، نور که هر څه له خلکو سره کيږي او د هغوی روا او مشروع حقوق تر پښو لاندې کيږي پروا يې نه ورځي.

ښاغلی مطمئن بايد له ځانه وپوښتي چې ولې د جندالله په نوم ډله څنګه د افغانستان په شمال کندوز کې سر راپورته کړ. جندالله ډله خو د سُني بلوچانو ډله ده چې د سعودي او غرب په ملاتړ د ايران د سرخوږۍ لپاره رامينځته شوې، نو اوس دلته په افغانستان کې څه کوي؟ ولې بلوچ مشر له افغانستانه رخصت شو چې نن په سويس کې استوګن دی؟ ولې يې د کندوز په پښتنو کې سر راپورته کړ؟ ولې ازبک له وزيرستانه شمال ته ولېږدول شول او څنګه يې اوس په شمال کې پښتنې سيمې نارامه کړي؟ دوستم ته به څه حاجت وو چې فارياب ته پسې ولاړ شي. ولې دې ډلو ته په نورو قومونو کې رُشد ونمو نه ورکول کيږي؟ ولې په منظم ډول پښتانه هر چېرې په يو او بل نوم وهل کيږي؟

ښاغلی مطمئن بايد له ځانه وپوښتي چې دا دين يوازې د پښتنو دی او که پښتانه د دين ومذهب په پلمه د نورو د سياسي، نظامي او اقتصادي د نژدې او لېرو ګټو لپاره په ډېره اسانه کارول کيږي. زما مشوره خو ښاغلي مطمئن ته دا ده چې مذهب يوه ښکلې او پاکه پدېده ده چې د سياسي موخو لپاره بايد ونه کارول شي. مشر لالا چې د خپل قراردادي ته د روسانو پروژه ورکړې وه، همداسې د مجاهدينو او بيا د طالبانو او اوس د داعشيانو، هغوی پوهيږي چې څنګه دا دوه مخې لوبه د ځان او خپلو ګټو لپاره وکاروي، خو دومره ده چې کله د مشر لالا او قراردادي ګټې سره مشترکې او کله سره يو له بله جلا او په ټکر کې وي. قراردادي په ډېره سپين سترګۍ غواړي چې خپله موخه يعنې خپله سياسي بقا او هويت تثبيت او تضمين کړي ولو که د افغانانو له هر اړخيز پلوه په تاوان وي.

خلقي ديوبندي ((مولانا فضل الرحمان)) خو لا له مخکې نه ويلي وو چې که افغانستان له پاکستان سره د ډيورنډ مساله حل کړي، نو موږ به يې د امنيت تضمين وکړو. د ملا زوی او دومره غټه خبره؟ تاسو ګورئ چې د ISI د زړه خبره يې بيا د خلقي ديوبندي ملا په خولې راوويسته. مولانا په حقيقت کې د بل چا استازيتوب کوي. دې خلقي ديوبندي ملا ته ګوره چې نوم د ديوبنديت وحنفيت کاروي او خدمت د لارډ ميکايل د قانون کوي.

تاسو ګورئ چې زموږ ګاونډيان په کومه کچه بهرني وزيران لري او موږ يې په کومه کچه؟ همدا اوس موږ ډېره شاته پاتې ټولنه يو. زموږ ګاونډيو ته ګوره او موږ ته. که د اسلاميت خبره راشي، نو بيا خو موږ هډو څوک په مسلمانانو کې هم نه شماري. تاسو ګورئ چې يو څنګه په خپل ميزرا غلام احمد قادياني او بل څنګه پر سلمان رشدي باندې څادر وغوړولو؟ يو د نبوت دعوه کړې او بل بيا په قرآن پاک کې شيطاني اياتونه راايستلي دي، خو بيا هم هغوی دا هر څه زغملی شي او موږ بيا په خپلو کې يو بل نه شو زغملی، نو ښاغلی مطمئن دې په دې ډول مذهبي ستونزو باندې سر خلاص کړي. دا چې شننه کوي، نو بايد په مذهبي ستونزو يې هم سر خلاص وي، داسې نه چې د نورو غوندې سر بداله نه شي.

په درنښت
سيدحسين پاچا


موسی کلا ولسوالي څومره مهمه ده چې طالبانو ونيوله؟
http://www.larawbar.net/42768.html
د ملاعمر ورور د طالبانو په منځ کې د اختلاف په اړه خبرداری ورکړ
http://www.taand.com/archives/54460
سلګونو طالبانو د زابل په خاک افغان کې يو بل ته مورچې نيولي
http://www.taand.com/archives/54477
ملا اختر محمد منصور، له موجه تر اوجه!/ غوټۍ سپېڅلې
http://www.taand.com/archives/54642
امريکا پر طالبانو د اتومي بريد په اړه فکر کړی و
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/08/150829_bm_possible_us_nuclear_attack_afghanistan_sep_11
سنوډن: بن لادن ژوندی دی او په پاهامس جزيره کې اوسيږي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=40274
الله تعالی ښه پوهيږي او بس.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery