مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(۹) د سنبلې "پښتون بلوڅ ورورولي او تړون ورځ"

خیر الله شینواری


بلوڅان چې پښتنو ورته د خپلو ورونو حیثیت ورکړی په تاریخي لحاظ زمونږ سره ډېره اوږده دوستي، یارانه او ملګرتوب لري، زمونږ د امپراطورۍ پر وخت کې بلوڅان د احمد شاه بابا(رح) په لښکر کې قومندانان وه لکه فتح خان او ملګري یې، همدا رنګه د خان کلات سره زمونږ اړیکې او بیا د مختلفو جګړو او ګډو ګټو د حاصلولو لپاره ګډې مبارزې هغه څه دي چې دا ورولي یې ټینګه ساتلې، د دې تر څنګ زمونږ او د دوی مظلومیت، درد، چیغې، دښمن، منابعو او غوښتنو ورته والی زمونږ د ورورولۍ په پایښت او لا ټیګېدو کې ستر رول لوبوي.
د پاکستان له جوړېدو ټیک دوه کاله وروسته په نهم د سنبلې کال ۱۳۲۸ لمریز کې د کابل په پغمان کې د ازادۍ یادګار تر څنګ یوه لویه ولسي جرګه کښېناسته چې پکښې پښتانه، بلوڅ د پښتونخوا او بلوچستان څخه راغلو سپین روبو، تاجک، ازبک، ایماق، براهوي او د نورو ګڼو قومونو مشرانو استازو، د وخت د حکومت وزیرانو، د ملي شورا غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او ځوانانو ګډون کړی وه پرېکړه وکړه چې دا ورځ به د پښتون بلوڅ د تړون ورځ وي، چې ځینې خلک یې د پښتونستان ورځې په نامه هم یادوي، د دې تر څنګ دغې جرګې د پښتونستان په ترانه هم هوکړه وکړه او بیا به دغه ترانه هره ورځ د افغانستان ملي راډیو څخه هره شپه د خبري سرویس څخه مخکې اورول کېده.
له دې تاریخې پرېکړې وروسته بیا هر کال دا ورځ د حکومت لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېده نه یواځې دا چې جشنونه به کېدل بلکې په کابل کې به ځوانان چې د پښتونخوا او بلوچستان ګڼ شمېر مبارزينو او ځوانانو به هم پکښې ګډون درلود سړکونو ته په راوتو په ځنځیري شکل لاسونه یو بل ته ورکول او پیغام یې پښتون بلوڅ تړون په عمل کې ښودنه وه.
دغه ځنځیري لاریون به بیا په تاریخي پښتونستان واټ کې د یوې لویې غونډې په شکل را ټول شو او بیا به یې د پښتنو او بلوڅو د ملي حقوقو د غوښتنې لپاره نارې وهلې، چې په هغې کې ډېری وخت فخر افغان باچا خان، خان شهید عبد الصمد خان د پښتونستان د خپلواکۍ اړوند ویناوې کولې او کله ناکله به پښتون انقلابي شاعر خدای بښلي اجمل خټک د ازادۍ سوې چیغې هم دنیا ته اورولې.
ورته پروګرامونه، جشنونه او لاریونونه به د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې هم ترسره کېدل چې پدې تړاو د ننګرهار ولسونو د ډېر اخلاصه کار اخیست او هلته به یې د پښتونستان د خپلواکۍ لپاره او د خپلو بلوڅو ورونو د حقوقو د پرځای کولو په موخه معیاري غبرګونونه ښودل.
دغې سلسلې یو څو کاله دوام وموند خو کله چې دلته د لویې لوبې او سړې جګړې متقابلې ګټې یو د بل په وړاندې ودرېدې نو نه یواځې دا چې د دې ورځې یاد له پامه وغورځول شو بلکې د پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سیمو کې دغه د خپلواکۍ مبارزین، مشران او ځوانان په نښه شول، بندونو ته واچول شول، په مرموزه توګه ووژل شول او په کراره کراره دغه سپېڅلې داعیه په ځمکه د ننوتو په حال کې شوه.
دلته زه غواړم چې یو څو ټکو ته اشاره وکړم او هغه دلایل را څرګند کړم چې د پښتون بلوڅ د تړون او په لویه کچه د لوی افغانستان د برحقې داعیې د کمزوري کېدو باعث شوه.
۱- د سړې جګړې پر مهال چې کله د غرب او شرق چې په راس کې امریکایانو او روسانو شتون درلود د خپلو ګټو (د طلایي مرغۍ او ګرمو اوبو خپلول) د خوندیتوب لپاره یو بل ته په سنګر کښې کېناستل او د خپلو وسلو شپېلۍ یې زمونږ په خاوره کې یو بل ته مخامخ کړې، هر یوه کوښښ کاوه چې یو بل ته ښه تلفات ورکړي، د یو بل پر ضد د نړیوالو ملاتړ را خپل کړي، په افغانستان کې د خپلې خوښې نظام حاکم کړي او د خپلو ګټو د تضمین لپاره ترې کار واخلي، خو دواړو لوریو ته بیا دا د منلو وړ نه وه چې نظام دې د یوه اسلامي مفکورې او پښتون ولسي بنسټ لرونکې ډلې، فرد، ګوند او یا حرکت ته په لاس ورکړي ځکه چې بیا په اتوماتیک شکل دغسې یو نظام د لوی افغانستان د جوړېدو لپاره زمینه مساعدوي، فکر پنځوي، کار ورته کوي او بلاخره دا کرښه له مېنځه وړي. نه روس دا غوښتل او نه امریکا، پدې تړاو بیا دواړه په یوه خوله وه، دا خبره هغه وخت اثبات ته ورسېده چې کله پښتون خلق دیموکراتیک ګوند چې زه یې په اسلامي ایډیالوژۍ دلته خبرې نه کوم واک ته ځان ورساوه نو روسانو دا دارک کړه چې د دوی په موجودیت کې د لویې روسیې ګټې نشي تضمینېدای نو د یوه کال په موده کې یې د نظامي مداخلې په مټ د کارمل په راوستو را وپرځول او واک یې داسې خلکو ته وسپاره چې د دغې برحقې داعیې اصلي دښمانان وه.
په دې بل اړخ کې امريکايانو چې ځانونه یې د مجاهدینو خواخوږي بلل دا ادعا هغه وخت سمه ثابته کړه چې کله مجاهدین په کابل ننوتل، او خبره د کابل د واک پر سر شوه نو هغه حرکت چې د جهاد د افتخاراتو اویایمه برخه د دوی په نصیب وه، قربانۍ دوی ورکړې وې، ستونزې دوی ګاللې وې، نړۍ ته سوکالي دوی ورپه برخه کړه فقط او فقط په همدې ګناه د کابل له واکه لیرې وساتل شول چې اسلامي او پښتني رېښه یې لرله او واک لومړی د دوه میاشتو لپاره داسې چا ته چې دلته نه په قومي لحاظ نه په مادي او معنوي لحاظ نه په تاریخي لحاظ کوم اساس لري "حضرتانو" ته وسپاره او دغو دوو میاشتو کې امریکایانو د پاکستان په توسط هغه کرغېړن پلان عملي کړ چې واک د دغې برحقې داعیې "لوی افغانستان" اصلي دښمنانو ته چې پروتوکولي ملېشې بلل کېدې وسپاره.
۲- دغه د لویې لوبې لوبغاړي ځکه نه غواړي چې د پښتون افغان ریښتینې جغرافیه او لوی واک یو ځل بیا ژوندی شي چې دوی ته زمونږ تاریخ معلوم دی، کله چې ستر پښتون امپراطور احمد شاه بابا(رح) د دغې جغرافیې حدود وټاکل او بیا یې د"سرو زرو مرغۍ" باندې یرغل وروړ او جګړه یې د پښتون له کور او کلي لکه نني امریکایان زرګونه کلومتره لرې یوړه او د دې وطن بچیو ته یې د ارامۍ او سوکالۍ په فضا کې د ژوند کولو، د هندوانو له ظلم او وحشت څخه د اسلامي اساساتواو مسلمانانو ژغورلو او د هند په نیمه لویه وچه کې د دوی دواک پر تضمین کولو، د تجارت او پرمختګ لپاره بازار موندلو، د اوبو اهمیت ته په پام کې نیولو سره زمینه مساعده کړه، پښتون د یو ملت په توګه افغان ثابت شو، امپراطور شو، ځان یې په نړۍ وپېژاند، اقتصاد، ځواک، پوځ او حیثیت خاوند شو هېچا ورته په بده سترګه کتل نشوه کړای، که پارسیان وه، که هندوان وه که بخارا او سمرقند وه ټوله سیمه د پښتون افغان په احترام ولاړه شوه، د هرې سیمې پاچایان به افغانانو ټاکل، د ټولو سیمو اړیکې به افغانانو څارلې، هدایت به یې له پښتون امپراطور څخه اخیست لکه ننۍ امریکا.. نو اوس دغه شرق او غرب، روس او امریکا چې ځانونه دلته امپراطوران بولي کله ورته د منلو وړ ده چې داسې یو سیمیز ځواک دې په پښو ودرېږي او د دوی د اقتدار د زوال سبب شي.
۳- کله چې د امپراطور بابا ځوی شاه زمان دا دارک کړه چې که د پلار په پل پل کښېنږدي نو نه یواځې دا چې افغانان به خوار شي بلکې د پښتون واک به محدود پاتې شي او بلاخره به له مېنځه ولاړ شي، نو پرېکړه یې وکړه چې هند ته بیا لښکر کشي وکړي، انګریزانو چې په دغه وخت کې یې تازه د امپراطورۍ خوبونه لیدلي وه او یو لړ سیمې یې نیولې هم وې نو د "سرو زرو مرغۍ" د نیولو لپاره ډېر په بېړه کې وه، ماشین تازه جوړ شوی وه او باید چې د ماشین چلولو انرژي تر لاسه کولو لپاره د دنیا هر ګوټ ته ځان ورسوي، پلان یې جوړ کړ او د پارسیانو شاه یې وهڅاوه چې په افغانستان کې مزاحمت جوړ کړي تر څو له هنده د شاه زمان د شاتګ سبب شي هماغه وه چې په هرات کې پاڅونونه وشول او شاه زمان له لاهوره بېرته را وګرځېد او د ایرانیانو په ځپلو بوخت شو، دغه وه چې موده پس انګرېزانو د هند په لور لښکر کشي وکړه او د سرو زرو مرغۍ یې په خپله ولکه کې ونیوله.
انګریزان چې ډېر هوښیار، مکار او د شیطاني ذهنیت لرونکي خلک په نړۍ کې پېژندل شوي دا وېره ورسره له اولې ورځې وه چې پښتانه به یوه ورځ خامخا دا د "سرو زرو مرغۍ" بېرته ولکه کوي نو د یو څو لسیزو په ترڅ کې د پښتنو په خاوره هم یر غل راوړ او په ۱۸۳۹ کې لومړۍ افغان انګلیس جګړه ونښته چې انګریزانو ته سخته ماته ورکړل شوه او بېرته په شا وتمبول شول او بیا دویمه جګړه ونښته دا هغه تاریخي جګړه ده چې نړۍ د افغانانو شهامتونه په خپلو ملي ارشیفونو کې ثبت کړل، جنګي تاکتیکونه یې دا اوس هم د انګلیسانو په نظامي ارشیفونو کې ثبت دي، پدې جګړه کې یوازې یو انګریز په زخمي حالت کې ژوندی وتلی دی نور ټول پوځ قتل شوی او داسې سبق ورکړل شوی چې تاریخ به یې په زرګونو کلونه هېر نه کړي، لدې ماتې وروسته دې مکار دښمن خپل شيطاني فکر په کار واچاوه چې د جګړې له لارې په پښتون بریا نا شونې ده، دلته باید په نورو مکانیزمونو فکر وشي، مکار دښمن له ډېر فکر وروسته پدې پوه شو چې د ستراتیژي جوړونکو او جنګياليو تر مېنځ باید واټن رامېنځ ته شي، د فکر او زړورتیا، تورې او قلم، تفکر او مېړانې ترمېنځ باید تفریق رامېنځته شي او یو له بله جلا کړل شي، هماغه وه چې ستراتېژي، فکر، توره او تفکر لرونکي پښتانه یې له جنګیالیو، زړورو، تورزنو او مېړنیو پښتنو افغانانو څخه په کال ۱۸۹۳ کې په زور او جبر د ډیورنډ تورې کرښې په راښکلو جلا کړل او په خپل برطانوي هند پورې یې تړلي اعلان کړل.
لدغې ورځې په سیمه کې زمونږ بدبختي پیل شوې او د ښې ورځې خاوندان کېږو نه، ځکه دې کرښې سره نه یواځې زمونږ لویه جغرافه ماته شوې بلکې پورته یاد شوي د بریا لاملونه یو له بله لیرې پاتې شوي او بې ستراتیژی جګړه نشو کړای، بې فکره زړورتیا مو په خپل زیان تمامه کړه، بې قلمه توره مو ځای نه نیسي، او بې تفکره مېړانه په درد نه خوري.
دا هغه څه وه چې نړیوال زمونږ د تاریخ په اړه پرې خبر دي، اوس به څنګه دا شرقیان او غربیان دا وغواړي چې یو ځل بیا داسې سرخوږی په لوی لاس ځانته جوړ کړي چې بیا په اسیا کې جاپان څوک و نه پېژني، بیا هند د جي اېټ په سر نخرې ونکړي، بیا چین د نړۍ چټک اقتصادي هیواد نشي، بلکې د دې ټولو ځای به پښتنو نیولی وي، لکه درې پېړۍ وړاندې چې دوی هېڅ نه وه او مونږ دا هرڅه وو.
۴- د پاکستان له جوړېدو وروسته چې کله شرق او غرب د ډیورنډ کرښې ته لا ډېر اهمیت ورکړ او دا برحقه داعیه یې د خپلو اجیرو حکومتونو پر مټ کمزورې کړه نو دغې برحقې داعیې ته یو بل ستر ګوزار هغه وخت ورسېد چې په پښتونخوا او بلوچستان کې د پښتون بلوچ اتحاد چې د یوه متحد ګوند په شکل کې را څرګند شوی وه مات شو، بلوڅانو خپل ګوندونه اعلان کړل او پښتنو خپل، او بیا دوی دواړه په مختلفو څانګو او ډلو ووېشل شول چې په پښتونخوا کې یې د باچا خان او خان شهید کورنۍ چلوي، پدې وخت کې دا خلک د پاکستان لپاره ټول یاغیان ول، دوی په ښکاره نشوای ګرځېدای، ولي خان، صمدخان، باچاخان ټول په بند محکوم وه او چې را خلاص به شول نو کابل یا دېخوا نورو سیمو کې به اوسېدل، دغې برحقې داعیې ته تر دې هم ستر زیان هغه وخت ورسېد چې دغو کورنیو چې د پاکستان یاغیان وه د نړیوال فشار په پایله او برحقې داعیې ته د شرق او غرب لخوا د صدمې رسېدو وروسته په ناهیلي شکل د پاکستان په ټاکنو کې د ګډون اعلان وکړ او د پاکستان اساسي قانون یې ومانه. دې پرېکړې د ولسونو پر روحیې، د افغانستان په حکومتونو کې په ملتپالو سیاستوالو او هرې هغې ادارې چې د لوی افغانستان لپاره یې کار کاوه ډېر بد تاثیر وکړ او هماغه وه چې پاکستان ته دا موقع په لاس ورغله تر څو پښتانه سم پاکستاني کړي، چې له نېکه مرغه لا پدې کار ندي توانېدلي.
د ډیورنډ د کرښې حیثیت ته تر ټولو ستره صدمه او د نه منلو لویه چیغه هغه وخت راپورته شوه او همدا ښکېلاکي قدرتونه یې ولړزول چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر شهید حکیم الله مسید باوجود د ځینو مسایلو او ستونزو د افغان طالبانو د مشر سره بیعت تازه کړ او ځان یې د ارواښاد ملا محمد عمر یو عادي عسکر وباله، هغه دې کار ته هېڅ مادي ضرورت نه درلود، وسله یې درلوده، امکانات یې لرل، پیسې ورسره وې، خلک او نفوس یې درلود خو په معنوي لحاظ ده نړیوالو ته دا ښودله چې د ازادۍ دا غورځنګ چې په زرګونه پاکستاني پوځیان یې د مرګ تر کومې رسولې او د اور په لمبو کې یې سېزلي وزیرستان د کندهار سره تړلی بولي، درد یې یو ګڼي، دښمن یې شریک بولي او بلاخره دغه توره کرښه دوی نشي بېلوای.

هرڅو که دا لیکنه په تاریخي کیسو رانه یو څه اوږده شوه او پدې بوختیاوو کې به یې ستاسو ډېر وخت اخیستی وي خو اړینه ځکه وه چې نن هم مونږ د سنبلې نهمه دلته لمانځو، یاد یې کوو، ولې متاسفانه پدې اړه معلومات ډېر کم شریک شوي، تاسو باور وکړئ چې د پښتون په نامه خلک د کرښې هاخوا څخه راځي او د دې ورځې په اړه ورسره حتی هغه لومړني معلومات هم نشته او پدې نه پوهیږي چې ولې او څرنګه راغلي.
وَمَا عَلَینَا اِلَبَلَاغ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery