مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طالبانو عجيبه يونيفارم

محمد اسماعيل (عندليب)

 

عموماً پوځي او دولتي نښانونه، د هغې جوړښت، سکښت، او رنګونه هر څه يې ځانګړې معنی لري، په پوځ کې خو بيا ضروري ده، چې حتی ډېرې وړې وړې نښې او علامې هم مراعات او خاصه معنی او تشريح ولري.

اوس اوس طالبانو په يوه ويډيو کې خپل ځانګړي ځواکونه د روزنې په حال کې ښودلي دي، ډول ډول يونيفارم په غاړه لري، سپين، خړ پوځي رنګه، او برګ خو يوه قطعه يې هغه ده چې سرې خولۍ يې په سر دي، او مخونه يې په تور دستمال کې پيچلي، همدغه سور رنګ د طالبانو په ليکو کې نه تشريح کېدونکی دی.

د شوروي اتحاد بيرغ سور و، افغاني کمونستانو هم په خپلو بيرغونو او علامو کې سور رنګ کاراوه، د پاکستان د پښتنو ملتپال (نيشنل) ګوند هم سور بيرغ کاروي، دې او دې ته ورته ځينو دلايلو له کبله پخوانيو مجاهدينو سره رنګ ته په ښه سترګه ښه نه کتل.

په شرعي لحاظ هم د نارينه لپاره د سور رنګ په کارولو کې اوږده بحثونه شوي دي.

د افغانستان د هيڅ ګوند په بيرغ يا نښان کې سور رنګ نه شته، که وي هم دومره روښانه نه دی، او يا به ډېر کم وي.

خو د طالبانو چې اسلامي خوځښت دی، او لښکر يې اسلامي دی، د عسکرو پر سر سره خولۍ ما ته پوښتنه پيدا کوي، دا يوازې طالبان تشريح کولای شي چې په پوځي برخه کې د سرې خولۍ او هغه هم د اسلامي لښکر لپاره څه معنی لري.

زما په نظر دغه ډول يو حرکت چې منظم کيږي، نو بايد هومره پام هم وکړي، او هر اقدام، عمل او پرېکړې ته تشريح ولري.

ډېر کرته چې د ګوندونو او لښکرو په بيرغونو کې سور رنګ ورکول کيږي، نو هغه د وينې معنی لري، په دې مطلب چې د هغه بيرغ لاندې جنګيدونکي خلک خپل هدف ته په خپله وينه ځان رسوي، د هدف د حصول لپاره د مرګ پروا نه کوي.

د افغانستان په ملي بيرغ کې هم تور، سور او زرغون رنګونه کارول شوي دي، زموږ يو استاد موږ ته تشريح کړې وه، چې دا د هيواد تاريخي پړاوونه ښيي، تور رنګ هغه دی چې هيواد کې د پرديو  واک  و،، او خپلواک نه و، سور رنګ د دې استازيتوب کوي، چې د تاريخ په يو پړاو کې دغه خپلواکي افغانانو په وينو ګټلې ده، او زرغون د افغانستان د زرغونېدو او پرمختګ د پړاو نښه ده.

مطلب مې په سور رنګ کې دی، په بيرغ کې نه.

که طالبانو ته نقل ورکړم، نو د سرو خوليو په ليدلو سره ماته  د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابي  ابو دجانة رضی الله عنه حالت را په زړه شو، له يو مشر مې اورېدلي و، چې ابو دجانة به د جنګ ميدان ته وت، سر به يې په يوه سره ټوټه وتړلو، د ابو دجانة رضی الله عنه دا ټوټه د (مرګ په دستمال) مشهوره وه.

د خيبر په غزا کې هم د ابو دجانة رضی الله عنه سره پګړۍ تر سر تاو وه.

که طالبان خپل دې يونيفارم او لباس ته کوم ځانګړی تفسير او تشريح لري، نو ډېر ښه که نه، نورې خولۍ يې نه وي موندلي، يا دغه د سره رنګ خولۍ په لاس ارزانه ورغلي وي، نو بايد بدلې يې کړي، د جنګ په ډګر کې سرې خولۍ ډېرې بدې ايسې، نه ده پکار  چې داسې بې ذوقه او بې معنی رنګ استعمال کړي.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery