مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولس مشره : د عطا په نه ليرې کولو دې ځان بېخونده کړ

سيد حسين پاچا

هېواد مشر غني ته مشوره :
د عطا په نه ليرې کولو دې ځان بېخونده کړ
عطا او پلويان يې که له اسلام وافغان کليمې سره تضاد لري، نو مهرباني دې وکړي خپل نسب دې يوځل له آمو پورې غاړه له رحمانوف سره تثبيت کړي چې تاجک يې شميري او که افغان؟
که څوک ځان افغان نه ګڼي، نو په مخه يې ښه!


ښاغليه،
تاسو چې د جانکيري په منځګړيتوب ګټلې ټاکنې بې اعتباره کړې او له يوې قانوني پروسې نه جرګه مو غوره کړه، نو دا خبره بايد هملته سپينه کړې وه چې عطا به له مينځه ځي او ولايت به يې له موروثيته خلاصيږي، خو عبدالله سره په سم نيمايي کونه اوس دا دی ورځ تر بلې درته د سر په کاسه کې اوبه درکوي.

بيا هم که عطا په دې شرميږي چې ځان ته افغان ووايی، نو يا دې د DNA ټيسټ وکړي چې د زرګونه کاله نسب يې روښانه شي او يا دې خپله دعوه له هغه سره راپورته کړي چې هلته ورته په حکومت کې ځای ورکوي او که نه؟ دی تاجک ګڼي او يا نه؟

عجيبه خبره ده، معاش د دولت خوري، کارمن د دولت دی او ځان بيا د دولت تابع نه بولي، نو دوه خبرې دي چې :
• يا به ځان ياغي بولي او يا نه؟
که يې بولي، نو بيا ستره محکمه وعدليه وپوليس دې هم شته. قانون هم لرې چې قانون د ياغي په هکله څه حکم کوي؟ که يې نه بولي، نو بيا دې ډېر فرمايشونه دولت ته نه ورکوي.

که نوموړی بې هويته او بې نسبه وي خو چې پوه شو او که هويت ونسب لري، نو بيا هر تبعه د دې خاورې هغه افغان دی. عطا بايد په دې پوه شي که نوموړی عيسويت ويهوديت وبودايت وبرهمنيت وزرتشتيت و که هر څه ومني بيا هم به ورته افغان عيسوي، افغان يهودي وغيره ويل کيږي، نو دی ولې له دې ټکي سره تضاد لري؟
اوس خو يې پانګه هم پيدا کړې او هر چېرته ښه اسوده ژوند کولی شي، نو بيا ولې د ولايت پورې ټينګ نښتی دی او نه يې خوشې کوي؟ نوموړي ته بايد په زغرده وويل شي :
که ځان افغان نه ګڼي په مخه يې زيړي ګلونه
هر چېرې چې خوشاله وي ورته دې ورشي، نو بيا ولې دلته د غلا چور وتالان لپاره پروت دی؟

ښاغليه،
دا د ملي يووالی حکومت دنده ده چې د ملي ارزښتونو ساتنه وکړي. داسې برېښي چې شريکبانډی دې يوه هم درسره نه مني.
ډاکټر عبدالله ته بايد په زغرده وويل شي چې :
که سرزوری سمولی شي ښه ده، کنه، نو بيا دې عدليه، ستره محکمه او علماء پرېکړه وکړي چې د دولت د يو کارمند په توګه له واکه ناوړه ګټه پورته کول او په عين وخت کې دولت ته چلينجونه ورکول او ترې سرغړونه د باغي حکم رانغاړي او يا نه؟ که د باغي حکم رانغاړي، نو بيا باغيانو ته څوک واک نه ورکوي، بلکې له واکه يې منزوي کوي او محکمې ته يې راکاږي. دا کار خو ستاسو له توانه پوره نه دی، خو که ښاغلی کيری درسره مرسته وکړي چې لارې ته يې راولي.

دوستم چې لارې ته راغی، نو عطا به لارې ته راشي.

بيا هم عطا ته وايم چې که له افغانيته انکار کوي او پرې شرميږي، نو موږ هم پر داسې بنګړيوال شرميږو.
په مخه يې ښه!
دوشنبې ته دې ورشي او خپل ځان دې هلته له تاجکستان سره د تاجک په توګه ثبت کړي.

په درنښت

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery