مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د(۲۱ ) مې پيړي په دوران کي دافغانستان پوهنيز نظام کوموپديدو متاثره کړي دی

عاشق الله ساپی
 که څه هم دنړی هيوادونه په يويشتمه پيړی کی دپرمختګ په لور روان دي ځينی هيواددنوروسره سيال شواوځيني يي دنړي دپيشرفته هيوادونو سره اقتصادي روابط په برابرولو کي کوششونه کوي . خوداسی هيوادونه هم شته چه دجهان سره سيال او برابر وو.افغانستان هم له هغه هيوادونو څخه وو .خومتاسفانه چه اوس په ډيره اندازه لری پاتي شوي دي چه علت يي دتکنالوژی نه درلودل ،فقر اوبيکاری ، بي امنتي ،خقوق بشرته په سپکه کتل ،رنګارنګ اختلافات اوبي عدالتي ،اداري فساد هغه عاملونه چه افغانستان يي دترقی په لور دښپو تړلي دي .
تکنالوژی .
تکنالوژي هغه وسايل دي چه دهغی په مرسته ديوهيواد اقتصاد ،تجارت ، ښوونه اوروزنه پياوړی کيږي که چيري مونږ تکنالوژی وسايلوته فکر وکړو نو دانسانانو دضرورتونو په اساس جوړشوي دي لکه کمپوټر ،پروجکتور ، انټرنيټ اوداسی نور شيان دي چه په ښوونه اوروزنه کي ډير اهميت لري ددي په واسطه مونږ کولاي شو چه هغه شيان وګورو چه تراوسه مو دښوونی اوروزنی په ډګر کي نه وی ليدلی خوپه افغانستان کي هغه تکنالوژی موجوده نه ده څومره چه ورته ضرورت لرو اوکه څه ناڅه ورته لاسرسې لرونوپه سمه توګه تري استفاده نه کيږی لکه دلابراتوارونوڅخه دسيانسي مضامينو په برخه کي اوداسي نور که چيري په عملي توګه تري کار واخستل شی نودتدريس په برخه کي يومثبت رول لری اواغيزه به يي دهغو شاګردانو په ذهنونووي چه دهيواد راتلونکی ورته ضرورت لري اواستعداد به وروبښي چه دښووني اوروزني مشکلاتو ته ځواب ورکړي .
فقروبيکاری : ((افغانستان يوفقير هيواد دي چه دري برخی خلک يي په غربت کي واقع دي اودنړي دوهم هيواد دي چه دميندو دمرګ اندازه په کي زياته ده.او % 23 خلک يي دڅکلو اوبو ته لاسرسی نه لری .صرف 24% خلک يي چه عمرونه يي د 15 کلنئ نه پورته دي ليک لوست کولای شي .30% دمکتبونوشاګردان يي کارونه کوي چه دخپلي کورنئ لپاره يوه مړي ډوډی پيدا کړي .فقر او بيکاري 2يا3 فيصده خلک دښه او باعزته ژوند څخه محروم کړي دي چه دښووني اوروزني روغتيايي خدمتونو څخه برخمن نه دي )) (ديونسيف دپاڼي څخه).
زمونږپه زياته اندازه ځوانان دفقر وبيکاري له وجي مزدورياني کوي خارجی هيوادونو ته ځي چه خپل ژوند دلاسه ورکړي .په افغانستان کي خلک دفقر دلاسه خپل ژوند ورکوي نه دخشونت .نو پدی اساس زمونږ ښوونه اوروزنه وده نه کوي اونه اهميت ورکول کيږي .
نوزما داګذارش دي چه دولت دی پدي برخه کي پاملرنه وکړي اوداوليت حق دي ورته ورکړي شی .ترڅوپه هيواد کي دفقر اوبيکاري سطحه راټيټه شي .
بي امنيتي :بي امنيتي يوډيرمهم علت دي چه دپرمختګ مخنيوي کوي .که څه هم دنړي په ډيروهيوادونو کي بي امنيتي شته خوافغانستان يي دډيرپخوا څخه نا امنه کړيدي چه خلک يي دډيروګواښونو سره مخامخ کړيدي .لکه رواني تکليفونه ،دسرمايګذارۍ نه شتون،تجارت ، ښوونه اوروزنه اودډيرو وطنوالو دهيواد څخه جلا کيدل د بي امنيتي سبب دي .
حقوق بشر :
حقوق بشر هغه موضوع ده چه د نړي ډير هيوادونه کي انساني حقوقو ته پاملرنه کيږي اوپه مساوي توګه حق ورکول کيږي .خوافغانستان دنړي هيوادونو څخه يوهيواد دي چه انساني حقوق په کي دپښو لاندي شوي دی چه نه پکي دښځوحقوق پلی کيږي اونه دماشومانو حق په سمه توګه اجرا کيږي .دا انساني حقوق دهيوادپه ډيرو اړخونو منفي تاثير کوي په خاصه توګه دښووني اوروزني په ډګر چه په ښوونه اوروزنه کي هلکان او جينکو ته په مساوي توګه حق ورکول شی ترڅو مونږ يوپياوړي نسل ښه وروزل شی .
اختلافات:
اختلافات که د نړي دپيشسرفت سره ورځ په ورځ زياتيږي خود نړي ځيني هيوادونه داختلافاتو سره سره دترقی په لورهم روان دي .خوافغانستان کي دترقي پر ځاي اختلافات زياتيږي چه سياسی اختلافات ، فرهنګي اختلافات ، لساني اختلافات ، او داسی نور ډير اختلافات دي چه دهيواد اقتصادي او تعليمي نظام يي دمشکلاتو سره مخامخ کړيدي که چيري مونږ دا ختلافات دنوري نړي سره مقايسه کړو نوعلت يي ښوونه او روزنه ده چه د ښوونۍ اوروزنۍ په واسطه مونږ کولاي شو دا مختلف نظرونه يوکړو.
بي عدالتي
 بي عدالتي هغه عامل دي چه په خاصه توګه دښوونۍ اوروزنۍ په ډګرکي رامنځ ته کيږي يعني دا هم هغه علت دي چه ډير خلک يي د زدکړي نعمت څخه محروم کړي دي يعني په زده کړه کي د بي عدالتي نه کار اخستل هم دزده کړي پريښيدو سبب ګرځي مونږاستادانو له پکار دي چه په ښوونه او روزنه کي دعدل نه کار واخلو . دشاګردانو ترمينځ هم عدل وکړو ، دتدريس په وخت کي په اقتصادي وضعت کي په لساني او داسی نورو حالاتو کي په يوه سترګه وکتل شی .
ښوونه اوروزنه په دي اړوند وايي چه زده کړه يا ښوونه او روزنه د هرچا حق دي بايد په سالمه توګه هر چاته خپل حق ورکړل شی يعني په حق ورکولو کي کوم تعصب ونه شي د عدل نه کار واخستل شی .يعني که چيري په ښوونه او روزنه اودژوندپه ټولو امورو کي د عدل او انصاف څخه کار واخستل شی نو د نيکبختي او کاميابۍ سبب ګرځي .
اداري فساد
 اداري فساد په ځينو هيوادونو کي شته کوم هيوادونه چه اداري فساد ولري هيڅکله ترقي نه شي کولاي خوافغانستان له هغو هيوادونوڅخه دي چه اداري فساد په کی په زياته اندازه ليدل کيږي ( دنړيوال سازمان په يو راپور کي خپاره شوي چه افغانستان هغه هيواد دي چه په اداري فساد کي لومړيتوب لري ) که څه هم افغانستان په ورستيو کلونوکي دخپل ژوند او بقا لپاره خواراکږليچنه لاره ووهله له سختو پيچومو تيرشو او دنړيوالو مرستو او پراخه سياسی ملاتړ په مټ تر دي دمه ژوندي پاتي شو افغانستان په دي موده کي يوڅه ګامونه مخي ته واخستل او بيا په نړيوال ډګرکي يوخپلواکه او نړيوالي ټولني ديو وړ غړي په توګه رامنځته کړه . خو متاسفانه چه اوس اداري فساد ورته لومړي مقامون ورکړل چه دا په ښوونه او روزنه هم ډيره بده اغيزه لري چه علت يي معرض اشخاصو په وظيفو ګمارل ،د بډو اخستل او داسی نور چه د پرمختګ مخنيوي کوي . د دي ستونزو دحل لپاره دښووني او روزني په واسطه يو ښه مديريت رامنځته کول .په وظيفو کي د داسي اشخاصو ګمارل چه وړتيا ولري او هم ددولت توجو ،پرلپسي نظارت او په اداري فساد ملوث اشخاصو ته عبرتناکه سزا ورکول او د دندي ګوښه کول او پر ځاي يي د داسي اشخاصو ګمارل چه اسلامي روحيه ولري ، وطن دوست وي ، ملي احساس ولري اودلسوز وي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery