مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغان سرتیری

جاوید نوریوال


سبا رخصتي وه، د شپې تر ډیره پلار او مور، او زما کمکي هم راسره ويښ وو، د تل په څیر اول کمکي ویده شول،‌ بیا ورو ورو پلار او مور هم میدان را پریښود، شپه پخه شوه، او میدان مونږه ځلورو وړونو (بڼداریانو) ته را پاتې شو، صالون مو پریښود، پاس د مطالعې خونې ته لاړو چې خنداګانې مو د نورو مزاحمت ونه کړي. د وړونو مجلس وو، کله په لوړ آواز خندا، کله پټکې سټکې، او کله نا کله به سره همغږي وو. له فیسبوک نه نیولې تر کلي، وطن، سیاست، کورنیو او ټولنیزو مسایلو مو بحثونه ګرم روان وو، شپه نوره هم پخه شوه، زمونږ تر ټولو کشر  تر ټولو لمړی میدان راپریښود، ویده شو، چې دوې بجې شوې زمونږ دریم، هم ورپسې ورجګ شو، میدان ما او تر ما کشر ته را پاتې شو. زما او دده تر منځ دسن توپیرډیر ندی، یو ماستر او بل لسانس یو، د ژوند خوږو او ترخو ډیر ځه را ښودلي، بحثونه مو هم پر حقایقو او تجربو ولاړ وي. ده انګور را ومینځل، په ګډه مو خوړل، دی د خونې په یوه خوا او زه په بله خوا کې ناست وو، د امریکې په وخت به شا او خوا د شپې دری نیمه بجې شوې وې، ساعت ته مو نه کتل، خوبونه له سترګو آلوتي وو. نا ببره له کابل نه په فیسبوک کې د ماما د زوی ، د انجینر زنګ راغلو، تیلفون مې ځنګ ته وو، خو نه مې غوښتل چې د کشر ورور خبرې غوځې کړم، وا مې نه خیست، ده وپوښتل، ځوک دي، ما ویل انجینر دی ځه بیا به سبا ورسره مفصلې خبرې وکړم. لا پوره دری دقیقې تیرې نوې چې د کور د تیلفون کړنګ شو، زړه مې وتښ! ما ویل خدایه خیر، کشر که ځه هم  تیلفون ته لنډ وو، خو ما ور ټوپ کړ، وامې خیست، ستونی مې له ورایه ورته وچ وو، هلو، هلو، تر غوږ مې د ماما غریو نیولی غږ شو، بلې، ماویل سلام اعلیکم ماما، خیرت دی، پوښتنه مو سره پیل کړه، تر ما کشر چې ماته مخامخ ناست وو، رنګ یې تښئ ښکاریده، ته وا چا ورته ویلې وي. ماما په ژړوغوني غږ وویل، هو، خیرت دی، احمد خوږ شوئ، ماویل ولې، چیرته، څه پرې شوي، څنګه دی، څومره خوږ دی، ستونی مې نور هم وچ وشو، ماما ویل په پښه لګیدلئ، ټپي دی. اوس په ایمرجینسي روغتون کې یو، ټول همدلته یو، غواړم د فلاني (ترما کشر چې په صحي برخې مسلکي دی) مشوره واخلم، دلته ډاکټران وایې چې پښه یې د جوړیدو نده، باید غوځه شي، ما یو آهــــــــ  کړل، او تیلفون مې کشر ته ورکړل، له ماما یې څو مسلکي پوښتنې وکړې، خو خبرې یې سره خلاصې شوې، ما ویل څنګه به شې؟ ده وېل، خدای د څه نکوي، خو څه چې ماما وایې د تشویش وړ دي، نظر دده په خبرو، کیدای شې چې پښه یې غوځه شي. مونږ او د ماما اولادونه سره یو ځای لوی شوي یو، ته وا وړونه یو، یو بل ته ډیر ګران یو. منل یې راته ډیر ګرانه وو، سخت یې خفه کړم، ته وا زړه مې سوری شو،‌  پورته چت ته مې وکتل ته وا چاته زارۍ کړم،‌سترګې مې له اوښکو ډکې شوې، یو بل ته مو سره وکتل،‌او بیا مې آهــــــ  کړل، ومې ویل،‌خدایه ته یې روغ کړې!! احمد تاند ځوان دی، د ځوانۍ ګلان یې لا پوره ندي غوړیدلي خو میاشتې او کلونه یې له کور نه لرې، مور، خور، پلار، او مرمینې نه لرې، په تاوده سنګر کې تیر کړل. د واده یې ډیر وخت نه کیږي، خدای ورته سپین مېن زوی ورکړئ، په همغه لحظه مې ستونی بد وچ وو، دده تانده ځواني، د زوی وړکتوب او معصومتوب مې یې کټ مټ سترګو ته ودریدل، د ماما غریو نیولئ غږ، وچ ستونی، او لور په لور منډې مې په سترګوکې تاویدې، له وسې مې هیچ نه کیدل، هرچا ته مې تیلفونونه وکړل، چې خدای مکړه ځواني یې نیمګرې نشې او پښه یې تلف نشي. د کابل د ډاکټرانو تر توان ووته، هند ته مو ولیږه، شپه او ورځ به مې پوښتنه کوله، او ده مور خوړلي به مونږ ته ډاډ راکاوه، خو د هندي ډاکټرانو هم پریکړه پردې شوه چې پښه یې باید پرې شي.ځو شپې ترې شوې، دا ځل بیا د شپې یوه نیمه بجه وه، زه او دوه کشران وړونه له سانفرانسسکو نه دلاس په لور کور ته روان وو، زه په مخ سیټ کې، منځوی په جیلب او کشر په شا سیټ کې ناست وو، په آسمان کې ستوري داسې ځلیدل چې ته وا یو څه راته وایې، د اریزونا وچې دښتې وې، سړک تش وو، چوپتیا خوره وه، یواځې د موټر د تایرونو ځپ ځپ وو، مونږ هم پټه خوله ناست وو، ته وا ټوله امریکا د احمد پر ویر ویرجنه او له ورایه خبره ده،  یو ډول عجیب غوندې سکون وو،‌ خو د شپې دغه آرامۍ راته بدبد سازونه کول، زړه به مې وتښ، ته وا تر پرده ووت، بیا به مې ویل خدایه خیر! تر ما کشر چې کور کې وو، راته یې پیام را ولیږه، چې مور مې په کوکو ژاړي، احمد یې له عملیات نه همدا اوس را ویست او پښه یې ورته په ګونډه کې پرې کړې! زړه مې سخت تنګ شو، ستونی مې وچ وچ کیده، غږمې غریو ونیو، پیښې مې په لړزیدو شوې، دوه کشران چې راسره وو، ویل څه خبره ده، ماویل د احمد مور خوړلي پښه خو یې پرې کړه، بس ځمکه نه چاودیده، چاره نوه، په همدې دښته کې په همدې سکون روان وو، دریو واړو په مړو اوښکو ژړل، دده په تانده ځوانۍ، کمکي زوی، ځوانه ناوې مو خبرې کړې،  دده یادونه او خاطرې مو یادولې، او خدای ته مو زارۍ کړې. یا الله ته پوهیږې او ستا کار! حیران وم، لار رانه ورکه وه،  چې له ترور (عمه) او ماما سره به څرنګه خبرې کړم، خدایه دا څه وشول؟ تیلفون مې راوخیست خو نه ماما او نه مې ترور تیلفون ته ځواب ورکړ، د احمد مشر ورور ته مې زنګ وواهه، له بلې سره سم راته په ژړا شو، یو بل ته مو ښه وژړل، زړونه مو سره تش کړل. ځو ساعته وروسته مې بیا له ماما او ترور سره خبرې وکړې، ته وا خدای ورته د غره غوندې صبر ورکړی، هر څه یې په ساړه آواز خدای ته سپارل، دعاګانې یې کولې، او کله به مې آوریدل چې په مړو اوښکو ژاړي، سوڼکیږي او د خویندو کوکې مې آوریدې، ته وا زړه مې ځوک په سره سیخ وهي. د احمد ژوند که څه هم نیمګړئ شو، ولې په ویاړ او میړانه یې د خپل وطن، ناموس، خاورې، او بیرغ څخه دفاع وکړه،ځان یې ترې قربان او صدقه کړ، خپله تانده ځواني یې تر تور، سره،‌او زرغون بیرغ په لوړ همت قربان کړه. لوږې او تندې یې ترې کړې، په اوړي او ژمي بند نشو، شپه او ورځ، ښادۍ، اخترونه، جمعې، او هره ترخه او خوږه یې له یارانو سره د جګړې په تاوده سنګر کې تیره کړه، هر اجنبي ته یې سینه سپر کړه، او د وطن له موټي موټي خاورې یې په لوړه میړانه او پوره صداقت دفاع وکړه. ماته تر ټولو ویاړلئ او لوی اتل همدا د وطن اصیل بچی دی، زه او د کورنۍ هر غړی په ده او دده په څیر په سلهاوو نورو افغان سرتیرو ویاړو،  ریښتني اتلان همدا د جګړې د لمړۍ کرښې سرتیري دی،‌ چې شپه او ورځ د هیواد د آزادۍ، آبادۍ، او سوکالۍ لپاره د جګړې په تاوده سنګر کې شپې تیروي، دښمن ته یې سینه سپر کړې، په لوړ همت او پوره ویاړ له تورې، سرې، او زرغونې ټوټې ځانته د ابدي ژوند جامې ګنډې.

که په میوند کې شهید نشوې —خدای ګو لالیه بی ننګی ته دی ساتینه.

 

 

امریکا، دلاس

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery