مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دیني او ملي هویت د نېشنلیزم او سیکولرېزم په لومو کې

حجت زهیر

دیني او ملي هویت د نېشنلیزم او سیکولرېزم په لومو کې
که څه هم د افغانستان په معاصر تاریخ کې هره موضوع نوي، او د خپل رنګ درلودونکې دی، خو یوه بې سارې او کړکېچنه موضوع چې د اجتماعي او ټولنیزو رسنیو لوری یې خپل ځانته متوجه کړی، هغه د افغانستان نوې الیکتروني پیژند پاڼې دي، چې د هیواد په تاریخ کې لومړی ځل تجربه کېږي، که څه هم دغې ملي پروسې ته له یوه لوري ټول افغانان خوشحاله او خوشبین دي، ځکه له نړیوالو سره په دې ارتباط په صف کې درېږي، او له بل لوري ډېرې ستونزې ورسره د سمون په لور پر مخ ځي، خو هغه موضوع چې کړکیچ او ستونزه یې را برسیره او د خلکو ترمنځ د اختلاف لامل شوې هغه په دغه پیژندپاڼو کې د دیني او ملي هویت یادونه ده، چې یو شمیر په پلوي او یوه ډله یې په خلاف شعارونه ورکوي، د دغې مسئلې وضاحت له شرعي، حقوقي او عرفي اړخه خورا اړین دی تر څو هیوادوال پر دې پوه شي چې کومه ډله یې پر حق او کومه په خطا کې ده، نو ومې غوښتل چې دغې موضوع ته لمړی له شرعي او حقوقي اړخه لنډه کتنه وکړم او بیا یې د عرف له مخې روښانه کړم، تر څو د حق طلبګارانو ته یوه مؤثره دوا شي.
قومیت ګرایي یوه داسې پدیده ده چې په اوس وخت کې مسلط نظامونه ورڅخه دوه ستر اهداف ترلاسه کولای شي. لومړی: ملي هویت د هیوادونو مذاهب، نړیوالتوب، ملي اهداف او نور کمزوري کوي، له بل طرفه قوم پالنه او هغې ته لمن وهل د هېوادونو ملي منافع په خاصه توګه اسلامي هیوادونه متزلزل او د بحران کندې ته کش کوي، نو په همدی اساس قومیت پالنه یو له سترو تهدیدونو او چلینجونو څخه ده چې اسلامي ممالک ورسره لاس او ګرېوان دي.
قومیت پالنه په بشري ټولنو کې یو له هغه آفتونو څخه شمیرل کېږي چې په طول د تاریخ کې یې په انسانانو ډول ډول مصیبتونه او مشکلات راوړي، په دغه انګیزې کې هغه حیواني خصلت نغښتی دی چې خودخواهی او پر بل تسلط یې د سر ټکی دی.
حقیقي ادیانو همیش پر انسانانو کې مادي او معنوي بدلون غوښتی، چې د هغې له جملې څخه یې هر وخت د اشغالګرو او توطیه چیانو په وړاندې روښانه دریځ نیولی، اسلام د وروستي حقیقي دین په حیث د اجتماعي عدالت غوښتونکی دی او له ټولو ادیانو څخه د اشغالګرو او متعصبو په وړاندې ښکاره دریځ لري.
قومیت پالنه یا نېشنلیزم هغه شومه پدیده ده چې له ټولو ټولنو څخه ترې لومړی اسلامي ټولنې ډیرې تهدیدی او متأثره دي، او د تل لپاره جابرو قدرتونو ورڅخه ناوړه استفاده کړې. دا چې کفري ټولنو د تاریخ په اوږدو کې هر وخت له اسلامي ټولنو سترې ماتې خوړلي نو له ځان نه وروسته یې په دغو ټولنو کې د خپلو اجیرو مزدورانو له خوا د پاکو ملتونو دیني، فرهنګي، سیاسي او اجتماعي تعصب ته لمن وهلي، چې سترې بېلګې یې د اقلیتونو حمایه کول د اکثریتونو پر وړاندې، هغه که د مذهبي اړخه وي، او که له قومي جهته خو په هر صورت د دغه سرطان او تبعیض ستر اهداف کوم چې د دین او هویت تر عنوان لاندې مطرح کېږي د مسلمانانو خپلواکي، عزت او سلامتیا ته سترې جدي ننګونې دي.
قومیت پالنه یا ملت پرستي د Nationalism معادلې معناوې لري، او حقیقي معنی یې نژدیوالی د قومیت او نژاد په چوکاټ کې روښانه کوي، دغه تعلقات چې د انسان په احساساتو او عواتفو متکي دي په لومړی مرحله کې له اقاربو سره د نژدیوالي په آثر منځ ته راغلي او د وخت په تېریدو سره په ملت پالنه او وروسته په Chauvinisme او افراطیت بدل شوی، د دې لپاره چې موضوع ښه روښانه او برملا شي نو د قوم او هویت اصلي ریښې باید وپیژندل شي.
قوم: یوه عربي کلمه ده چې په پښتو کې د ( یو ډله خلک، د خلکو یوه ټولنه، پلرني خپلوان ) او داسې نورې معناوې لري، په همدې توګه په انګلیسی ژبدود کې د Ethnic معادل ده چې معمولا په هغو طبقو اطلاق کېږي، کوم چې مختلفو قومونو یوه واحده ټولنه را منځ ته کړې وي، د مثال په ډول هسپانوي امریکایان، افریقایې امریکایان، تاجک الاصل افغانان او داسې نور، دغه اوسېدونکي په داسی حال کې چې آن د نژاد له مخې هم د توپیر درلودونکي دي خو بیا هم د یو قوم او ملت په نامه سره پېژندل کیږي، خو په عربي ژبه کې چې د دغه لغت په اصلیت کې ریښه لري له دې معناوو څخه نور هم ډېر څه لري، او د قبیلې څخه یې هم وړاندې بولي، او د ( ملت ) او ( شعب ) په معنا یې کاروي، نه د قران کریم په مفهوم چې هلته ملت د دین او لارې په معنا سره هم راغلی بلکې د عربو په اصطلاح قوم یوه واحده اجتماعي ټولنه ده چې مشترک تاریخ، قانون، حکومت او همدارنګه د مشترکو ارمانونو درلودونکي وي. قومیت پالنه که د نړۍ په سطحه وي او که د یوې قبیلي په کچه خو که د یو معقول محور له لېاری وکتل شي، نو خامخا به د یو انارشېزم Ethnocentrism ملگرتیا کوي، چې په هغه کې د خپلي ټولنې اشخاص له کوم قید او شرط پرته منل کیږي، او د نورو ټولنو مثبت فکرونه هم د تحقیر کندې ته غورځول کېږي. نېشنلېزم هم لکه د نورو پالنو په شکل د سرچیني او مبدأ درلودنکی دی، چې په مختلفو هیوادونو کې یې په ډول ډول طریقو سره ظهور کړی دی، چې د مثبت او منفی اړخونو لرونکې هم دی، قومیت پالنه به یا د یو استقلال طلبې ټولنې په څېر رامخې ته شوې وي چې هدف یې د هیواد خپلواکي او ملي ګټي ساتل وي، او یا به د یو تجاوزګر په حیث منځ ته راغلي وي، چې اهداف یې په نورو ملتونو تجاوز او ځان ښودنه پر بلې قبیلې وي، چې لومړی شکل یې مثبت او دوهم شکل یې منفي تعریفولی شو.
هویت: یوه عربی کلمه ده چې د ( یو شي حقیقت، شخصیت، ذات، وجود ) او داسې نورو ته په کار وړل کېږي، چې په اصطلاح کې د یو شي حقیقت په فردي او یا جمعي شکل سره څیړي. ریچارد جنګنیز (Rechard Jankens ) هویت داسې تعریفوي: د هویت کلمه یا Ldentity د یوناني کلمې Ldem  یعنې مشابه څخه مشتق دي، چې د دوه اصلي معناوو درلودونکې دی. لومړی: د مطلق مشابه مفهوم ارایه کوي، لکه چې وایو: دا له هغه سره مشابه دی. دوهمه معنا یې د وخت په تېرېدو سره د شباهت حالت ته د رسېدو په معنا ده، چې په دې ترتیب سره شباهت دوه زاویو ته لار پیدا کوي، د هویت مفهوم په یو وخت کې د خلکو او یا شیانو ترمنځ دوه نسبتونه منځ ته راوړلای شي، یا شباهت او یا هم تفاوت.
په انساني نړۍ کې انسانان د مختلفو هویتونو درلودونکي دي، چې دیني او ملي هویت یې تر ټولو ستر شمېرل کېږي.
ملي هویت: د مشترکو اجتماعي ټولنو مجموعي احساسات چې په تاریخي او فرهنګي چوکاټونو کې راټول وي ملي هویت بلل کېږي.
دیني هویت: د دین او قانون پر وړاندې د وګړو احساس دی، چې د ملت نه پورته هویت تثبیتوي، دیني هویت په خپل ذات کې د خپل رب پېژندنه تعریفوي، چې له هیواد او ملت څخه پورته مقام لري. په اسلامی ټولنو کې نه تنها دا چې دیني هویت له ملي هویت سره په ټکر کې نه دی، بلکې د هغه پوره کوونکی هم دی، تضاد او مقابله هغه وخت منځ ته راځي کله چې ملي هویت پر قومي هویت تبدیل شي، خو اسلام په دې هکله څه وایې؟
قرآن کریم د انسانانو د برابري له تأکید برسېره قوم او قبیله د اجتماعي ژوند د اصل په توګه نه پیژني، بلکې هغه د پېژندلو یوه وسیله ګڼي، په قرآن کریم کې اصل او معیار تقوا او پرهېزګاري ښودل شوې، چې همدا د برترۍ ستره وسیله ده. الله تعالی فرمایې:( يا أَيُّهَا النّاسُ إِنّا خَلَقناكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثىٰ وَجَعَلناكُم شُعوبًا وَقَبائِلَ لِتَعارَفوا ۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم )
ژباړه: ای خلکو! ما تاسې ټول له یو نارینه او یوې ښځې پیداکړئ، بیا مې په ډلو او قبیلو ووېشلئ، تر څو د دې په وسیله یو بل وپېژنۍ، یقینا عزتمن د خدای په وړاندې هغه څوک دی چې پرهېزګاره وي.
په همدې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو مبارک حدیث کې فرمایي: ( یا ایها الناس کلکم لآدم وآدم من تراب، لا فضل لعربي علی عجمي الا بالتقوی ) ژباړه: ای خلکو! تاسې ټول د آدم اولاد یئ او آدم له خاورې پیدا شوی، عرب په عجم او عجم په عرب فضیلت نه لري، مګر په تقوا سره.
همدا ډول د دین له سترو ارشاداتو څخه څرګندیږي، چې له وطن، قوم او قبیلي سره مینه ساتل د ایمان یوه برخه ده، مګر په هغه حالت کې چې له کیني او تعصب څخه پاک وساتل شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانه وه چې قومیت پرستي له منځه ولاړه، او د کلونو کلونو دښمني په دوستي او ورور ولۍ بدله شوه، او ټول د یو چتر لاندې په دوستانه فضا کې سره راټول شول، د رسول االله له رحلت څخه وروسته د اسلام دښمنانو او منافقینو له هر څه لومړی د قومیت او قبیلوي خبرو په طرف مسلمانانو لوری وګرځاوه، تر دې چې اسلامي خلافتونه یې په میراثي حکومتونو بدل کړل.
په غربي نړۍ کې قومي تعصب د یوه سازمان په شکل په شپاړسمي میلادي پیړۍ کې په اروپا کې را ښکاره شو، چې په ایټالیا کې یې رهبري د ( نیکلوماکیول ) او په فرانسه کې د ( ژان بدن ) پر غاړه وه، بالآخره په نولسمي میلادي پیړۍ کې قومي تعصب په اروپا کې خپل نهایې اوج ته ورسید، او د اسلامي نړۍ پر وړاندې دغه طوفان را پورته شو، چې په دې سره له یوه طرفه اسلامي خلافت چې په ترکیه کې یې موقعیت درلود له منځه ولاړ، خو د تاریخ پوهانو له آنده نه تنها دا چې د دې تر شا د اسلامي خلافت خپل منځي تعصب موجود وه، بلکې د دغه خلافت په یو شمېر مهمو ولایاتو کې چې اوس یې د هېوادونو بڼه غوره کړي، د یو نېشنلېزم قوي خوزښت رامنځ ته شو، چې پوهانو دغه حرکتونه د تعصبي مثلث پر نوم نومولي، چې دوه یې د مسلمانانو او دریمه ضلعه یې د اروپایې غربیانو له خوا رهبری کېدله، خو د دغه نېشنلېزم ستر توپیر په دې کې و، چې کفارو اجتماعي تعصب د ټول اسلامي امت په وړاندې لره، او اسلامي ټولنو د خپلو مسلمانانو وروڼو په وړاندې له هر اړخیز تعصب څخه ډډه نه کوله، چې د دغه بد بختیو پایلې تر نن ورځې د دغه هیوادونو مظلوم ولسونه په بې رحمۍ سره ګالي. که د اسلامي هیوادونو تاریخ په ټوله معنا سره مطالعه کړل شي، په ځانګړي ډول د اولسمي میلادي پیړۍ څخه وروسته نو دا به څرګند شي، چې هر هیواد د دغو بدبختیو څخه د یو سپیره تاریخ درلودونکی دي، د بېلګې په توګه په عربي هېوادونو کې غربي قوتونو داسې حاکمان غوره او انتخاب کړل چې اکثریت د ټولنې منفور او د اقلیتونو خاوندان ول، د بحرین ډیری وګړي د شیعه مذهب پیروان دي، خو پادشاهي یې سني مذهبه مشران کوي، د سوریې اکثریت وګړي په عقیده او مذهب کې سني مسلمانان دي، خو واک یې بیا له شیعه مشر سره ده، همدارنګه د عربي نړۍ یو شمېر هغه ممالک چې تر یوې اندازې د عسکري قوت او روڼ تاریخ درلودونکي دي، د لس ګونو کلونو لپاره د فوجي جنرالانو له خوا اداره شول لکه: مصر، عراق، لیبیا... تر څو د ټولني هغه نخبګان چې د پیاوړو اسلامي هېوادونو فکر ورسره مل وه، د عمر زیاتره برخه د وحشتناکو زندانو په منځ کې تیره کړي، تر څو دا مړه ولسونه خپل اصل مسؤلیت ته متوجه نشي.
که لرې ولاړ نه شو، خپل او ګاونډیو هیوادونو تاریخ ته نظر وکړو نو وبه ګورو چې همدغه قومي او فرقه یې خوزښتونه ول چې د ۱۵۰ ملیونه وګړو سیمه ( بنګله دېش ) د پاکستان له خاورې جلا شو، همدغه عوامل دي چې د پاکستان تر ټولو لوی او غني ایالت بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکی دی، همدغه عوامل دي چې د ۶۰ کلونو په اوږدو کې پاکستان د څلورو فوجي کودتاو شاهد و. د دې لپاره چې موضوع ډېره اوږده نشي نو غواړم چې د ګران هېواد افغانستان د قومي تعصباتو په اړه لنډه رڼا واچوم.
په حقیقت کې افغانستان د پیدایښت نه د قومی تعصباتو په منځ کې ښکېل یو هیواد و، په ځانګړي ډول کله چې د امیر عبدالرحمن خان د حکومت په زمانه کې یو قوم په ډېرې بې رحمۍ سره وټکول شو، د افغانستان د اسقلال څخه وروسته د محمد ظاهر شاه په څلوېښت کلنه واکمني کې د افغانستان چپ لاسي روشن فکرانو ( هغو چې له حاکمې ډلې سره د اړیکو درلودونکي و ) قومي او نژادي تعصب ته دومره لمن ووهله چې وړانګې یې په ټول هېواد کې خورې شوي، د واکمنې ډلې له لوري د یوې سیمې وګړو ته د عسکري خدمت بښل کېدل، دا ټولې هغه نمونې دي چې د افغانستان دشاهي رژیمونو له خوا د قومیت پالل وه، په همدې توګه د جمهوریت په دورو کې هم افغانستان د قومي تعصباتو شاهد وه. همدا قومیت پالنه وه چې خلق دیموکراتیک ګوند یې په خلق او پرچم تقسیم کړ، چې د خپل منځي شخړو  په ترڅ کې یې ګران هیواد هم وسوځېد، د همدې قومي تعصباتو له مخي اخوانیان په  مختلفو ډلو لکه: جمعیت، حزب، اتحاد ... وویشل شول، قومي تعصبات و چې د پنجشېر سیمه هیڅکله هم د طالبانو تر ولکې لاندې رانغله، قومی تعصبات دي چې د افغانستان دولت د خپل تاریخ په اوږدو کې د دوو حاکمانو درلودونکی دی، او بالآخره ویلی شو چې افغانستان له منځه نه ځي، که خدای مه کړه له منځه هم ځي همدا قومي تعصبات به یې جرړې له بیخه راوباسي. د ملت، قومیت او هویت په اړه دا هغه شرعي، تاریخي او حقوقي اړخونه وو، چې په مختصره توګه ورته نغوته وشوه، خو د دې ټولې څیړنې هدف اوسنۍ ستونزې ته د حل او حقیقت موندل دي، چې غواړم په خلص ډول یې د پایلې په توګه ذکر کړم:
د ملت مفهوم په مختلفو هېوادونو او سیمو کې د مختلفو معناوو لرونکی دی، یعنې هغه خلک چې د یوه قوم درلودونکې دي او د مختلفو سیمو اوسیدونکي وي، نو امکان لري چې د مختلفو ملتونو درلودونکې واوسي چې مثالونه مو مخکې د امریکا د متحده آیالاتو په هکله ورکړل.
په همدې ډول سره د نړۍ د عرفي قوانینو له نظره د هر دولت سیستم د هماغه دولت د ملت مشخص کوونکی دی، د بیلګي په توګه د امریکا اوسنی ولسمشر یو بهرنی او آن په یوې مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلی، خو نېشنلېټي یا پېژند پاڼه یې د متحده ایالاتو ده، نو په همدي اساس سره امریکایې یادېږي، او ټول هغه حقوق چې یو امریکایې الاصل امریکایې یې لري، دی هم ترې مستفید کېدلی شي، نو په همدې اساس مې وغوښتل چې دیني او ملي هویت تر څیړنې لاندې ونیسم ځکه چې د هیواد یو شمیر بې علمه خلک چې له دین، او عرف څخه ناخبره دي، د دې موضوع په وړاندې يې د تعصب کړۍ نیولې او د ملي او دیني هویت پر وړاندې راپورته شوي، په داسې حال کې چې نړیوال مو د ملی هویت تر چتر لاندی پیژنی نه د قومی هویت پر بنا سره، دیني هویت کېدای شي د مختلفو ملتونو ترمنځ شریک شي، چې د نزدیکت له وجې کولای شي د دوستۍ، اتفاق او سلامتیا فضا رامنځ ته کړي. په پای کې باید یادونه وشي چې ملي هویت دی چې په ذریعه یې د یو شخص ملت روښانه کېږي، نه قبیله او قوم، بلکې د سیمې په کچه تل ملتونه پېژندل کېږي نه قومونه او کوچنۍ قبیلي. (همدغه قومی تعصبات دی چې ملتونه یې د نړی له نقشی څخه بیرون کړی، همدغه قومی تعصبات دې چې زمونږ د پرمختګ، ترقی او یو والی مخه یې نیولی).
د یو مسلمان، روښانه او واحد افغانستان په هیله
mailto:mailrohi@gmail.com
mailto:weyal@ya.ru

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery