مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پشتنې قبیلې وپیژنئ ! ۱۳۴- مومند

ډاکټر لطیف یاد
مومند دپښتنو دسړبن په ټولنیز ګروپ کې یوه ډیره ستره قبیله ده اوپه غوریاخیلو پښتنو ورګډ یږي .دغوریاخیلو لوی نیکه غری یا غوریا نومید. دپښتني ددودیزو شجرو پر بنسټ غوریا څلورزامن درلودل چې دولت یار ، خلیل ، څمکنی( څوکنی) او زیړانی نومیدل. دولت یار دوه زامن درلودل چې یو یې مومند او بل یې داود نومید(۱).
مشهور ګرامرپوه او دسنسکربت دژبې عالم پانینی هم دعیسی مسیح علیه السلام ترزیږیدو پنځه پیړۍ وړاندې دهمدغې قبیلې یادونه کړې ده او هغه یې دمدهومنت په بڼه لیکلی دی چې مقصد او مراد ترې هم دا مومند دي.
دتاریخي روایتونو پر بنسټ دمومندو لومړنی استو ګنځی غوړه مرغه و چې وروسته له هغه ځایه دغزني لویدیزپه مقر او قره باغ او اوسني زابل کې دترنک دسین غاړو ته ولیږدیدل .
بابر په خپل مشهور تاریخي کتاب توزک بابري کې چې په ۱۴۵۰ زیږدیز کال یې لیکلی و دمومندو
 دقبیلې ذکر او یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې مومند دغزني په جنوب کې اوسیدل.کله چې بیا
 ددوی په شمیر کې زیاتوالی راغی نو دوی له غزني نه کابل ته او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته و خوځیدل اود خیبر دتاریخي درې پر لارې پيښور او ددوي داستوګنې په اوسنۍ سیمه کې میشته
 شول .
دمومندو هغه شمیر خلک چې په میداني او اوارو سیمو کې میشته دي هغوی ته کوز مومند او هغه مومند چې په غرنیو سیمو کې میشته دي هغوی ته بر مومند وایی ، خو په اصل کې دواړه یو مومند دي .شمال ته یې باجوړ و لویدیز ته یې دکونړ سیند ، جنوب لویدیز ته یې دخیبر تاریخي دره او ختیز ته یې پيښور پروت دی(۲).
ویل کیږي چې داسلام دسپیڅلي دین تر خپریدو دمخه لوی کنیشکا هم ددوی داستوګنې داوسنۍ دسیمې په شاو خوا کې یوه موده اوسیدلی او یو شمیر بودایي راهبانو هم دلته ژوند تیر کړی دی.
په افغانستان کې میشته مومند:
۱- دننګرهار په ولایت کې :
مومند دننګرهار ولایت په مومنددرې ، لال پورې (لعلپورې )، کامې ، باریکاب، لاچه پور ، غازي اباد، ګوشتې ، کوز کونړ ،د چپرهار ولسوالۍ د دولت زیو ، للمه ، تریلي ، غزوکلي او غور آباد په کلیواو همداراز په هډې ، باسول ، هزارناو .،ګردي ، ډکه ، شګې ، اړخي ، سورډاګ بټي کوټ، روداتو،بهسودو، شینوارواو دننګرهار په مرکز دجلال ابادپه ښارکې کې استوګنه لري .
۲-دکونړپه ولایت کې :
دکونړدولایت مومند ددغه ولایت په مرکز اسعدآباد،پشد، خاص کونړ، سرکاڼیو ، نورګل او نرنګ کې میشته دي .
۳- دلغمان په ولایت کې :
دلغمان په ولایت کې هم سرخکانو ته نږدي اتمرخیل مومند استوګنه لري.
همداراز دافغانستان په نورو ولایتونو لکه : بلخ ، سمنګان ، لوګر ، کندز ، هرات ، زابل، غزني او دکابل په شاو خوا سیمو کې هم مومند میشته دي .یو شمیر مومند په افغانستان کې دکوچیتوب ژوند هم تیروي .
په پښتونخوا کې میشته مومند:
په پښتونخوا کې میشته مومند په لاندنیو سیمو کې میشته دي :
دمومندو په ایجنسۍ کې :
دپښتونخوا دمومندوپه ایجنسۍ کې ډیرشمیر مومند استوګنه لري چې ددغې ایجنسۍ مرکز یا هیډ کوارټر غلنۍ ده .دمومندو دایجنسۍ لویدیز ته افغانستان ، جنوب ته یې دخیبر ایجنسي ختیز ته یې پيښور او دیر او شمال ته دباجوړ دایجنسۍ سره پوله لري .
دغه ایجنسی په فاټا کې شامله ده او شپږلکه خلک پکې اوسیږی چې زیاتره یې مومند دي .
همداراز دخیبر او باجوړ په ایجنسیو کې هم مومند میشته دي . دپښتونخوا په مرکز پیښور کې هم زیات شمیر مومند استوګنه لري.
دپښتنو په شجرو کې دمومندو دښاخونو نومونه :
کالا، یعقوب ، حسن ، مهلي ، عمر، مندو ، کوکو ، میار ، موسی زي ، ترل، شجاع ، سلیمان خیل ،مند رزي، غبازي ، امازي ، موسی زي ، ابراهیم، ابا خیل ، غازي ،متي زي ، احمد ، منډو، ایوب ، شابو خیل ، ساک ، تور ، بائیک زي ، اکا خیل ، پایخیل ، بهلول خیل ، داودزي ، مریم زي ، خواجه زي ، تاجوزي ، عمرزي ، باقي زي ، حا جي خیل ، عثمان خیل ، سدوخیل ، ابوزي ، اتمانزي ، اکازي حلیم زي ، موسی خیل ، خوګاخیل ، ماما خیل ، نظر خیل ، باره خیل ، اتمر خیل ، عیسی خیل ، مټاخیل ، بوتو خیل ، مدوخیل ، ضرب علی خیل ، بران خیل ، عیسی خیل ، شاه منصور خیل ، مورچه خیل ، سلطان خیل ، اټوخیل ، دریا خیل او نور...
په اوسني وخت کې دمومندو مشهور خیلونه :
خویزي ، حلیم زي ( الیم زي ) ، اتمانزي ، بایزي ، کوډاخیل ، کاچي ، اتمر خیل ، ترکزي ، نظر خیل ، عیسی خیل ، برهان خیل ، باره خیل ، موسی خیل ، خوګا خیل ، میرو خیل ، بابازي .
دمومندو دځینو مشهورو خیلونو داستوګنې ځایونه :
۱- خویزي :
خویزی دمومندو یومشهور خیل دی چې ختیز ته یې ګنداب . لویدیز ته یې کوډاخیل او بابا زي او جنوب ته یې دکونړ سیند بهیږي .دخویزو ځمکې للمې دي ،دخویزو مشهور کلي دادي : محمد کور ، کنګ ، سم غاښی ، وچه ژوره ، ملافهیم کلی ، زناور چینه ، سور ابیلن او شین ورسک.
۲-حلیمزي (الیمزي) :
دوی دبایزو په شمال ختیزه برخه په کمالي دره او ګنداو کې استوګنه لري او په مومندو کې دډیر نفوذ او واک خاوندان شمیرل کیږي.
۳-اتمانزي: ددغې قبیلې ختیز ته دانشکول ، لویدیز ته یې کندهاري ، شمال ته یې ددویزو غرونه او جنوب ته یې کمالي دره مو قعیت لري .داتمانزو ځمکه اواره ، خاورینه او للمي ده.خلک یې اکثره دکرکیلې له لارې خپله ګوزاره کوي او ددوی لوی کلي یخ ډنډ او هاشم کور دي چې ددوی ټول کلی دیخ ډنډ په نامه یادیږي .
۴- بایزي :
دا څانګه دمومندو په قبیله کې ډیره مشهوره ده چې دمومندو دلمر پریواته خواته غرونو کې میشته
 دي .
۵- کوډاخیل :
ددې څانګې ختیز ته خویزي ، لویدیز ته یې داتمرخیلودلښکر کلی او جنوب ته یې بره دره موقعیت لري،ددغه ښاخ خلکو دانګریزي ښکیلاکګرو سره ډیرې مبارزې هم کړي دي .
۶- کاچي :
دا دمومندو یوه څانګه ده چې خلک یې زیاتره دکابل او پيښور تر مینځ دسوداګرۍ دمالونو دوړلو راوړلو له لارې خپل ژوند تامینوي.
۷- اتمرخیل:
اتمرخیل دجړوبي درې په سهیل کې استوګنه لري .لویدیزه څنډه یې د دوړخیلو سره نښتې ده .ختیز ته یې بابازي او کوډاخیل او شمال ته یې هم بابا زي پراته دي .ددوی مشهورکلي تورخیل، خنجرکلی، وتکی ، تنی، حاتم کلی، لښکر کلی، قاسم کور، مته ، هرلي او مزرۍ چینه دي .
۸- ترکزي :
ترکزي دتورګړي نه تر دانشکوله پورې دالیزیو او ترکزیو پوله ده او بیا ددانشکول نه تر متي پورې په برابره لیکه پراته دي .
۹- خواجه زي :
دمندوجوړ او الکي کوهي نه چې الیمزو( حلیمزو) او ترکزو پوله ده تر خا پښ او اتمر خیلو پورې پراته دي .
۱۰ – نظرخیل:
داتمرخیلو په جنوب کې دنظرخیلو قبیله میشته ده،ددوی سیمه غرنۍ ده او خلک یې په مالدارۍ خپله ګوزاره کوي .دد وی د کلیو نومونه په لاندې ډول دي : کوزکلی، برکلی،او دملا خیلو کلی.
۱۱- بابا زي :
بابا زي دبیدمنۍ او شمشاد په درو کې میشته دي .ددوی د سیمې ځمکي للمي دي او غنم ، اوربشې یې دکرنې پیداوار جوړوي.ډیر شمیر خلک یې دسوداګرۍ چارې هم پر مخ بیایي .
همداراز برانخیل ، عثمان خیل او مساخیل هم دمومندو مشهورې څانګې دي .
د مومندو مشهورې درې او ډاګونه:
۱- دګنداب دره :
دګنداب په دره کې حلیمزي اوسیږي .ددې درې ختیز ته دکړپې دغونډیو لړۍ پرته ده .لویدیز ته یې دخاپښ غر پروت دی او جنوب ته یې دکونړسیند بهیږي. ددې درې زیاتره ځمکې للمي دي . ددې درې لوی کلي دادي : توره تیږه ، شاتي کور، سور ډاګ ، ظفر غونډۍ او کټه سنګ.
۲- دپنډیالۍ دره :
په دې دره کې دترکزي دښاخ دعیسی خیلو او برهان خیلو څانګې استوګنه لري . دادره لکنډي ته وتلې ده .په دې دره کې للمي او آبي ځمکې هم شته او لوی کلي یې یخ ډنډ او هاشم کوردی.
۳ – کمال دره :
په دې دره کې دحلیمزي دښاخ دپو شاخیلو او ابراهیم خیلو څانګې استوګنه لري . خلک یې زیاتره دبزګرۍ په کارونو بوخت دي او مشهور کلي یې اتو خیل ، غازي بیګ کور او کجشاه دي .
۴- په دې دره کې میټاخیل استوګنه لري چې په خوګا خیلو ورګډیږي .په دې دره کې دکرنې ځمکې لږې دي او خلک یې په مالدارۍ ګوزاره کوي. ددې ځای خلک دخپلو غرونو لرګي په کامه او کونړ کې خرڅوي . ددوی کلي سپین جومات ، نرۍ اوبه ، سپین تنګی ، باره خان ، څپري ، سربند او بیله دي.
همداراز شونکړۍ دره ، جړوبۍ دره ، شالي هولي دره او سلالا دره هم دمومندو دلویو او مشهورو درو نه شمیرل کیږي.
ددانشکول او یخډنډ ډاګ:
په دې ډاګ کې اتمانزي او ترکزي عیسی خیل مومند استوګنه لري چې ځمکې یې ښې او للمي دي.
بهي ډاګ:
داډاګ (۲۴) میله اوږدوالی او بنځلس میله پلنوالی لري چې په دې ډاګ کې کوډاخیل ، خویزي او بایزي پراته دي (۳) .
دسرکو ډاګ:
دا ډاګ دخوګا خیلو او اتمر خیلو دغرونو دلمنو نه را غزیدلې اوپه دیرش میله اوږدوالي او شل میله پلنوالي د ګوشتې او خویزو سیمې ته ورغزیدلی پروت دی. په دې ډاګ کې خوګا خیل ، ماما خیل ، دوړ خیل او لږ شمیر اتمر خیل میشته دي .
دمومندو مشهور شخصیتونه او نومیالي :
۱- ایمل خان مومند چې دمغولو پر خلاف ستر مبارزو.
۲- دپښتو ژبې نامتو شاعر رحمان بابا
 ۳- دپښتو ژبې نازک خیال شاعر حمید مومند بابا
 ۴- دپښتو ژبې لیکوال او ستر ملي شخصیت ارواښاد وزیر صیب محمد ګل خان مومند بابا
 ۵- دپښتو ژبې مشهور لیکوا ل او شاعر ارواښاد قلندر مومند
 ۶- ملي مبارز کاکا جي صنوبر حسین مومند
 ۷- دهیواد دخپلواکۍ دلارې لوی مبارز غازي ماسل خان مومند( محصل خان)
۸- دخپلواکۍ دلارې مبارز او دمومندو دقبیلې نامتو مشر سعادت خان مومند
 ۹- مشهور روحانی مشر اودهیواد دخپلواکۍ دلارې سترمبارز مولانا امیر محمد چې دچکنور په ملا صاحب سره یې شهرت درلود.
۱۰- دپښتونخوا مشهور لیکوال ارواښاد دوست محمد خان کامل مومند
 ۱۱- دپښتو ژبې لیکوال او دمومندو ملي مشر ارواښاد میراجان سیال.
۱۲- دپښتو ژبې نامتو لیکوال ارواښاد استاد قیا م الدین خادم
 ۱۳- د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه دواکمنۍ په وخت کې صدرا عظم ارواښاد محمد موسی شفیق
 ۱۴- افغان فضانورد ښاغلي عبدالاحد مومند (۴)
--------------------------------------
ماخذونه او سرچینې :
۱- ډاکټر لطیف یاد ، پښتني قبیلې ، ۲۶۰ مخ ، دپیښورچاپ .
۲- حیات افغاني ،د محمد حیات خان لیکنه ، دډاکټر لطیف یاد ژباړه ، ۲۴۰ مخ ، دپيښور
 چاپ .
۳- پښتانه دتاریخ په رڼا کې ،۱۲۸ مخ.
۴- دمومندو دمشهورو شخصیتونو او نومیالیو په اړوند زما ( لطیف یاد ) یادداښتونه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery