مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-09-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي د بيکاری عوامل اود حل لاري چاري

عصمت الله کریمی

په افغانستان کي د بيکاری عوامل اود حل لاري چاري
 د يوه هيواد د اقتصادي حالت د معلومولو له پاره مهمه لاره د بيکاري د کچي معلومول دي که چيري په يوه هيواد کي د بيکاري کچه لوړه وي ويلاي شو چي په نوموړي هيواد کي د کار قوه په کار اچول شوې ده ، هر سړی په يوه کار مصروف دی خو کوم هيواد چي د بيکاري کچه يي ټيټه وي ويلاي شو چي نوموړي هيواد کي خلک بيکاره دي او د هيواد اقتصادي حالت کمزوری دی .
بيکاري زيات ډولونه لري چي د هغي له جملې زه يو څو ذکر کوم :
موسمي بيکاري : دا ډول بيکاري په يو هيواد کي په يو معلوم موسم کي لکه ژمي او يا اوړي چي زياته ګرمي او يا زياته يخني وي او د کار قوه بيکاره وي رامنځ ته کیږي .
اصطحکاکي بيکاري : دا ډوله بيکاري د يوې موسسي د خرابيدو ، د شاګردانو او محصلينو د فارغيدو هغه اضافه وخت کي رامنځ ته کيږي په کوم کي چي نوموړي د کار قوي د کار په لټّه کي وي .
پټه يا نه ليدونکي بيکاري : دا ډول بيکاري کله چي په يوه کورني کي د زراعتي او يا نورو کارونو له پاره دوه يا دري کسان ګمارل شوي وي حال دا چي په نوموړي کارکي يوازي يو کس ته ضرورت وي نو ظاهرا خو نوموړي کسان په کار لګيا وي خو کار يي هيڅ اثر نه لري اوبيکاره شميرل کيږي .
دبيکاري عوامل
 بيکاري په يوه هيواد کي د ډيرو عواملو لکه : جنګ ، قحطي ، طبعي پيښي او داسي نورو په واسطه رامنځ ته کيږي خو يو څو عمده دلايل يي ذکر کوم .
طبعي ذخاير : هغه هيوادونه چي په پراخه پيمانه طبعي ذخاير لري کولاي شي د نوموړو ذخايرو په رايستو کي له يوي خوا خپل د هيواد خلک پر کار کړي او له بلي خوا تري عوايد هم په لاس راوړي .
د عايد کموالي : کله چي د يو عامل په واسطه په هيواد کي سړي سر عايد کميږي په نتيجه کي اجناسو او خدماتو ته تقاضا کميږي ، د تقاضا کميدو په صورت کي کمپني خپل د خرڅلاو مقدار کموي او په نتيجه کي کمپني ځيني کاريګر له کاره ګوښه کوي.
د مصرف محدوديت : کله چي د خلکو له لوري په مصرف کي کمښت راځي نو په نتيجه کي شيانو ته تقاضا کميږي او د سپما مقدار ډيريږي او کمپني دتوليد مقدار کموي او کاريګر له کاره ګوښه کوي .
په افغانستان کي د بيکاري عوامل
: په افغانستان کي په تيرو ديارلس کلونو کي که څه هم زيربنايي پروژو ته پام ونه شو خو بيا هم اقتصاد ته پام وشو ، دولت له پانګوني ملاتړ وکړ ، پر وارداتو يي ماليه وضعه کړه او په داخل کي يي له فابريکو سره د امکان تر حده کومک وکړ ، بانکي سکتور قوي کړل شو او ځيني ستراتيژيک تړونونه له هيوادنو سره لاسليک شول .
خو په ولسمشريزو ټاکنو کي چي شاوخوا شپږ مياشتي يي دوام وکړ دافغانستان اقتصاد ته ضربه ورکړل شوه ، په زياته کچه پانګه اچونه له افغانستانه بيرته ووته ، د بيکاري کچه نهايي حد ته ورسيده او حتي خلک مهاجرت ته هم مجبورشول
 هغه عمده دلايل چي په اوس وخت کي په افغانستان کي د بيکاري سره تړاو لري
 د ولسمشريزو ټاکنو زيات وخت نيول : کله چي ټاکني شروع شوي هر سړي ددي په طمعه چي ټاکني وشي او حالت سم شي بيا به پانګه اچوونه کوي خو ټاکنو شپږ مياشتي وخت واخيست او د ميلياردو ډالرو په ارزښت پانګه اچوونه له افغانستانه ووته .
د امنيتي حالت خرابيدل : وروسته له ولسمشريزو ټاکنو پانګه اچوونکي د امنيتي حالت د سمون په انتظار وه کله چي پانګه اچوونکي پآنګه اچوونه کوي لومړي د هغي پانګي اچووني ګټي او بيا امنيتي حالت ته ګوري خو په افغانستان کي د نامطمين حالت زيات وخت نيول هم د بيکاري پر کچي اغيزه وکړه .
له پآنګوني نه ملاتړ : د شپږو مياشتو په جريان کي کومي فابريکي چي فعاليت يي درلود د دولت د نه ملاتړ له وجهي له سکوت سره مخ شوي او زيات خلک چي نوموړو فابريکو کي يي کار کاوه له کاره ګوښه کړل شوه .
روحي فشار : د امنيتي حالت خرابيدل او ددولت دوامداره غفلت له خلکو سره ځيني انديښني پيداکړي چي دا حالت به څنګه شي او د شيانو له خرڅلاو او رانيولو څخه يي تر ډيره حده ځان ساته او پيسي يي له ځآنه سره ساتلي چي دي کار هم د بيکاري د کچي له ټيټيدو سره مرسته وکړه .
د حل لاري چاري
 دولت بايد پانګه اچوونکي تشويق کړي : دولت کولاي شي پانګه اچوونکي تشويق کړي تر څو په هيواد کي په مختليفو برخو کي پانګه اچوونه وکړي. له هغوي سره مرستي او پر هغوي د مالياتو کمول کولاي شي مرسته وکړي تر څو پانګه اچووني ته لار هواره کړي .
امنيت ته پاملرنه کول : د دولت د بي غوري له وجهي د امنيت خرابيدل هم پانګه اچوونه له هيواده ويستلي ده ، که چيري دولت امنيت سم کړي هر سړي په ډاډه زړه کار کولو ته زړه ښه کوي او پيسي په کار اچوي چي په نتيجه کي خلکو ته د کار زمينه مساعد کيدلاي شي .
په داخل کي له فابريکو ملاتړ : دولت بايد له هغو فابريکو سره چي فعاليت کوي خو اوس مهال له سکوت سره مخ دي مرستي وکړي او بل دا چي د نورو هيوادنو له ډمپينګ پاليسي څخه مخنيوي وکړي ځکه ځيني هيوادونه د داخلي فابريکو په وړاندي پاليسي څخه کار اخلي د خپلو توليداتو قيمت د يو څه وخت له پاره کموي تر څو داخلي فابريکي سيالي ونه شي کولاي .
يادونه : ستاسي وړانديزونه ، نيوکي او مرستي کولاي شي له ماسره مرسته وکړي تر څو په خپلو ليکنو کي نوښت راولم ، دامي لومړي ليکنه ده ، که مي تيروتنه کړي وي بخښنه غواړم .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery