مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کڼړیانو خدای موقع درکړې ده ! له لاسه ئې مه ورکوی

خالد هادي


تاسي په لږ حرکت دنړۍ به کچه دافغان جنګسالارانو د معافیت دود ماتولای سئ .
یوازي ۱۳ ورځي پاته دي که چیري تاسي د هالنډ د نړیوالو جرمونو د پولیسو د کمیټې سره مرسته وکړي او دکرالې د جنګي جنایت د سلګونو شهیدانو دوینو دقاتلینو په رابرسیره کولو کي نړیوالو ته په ډاګه کي چي تاسو افغانان د جنګي جنایتونو په وړاندي بي تفاوته نه یاست پاته ، ستاسي دغه کار به دهغو سلګونو جناتکارانو چي همدا اوس په هیواد کي سرې سترګي ګرځي محکمه کولو ته لاره خلاصه کړي .
دهالنډ حکومت دکڼړ د کرالې د غمیزي یو تورن کس نیولی دی او ۱۴ ورځي ئې په زندان کي د ساتلو حق لري که تاسي کڼړیان ددغه غمیزي په هکله بې تفاوته پاته سي نو نه دا چي تورن کس ته به برأت ورکول سي بلکې دا به دا هم یقیني کړي چي افغانان دجنګي جنایتکارانو په محکمه کولو کي دلچسپي نه لري او په لوی لاس هغوی ته د معافیت لاره خلاصوي .
 .
دهالنډ حکومت  ددغه پیښي سره تړلي ټولو اړخونو ، دافغان  ملي فوځ پخوانیو عسکرو او منصبدارانو  او دسیمي عیني شاهدانو څخه د یاد جنګي جنایت  دڅیړلو او مجریمينو په محکمه کولو کي مرسته غوښتې ده !
دهالند محکمې ته د تګ او یا له سفارته د ویډیو شاهدي اسانتیاوي او مصارف تاسي ته د هالنډ حکومت برابروي .

هغه کڼړي وړونه او خوندي چي ددغه پیښي څخه متاثره سوي دي کولای سي چي په لاندي پتو مخامخ د هالنډ د ڼړیوالو جرمونو د څار دکمیټي سره په تماس کي سی او یا په افغانستان کي د هالنډ سفارت سره په اړیکه کي سي
دهالنډ دنړیوالو جرمونو د څار دپولیسو شمیره
۰۰۳۱۶۵۱۲۸۷۷۷۴
بریښنالیک
warcrimesunit@klpd.politie.nl

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery