مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له دې نظامه تر هغو چارواکو

عبدالرحیم موسی زی

 نن سبا داسې ګنګوسې دي چې زمونږ شرمیدلی غلیم غواړي د بدنامې او غولوونکې سولې پروسه چې هغه کې یواځې د هغوی ګټې نغښتې دي پیل کړي، د پاکستان لومړي وزیر امریکا متحده ایالاتو ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا ولسمشر سره د نورو خبرو تر څنګ د افغانستان د دولت او د طالبانو تر منځ د سولې موضوع هم یاده کړه او ویویل چې مونږ غواړو طالبان افغان دولت سره سولې ته تیار کړو ترڅو د سولې پروسه یو ځل بیا له سره پیل شي.
خو له بلې خوا د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې خبرو مخالفت وکړ ویویل چې طالبان د پاکستان استازي دي، هغوی د پاکستان په نیابت جګړه کوي او هیڅکله سولې ته وفاداره نه دي.
په همدې حال کې زمونږ ډېری هېوادوال هم په دې باور دي ترڅو د ټولو مخالفینو مشروع غوښتنې ونه ومنل شي او د افغانستان دولت او نړیوال د هغوی ځینو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي تر هغه به د سولې خبرې کومه پایله ونلري، دوی وايي لومړی خو که طالبان خپلواکه وي نو دوی دې زمونږ له ستر دښمن پاکستان پرته په خپلواکه توګه د سولې ډګر ته راشي او افغان دولت سره دې سوله وکړي.
ځینې هېوادوال بیا وايي چې له تیرو کلونو د سولې عالي شورا په نامه هم داسې یو آدرس شتون درلوده ترڅو مخالفینو سره ټولې خبرې له دې لارې ترسره شي، په میلیونونو ډالر یې مصرف کړل خو د دوی خبرو کومه نتیجه ور نکړه نو ځکه دوی هم د دا ډول پروسې مخالف دي دوی وایي هغه لګښتونه چې په دې شورا مصرفیږي د دې پر ځای دې د ملي امنیتي ځواکونو پر سمبالونې او معارف په برخه کې ولګول شي.
هاخوا بیا یو شمیر هېوادوال سوله د افغانستان له لومړیتوبونو څخه ګني او ټول پرمختګونه سولې ته تړلي بولي خو ټینګار کوي چې سوله باید د مخالفینو خپلواکو او واکمنو مشرانو سره وشي نه پاکستان له مزدورانو سره، دولت دې هغوی سره موافقه وکړي او یوې سیاسي هوکړې ته دې ورسیږي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی نو د ملي یووالي حکومت دې یواځې د هغو کسانو خبرو ته غوږ نه نیسي چې خپله په ارګ کې شپې او ورځې تیروي او کورنۍ یې په امریکا، لندن، دوبۍ، هندوستان او نورو نورو هېوادونو کې دي.
جګړه د هیڅ افغان په ګټه نه ده، افغانستان کې جګره د بهرنیانو آرمان دی، د جګړې د هرې غاړې شهید، ټپي، یتیم، بوره، کونډه او بې وروره د دې خاورې بچی دی نو اې درنو مخالفینو او د ملي یووالي حکومته مونږ ولې باید د خپل عقل څخه کار وانخلو، مونږ ولې په خپل حماقت سره بهرنیان خوشحاله کړو، مونږ ولې خپل ځان په خپله د بدمرغۍ په خندق کې ور وغورځوو چې هغه مو هم دنیوي بدمرغۍ او هم مو اخروي بدبختۍ په لور ټیل وهي.
پرته له شکه زمونږ په هېواد کې یو شمېر کړۍ شته چې یا ظاهراٌ او یا هم په غیر مستقیمه توګه د سولې مخالف دي ځکه هغوی وایي چې سوله یواځې هغه چار سره شونې ده چې په خپلو ژمنو او خبرو ژمن وي نه د بهرنیانو د لاسپوڅو او جنګیالیو سره؛ خو په اصل کې سوله د دې خوار ولس غوښتنه ده، سولې ته له هر چا دمخه دا ولس ډېره اړتیا لري سوله د هر با ضمیره افغان آرمان دی، دا چې بهرنیان، د سیمې یو شمېر هېوادونه ، زمونږ ګاونډي هیوادونه او کورنۍ مزدورې کړۍ قصداٌ غواړي د افغانستان بې ثباتۍ او نا امنۍ ته لمن وهي نو د هغوی دې شوم نیت د شنډولو لپاره زمونږ ټینګه اراده، رښتینې مبارزه او د دولت پیاوړي سیاست ته اړتیا ده.
یو ځل بیا غواړم په دې ټینګار وکړم؛ لکه څنګه چې ټولو درنو هېوادوالو ته جوته ده پاکستان هیڅکله یو باثباته، پرمختللی، هوسا او په خپلو پښو ولاړ افغانستان زغملی نشي نو په دې هیواد باندې اعتماد کول پرته له تیروتنې بل څه هم نه دي.
ما په خپلو تیرو لیکنو کې هم یادونه کړې ده چې افغانستان کې سوله یواځې او یواځې د امریکا + پاکستان غوښتنو پورې تړلې ده تر څو چې دوی ونه غواړي افغانستان کې سوله نشي راتلای ځکه دوی له یوې خوا د مخالفینو هغه اصلي پټنځایونه چې له پولې هاخوا ته دي نه په نښه کوي بلکې د ځینو سرچینو په خبره امریکا قصداٌ مخالفین په خپلو چورلکو کې له وزیرستان څخه شمالي ولایتونو ته لېږدوي، وسلې ورکوي او خپله نیابتي جګړه پرې پر مخ بیایي یعنې دواړه لوري پالي یوه ته وايي چې غلا وکړه او بل ته وايي چې بیداره اوسه.
افغانستان یواځې افغانان په سوکالۍ او پرمختللي هیواد بدلولی شي خو شرط دا دی چې نور دې هر وګړی په خپلو ناوړو کړنو اعتراف وکړي او نور دې خپل ځان د نورو د لاس آله نه ګرځوي؛ د واک، ځواک، غرور او انحصار طلبۍ خوبونه دې له ځانه لرې کړي هغه مهال به ټول افغانان د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان خاوندان شي.
همدا راز اوسني نظام او ولسمشر ته په کار ده چې نور دې فاسده کسانو ته واک نه ورکوي، هغه کسان چې د واک میراث خواره دي د هغوی پر وړاندې دې ټینګه مبارزه وکړي نه دا چې د ولس د غوښتنو خلاف دې هغوی ته امتیاز ورکړل شي، نه دا چې د مفسدو چارواکو دوسیې دې نیمګړې پاتې شي او نه دا چې مفسد چارواکي دې ونازول شي مګر نظام دې پیاوړی او مکروبي چارواکي دې د قانون له مخې مجازات شي.
د سرلوړي، سوکاله، پرمختللي او خپلواک افغانستان په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery