مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

لرغونی هلمند - ۷ – برخه ، اثور يان په هلمند کي

شريف الله دوست

 

 

(۱۵۰۰ ــ ۱۸۰۰ ق . م)


اثور يان له آره دلرغونی عراق اوسېدونکي وه . (اشوريان) دخپل سياسي نفوذ سره په (۱۵ ــ ۱۸ مخزيږدي)پيړۍ کي رامنځته سول دوی سامي نژاده وه او اثور د هغه الهي نوم و چي دوی يې عبادت کاوه . د دوی لخوا پر آريانا ځانګړې توګه کلتوري اغيزنه تر سترګوکيږي ، خو د ځينو تاريخو له پاڼو څخه څرګنديږي چي د دوی لنډ مهاله تسلط پردې خاوره ښيې او د آريانا خاوره دوه ځله د اثور يانو پرتېري لاندي راغلې ده . ([1])

لومړی د نينوس له خوا يو لک جنګي ، سکر ترپارس راتېر او تر هلمند پوري را ورسېدل ، خودانيول دلنډ وخت لپاره وه ډېر ژر دنينوس په مړيني سره دا تسلط هم پای ته ورسېد.

دوهم  ځل (تګيلات ) د اثور يانو يوبل پاچاپه (۶ ق . م پيړۍ) کي تر هامون راتېرسو هلمند کي يې بُست هم ونيو له دې ځايه ارغنداب ته ولاړ ، خو واکمنۍ يې دومره دوام ونګړ ، اماله ځان سره يې له اريانا څخه اويستايې مدنيت بابل (عراق) ته يو وړ .

 

 

 

کياني کورنۍ

هلمند د لرغوني تمدن ځانګو

هلمند دکيانيانو ټاټوبی او هلمنديان دشاهنامې قهرمانان

د زردښتي مذهبي رواياتو له مخي ،لکه : اويستا (اوستا) او د پخوانيو زړو حماسي داستانو له مخي څرګنديږي چي د کيانيانو سلطنت تر (کيخسرو) وروسته مستقيمًا په هلمند او سيستان اړه پيداکوي ([2])او دهلمند د اوبو له برکته داسيمه يعني دهلمند غاړي د کيانيانو اصلي ټاټوبی او وطن پېژندل سوی دی .

د کاوې سلطنتي کورنۍ نوم زموږ د هيواد په تاريخ کي اوږ ده سابقه لري او زرګونه کلونه مخکي يې نوم په ويدي سرودوکښې هم راغلی دی .

علامه کهزاد د فرانسوي (پرګين په حواله) کي داسي کاږي : (کاوي ) يا (کوي) (پوه) او کاو يا (پوهني او دانايې)ته وايې.

له دې يادوني څخه دوه مطلبه لاس ته راځي.

يوداچي د (کاوي، کوی او کاويا) کله دويدي زمانې څخه را وروسته زموږ دهيواد په ژبه ، ادب او کلتور کي راننوتې ده او دوهم داچي مانايې (پوه او پوهنه ده دهغې له پيداکېدو له لومړيو وختونو څخه زموږ په اند روښانه دوره کيږي . ([3])د ويد معنی هم پوهه ده .

داسلامي دورې په اثاروکي يې د حروف علت يا واول (۱ــ و ـــ ی) په واسطه چي دکلمې په اخرکي ؤ لومړي (کاوه ، کواني ، کاوياني او بيا وروسته کيان او کياني )جوړ کړل .

د اويستا(اوستا) د (زمياديشت) له ايشارو څخه څرګنديږي چي  د دې کورنۍ اصل د هلمند حوزه (سيستان او هامون) څخه وه ، ځکه چي په دې ځايونو کي د زړو مؤرخينو په باور او شهادت د باختري کتلې د (سوارکارو ، اريايانو) يوې څانګې د (آرياسپه ) په نامه استوګنه غوره کړې وه . ([4])

له دې څر ګندونو څخه داسي جاج اخلو چي بخدي (بلخ) او ميتومنت (هلمند) دواړه دمدنيتونو زيږنده مرکزونه وه ځکه تاريخي ريښې يې سړی يوې مخيني ته بيايې او د تاريخ ، تمدن او فرهنګ کړۍ يې يو له بله نه شلېدونکی تسلسل لري.

لنډه داچي لکه مخکي چي يادونه وسوه د (کاوي ياکيان) دکورنۍ لړۍ د اوستا له مخي د کيخيسرو څخه وروسته مستقيمًا د هلمند په پراخه ورشو پوري اړه لري.

علامه حبيبي د (کوی) ويې (کلمه) د (پوه سره = پاچا = امير) هم مانا کړی ، دوی د پشيدا اديانو ترکهاله وروسته پاچاهۍ ته رسېدلي ، چي لومړۍ پاچايې کواته (کي قباد) ؤ .([5])

کيقباد

کيقباد (کي قباد) د اريائيانو دمذهبي کتاب د ياداښتو له مخي د کياني کورنۍ لومړنی پاچاؤ چي ده ته يې کواته ([6]) هم ويلي دي ([7])او داکورنۍ د اريانا دوهمه سلطنتي کورنۍ ده .

د ابن بلخي د څرګندونو له مخي د کيانيانو د پاچهۍ لړۍ (نهو =۹) تنو مخ ته وړې او د دوی دشاهس موده اوه سوه اته ديرش کاله وه . کيدای سي چي د (کي) لقب د کياني پاچهانو لپاره له (کيانوش) څخه اخيستل سوی وي او کيانيان په همدې سبب په پشيد او يانو پسې او د فريدون دکورنۍ يو ياښاخ وي او دامسئله تر اوسه هم د شهنامه پيژندونکو دپاملرني وړنه ده ګرځېدلې.

د فردوسي د شاهنامې دوه بيته دادي:

فريدون بيامد کمر برميان
بسربرنماده کلاه کيان
 به تندی ميان کيانی ببست
برآن باره شيردل برنشست([8])


 

کيقباد ډير عادل پاچاؤ ، او( ۷) فقرې کي يادښت سته چي (کيانسي هلته دی چی په هغه ځای کي دکيانيانو مېشت ځايونه دي او بندهش په (۱۳)څپرکي پنځمه (۵)فقرې څخه له ورايه څرګنديږي چي (دکيانسي ([9])سيند) په سيستان کي دی ، دپورته يادښتونو په منلوسره په اوېستاکي په څرګنده توګه هلمند او سيستان دکيانيانو اصلي ټاټوبی بلل سوی دی ، لکه څنګه چي د (زاميادشت) په (۶۶) فقره کي راغلي دي : ((دکياني پرتم واکمني له هغه ځايه راولاړيږي هلته چي هيرمند (هلمند سيند) کيانسي (هامون) تشکيلوي)).

په ياد سوي يادښت کي دکياني کورنۍ واکمني اوځای دهلمند شاوخوا سيمي سيستان او هامون ښودل سوي دي . ([10])

د اوېستا د د زاميا دشت په ۹ څپرکي (۶۶ ــ ۶۹) فقروکي د هيرمند (هلمند) او اوو (۷) سيندونو ، پرتمين يادکړی چي په هامون په لور د رومي او ددې ستاينه يې کړې ده چي هلمند سيند دې توانايې لري چي دښمنان غرق او نابود کړي .

علاوه پردې که چيري ځينو ادبي او حماسي اثارو ته سړی و ګوري لکه شاهنامه ، دسيستان تاريخ چي ليکوال يې نامعلوم دی او دملک شاحسين کياني اثر په لسمه هجري پيړۍ کي په دې سرچينوکي ښکاره دې ټکې ته ايشاره سوې ده چي وروسته د کيخسرو ترمړيني چي دکياني کورنۍ د پاچهۍ  د اقتدار ځوړ په بلخ کي ، دکياني کورنۍ دشاهي د بدبې سيمه تر اسلام مخکي او وروسته همدا د هلمند پراخه ورشو وه ([11]) .

دبېلګي په توګه په اسلامي دوره کي د درېيمي هجري په منځ کي ديعقوب ليث صفاري بياد دوی کورنۍ ترلسمي او ولسمي هجري پيړۍ پوري همدا د احياء الملوک ليکوال ملک شاه حسين کياني پوري ددې کورنۍ لړۍ او کړۍ را رسيږي دلته يوه خبره ديادولو وړ ده چي ځينو سرچينو کياني او هخا منشي کورنۍ يوه بللې خو دا په ډاګه تيروتنه ده او اوس دهري کورنۍ بنسټ په ډاګه سوی ، اماځيني څېړونکو همدا د هخا منشي دکورنۍ هم لکه کورش او داريوش د همدې هلمند دپراخي ورشو بللي دي .

دلته راځو کيقباد ته د البيروني د الباقيه په اثاروکي د کيقباد د نسب لړۍ داسي راغلې ده : ((کيقباد بن زغ بن نوذکابن يسو بن آذر بن منوچهز)).

دبلعمي په تاريخ کي راغلې چي : کيقباد دمنو چهر د اولادې څخه ؤ او دی ديوې ترکستانۍ ښځي څخه دپنځو اولادو څښتن سو .([12])

دکاوي کواتا ــ کي کوات ( کيقباد) نوم په اوېستاکي په دوو ځايو نوکي څرګند سوی دی ، يو ځای د (زمياريشت ) په ۷۱فقره کي او بل ځای په (فرو دين) په ۱۳۲فقره کي په لومړي پشت کي لومړی (کاوی کوا تا = کيقباد) او وروسته تر هغه د ده د کورنۍ له غړو او د ده له ځای ناستو څخه شپږ تنه نور ياد سوي دي او په (فرور دين يشت) کي چي د اريانا او توران د ټولو پاچهانو ، پهلوانانو او لويانو مکمل لړليک دی د (کاوي کواتا = کيقباد) نه وروسته د ده دکورنۍ د نورو اوو تنو نومونه هم ياد سوي دي .([13])   

کاوی اپی وانيو ــ کاوي پوسادان ــ کاوي ارشان ــ کاوي پيسينا ــ کاوي بيارشان کاوي سيارشان ــ کاوي هو سرا وا ــ د زميا دشت په ۷۱فقره کي ترکيقباد وروسته داکسان ياد سوي دي : ــ کاوي اپي وهو ــ کاوي يو ساران ــ کاوي ارشان ــ کاوي پيسي نا ــ کاوي بيارشان ــ کاوي سياورشان .

ډارمسټر په فرانسوي ژبه د زند او اوېستا د ترجمې د دوهم ټوک په ۵۴۹مخ۲۸ نوټ کښې کياني شجره داسي کيلکې ده :

نور بیا...

اخځلیکونه:

1)    [1] ــ محمد رسول باوري ، دوره انتيک افغانستان ، ۴۹ مخ.

2)    [1] ــ سيتانی محمد اعظم سيسان سرزمين ماسه ها وحماسه ها،سيستان قبل از اسلام لومړی ټوک علومو اکاډمي ۸۵مخ.

3)    [1] ــ کهزاد احمدعلي د افغاسنتان پخوانی تاريخ لومړی ټوک (۲۸۵)مخ دتاريخ انجمن له خپرونو څخه (۴۱)نمبر چاپ کال ۱۳۳۴حوت .

4)    [1] ــ همدا اثر (۲۸۶)مخ.

5)    [1] ــ علامه حبيبي ، عبدالحی د افغانستان لنډ تاريخ ژباړن استاد بينوا ۲۳مخ د دانش خپرندويه مؤسسه .

6)    [1] ـــ Kavata

7)    [1] ــ علامه حبيبي مخکينی اثر ۲۴مخ.

8)    [1] ــ دکتور صاحب نظر مرادي ، آريانا واريائيان (۵۶)مخ ، انتشارات سعيد ۱۳۸۹هــ ش کال .

9)    [1] ــ کيانسي دلته هامون ته وا يې هغه ځای چي هلمند سيند پکښې جزبيږي.

10) [1] ــ سيستان قبل از اسلام لومړی ټوک ، محمد اعظم سيستاني ليکنه (۸۵مخ)، علوم اکاډمي چاپ کال ۱۳۶۴هـ .

11) [1] ــ همدا اثر ۸۷مخ.

12) [1] ــ همدا اثر ۹۵ مخ.

13) [1] ــ احمد علي کهزاد د افغانستان پخوانی تاريخ ، د ښاغلي محمد يونس مراد ژباړه ، دتاريخ انجمن له خپرونو څخه ۱۳۳۴کال حوت ، مخ ۲۸۷.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery