مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فکر په بدلولو مو ژوند پر مثبت لوري بدل کړئ

محمد ابراهیم شینواری


دا لیکنه مې د برایان ټریسي د کتاب Change Your Thinking, Change Your Life (فکر مو بدل کړئ، ژوند مو بدل کړئ) څخه د یو څو یاددښتونو پر بنسټ لیکلي ده.په کمو برخو کې مې خپل فکر هم ورسره ګډ کړی دی. له خپرولو یې دوه هدفونه لرم: لومړی دا چې د کتاب اصلي پیغامونه د وطنوالو سره شریکول غواړم، ځکه فکر کوم چې دا پیغامونه دوی ته ګټور دي او دوهم دا چې که هر مهم کتاب لولو او لنډیز یا مهم پیغامونه یې له نورو سره شریکوو، یو ډول مرسته او اسانتیا برابرول به وي. له ټولو دوستانو هیله کوم چې ټول کتاب پخپله هم ولولي. اصل یې په انګریزي کی دی، د (فکر برتر، زندګی بهتر) په نوم فارسي ته هم ژباړل شوی دی.

ټول شیان لومړی په فکر کې رامنځ ته کیږي. وروسته بیا په فزیکي ډول منځ ته راځي. اډیسون چې برښنا کشفوله نو لومړی یې په فکر کې داسې ګرځیدلي وو چې باید برښنا جوړه کړي. فورډ چې د بخار ماشین لرونکی موټر جوړ کړ، هغه هم لومړی په فکر کې دغسې نوښت کړی و او بیل ګیټ چې میکروسافټ جوړوه، هم لومړی یې په فکر کې یوه مفکوره پیدا شوه. دا ټول مثالونه ښيي چې لومړی هر شی په فکر کې رامنځته کیږي. نو که موږ خپل فکر د باور، ایمان او جرئت پر مثبت لوري بدل کړو، ورسره سم مو ژوند هم په مثبت لوري بدلیږي.
د شلمې پیړۍ تر ټولو لوی ارواپوه ویلیام جمز وایي چې د دې پیړۍ تر ټولو لوی کشف دا دی چې انسان پوه شو چې د فکر په بدلولو د ژوند بهرني اړخونه هم بدلیږي.
دا خبره اوس ډیره مشهوره ده چې تاسو هغه څه کیږئ، چې زیاتره یې فکر کوئ. ارسطو ویلي وو چې یوازې ښه خلک نیکمرغه کیدای شي، او ښه خلک هغه دي چې پاک لمني او پرهیزګاره وي. رښتیا او سموالی دوه لوی ارزښتونه دي چې نور ټول ارزښتونه پرې راڅرخي. د انسان لپاره تر ټولو لوی بری د ذهن او روان د سکون ساتنه ده، او دا سکون یوازې د رښتیا او راستۍ په صورت کې ممکن دی. تر دې وروسته تر ټولو مهم فکري عمل خوشبیني او باور دي. دا مثبت فکرونه ستاسو ژوند هم دغسې له رښتیا، باور او خوشبینۍ ډکولی شي.
الله تعالی د کایناتو د چلولو او د انسان د ژوند د پرمختګ لپاره قوانین جوړ کړي دي او مثبت بدلون هم د همدغو قوانینو په چوکاټ کې تر سره کیږي. ارواپوهان فکر کوي چې لاندې ټکي چې ځینې یې دفزیک او ساینس په تجربو هم ثبوت شوي دي، د رواني مسایلو په باب د مهمو قوانینو په شان کار کوي:
1) د عمل او عکس العمل قانون: دا قانون وایي چې د هر عمل په وړاندې یو عکس العمل رامنځته کیږي. پدې لایتناهي کایناتو کې هیڅ شی تصادفي ندي او هر شی د یوه معین، دقیق او ټاکل شوي قانون له مخې کار کوي. نو که مو ذهن مثبت کړ، ژوند مو ورسره مثبتیږي.
2) د علت او معلول قانون: هره پیښه د یوه یا زیاتو کړنو، فکرونو یا عملونو نتیجه وي او پخپل سر څه نه پيښیږي. که مثبت فکر او باور ولرو، هغه څه چې د زړه له کومې غواړو، تر لاسه کوو یې.
3) د واقعیت قانون: نړۍ هغسې ومنه چې ده، نه هغسې چې ته یې فکر کوې. د همدغې نړۍ د امکاناتو په منځ چې د الله بې شمیره نعمتونه موجود دي، ځان یې مستحق وګڼه، ضرور ترې برخمن کیږې. ځکه کله چې ستا په زړه او شعور کې یو شی راتلی شي، د واقعیت په نړۍ کې هم پيښیدای شي. 
4) د احتمالاتو قانون: څومره چې د یو شي بدیلونه زیات وي، د پيښیدو احتمال یې هم زیات دی. که ته پخپل فکر کې بار بار خپل هدف متصور کړې، د تر لاسه کولو دعا یې وکړې او باور پرې زیات کړې، د عملي کیدو چانس یې زیاتیږي. په ۱۹۶۰ کې په امریکا کې ۷۰۰ زره میلیونران وو، په ۱۹۸۰ کې یو میلیون او اته سوره زرو ته ورسیدل (۲۷۷٪ زیات شول). د دوی قاطع اکثریت هغه دي، چې پخپله یې ځانونه میلیونران کړي دي، له والدینو ورته څه نه وو پاتې.اوس پنځه میلیونه میلیونران دي. یعنې په هرو شلو کسانو کې یو یا په سلو کې پنځه تنه میلیونران دي. خو د احتمالاتو په قانون کې د مثبت فکر لرونکي خلک ځانونه داسې عیاروي چې په پنځه فیصدو کې راشي، نه په ۹۵٪ کې. که تاسو په امریکا کې نه اوسیږئ، بیا هم ډاډه اوسئ چې تاسو میلیونر کیږئ. هدف وټاکئ او پلان جوړ کړئ چې په خپل هیواد کې د هغو خلکو په په ډله کې راشئ چې په روغتیایي، اقتصادي او ټولنیز ډول تر نورو لوړ دي. تاسو د نورو په تمه کیږئ مه، پخپله ځان لوړ کړئ.
5) د پیروۍ قانون: د نورو بریالیو خلکو له لارو ځان خبر کړئ، د دوی ژوند لیکونه ولولئ. ضرور نده چې هر شی له سره کشف کړئ، د همدوی لارې په مبتکرانه ډول (نه په پټو سترګو) تعقیب کړئ، تاسو هم هغسې کیږئ.
6) د تداوم قانون: که کار ته دوام ورکړۍ او د ټولو ستونزو، ماتو او محدودیتونو سره سره له خپل هدفه لاس وانخلئ، ضرور بریالي کیږئ. البته د پلان په ځینو برخو او متوقع نیټو کې تعدیل راوستی شئ خو د بري او پرمختګ لپاره له خپلو پلانونو په شا نه شئ.
7) د باور او ایمان قانون: څومره چې مو باور وي، هماغومره مو وړتیا ده. د الله تعالی نعمتونه بې شمیره او ستا وړتیاوې هم له حده زیاتې دي. الله پر ټولو مهربان (رحمن) دی. هر څه چې ترې وغواړئ، درکوي یې.
8) د کرلو او ریبلو قانون: دا د علت او معلول او عمل او عکس العمل قانون دی چې که مثبت فکر وکړئ، مثبت عمل به تر لاسه کړئ. که ښه عمل وکرئ، ښه عادت به وریبئ، که ښه عادت وکرئ، ښه کرکټر او شخصیت به وریبئ او که ښه کرکټر وکرئ، ښه سرنوشت به وریبئ.
9) د انتظاراتو قانون: کله چې په فکر او مغز کې له ژوند، کار، هلو ځلو او خپلو پلانونو ښه انتظارات ولرئ، په عملي ژوند کې به مو هماغسې پيښ شي. له خپلو اولادونو هم ښه انتظارات ولرئ.
10) د جاذبې او راښکون قانون: څومره چې په جاذبه او راښکون د خپلو هدفونو د حصول فکر وکړئ، هماغومره امکانات به ورته جذب او راښکل شي. ستاسو مثبت فکر تاسو ته مثبتې نتیجې راجذبوي.
11) د مطابقت قانون: ستاسو داخلي فکرونه او د بهر نړۍ واقعیتونه به په مطابقت سره رامنځته شي. که د شعور په داخل کې مو علم، خبرتیا، بري ته ذهني تیاری، د شخصیت پرمختیا، د روغتیا او سلامتۍ مثبت انځور، باورونه او هیلې وکرلې، نو په بهرنۍ نړۍ کې به ښه عاید، مسلکي بری، دوستي، ګټورې اړیکې، بدني قوت، صبر، حوصله او له نورو سره مثبت برخورد وریبئ.
12) د اشغال او اشباع قانون: زموږ شعور په یو وخت کې یوازې یو فکر کولی شي. یا مثبت یا منفي، همزمان هم مثبت او هم منفي فکر نه شي کولی. نو شعور مو په مثبتو فکرونو ډک او اشباع کړئ، چې منفي فکرونو ته پکې ځای پاتې نه شي.
13) د تبدیلۍ یا معاوضې قانون: موږ کولی شو د یو شي تر لیرې کولو وروسته د هغه پر ځای یو بل شی کیږدو. د منفي فکرونو په لیرې کولو خپل دماغ ته مثبت فکرونه ننه ایستلی شو. که د انکار ځای منښت ته ورکړو، زیاتې ستونزې او تشویشونه مو حلیږي.
14) د خدمت او خیر رسولو قانون: څومره چې د الله تعالی بنده ګانو ته بې الایشه خدمت وکړئ او زیات خیر ورورسوئ، له غیبې لارو درسره تر هغه زیاته مرسته کیږي.
15) د زده کړې قانون: هر څومره زیاته او منظمه زده کړه، مطالعه، مشاهده او اوریدل چې وکړئ، پوهه مو هماغومره زیاتیږي. د پوهې په زیاتیو مو اعمال پیاوړي کیږي او د کارونو نتیجې یې مثبتې کیږي.
16) د استفادې قانون: څومره چې له خپلو بدني، رواني، دماغي او شعوري وړتیاوو استفاده وکړئ، هماغومره پیاوړي کیږي او ستاسو په خدمت کې کیږي. که عضلې مو وکاروئ، د بدن ښکلا او عضلي قوت لاس ته راوړئ، که ماغ مو په زده کړه او مطالعه زیات بوخت کړئ، دماغ مو پیاوړی کیږي، که د شعور ټولې کچې مو فعالې او په کار واچوئ، د شعور فعالیت مو زیاتیږي. که له مثبتو فکرونو کار واخلئ، هم مو فکر، هم مو عادت او هم مو ژوند مثبت لوري ته ځي.
17) د غیرمستقیم برخورد قانون: که غواړئ د یو شخص حمایت جلب کړئ، نو لومړی ورته یو خدمت وکړئ. درسره د اړتیا پر مهال تر هغه ډیره مرسته کوي چې تاسو یې توقع لرئ. تاسو خپل نیت او فکر د هر چا په وړاندې ښه کړئ، د دې تمه مه کوئ چې هغوی به یې بدله درکړي. یو وخت به متوجه شئ چې د نورو فکرونه هم ستاسو په وړاندې په اتومات ډول بدل شوي دي.
18) د نوښت او ایجاد قانون:  که سوداګري مو خوښه وي، د کمو او یا نشت امکاناتو په صورت کې هم تاسو شتمن کیدای شئ، خو که نوې مفکورې رامنځته کړای شئ. تر نوښتیزو مفکورو وروسته بیا نوي ایجادونه وکړئ. پدې ډول کولی شئ د نړۍ په بریالیو اشخاصو کې راشئ. لومړی خپلې وړتیاوې او برترۍ معلومې کړئ یا یې جوړې کړئ، بیا مارکیټ او اړتیاوې تشخیص کړئ، وروسته شریکان پیدا کړئ، بیا پانګونه وسنجوئ، تر هغه وروسته یې د منظم پلان په شکل راولئ، بیا د وخت په قید په تمرکز سره مشتریان په محور کې راولئ او کار مو پیل کړئ. تر هغه وروسته په دوامدار ډول د نوښت او ایجاد فکر کوئ. نوښت او ایجاد زموږ حق دی او د همدوی له امله موږ تر نورو حیواناتو ممتاز شوي یو. هر یو باید بشریت ته یو نوی شی ایجاد کړو تر څو د بشري کورنۍ پر وړاندې خپل سهم ادا کړو.
19) د نه بې پروا کیدو یا دوامدارې بیدارۍ قانون: مایوسي، ماته او ستونزې د ژوند ملګري دي، که ورته غافلګیر نه شئ، او ورته تیار اوسئ، نو داسې لارو ته به سوق کړئ چې ستونزې درته د راتلونکو بریاوو لپاره مو فرصتونه شي او ښې زده کړې ترې وکړئ.
20) د تداوم قانون: څوک چې یو کار او یو فکر ته څومره ډیر داوم ورکړي او لاس په سر ترې نه شي، په هماغه کار او فکر کې پیاوړی کیږي، نوې لارې ورته پرانستل کیږي او د بري پر لور ورته فرصتونه برابریږي.
د تیر او اوس وخت دارایي ګانې: ځمکه، اوبه او کانونه له پخوا زمانې راهیسې مهمې منابع دي. اوس تر دغو هم پوهه، اطلاعات او اړیکۍ مهمې منابع دي. لومړنی درې هم د وروستنیو دریو په زور ګټل کیږي.
د فکري بې باورۍ دوه عوامل: سایکو سکلیروزز او هیموستازز. معنی یې دا ده چې یو شخص انعطاف نه لري، د بل چا هم نه مني او په هغه څه پورې ټینګ نښتی وي، چې خپله یې زده وي. تحرک، نوښت او ایجاد نه کوي او په خیالونو کې ډوب وي.
د نابغه درې خاصیتونه: فکر مه کوئ چې تاسو نابغه نه یاست او کوم څه نه شئ کولی. نابغه ګان د نورو انسانانو سره کوم ژور توپیر نلري، یوازې دا درې خاصیتونه لري چې تاسو هر یو یې خپلولی شئ: اصولي برخورد کوي، خلاص فکر لري او د پوښتنو او ستونزو سره سم برخورد کوي. هسې خو زیاتره نابغه ګان د عادي ذهني وړتیاوو لرونکې خلک وو، خو په دغو دریو ځانګړنو یې ځانونه تر نورو بیل او اوچت کړل.
د شعور له ټولو سطحو مو کار واخلئ: که له بیروني نړۍ سره د پنځه ګونو حواسو له کړکیو ټولې اړیکې د موقتي وخت لپاره بندې کړو او یوازې له شعور څخه مو خپل هدفونه تحت الشعور ته ټیله کړو، هغه یې د فوق الشعور سره وصلوي او د الله تعالی بې پایه رحم او کرم راته راجذبوي.
د تصور او تجسم قوت: خپل هدفونه لومړی تصور کړئ، بیا یې په فکر کې منظم کړئ، بیا یې ولیکئ، بیا یې مجسم کړئ، بیا پکې هیجان او ولوله واچوئ او بیا یې عملي کولو ته ور ودانګئ.
د خوښ او بریالي ژوند لپاره هیڅکله ناوخته ندی. خوښ او بریالی ژوند زموږ حق دی. الله تعالی موږ دومره زیات نعمتونه پیدا کړي دي، چې شمارلی یې نه شو، باید له دغو نعمتونو استفاده وکړو.
  د یوویشتمې پیړۍ درې ستر قوتونه: معلومات، ټکنالوژي او رقابت د یوویشتمې پیړۍ درې ستر قوتونه دي. راځئ معلومات مو هره ورځ نوي کړو، له ټکنالوژۍ سره همغږي شو او مثبت رقابت ته ځانونه چمتو کړو.
د ناکامۍ رواني سببونه: لومړی: د عمومي بیوسۍ احساس یعنې د دې بهانه چې زه دا کار نشم کولی. داستونزه په ۸۰٪ خلکو کې موجوده ده. دوهمه د تسلۍ دام (د فکر د ارام او د راحت زون ته تلل، چې انسان په لږه کامیابۍ صبر کوي). په ۲۰٪ خلکو کې د ناکامۍ سبب جوړوي.
د دې دواړو ستونزو دوه علتونه دي: ویره او جهل چې د دې دواړو علتونو علاج پوهه او زده کړه ده.
موږ باید لدې دوه دامونو څخه د پ،هې په زور راووځو او پر خپلو دماغي او بدني وړتیاوو پر باور سره د بري او خوښۍ پر لور لاړ شو. 
د بریالیتوب نهه عاملونه:
1) د پوهې، معلوماتو او ټکنالوژۍ دوامداره زده کړه
2) د نوو مهارتونو زده کړه
3) ټولنیزې شبکې او دوستان
4) په نسبي ډول ښه مالي بنسټ
5) مثبت دماغي ذهنیت
6) مثبت ټولنیز انځور
7) د نوښت او ایجاد استعداد او هڅّ
8) عالي انساني کرکټر
9) ښه کاري عادتونه چې زموږ فکري او عملي وړتیا زیاتوي
o سهار وختي پاڅیدل
o کار ته وختي تلل
o له کاره ناوخته راتلل
o وخت پیژندنه
o له نورو سره همکاري، نورو ته مفیدیت
o په کار او زده کړه کې سرعت او دقت

د ښه اوبریالي ژوند څو نورې مهمې لارې:
1) د راتلونکي په باب مثبت فکر
2) د خپلو هدفونو په باب منظم، سیستماتیک او دوامدار فکر
3) د لوړوالي او ښه والي فکر
4) پر حل لارو فکر
5) پر نتیجو فکر
6) د ودې او پرمختګ فکر
7) د عمل فکر او عمل ګرایي.

د ځان قوي ګڼلو څو لنډې جملې چې هره ورځ باید تکرار شي:
1) ماته خپل ځان ګران دی
2) زه تر ټولو ښه یم
3) زه د روغتیا او هرې نیکمرغۍ مستحق یم
4) زه د هر بري حقدار یم
5) زه له خپل کار/ زده کړې سره مینه لرم
6) زه تل د شیانو او پيښو مثبت مخ ګورم
7) زه د خپل ژوند او کړنو مسئول یم
8) زه هره پيښه او کړنه یو طبیعي حالت ګڼم او پکې مثبت اړخونه او درسونه لټوم.
د (فکر مو بدل کړئ، ژوند مو بدل کړئ) کتاب لوی عنوانونه:
1) تفکر مو پر مثبت لوري بدل کړئ
2) ژوند مو بدل کړئ
3) لویې هیلې ولرئ
4) د شتمن کیدو پریکړه وکړئ
5) د خپل ژوند مسئولیت ومنئ
6) د بهترین حالت جوړولو ته ژمن شئ
7) خپل چاپیریال مهم وګڼئ
8) د یو نابغه په شان چلند وکړئ
9) خپل داخلي ځواکونه ازاد کړئ
10) تفکر مو سوپرچارج کړئ
11) خپله راتلونکې جوړه کړئ
12) ځان تکړه او روغ وساتۍ.
او په پای کې دا یوه خبره دریادوم چې هیڅکله او په هیڅ صورت کې د بري لپاره مبارزه مه پریږدئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery