مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ملارباني تر یونس قانوني/ سوله که د جګړې دوام

ذبیح الله خورشیدی


 
د جمیعت اسلامي مشر استاد برهان الدین رباني ته دې خدای پاک د ګناهونو مغفرت وکړي د ناکامۍ ټکی یې په دې کې وه چې وسلوالو طالبانو خپل سرسخط دښمن ګاڼه نو ځکه یې له هغه سره خبرو ته هېڅ اهمیت نه ورکوه.
ملارباني هغه مهال پرته له دې چې له طالبانو سره یو سیاسي تفاهم ته ورسیږي د دوی پرضد یې له امریکا سره لاس یو کړ او امریکا د هغه په غوښتنه په طالبانو غټ غټ بمونه و غورځول خو، د رباني د زړګۍ سکروټې یې یخې نه کړې.
حامد کرزی هم پرته له دې چې د طالبانو او رباني خېلو ترمنځ اوږدې دښمنۍ ته وګوري د خپل مضر مصلحت پر بنسټ یې هغه د سولې عالي شورا مشر وټاکه څو، له دې لارې وسلوالو طالبانو سره د روغې جوړې خبرې ورکړي خو، طالبان له هغه سره کومې نتیجې ته ونه رسېدل او بلاخره د سولې په ناچله لار کې یې سر وخوړ .
له ملا رباني تر وژل کېدو وروسته د شمال تلوالې په ډېرو غوښتنو سره د هغه زوی صلاح الدین رباني وټاکل شو دا نو وسلوالو ته د خندا خبره وه چې په سپینه خوله هلک سره ږیرور د سولې په تغر کېني نو دلته طالبانو ونه غوښتل له کمزوري دریځه د خپل دښمن له پاتې شوني سره ملي خبرې او ننواتې وکړي.
که څه هم صلاح الدین خان په کورنیو جګړو کې ښکیل نه وه خو د پلار مفکورو یې هغه هم د نورو په ګومان بدګومانه کړی وه.
د ملي یوالي حکومت په جوړېدو سره د صلاح الدین بړستن هم ټوله شوه او د سولې خبرې تر ننه  ډنډوره شوې.
اوس په تازه مورد کې ولسمشر غني محمد یونس قانوني چې شمال ټلوالې ته ور پاتې باوري څېره ده د سولې عالي شورا مشري ورکړې له دې داسې ښکارې چې دغه شوار لاهم د جمعیت له انحصار نه ده خلاصه شوې.
دلته د سولې شورا د غړو وړاندیز داوه چې باید داسې یو کس د سولې شورا مشرۍ ته راشي چې وسلوالو سره ماضي دښمنۍ کې نه وي پاتې شوی.
سره له دې چې ولسمشر غني هم په دې نزاکتونو ښه پوهیده خو، له بده مرغه چې د شمال ټلوالې قومندانانو ته ورځ تربلې باج ورکوي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې مونږ د حامد کرزي له دې ډول کارونو ستړي وو خو، نن غني هم د ترکستان په دې مرموزه لار روان دی چې پایله به یې خدای پوهیږي په  کوم لوري ورکږه شي.
زه له ښاغلي قانوني صیب سره کومه ستونزه نه لرم زما له نظره ډېر معقول سړی دی خو، بل اړخ یې مونږ ځوروي چې وسلوالو سره ماضي دښمني لري او دښمن په دښمن سوله نه شي کېدای دلته یو داسې درېیم سړي ته اړتیا شته چې وسلوال او خلک پرې باور وکړي.
ښاغلي قانوني په خپلو تېرو مرکو کې ویلي، چې اسرایلو سره سوله ممکن ده خو د طالبانو سره سوله ناشونې ده کله چې د هغه په کوپړۍ کې پروني ماغزه نه وي ویلي شوې څنګه باور وکړو چې قانوني به سوله راولي.
اوس که چېرته د سولې مشري د همدې ښاغلي په لاس کې وي فکر نه کوم چې سوله به راشي بلکه جګړه به نوره هم زور وکړي. ښه خبره داده چې ولسمشر په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او یو مناسب کس دې مشرۍ ته وګماري.
په همدې هیله

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery