مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند فرهنګي وضعيت / شپږمه برخه

پوهنيار نور احمد اېمل

 نن افغانستان مجله
نن افغانستان مجله ښوونیزه، ادبي، تفریحي، مالوماتي او فرهنګي مهالنۍ خپرونه ده. د نن افغانستان لومړۍ ګڼه په ۱۳۸۸ ل ل د غبرګولي میاشتي پر ۲۵ نېټه له چا په را ووته او خپره سوه.  د لومړۍ ګڼي مسول مدیر  يې نوراحمد اېمل او د امتیاز خاوند يې سید حبیب شاه تړون دی. وروسته یاده مجله د نن ټولني له لوري چاپېدله او په راوروستو ګڼو کي يې امتیاز د نوموړې ټولني وو، د نوموړي ټولني مشر سید حبیب شاه تړون او مرستیال يې نوراحمد اېمل و، نن افغانستان لومړۍ ګڼه  د مشعل خپروندیه ټولني له لوري چاپ شوه،خو لومړۍ ګڼه يې د چاپ او بڼي  له مخي کمزورې وه او یو لړ چاپي ستونزي یې هم درلودې، خو وروسته یې نوري ګڼي د دانش خپرندیه ټولني له لوري په ښه کیفیت او لوړ صحافت چاپ سوې ده، د لومړۍ ګڼي کتنپلاوی   عنایت الله مایار او  حبیب الله عظمي دي ، د ډایزین چاري  ښاغلي سید محمد شاه مشفق سمبالي کړي ، کمپوز يې ذکي محمد واصف کړی او لګښت ورکوونکی يې حاجي ولی محمد واصف دی. یاده مجله پر له پسې څلور ګڼي چاپ سوې، خو تر ۱۳۹۰ ل ل کال را وروسته یاده مجله له چاپه نه ده راوتلې، د مجلې پر لومړی مخ مهالنۍ لیکل سوې امکان  لري، چي دا مجله بیا خپل فعالیت د پخوا په څېر پیل کړي، یاده مجله لومړی خپلواکه او بیا د نن ټولني له لوري د چاپ له ډګره راوتله.
د نن افغانستان متن او بڼه
د نن افغانستان لومړۍ ګڼه د رنګه تورې پښتۍ پرته نور په تور او سپینه بڼه او په منځني کاغذ کي ۲۱،۵ سانتي سور او ۲۸  سانتي مترو جګوالي په کچه چاپ سوې ده، د یادي مجلې  د (نن) کلیمه په سره رنګ ډبل خط لیکل سوې او د مجلې په منځ پانګه کي د هري موضوع اړوند بېلابېل  انځورونه راغلي دي، د پښتۍ پر مخ يې د پنځو کلیدي موضوعګانو سرلیکونه لیکل سوی دي، د پښتۍ پر چپه اړخ د الفت صاحب یوه ښکلې څلوریزه لیکل سوې ده، چي لیکل يې دلته اړین بولو.
د نن فخر د پرون ورځي پېغور دی
د پخوا وختو بینا نن کر او کور دی
د پرون میرمن وه سل پردو کي پټه
نن يې نیمه تنه پټه سر یې تور دی
د یاد مجلې د  پښتۍ پر شا په انګليسي ژبه د (نن) کلمه غټه لیکل سوې او د ښوونځیو د دوه ماشومانو ښکلی انځور هم ورباندي   چاپ سوی او تر انځور لاندي لیکل سوي دي(په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دی). د مجلې په دوهمه مخ کي د نن مجلې د همکارنو لست د مبايل له شمېرو سره یو ځای  راغلی دی، د نن مجلې د موضوعاتو لړلیک يې د سرمقالې تر څنګ لیکل سوی او د مجلې پیل په یوه اسلامي لیکنه سوی دی(ایا اسلام د عصري زده کړو سره په ټکر کي دی؟). د نن افغانستان  په منځپانګه کي  نوري دیني،سیاسي، اقتصاي، هنري، فرهنګي، ټولینزي او ادبي مقالې تر سترګو کیږي، د ادب او شعر برخه يې (ستا یادونه) تر عنوان لاندي چاپ سوې د لومړۍ ګڼي په دې برخه  کي درې غزلي، یو چهاربیته، چي عنوان يې (د شپېتو پړیڅو ورځ په ورځ کمی دی) شاعر يې نذیراحمد نذیر دی راغلی، شپږ د بېلابېلو شاعرانو څلوريزي هم په نوموړې برخه کي  ځای پر ځای سوی دي، د نوموړي مجلې په ۲۰ م  مخ کي یوه ډېره جالبه برخه د (لنډه پوښتنه لنډ ځواب) تر سرلیک لاندي راغلی دا برخه طنزیه بڼه لري خو په اصل کي یو ډول مثبته نیوکه ده  او د ټولنیزو او سیاسي چارو د اصلاح لپاره دا برخه د ډېرو لوستونکو خوښه سوې، په دې برخه کي لنډه پوښتنه کیږي او ځواب يې په طنزیه ډول ورکول کیږي، چی یوه بېلګه يې دلته ذکر کوم( د ملي یووالي لپاره تر ټولو ښه مشوره له کومه ځایه اخستل کیږي؟؟ ځواب: د ایران له سفارته څخه.) د یادي مجلې په وروستي مخ کي د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلي د لوبغاړو پېژندګلوي له انځورونو سره راغلي دي او ددې برخي عنوان د سپورت نړۍ ده، همدا رنګه د مجلې په پای کي د ازبکو وروڼو پيغام نورو قومونه ته راغلی او هتله د ملي یووالي او یو او بل ته د درنښت درانه الفاظ ذکر سوي دي.
په دې مجله کي پرته له پنځو کرښو، چي د ازبکو وروڼو یو پیغام دی نوره ټوله محتوا په پښتو ژبه ده او د لومړۍ ګڼي د موضوعاتو او مقالو سرلیکونه يې په لاندي ډول دي:
    ا:  سریزه (سرمقاله)
   ۲: ایا اسلام د عصري زده کړو سره په ټکر کي دی؟
   ۳: اصلي ګواښ چپ افراط او سکټریزم دی (دستګیرخروټی)
۴: د ښکلا د ملکې مسابقې ( محمد داود منصوري)
۵: په هېواد کي د بهرنیو پيسو د چلښت لاملونه ( عزیرالرحمند عمر)
۶: ځيني په زړه پوري، خو شرمونکی حقایق(لر او بر ویباڼه)
۷: هنري څېرې ( واصف)
۸: کمپیوټر ( ژباړه سید حبیب شاه تړون)
۹: په ماشومان کي د درواغو ویلو اصلاح ( نوراحمد اېمل)
۱۰: پښتنو پښتو بډایه کړئ! (سید محمد شاه مشفق)
۱۱: لنډه پوښتنه لنډ ځواب ( بی بی اسما )
۱۲: ستایادونه ( شاعران)
۱۳: خپله زیرکتیا وازمایاست
۱۴: افغان ماشوم
۱۵: د سپورټ نړۍ
۱۶: د ازبکو وروڼو پیغام
۱۷: راغلي لیکونه
یاده دي وي، چي د نن افغانستان مجلې څلور ګڼي تر دې دمه چاپ سوي او په درې نورو ګڼو کي يې مسول مدیر ذکي محمد واصف او د نن ټولني مشر تړون او مرستیال يې اېمل دی او پر درو نورو ګڼو د کال د غور لوبغاړي انځور راوړل سوي دی.
نور په بله برخه کي. . .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery