مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په شامپو مه خطا وځئ!

ډاکټر عبدالولي اعتماد

 


شامپو، يواځي پریولونکې ماده ده چي د وریښتانو د پاکوالي لامل کیږي، او د وریښتانو په ږمنځولو کي مرسته کوي، همدا رنګه د پوستکي په ځینو ناروغیو کي ښه اغیز درلودلای سي لکه د سر پخه او پسوریازیس.
شامپو د وریښتانو پر ټینګوالي او پر تويدو اغیز نلري، د ښې او بدي شامپوپه نوم هم شامپو نسته، شامپو کیدای سي د وریښتانو په نرموالياو ساتني کي د کیفیت له نظره فرق ولري، خو د وریښتانو په وده کي اغیز نسي درلودی او نسي کولای چي د وریښتانو د توېدو مخنیوی وکړي. د وریښتانو توېدل بېلابېل لاملونه لري نو ځکه د وریښتانو د توېدو درملنه هم د هغه د لامل له نظره فرق کوي.

د پوستکي د غوړ له منځه وړل:
د شامپو استعمالول د پوستکي سطحي غوړ په اوبو کي حلوي چي په نتیجه کي د سر سطحي غوړ په پریوللو کي ځي.
د پوستکي د غوړو سرچینهد سباسیو غده ده چي د بلوغ څخه وروسته فعالیږي او د پوستکي دغوړېدو لامل کیږي. ځیني خلګ غلط فکر کوي چي د سر غوړ د وریښتانو توېدل زیاتوي، دا یواځي یوه اوازه ده خو د وریښتانو غوړ کیدای سي په سر کي د موجودو فنګسونو د ودي او د سر د پخي د زیاتیدو لامل سي، پداسي حال کي د وریښتانو پریولل د سر دپخي پر کمېدو اغیز درلودای سي.

د سر د پخي سره مقابله:
شامپو په دوو میکانیزمونو سره د سر پخه له منځه وړي، ۱: شامپو د داسي موادو درلودونکې ده چي د سر پخه په اسانۍ سره کنټرول کړي. ۲: کیدای سي شامپو د فنګس ضد موادو درلودونکې هم و اوسي او د سر پخه کمه کړي.

شامپو وریښتان نه اوږدوي:
سوداګریز اعلانونه وایي چي شامپو د وریښتانو د توېدو مخنیوی کوی یا وریښتان اوږدوي دا خبره اصلآ د منلو وړ نده.
هیڅکله په دې باور مه کوی چي شامپو د وریښتانو د اوږیدو او قوي کيدو سبب ګیږي،که څه همشامپود نباتي موادو درلودونکې و اوسي.

ډیری کیمیاوی او نباتي دواوي چي د وریښتانو د توېدو د مخنیوي په خاطر بازار ته معرفي سويدي، د پوستکي د نړيوالي ټولني لخوا نه دي تاید سوي.
که چيري شامپو په رښتیا سره د وریښتانو د تويدو ضد موادو درلونکې هم و اوسي، خو د دغه موادو د اغیز او جذب لپاره پوره وخت نسته، ځکه چي شامپو پر وریښتانو د ډیري مودې لپاره نه پاته کیږي، نو پدې خاطر نسو کولای چي شامپو د وریښتانو د توېدو د مخنیوي په نامه و پیژنو!

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery