مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کالکي اوتار

ژباړن : نثار احمد صمد

لیکوال : آی . ایچ . مغول


په هند کی چاپ سوي کتاب « کالکي اوتارا » په نړۍ کی یوه لړزه او هنګامه راپیدا کړې ده . په دې کتاب کی ویل سوي دي چی د هندوانو په مذهبي کتابو کی چی د کالکي اوتار کومه یادونه سوې ده ، هغه وروستی رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی .
که د دې کتاب لیکوال کوم مسلمان وای ، نو تر اوسه به په جېل کی بندي وای او پر دغه کتاب به بندیز لګېدلی وای . خو د دې کتاب لیکوال « پنډت وید پرکاش » یو برهمن هندو دی چی د الله آباد پوهنتون علمی غړی دی . دئ د سنسکریت ژبی مشهور څیړونکی او یو پوهاند دی . ده خپله دغه څیړنه د هیواد اتو مشهورو څیړونکو پنډتانو ته وړاندی کړه چی هر یو په خپله خپله څانګه کی مستند او مدلل پیژندل کیږی . نوموړو پنډتانو په ډیر غور د دې کتاب تر مطالعې او څیړنی وروسته ومنل چی په کتاب کی وړاندی سوي حوالې مستندی او مؤثقی دي . هغوی د خپلی څیړنی عنوان « کالکي اوتار » یعنی د ټول کاینات لارښوونکی وټاکی .
د هندوانو په مهمو دینی کتابو کی د یو ستر لارښوونکی ذکر سوی دی چی « کالکي اوتار » یې بولی او د هغه څخه مطلب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی چی په مکه کی پیدا سوی دی . فلهذا ، ټول هندوان چی هر ځای اوسیږی ، باید نور نو کوم « کالکي اوتار » ته منتظر نسي بلکی باید اسلام قبول کړی او د وروستي رسول (ص) پر پل رهي سی چی ډیر پخوا د خپل مأموریت او رسالت تر بشپړولو وروسته له نړۍ څخه کوچېدلی دی .
پنډت وید پرکاش د خپلی دغه ادعا د دلیل له پاره د هندوانو د مذهبي کتاب « وید » لاندینۍ حوالې په دلایلو سره وړاندی کړي دي .
۱ ـ د « وید » په کتاب کی لیکلي دي چی « کالکي اوتار » به د بګوان له خوا وروستی لارښوونکی وی چی ټولی نړۍ ته به لارښوونه کوی . پنډت وید پرکاش د دغو کلماتو تر رااخیستلو او حوالې وروسته وایی چی دا یوازی د محمد صلی الله علیه وسلم په هکله صدق کوی .
۲ ـ د دې هندو دینی کتاب د پیش ګویی له مخی به « کالکي اوتار » په یوه ټاپو ( جزیره ) کی زوکیږی . خو دا هماغه عربي سیمه ده چی « جزیرة العرب » نومیږی .
۳ ـ په همدې سپېڅلي کتاب کی لیکل سوي دي چی د « کالکي اوتار » د پلار نوم به « وشنو بهګت » او د مور نوم به یې « سومانب » وی . په سنسکریت ژبه کی « وشنو » د خدای په معناوو سره استعمالیږی او « بهګت » د غلام او بنده په معنی دی . لکه څنګه چی په عربي ژبه کی د « وشنو بهګت » معنی او مفهوم د الله بنده یعنی « عبدالله » دی . همدا راز ، په سنسکریت ژبه کی د « سومانب » مطلب امن دی چی په عربی ژبه کی به « آمنه » سی . موږ ګورو چی د وروستي رسول (ص) د پلار نوم عبدالله او د مور نوم آمنه دی .
۴ ـ په « وید » کتاب کی لیکلی دي چی « کالکي اوتار » به زیتون او خرما استعمالوی . دا دواړی میوې د رسول الله (ص) خوښی وې . « وید » زیاتوی چی هغه به په قول کی رښتین او امین وی . نو لکه چی معلومه ده ، په مکه کی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له پاره د صادق او امین لقب استعمالېدی .
۵ ـ د « وید » له مخی به کالکي اوتار د خپلی منطقې د عزتمن کهول او ټبر څخه وی . او دا هم د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کی صحیح ثابتیږی . هغه دا چی رسول الله (ص) د عزتمن قریش ټبر څخه و چی په مکه کی تر ټولو زیات محترم قوم و .
۶ ـ زموږ کتاب وایی چی بګوان به « کالکي اوتار » ته د خپل خاص استاځي په واسطه په یو غار کی ښوونه وکړی . په دې ارتباط هم دا ثابته ده چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کی هغه یوازینی شخصیت دی چی د حِرا په غار کی یې د خپلی ځانګړي فرشتې یعنی جبرایل (ع) په واسطه تعلیم ورکړ .
۷ ـ  زموږ د بنسټیزی عقیدې له مخی به بګوان « کالکي اوتار » ته تر ټولو خورا ګړندی آس عطا کړی چی پر هغه به سپور سی او د مځکی او اوو آسمانو سفر به په وکړی . نو آیا د حضرت محمد (ص) له خوا « معراج ته پر بُراق باندی سفر » همدا نه ثابتوي ؟
۸ ـ موږ په دې عقیده او یقین یو چی بګوان به د « کالکي اوتار » ډیره مرسته وکړی او هغه ته به ډیر قوت عطا کړی . موږ پوهیږو چی د بدر په جنګ کی الله تعالی د محمد (ص) سره د ملایکو په ذریعه کومک وکړ .
۹ ـ زموږ د ټولو مذهبي کتابو له مخی به « کالکي او تار » په آس سورلۍ ، غشي ویشتلو او توره وهلو کی ماهر وی .
پنډت وید پرکاش چی پر دغه ماده کومه تبصره لیکلې ده ، ډیره مهمه او د غور وړ ده . دئ لیکی چی د آسونو ، تورو او نیزو زمانه ډیر پخوا تیره سوې ده . نن د ټانک ، توپ او راکټ غوندی وسلو د استعمال عصر دی . پس دا معقوله نه ده چی موږ د همدغسی « کالکي اوتار » د راتګ انتظار ولرو .
نو حقیقت دا دی چی په مقدسو کتابو کی د « کالکي اوتار » ښکاره اشارې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله دي چی په نوموړو ټولو جنګي فنونو کی یې بشپړ مهارت درلود . د ټانک ، توپ او راکټ په دې عصر کی د آس سپاره ، توره وهونکې او غشي ویشتونکې کالکي اوتار انتظار یو حماقت دی . پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery