مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

شعر څه ته وايي

شهسوار سنګروال

دا چې شعر د کومې ژبې لغت دی؟ په دې اړه بېلابېلو څرګندونو ته تم کېږو:
ځينې شعرپوهان شعر يوه عربي کلمه ګڼي، او د پوهېدو مانا ور څخه اخلي.

ولې دغه پوهه د ټولو وګړو لپاره نه کاروي، بلکې د الهام په مانا د ځانګړي احساس په نوم ځانګړو کسانو ته چې هغه شاعران دي کارول کېږي.

دغه ډله شعرپوهان د شعر کلمه عربي نه بولي بلکې د ((شېر)) معرب يې ګڼي. (شېر) په عربي ژبه کې د زړه راښکونکي اواز مانا لري او شعر د سرود په مانا هم راغلی دی.

 ((شور يې مصدر دی او په هر شي کې د شعر مبدا، طبعي، مذهبي، ملي، عشقي او نور ساده سرودونه دي)).()

دا هم ویل کېږي چې عربي ژبې دغه کلمه له عبراني “شېر” نه اخیستې چې مانا یې سندره شي.

شعر موزون او مخيل کلام دی او د کليماتو ښکلی او زړه راښکونکی انځور.

يا هر هغه کلام چې اهنګ ولري شعر دی.

شعر د متفکر انسان د عواطفو انعکاس دی، يا شعر هغه موزون کلام دی چې د شاعرانه تخيل هستي د هنري ارزښتونو له مخې پکې انځور شوې وي.

شعر د تخيل ښکلی انځور او په اهنګينه ژبه د احساس او انساني عاطفې لېږد ته وايي.

شعر د هنري ارزښتونو هغې ځولۍ ته وايي چې د هر رنګ او خوند مينه وال پکې د خپلې د خوښې توکي موندلی شي.

ارستو په دې اند دی چې شعر په زړه کې هيجان راولي. ځينې بيا شاعران د هغې پوهې څښتن ګڼي، چې د ټولنې عام وګړي يې له درک څخه عاجز وي.

 ((شعر په کره کېښکلې او اهنګينه ژبه د آند و واند یا خیال او فکر ولولیز یا عاطفي تړاو ته وایي.)) پښتو شعر څنګه جوړېږي ۱۰۷ مخ

 

 شاعران د دوه ژبو څښتن دي. یوه ژبه یې د وګړو سره ګډه ژبه ده، او بله ژبه یې د شاعري ژبه ده چې یوازې ځانګړي کسان پرې پوهېدلی شي.

 

هر څوک د ګلانو بڼ ته ځي او په باغ کې رنګارنګ ګلان ګوري، خو کوم خوند او رنګ چې شاعر ترې اخلي د ټولنې ټول وګړي ترې برخمن نه دي.

 

د تاریخ په اوږدو کې شعر سحر یا جادوګري ګڼل شوی دی، او شاعر ته یې د جادوګر نوم ورکړی دی.

 

شعر ویده اروا ویښوي، او تیارو زړونو ته رڼا رسوي. د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) ویلي چې خپلو ماشومانو ته شعرونه ورزده کړئ چې شعر سړي ته زړه ورتیا بخښي.

 ((شعر د متاثر شخص د تاثیراتو او انفعالاتو نتیجه ده. شعر د متاثر انسان د عواطفو او رقیقو احساساتو نماینده دی. شعر د نفس لغت دی. شعر د پټو او غیر مریي حقایقو ښکاره او څرکند تصویرونه دي. بلاخره شعر د طبیعت جمال دی.)) پښتو اریانا دایره المعارف شپږم ټوک، ۴۱۱ مخ.

د مرغلرو پېیلو ته شعر وایي. شعر آهنګینې ژبې ته وايي. شعر یو ښکلی هنر دی چې عاطفه، احساس، موسیقي، او د شاعرانه تخیل هستي د شعر جوهر ګڼل کېږي.

شعر د روح انقلاب دی او د ټولنیز شعور د ودې او پرمختګ یو ستر لامل.

نړیوال شاعران نړۍ یو ګډ کور ګڼي، او د هر پېر بېلابېل بهیرونه د کړۍ په څېر یو له بل سره نښلوي. همدا لامل دی چې هومر، دانته، شکسپیر Shakespear، ګوېته Goethe، پوشکين، مولانا بلخي، خوشال خان خټک، رحمان بابا او نور د ټولې نړۍ وګړو پورې اړه لري.

 ((شاعران د ټولنې هغه ستره شتمنۍ ده، چې له ټولنيز چاپېريال نه الهام اخلي او فرهنګي، مانيز او مادي ارزښتونه خوندي کوي)).()

د ټولنې دغه ټولنيز الهام د بل هر هنر په څېر شاعران د شعري ښکلا په مټ خلکو ته ورپېژني، ټولنې ته، سيمې ته او ان نړۍ ته یې ځلوي.

نو دلته دی چې يو شمېر شعرپوهان په دې اند دي چې شعر يو موزون او مخيل کلام دی او شاعران بيا په هيچاني توګه خپل احساس، فکر او پيغام خلکو ته رسوي. يا شعر د هيجاناتو هغه اهنګينه ژبه ده چې شاعر خپل اند د هنري ښکلا په مټ ټولنې ته وړاندې کوي.

که څوک له يوه ډاکټر نه وپوښتي، چې زړه څه ته وایي؟ نو ډاکټر به پرته له ځنډه ووايي: زړه د غوښې يوه ټوټه ده چې پرته له زړه نه ژوند ناشونی دی، خو که له شاعر نه وپوښتل شي، نو هغه به ووايي زړه د مينې کور دی چې د عاطفې او خواخوږۍ لاس د ښکلا په مخ راکاږي.

شعر د کليماتو ښکلی انځور دی خو تخيل پکې لکه بې کليماتو ژبه.

شاعرانه تخيل د شعر ويلو ستره شتمنۍ ده لکه د ګلو څانګه چې د نيمې شپې په چوپتيا کې په نازناز غوړېږي او خبرې کوي.

شاعر او انځورګر د يوې هنري مور دوه اولادونه دي چې له ټولنې سره يو ځای زېږېدلي دي، خو راتلونکي ټولنيز چاپېريال په هکله سوونه کاله د فکر او تخيل په ځواک وړاندوينه کولای شي.

 

که چا سوونه کاله مخکې چېرې ويلي وای دا
 چې سړه اوسپنه دې باز غوندې وزر ولري


 د ګاليله غوندې کافر به و د دار په تخته
 چې غرب دې راشي او مور چل دې په سپين غر ولري.

 

نور بیا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery