مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په غړېدلو سترګو

خوشال مزاروال


لنډه کیسه

د دوبي موسم دی. د وږي میاشتې وروستۍ شپې ورځې دي. ګرمي ښه په زور کې ده. په خونه کې ولاړ بادپکی په ستمونو دی. د سړي پر مخ توده هوا ولي. خو دومره کوي چې سړی له یو نیم ماشي وژغوري. د زړه سوبه پرې وشي.که نه نو د ماشو انډوخر سړی تر پوزې رسوي. شپې دولسو بجو ته خوله اچوله چې برېښنا هم لاړه. تپې تیارې د کابل ښار په سمې نیمایي برخې تور پوړنی وغوړاوه. زینت ښایسته غوټه شېبه په دې هیله وه چې ګنې برېښنا به راشي. خو نوره ناهیلې شوه. په خوا کې پرته خواښې یې وښوروله.
ـ  آبۍ، وا آبۍ!
ـ  څه وی بچۍ! خیریت خو دی.
ـ  هو! خیریت دی. خو ګرمۍ مې ساه تنګه کړه. که د کلا  انگړ  ته ووځو،  او ډډه واچوو، ښه به وي. نفس مې بند بند کيږي ۔
ـ  مور دې درنه لوګی شي!  لاټین روښانه کړه چې بسترې وباسو!
ـ  ښه مورې!
لاټین یې روښانه کړ، او دواړه انگړ  ته ووتې.
حوېلۍ ته په وتو سره  يې په فکر کې ببوزې  راغی .  هوا نه چلېده. د ماشو بې شرمي خو پرېږده، چې آن د کمپلې لاندې ترې چا ځان نه شو ژغورلی. خونې ته ننوته. ببوزي یې راواخیستل. یو یې خپلې خواښې ته ورکړ. بېرته خپل کټ ته راستنه شوه. د پرېوتو تابیا یې ونیوه. خو ناڅاپه یې سترګې د کټ اړخ ته په دیوال ونښتې. لړم یې تر سترګو شو. هغه یې دېوال پورې په څپلکه  ومښه ، اوبيا ورو  په خپل کټ کې پرېوته.
 شېبه وروسته یې د خواښې خڼاری تر غوږو شو. خواښې یې ویده شوه. خو دا لا هماغسې وېښه وه. خوب نه ورتلو. ډول ډول انګیرنې یې د سمندر د څپو په شان زړه ته تلې راتلې. هرې څپې په بلې ویشتله. خوب یې پرې اندهیر کړی وو. د مېړه څو ورځې مخکې خبرې یې مخې ته لکې څکې ودرېدې:
ـ   زینت! وخت   څومره په منډو ځغلي . هیڅ مې زړه ته نه لويږي، چې زمونږ د واده دې دا دی، کال پوره کېدونکی وي. لس ورځې وروسته مو د واده کلیزه ده. زړه راته وایي چې دولس ورځې نه دي تېرې شوي. هره میاشت لکه د یوې ورځې په شان له سترګو پناه شوه.  وخت چاته نه ګوري. درومي. بیا یې دخپلې میرمنې له نرۍ ملا لاسونه تاو کړل.
ـ  څه کوې! پام کوه!
ـ  اوخ مېرمنې! مه ډارېږه! هیڅ وخت خپل زوی ته زیان نه رسوم! دومره بې غوره مې مه بوله.....
¬ـ  ما ویل نه چې خپل عادت دې  هیر کړی نه وي ! یودم مې پورته نه کړې!
ـ  د ډاکټر خبره مې لاپه غوږ کې ده! هغه   ویل چې څو ورځې وروسته پلار کېږې!
 ـ ما ویل نه چې ناغیړي وکړې، او زیان راورسوې!
ـ نه! هیڅکله نه! دې خبرو ته مې پوره پام دی!
او له دې سره ماشي، لکه قصاب، د خپلې چړې ګوزار پرې وکړو. هغه یې وسوځوله. ستي ستي یې کړه. یوه شېبه د ځان په درد شوه. ژر ژر یې هغه ځای ومښه. درد یې لږ څه په کراره شو. بیا د خیالونو غولیو پسې واخیسته. پولاد ته څلور ورځې مخکې له دندې تللو ، ډاکټر ویلي ول. که د خدای رضا وه ،نو دوه اونۍ وروسته پلار کیږي…..
بیا یې د پولاد هغه خبرې ذهن ته راغلې، کومې چې ګهیځ مهال یې، دندې ته له تللو مخکې ورته وکړې:
ـ  زینت! زما د زړه ټوټې! څو ورځې مخکې مې د ټولي بولندوۍ په دې وپوهاوه، چې په دې څو ورځو کې رخصتۍ اخیستلو ته اړینه اړتیا لرمه. هغه راته وویل، چې کله دې اړتیا وه، له غوږه یې راته تېره کړه،  له ستونځې  پرته مرسته درسره کومه..... خو نن ناڅاپه له  پورته  امر وشو، چې د دندې لپاره ختیځ زون ته لاړ شو. که خدای کول، نو په لسمه ورځ به رارسېدلی یم. ته بېغمه شه. چې چرت دې خټه نه کړې. د میلمنو خدمت ته به هم ولاړ یمه، او د رخصتۍ په خوند او مزه به هم پوه شمه. آبۍ هم پوره تابیا نیولې. د خپل لمسي د زوکړې لپاره یې اړین توکي، آن د جامو او سر څپوټو(پوړنو) پورې ټول اخیستي دي. اوس یوازې د لمسي زوکړې ته بې صبرانه شپې شماري....
زینت په اند کې شوه. خاوند یې ورته وویل:
ـ د زړه سره! څنګه په سوچ کې لاړې؟ تاته دې خپل خاوند نه دی مالوم؟ بیا په داسې وخت کې خو هیڅ سوال نه پیدا کیږي. ته نه پوهېږې چې له زړه به مې یو خدای خبر وي....
ـ هسې خو ډاډه یمه. آبۍ هم راسره ده. خو بیا هم، نه چې بند پاتې شې.....
ـ له همدې کبله مې مخکې له مخکې خبره پخه کړې. زړه دې ښکته پورته نه کړې. هیڅکله هم ستا په اړوند خپلې اندېښنې هېرولی نه شمه. له دې سره د میرمنې څنګ ته ورغی. مخامخ ورته ودرېده، او په ډېره مینه یې د خپل ماشوم سره خبرې پیل کړې:
ـ  بچیه! په یاد دې اوسه ، کله چې راغلم، سترګې به درپسې ګردې تاووم، چې اول تا ووینم. وروسته به دې بیا مور او نیا ته مبارکي وایم. له دې سره یې خپله مینه ځانته  رانږدې کړه، او د هغې تسکین یې وکړو....
په دې وخت کې تږې شوې وه. تندې له سوچونو رابهر کړه. په کراره پاڅېده. د چاټۍ څنګ ته ورغله. کټوری یې له اوبو ډک کړو. راستنه شوه. په کټ کې کښیناسته. اوبه یې وڅښلې. کټوری یې د کټ لاندې کېښود، او بیا   په خیالونو کې ولاړه :
لس ورځې کېدې چې پولاد یې له څنګه جلا شوی وو. هغه یې په زړه راوورېد. تېر یادښتونه یې هم مخې ته ودرېدل. اخر دواړه په یوه چم کې رالوي شوي ول. زینت هم تورې زرکې سترګې درلودې چې له نرۍ لښتې ونې سره یې یو ګېډی زلفو، چې ښکته تر لینګو رسېدلې، د پولاد زړه خپل کړی وو. پولاد ته هم خدای دښواخلاقوترڅنګ، داسې ځواني ورکړې وه، چې زینت  به یې کله نا کله لارې هم نیولې او د دواړو زړونو ته لاره له وړاندې هواره شوې وه. .….
د هغه توده مینه یې د زړه په ګلبڼ کې په نڅېدو شوه. احساساتو نوره هم پرې غلبه وکړه. لاپسې وتخنېدل. د پولاد سره په مستۍ شوه. خپلې تودې غېږې ته یې کړه. ټول بدن یې اور واخیست. سپرغیو یې د احساساتو نړۍ په خپله ولکه کې راوسته. یو پر بل کې سره ورک شو..... خو په خوب کې د خواښې خبرو یې د تودې مینې په اور یخې اوبه واړولې، او یو ځل بیا یې ځان د ماشو او ګرمۍ په غېږه کې ولید…..
سر یې وخوځاوه. موسکۍ شوه. زړه یې په دې خوشاله کړ. چې که خدای کول، سبا ته ځان رارسوي. د هغه خبرې یې زړه ته ودرېدې:
ـ  د زړه سره! زړه دې ښکته پورته نه کړې. خامخا ځان رارسوم..... د زړه سیوری یې لږشانې وشو. لږه تسله شوه. پاس آسمان ته یې وکتل. د ستورو په تماشا شوه. د ستورو له نندارې سره جوخت یې خپل پولاد په څنګ کې پروت ولید. د څو ورځو وړاندې خبره ده:
ـ  پولاده!
ـ څه وی مینې!  او له دې سره یې خپل کیڼ لاس د هغې په سپړل شوو ګلانو په کراره کېښود.
ـ دې ستورو ته دې کله په غور سره کتلي!
ـ  ولې نه! څه خبره ده!
ـ څنګه ځینې یې واړه او ځینې یې ستر او غوټ مالومېږي؟ روښنایي یې هم سره توپیر لري!
 ـ دا خو له دې کبله چې دوی په لرې او نږدې واټنو کې پراته دي!
ـ اورېدلي مې دي! وایي کله چې یو ماشوم دې نړۍ ته سترګې پرانیزي، او وزیږیږي، نو یو ستوری پاس په آسمان کې زیاتېږي.
ـ کیدای شي! ځینې داسې وایي. خدای پوهیږي.
ـ ګوره هغه ستوری څومره زړه وړونکی او روښانه دی! کاش زمونږ د زوی ستوری همداسې وي! کټ مټ همداسې! او بیا یې دهماغه ستوري په مخ کې د خپل زوی څېره ولیده.
ـ خدای خو مهربانه دی!
دوی دواړو د ستورو په نړۍ کې همداسې زړه خواله کوله، چې په دې کې یو ستوري منډه کړه. روښنایي یې ورکه او تری تم شو. زینت د همدې ستوري په اړوند ځان تپوس ته جوړاوه، چې په دې کې د پولاد مور اوبه وغوښتې. زینت پورته کېده، خو پولاد موسک شو، او زیاته یې کړه:
ـ زه به مور ته اوبه ورکړم! نه غواړم چې د یو جام اوبو په خاطر دوه تنه په زحمت شي. پولاد خپلې مور ته اوبه ورکړې،بېرته راغي. د خپلې مېرمنې څنګ ته یې ډډه واچوله. زینت غوښتل چې خپل سر د پولاد په مړوند کېږدي، چې په دې کې یې سر له بالښته ښکته پرېوته. موسکۍ شوه.غلې یې له ځانه سره وویل:
ـ زه چېرته او پولاد چېرته. بېرته یې وویل:
ـ سباته یې لسمه ورځ ده، او زیاته یې کړه:
ـ په خیر راشې!
وروسته پرې سترګې درنې شوې. خوب پرې غلبه وکړه. سترګې یې خوبولې، او د خوب نړۍ ته شوه.
پیشمنی مهال وو، چې زینت نا آشنا څکونو راوېښه کړه. ترهه یې په رګونو کې ورننوته. وډار شوه. مېړه یې په کور کې نه وو. خواښې یې په درانه خوب وېده وه. لږه شېبه وروسته یې درد په کراره شو. اوږده ساه یې واخیسته. په خپل شک او ګومان  بې باوره شوه. نرۍ موسکا یې شونډې ښکل کړې:
ـ بدمعاشه! هسې دې راله واروپار ختا کړ. بیا یې د مېړه خبره د ذهن په پخڅو کښېناسته:
ـ زینت! که خدای د یوه ښکلي زوی مور کړې، بې له شک و شوبې به ترې یو بادسپلینه افسر جوړوم.
هغه موسکۍ شوه. خواږه خواږه یې خپل مېړه ته وکتل. د مینې تودوخه یې له زړه راپورته شوه. د سترګو په جنګ کې یې د پولاد د سترګو له دهلېزونو، د هغه زړه ته ورننه وېسته. په اورنۍ مینه یې وویل:
ـ هغه هم ستا غوندې بادسپلینه! دنده کې دسپلین، ډوډۍ خوړلو کې دسپلین، چای څښلو کې دسپلین، پاڅېدل او څملاستل په دسپلین، دسپلین، دسپلین، اودسپلین....
زینت لا د خپل میړه سره همداسې په خوږو خوږو کې مشغولېده، او د مینې تنابونه يې لاپسې راښکودل، چې یو ځل بیا دردونو  ونیوه. سکېنده شوه. په دې باوري شوه، چې خبره بله ده. په دې وخت کې یې بې درېغه آخ له خولې ووته. خواښې یې په خوب کې هیبت ووهله. راپورته شوه. د نږور خواته راغله. خو کله چې یې هغه له نږدې ولیده. ژر یې خونې ته کړه. بړستن یې پرې واچوله. د چایو په پخولو شوه. چای یې ورته کېښود. د څکونو او دردونو څپې وې چې یو پر بل پسې تلې راتلې. غوټۍ ترور آریانه پاتې وه، چې په دې توره شپه کې څه وکړي. زوی یې هم نه شته چې د ګاډي بندوبس وکړي، او روغتون ته یې ولېږدوي. په دې تپه تیاره کې یې خپله نږور هم یوازې نه شوه پرېښودلای، چې چم ته شي، او د سکینې آدې ور وټکوي، چې مرسته ورسره وکړي. د خدای اسرې ته ناسته وه. دردونه او څکونه ول، چې د نږور د زړه پلې یې شربلې. د غوټۍ ترور زړه ټوټې ټوټې کېده. اوتره اوتره تاوېده. لاسنیوه یې کوله. زیارتونه یې یادول، او د زیارتونو تر څنګ یې لینګي اوار ړچېدل، چې په دې کې چرګان په بانګونو وهلو شول، او ملایانو هم اذانونه پیل کړل. د غوټۍ ترور زغم پای ته ورسېد. نږور یې پرېښوده. په منډه یې د سکینې ادې وره ته ځان ورساوه، او هغه یې له ځانه سره راوسته. سکینې ادې په دې کارونو کې پوره وړتیا لرله. د چم ګاونډ زیات شمېر ماشومان یې په لاسو کې زېږېدلي ول..... د سکینې ادې په راتګ سره غوټۍ ترور لږه غوندې ډاډه شوه.....
لمر ایله بیله څیره وهلې وه. د غرونو لمنو ته راکوز شوی وو. هوارې ته یې تادي کوله. خوسهارنۍ پرخې لا د ګلانو شونډې هماغسې ښکلولې. د ګهیځ مهال نرۍ زړه وړونکې وږمې د ګلانو خوږ وږم له ځانه سره هر لور ته په مخه کړی وو. د خلکو زړونه یې تازه کول. د تازه هوا اخیستونکو سېږمې یې تخنولې، چې په دې کې مبارکیانې شوې. منډې رامنډې شوې. د پولاد له کلا د خوښۍ څپې را پورته شوې. د سهارنۍ وږمې له خوږ وږم سره یوځای شوې. لور په لور وغځېدې. په درنګ ساعت کې له ټول چمه راتاوې شوې. په ټولو یې زېری وکړ. د غوټۍ ترور لمسي د زوکړې زېری. د چم د تورسرو او پېغلو لښکر راسر شو. جوپې جوپې راماتې شوې. د ایرالونه په درزېدو شول. د کلا دیوالونه نڅېدل. دروازو او کړکیو اوږې وهلې. د کلا په منځ کې ولاړې ونې څڼې هرې لور ته غورځولې. په ملا کږو وږه کېده. د چایجوشونو او پیالو له زړونو د خوښیو دودونه پورته کېدل. د ګیلاسونو تر څنګ دېګونه په نڅا ول. د کلاغولی سندریز وو. پای کوبي وه.  ګلورینه فضا او مستي وه...... غوټۍ ترور زارېدله. لوګی کېدله. په ځان کې ورکه . د خلکو په زړونو کې ورکه. چاته یې جامې نیولې. چاته یې سرڅپوټي(پوړني) په سر اچول. خپلې پېرزوینې یې لورولې. کله به یې منډې کړې. له خپل لمسي او نږوره به تاوه راتاوه شوه. دواړه به یې په تندو ښکل کړل. زینت هم خوشاله وه. هډو هیڅ دردونه یې نه دي زغملي. د خپل زوی په دیدن نه مړیږي. خپل زوی ته په کتو سره یې هماغه د ستورو د نندارې شپه مخې ته ودرېده. په زړه کې وایي:
ـ د ده څېره خو کورټ هماغه ستوري ته ورته ده. هماغه روښانه او ځلېدونکي ستوري ته. بیا وایي:
ـ  هغه خو به زما د زوی ستوری نه وو؟ بیا د شک په کوڅه ورسمیږي. وایي:
ـ  هغه وخت خو دی نه وو زېږېدلی. بېرته وایي:
ـ  کېدای شي. لوي ذات ما او پولاد ته راښودو. بیا شکرونه باسي. خو د کلا په غولي کې د پېغلو سندریز بهیر یې د سوچونو مخه ډب کوي. د هغوی په ننداره کیږي. د هغوی د محفل حصه ګرځي. چمبه په لاس کې اخلي. سندرې وایي. زړه یې لا پسې جوش کوي. میدان ته ورګدیږي. په نڅا لاس پورې کوي. د څانګونو په ارتولو سره درد احساسوي. ځان بېرته په کټ کې د خپل زوی تر څنګ ویني. خو ورسره جوخت یې د اند و واند تارونه د خپل مېړه په لور درومي. له ځانه سره وایي:
ـ  زه خو له درانه باره په خیر سره وژغورل شوم. ځان مې مور او ته مې پلار کړې. بیا یې د پولاد ژمنې ته نغوته وکړه، څه یې غوښتل ووایي، خو خبره یې په خوله کې ونیوه. موسکۍ شوه. وې ویل:
ـ  خواشینی نه شې. شک نه کوم. خامخا ځان رارسوې. ستا به هم سودا وي. ټول سوچ او فکر به دې له ما سره وي....
زینت لا همدې خبرو سره بوخته وه چې په دې کې یو ماشوم په منډه کلا ته را ننوت. وې ویل:
لکه چې پولاد کاکا مې راغی. ډېر ګادي راغلل. ډېر ملګري ورسره دي. د زینت زړه په ټوپونو شو. په ګلابي شونډو یې موسکاوې په نڅا راغلې. د زړه له تله یې غلی شان آواز راپورته شو:
ـ  هغه چېرې هم خپله ژمنه نه ده ماته کړې!
د پولاد د نوم په اورېدو سره د کلا په غولي کې راټولې شوې ښځې او پېغلې لاپسې مستې شوې. دیرالونو پسې زور واخیست. سندرې نورې هم تودې شوې..... په دې کې ګاډي د کلا مخې ته راورسېدل. یو چا وویل:
ـ  چمبې بس کړئ! ټول آریان دریان او یخه دړه ودرېدل. تماشې ودرېدې. د جنازې کټ د کلا د غولي منځ کې کېښودل شو. پولاد مخامخ د زړه په سر ګولۍ خوړلې وه. راټولې شوې پېغلې او تورسرې له کټه راتاوې شوې. د خوښیو او نڅاوو ځای، مخ وهلو، ویر او سوو ساندو ونیو...
زینت لکه لیونۍ له کټه راپورته شوه. پولاد ته یې ځان راورساوه. په هغه ورپرېوته. د پولاد د کټ سر ته د هغه مور زېړه زبېښلې ولاړه ده. ویر کوي. خپل مخ وهي. خپل ویښتان شوکوي. خو د پولاد په شونډو نرۍ موسکا له ورایه ځلیږي. یوسترګه یې هم غړولې پاتې ده. لکه چې د کلا په غولي کې د راټولو شوو تورسرو او پېغلو په منځ کې د خپلې مور او مېرمنې تر څنګ خپل زوی لټوي. غواړي په غړېدلو سترګو خپل بچې  وويني.

۱۵ - ۱۲ - ۲۰۱۵
۲۴ - لیندۍ - ۱۳۹۴کال
د ګرېستېد ښار
ډنمارک

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery