مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هغې غوا چې شیدې کولې اوس لغتې وهي

بریالی نایاب


طالبان له پیله تر دې دمه له کله نه چې پاکستان په افغانستان کې په نویمه لسیزه کې په یوه داسې بدیل فکر وکړ چې وکولای شي د هغو تنظیمونو چې په ظاهر کې د پاکستان له واک څخه وتلی بریښیدل یوه ډله رامنځته کړي نو  د وخت مشرې بینظیر بوټو د نصرالله بابر په مشوره او پوره همکارۍ سره په افغانستان کې د یو نوي تحریک رامنځته کیدلو ته مټې رابډ وهلې او د شته تنظیمونو د ځای ناستي په توګه یې د طالبانو ترنامه لاندې اسلامي تحریک رامنځته کړ، پاکستان تل د خپلو ناروا ګټو څخه د دفاع او ساتنې په خاطر د نړیوالو زبرځواکونو لکه آمریکا برتانیې هر ډول غوښتنې په ځان منلې ترڅو خپلو شومو اهدافوته د هغوی په ملاتړ ځان ورسوي چې یوله دغو شومو اهدافو څخه د افغانستان پر وجود د انګریز پرقلم راښکل شوې کرغیړنه کرښه (ډیورنډ ) ده .
داچې پاکستان افغانستان د تل لپاره تر خپل فشار لاندې ونیسي او خپلې غوښتنې پرې ومني له طالبانو څخه یې ناوړه ګټه پورته کړې ده د هیواد په نا امني کې یې په مستقیم ډول لاس وهنه کړې ده او افغان وګړی یې تل د غم په ټغر کینولي دي، طالبانو د پاکستان په ښکاره اشاره هر هغه ناوړه کړنې ترسره کړي چې د افغانانو ژوند یې له ناورین سره مخ کړی ده باید وویل شي چې پدې ناروین کې نه یوازې پاکستان بلکي هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ګټې يه یو ډول نه په ډول ښکلېلې دي برخه لري ایران د پاکستان په څیر هم خپلې شومې موخې تل تعقیب کړې دي او په افغانستان کې یې د یوبا ثباته او غښتلي حکومت د جوړیدو په وړاندې بېلا بېل خنډونه رامنځته کړي دي او له دې څخه ویره لرې چې خدای مه کړه په افغانستان کې یوبااقتداره حکومت جوړ شی دویته ورتلونکې لا یتناهی اوبه بندې نه کړي باید وویل شي چې د ایران په څیر پاکستان هم ورته موخه د افغانستان په وراني کې لټوي.
پدې وروستیو څو کلونو کې له کله نه چې په افغانستان کې د طالبانو تحریک خپل تحرکات زیاد کړل او افغان حکومت ته یې ستونزې راولاړې کړې نو پاکستان کې هم یوډله د پاکستانی طالبانود تحریک ترنامه لاندې خپل حضور ښکاره کړ او په پاکستان کې یې په یولړ حکومت ضد فعالیتونو لاس پورې کړ چې دې کار د پاکستان حکومت په تیره د خیبر پښتونخوا سیمو ته نا امني له ځانه سره راوړه او په بیلابیلو ښارونو کې یې په ځانمرګي او نورو ډول ډول بریدونو لاس پورې کړ چې د پاکستانی طالبانو په لاس د سوات ښار نیول  د هغوی له سترو لاسته راوړونو څخه شمیرل کیږي د پاکستانی طالبانو حضور د دې لامل شو چې پاکستان حکومت پدې لټه کې شي ترڅو د پاکستانی طالبانو ملاتړ په افغان حکومت ومني او په افغانستان کې د پاکستان حکومت په وینا د دوي پټن ځایونه له منځه یوسي چې دې کار افغان حکومت ته دا زمینه برابره کړه ترڅو پاکستان دیته وهڅوی چې افغان طالبان د چین او امریکا هیوادونو په منځګړیتوب د خبرواترو میز ته کینوي اوس پاکستان اړ بریښی ترڅو له افغان حکومت سره پدې برخه کې پوره مرسته وکړي ترڅو افغان طالبان تر خپل فشار لاندې ونیسي نور (هغې غوا چې شیدې کولې اوس لغتې وهي) او پاکستان هم د افغانستان په څیر له ورته ناورین سره مخ ده.
داچې افغان طالبان به څومره د پاکستان حکومت خبرو ته غوږ کیږدي دا خبره به وخت معلومه کړي چې پاکستان به په څومره صداقت سره پدې پروسه کې ګامونه اوچتوي، پاکستان په تیرو دیرشو کلونو کې د افغانستان په وړاندې له دوه مخي سیاست څخه ګټه پورته کړې ده او یوازې په افغانستان کې د جګړو له لارې خپلې ګټې خوندي کړيدي ، داچې اوس د سولې لپاره شته هیلې به څومره په حقیقت بدلې شي یولړ بدلونونه چې هغه د پاکستان اقتصادي ګټې په افغانستان کې خوندي کوي هدف ته د رسیدو لپاره مرسته کوي، څه موده وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ، د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د هند او ترکمنستان هیوادونو استازو په ترکمنستان هیواد کې  د ټاپي ترنامه لاندې پروژه چې له ترکمنستان هیواد څخه به ګاز افغانستان، پاکستان او له هغه ځایه هندوستان هیواد ته لیږدوي پیل شوه چې دې پروژې د سولې په اړوند هیلې نورې هم پیاوړې کړي دي.
 د څلورو ګاونډيو هیوادونو ترمنځ دا ګډه پروژه به په سیمه کې له ثبات او امنیت سره پوره مرسته وکړي او ښکیل هیوادونه به دیته اړ کړي ترڅو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره د امنیت په راوستو کې صادقانه هلې ځلې وکړي، پاکستان هیواد چې تر دې دمه یې د افغان سولې په راوستو کې ریښتینې هلې ځلې ندي کړی بلکې ښکاره خنډونه یې رامنځه کړیدي داسې بریښي چې پاکستان دیته اړ شوی ترڅو د افغان سولې لپاره ریښتینی ګامونه واخلي له وړاندې یې طالبان په دوه لویو ډلو وویشل ترڅو د سولې په  وړاندې یوبل اساسی خڼد هم رامنځته کړي او نړیوالو ته ځان بی ګناه ثابت کړي او د سولې په هلو ځلو کې ځان بی طرفه ښکاره کړي، د افغانستان د ملي وحدت حکومت له پیله پدې هڅه کې ده ترڅو نړیوال پدې قانع کړي چې پاکستان د تروریزم تولیدونکي او صادرونکي هیواد ده چې تر ډيره بریده یې داکار هم وکړ بل لورته داسې نښې نښانې هم لیدل کیږي چې کیدای شي  د امریکا، پاکستان ، افغانستان او چین هیواد وروستې ناستې به پایله ولرې او د سولې پدې بې پایلې پروسه کې به دپام وړ بدلون رامنځته او ښکلې غاړې به خبرو اترو ته وهڅوي.
د پاکستاني طالبانو تحریک د دې لامل کیدای شي پاکستان د خپل هیواد د سیاسي ثبات په موخه افغان حکومت سره ریښتیني ګامونه پورته کړي او دخپلو ګټو پخاطر د افغانستان ګټو ته هم ژمن پاتې شي چې داکار تر ډيره شوني هم نښکاري خو کیدای شي پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو له تحریک څخه د خلاصون په موخه داکار وکړي ولې هیره دې نه وي چې پاکستان باید چې د طالبانو ټولې ډلې او که شونې وي لکه څنګه چې حزب اسلامي هم غوښتنه کړې ده خبرې ورسره وشي داچې تیره ورځ د پګواش تر نامه لاندې یوه نړیوال بنست غیر رسمی غونډه په قطر هیواد کې جوړه کړي وه طالبانوغونډیته خپل شرطونه وړاندې کړي دي چې  په دغه شرطونو کې په قطر کې د دغې ډلې سياسي دفتر په رسميت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالب مشرانو نومونه ايستل، د طالب زندانيانو خوشي کول او د سولې پر ضد تبليغاتو مخنيوی شامل وو.
تمه کیږي افغان حکومت د طالبانو د وړاندې شویو شرطونو په اړه پوره غور وکړي او ډیری سیاسي څیړونکي پدې آند دي چې د طالبانو له لوري وړاندې شوي شرطونه ډیر ګران او ناممکنه هم ندي افغان حکومت ته پکار ده چې د سولې د پروسې د پیل کیدو په موخه پورتني کارونه ترسره کړي او له طالبانو څخه دې هیله وشي چې ترڅو په نږدې راتلونکي کې د سولې د پیل د خبرو لپاره یو ډز بندیز ته زمینه هواره شي داچې طالبانو خپلې غوښتنې د پګواش نړیوال بنسټ سره د یوې غیر رسمي ناستې په ترڅ کې کړي دي ، مګر د سولې په خبرو کې د پرمختګ په اړه د نویو هیلو ترڅنګ ځینې اندېښنې هم لیدل کېږي د بېلګې په توګه یو شمېر افغان سیاستوالو د افغانستان په اړه د پاکستان له تربګنۍ ډکې پالېسۍ ته په کتو سره ، د افغان سولې په تړاو تر ډېره د پاکستان په نېت باوري نه دي ، دوی په دې اند دي ، چې داځل په افغان سوله کې پاکستان بیا هم خپلې ژورې ګټې لټوي .
دبېلګې په توګه؛ نړیوالې ټولنې ته به د یوه سوله خوښوونکي هېواد په توګه خپل څېره ور وپېژني ، دا ځل به د جګړییزو پروژو پرځای د سولې په ټینګښت کې له امریکي سره یوه بله معامله وکړي. دویمه دا چې د همدې فشار په وسیله به په افغان حکومت کې د خپل نفوذ ساحه پراخه کړ ي او دا به د دوی د دوامداره ګټو لپاره یو ښه چانس وي او له بل پلوه به په سیمه کې د خپل پخواني سیال هند د اقتصادي ګټو مخه ونیسي.
ددې ترڅنګ پاکستان اوس د انرژۍ د کموالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دی او په کور دننه منابع د دوی اړتیاوې نه شي پوره کولی؛ که چیرې په افغان سوله کې د دوی د خوښې له مخې پرمختګ رامنخته شي؛ نو دوی به د مرکزي اسیا د هېوادونو له ارزانه انرژۍ ګټه واخلي، خپل اموال به د مرکزي اسیا هېوادونه ته په اسانه انتقال کړي او په یادو هېوادونو کې خام مواد ، چې اوس ورته دپاکستان صنعتي فابریکي ډېره اړتیا لري ترلاسه کړي.
بل لورته که موږ په دې تمه کښېنو چې امریکا،چین، طالبان او پاکستان او یا د افغانستان د حکومت اوسني سیاسي مخالفین به په خپل منځ کې سره کښېني، نو د افغانستان د ستونزو حل به راپیدا کړي دابه له منطقی اړخه ډيره لرې خبره وي چې داسې یوکار دې وشي او پاکستان دې د خدای د رضا لپاره مرسته وکړي افغان حکومت ته د نړیوالې ټولنې په مرسته پکار ده چې تر دې لا زیات فشار د پاکستان په حکومت راوړل شي ترڅو پدې برخه کې پوره همکاري وکړي.
زما په آند دپاکستان هیواد پدې باوري کول او د افغانستان له لارې د پاکستان د انرژي تامینول پخپله یو ښه مدیریت ته اړتیا لري چې په اوس وختکې د افغان ولسمشر پکار اچول شوې بهرنۍ پالیسي د دې ښکارندویه ده چې پاکستان به دخپلو لومړنیو اړتیاو لکه بریښنا، ګاز او سوداګري د پوره کولولپاره  دافغان حکومت غوښتنو ته تن ورکړي او که چیرې افغان حکومت له حالاتو ښه ګټه پورته کړي لرې نده چې ښې پایلې به د افغانانو په برخه شي.

    
 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery