مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ده بې خوبۍ سره د مقابلې اته لارې چاري!

ډاکټر عبدالولي اعتماد “د پوستکي معالج”


ډاکټر عبدالولي اعتماد “د پوستکي معالج”

ایا د شپې د ویده کېدو په وخت کې له سختو حالاتو سره مخ یاست؟ شاید په نیمه شپه کې په را وېښېدلو اخته سوی یاست، لاسي ساعت ته دې ګورې او د سهار راتګ ته شېبې شمارې.
دا هغه لارې چاري دي چې څنګه له بې خوبۍ سره مقابله وکړی او خوب مو پیاوړی کړی.
۱ــ ورځنۍ کړني: هغه څه چې مونږ یې د ورځي تر سره کوو ۹۰ سلنه زمونږ په شپني خوب باندې اغېزې لري. که غواړې چې پوه سې باید یوه کتابچه ولرې او ټول هغه خاصیتونه چې ستا په شپني خوب باندې اغېزه کوي د ځان سره یاد داشت کړی. له دې ور ها خوا هغه ورځنۍ کړني چې د شپني خوب د پیاوړتیا سره کومک کوي داسې دي:
 د ورځې له خوا خوب باید و نسي یا هم ۲۰ یا ۳۰ دقیقو ته را ټیټ سي.
د ځینو غذاو مصرف کمول: کافین، الکول او نېکوټين دا هغه مواد دي چې انسان يې د چایو، کافي او شرابو له لارې اخلي چې دا هم په شپني خوب اغېزه کوي. کوښښ وکړئ دا شیان ډېر مه مصرفوئ.
له نا وخته خوراک څخه ډډه کول: زمونږ وجود د خوراکي موادو د هضم لپاره وخت ته اړتیا لري، نا وخته خوراک د هاضمې په سېسټم کې فشار منځ ته راوړي چې د استراحت په هورمونونو باندې تاثیر کوي دا هم شپنی خوب خرابولی سي.
د ویده کېدو او وېښېدو لپاره یو منظم وخت ټاکل: که چېرې د ویده کېدلو او وېښېدلو لپاره یو منظم وخت و ټاکئ نو شاید تاسې د خوب نه د خوند اخېستلو په خوند پوه سئ.
۲ــ د شپې د ویده کېدلو په وخت کې د مصنوعي رڼا بندول: زیاتې رڼا ګاني ابي یا نیلي رنګه وي چې د ټلوېزیون، موبایل او یا لپ ټاپ کمپیوټر څخه تولیدېږي، چې دغه ابي یا نیلي رڼا د میلاټونین په نوم د یو هورمون د تولید مخنیوی کوي. دا هورمون په خوب مستقیم تاثیر لري. د دې لپاره د هغو عینکو استعمال چي د همدې ابي رڼا د مخنیوي لپاره جوړي شوي وي ګټور ثابتېدلای سي.
۳ــ د خوب د اتاق حرارت او تیاره مناسب ساتل: شاید دا تاسي ته هم تجربه سوې وي، کله چې په تیاره او یخ ځای کې خوب کوئ خوب مو ډېر او ارام وي. په دې کار سره د وجود د حرارت درجه کمېږي او یو ارام خوب لپاره موقع برابروي. د حرارت درجه باید دومره ټيټه هم و نه ساتل سي چې د بې خوبۍ باعث سي. که چېرې داسي یو چا سره شریک ژوند کوئ چې هغه له تیارې څخه ډاریږي نو بیا کولی سئ چې د سترګو د ماسک څخه ګټه پورته کړئ.
۴ــ د خپل روحي فشار (Stress) سم اداره کول: امکان لري چې د خوب د کمبود لمړنی علت روحي فشار یا (Stress)  وي. کله چې زمونږ په دماغو (Stress)  یا روحي فشار راسي نو خوب تښتي او بیا دا سخته ده چې د شپې له خوا دی سړي
ته خوب ور سي. یواځنۍ لاره د دې لپاره عبادت دی چې د ورځې له طرفه وسي لکه د لمانځه حرکات. که یو ځلي خپل دماغ د ورځي او شپې د حالت بدلولو سره عادت کړو نو بیا به د شپې استراحت را ته یو څه اسانه وي.
۵ــ د صحي حالاتو معلومول لکه د (Apnea)  ناروغي او د پښو بې قراري (Restless leg syndrome) :  دا دوه هغه صحي حالات دي چې د ډېرو خوبونه یې ور خراب کړي دي. د (Apnea) ناروغي په اسانۍ سره نه معلومېږي، یو صحي معالج ته ضرورت دی تر څو معلومه کړي چي د یو نفر بې خوبي د (Apnea) ناروغۍ له وجهې ده. خو د پښو بې قراري  په اسانۍ سره معلومېږي.
 د (Apnea)  ناروغي عموما په هغه خلکو کې چې چاغ وي، د لوړ فشار تکلیف ولري، د شکري مرض ولري او هغه خلک چي په خوب کي خرېږي ډېره لیدل کېږي. د مخنیوي لپاره یې باید د یو متخصص ډاکټر څخه معالجه وسي تر څو د بې خوبۍ مخه و نیول سي.
۶ــ په تفریح وتل: زمونږ د ژوند شپنی او ورځنی اصل (circadian rhythm) دماغي سېستم چې په ۲۴ ساعتونو کې رڼا ته اړتیا لري) د رڼا څخه متاثره دی. دا هغه اصل دی چې د خوب مهالوېش برابروي. که یو ځل په کې لاسوهنه و سي بیا له سره جوړېدو ته اړتیا لري.
د دې لپاره یواځینۍ لاره دا ده چې څومره امکان لري د ورځې له خوا د طبیعي رڼا څخه ګټه واخلو. د دې یواځینۍ حل لاره په تفریح وتل دي هغه هم داسې ځایونو ته چې هلته طبیعي رڼا خپره وي.
۷ــ تمرین: د یو ښه کار یا تمرین کول د شپې له خوا د ښه ارام او خوب چانس زیاتوي. هر ډول تمرین چي دي زړه غواړي و يې کړه لکه د اندامونو ښکلا یا منډه وهل د سهار یا ماښام له طرفه او نور خو دا یوه مشوره ده جبري خبره نه ده، تاسې کولی سئ چي خپلي نوري ورځنۍ مشغولتیاوي هم وکړۍ لکه لامبو وهل، کرکټ کول، ټینس کول او نور.
دا کړنې یواځي تاسې تازه نه ساتي بلکه ستاسې دماغ هم دې ته برابروي تر څو د شپې له اړخه ښه خوب و لرئ.

۸ــ او اخري لاره دا ده چې د یو څه طبیعي درملو څخه ګټه واخېستل سي: کله مو چې پورتنۍ ۷ لارې چارې ښه مطالعه کړې شاید یو څه طبیعي درملو ته اړتیا پیدا کړئ، ځېنې لیکوالان ور ته غذایي رژیم وايي. ځېني دغه طبیعي درمل بیا جانبي عوارض هم لري. د پیل لپاره کولی سئ چې د لیمو مرهم (lemon balm) یا د بابونه چاي (chamomile tea) استعمال کړئ، چې بې ضرره دي. نور درمل چې هغه شاید جانبي عوارض و لري (باید له استعمال مخکې یې له ډاکټر سره مشوره و سي).
نوټ: له ټولو لوستونکو څخه هیله کوو چې پورته لیکنه دي له نورو سره شریکه (Share) کړي، دا صفحه دې خوښه (Like) کړي او خپل ملګري دې هم نوموړي صفحې ته دعوت کړي ترڅو زموږ لیکنې وخت په وخت هغوی ته ورورسیږي او تاسي هم د روغتیا څخه برخمن سی!


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery