مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ګاونډیو هیوادونو نا امني زموږ پر امنیت څه اغیز لرلای شي

بریالی نایاب

 

بریالی نایاب 
که چیرې د دې موضوع په هکله ډیره ساده مثال ورکړو زه فکر کوم ډیر به له موضوع څخه نه یو لرې شوی که په کلی اویاهم په ښار کې مو ژوند کړی وي او په ګاونډ کې مو داسې څوک اوسیدلي وي چې په کورکې هره ورځ په شخړو او جګړو بوخت وي دابه ډیره ګرانه وي چې ستاسو په اولادونو تاثیر ونکړي او یادي په راتلونکی کې ستاسو ماشومان او کورنۍ په ورته کړنو لاس پورې نه کړي، دا چې ایران هیواد تر دي دمه توانیدلی او خپل وګړي یې یوه سوله ئیز ژوند ته هڅولې داکار په واقعیت کې د دې ښکارندوی ده چې دوي کولای شي خپل هیواد په ښه ډول رهبري کړي او له هر ډول ناوړه حالاتو څخه خپله ګټه پورته کړي او پرې نږدي چې د هغوي آرام ژوند نا آرامه کړي له دې سره سره ایران نه یوازې د خپل هیواد څخه ساتنه کړې ده بلکې د دې ترڅنګ یې د نورو هیوادونو په چارو کې پراخه لاسوهنه کړې ډیرځله افغان حکومت په هیواد کې روانې نا خوالې د ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا د پاکستان او ایران هیواد د لاسوهنو پایله بولي او پړه د هغوی پرغاړه ور اچوي چې په ډیرو مواردو کې کره شواهد هم وړاندې شوي دي ایران په افغانستان کې له نظامي لاسوهنې ډیر په فرهنګی یرغل تورن شوی او دا کار د دې لامل شوی چې د ډیری افغانانو ګرم احساسات را وپاروي.
باید وویل شي چې د ایران هیواد د لاسوهنو په لړۍ کې دادی له سعودي عربستان هیواد سره د احتمالی جګړې تر پولې رسیدلی، خو افغانان په باور دي چې په ګاونډیو هیوادونو کې شته ستونزې او نوی پیلیدونکې جګړې به د افغانانو ژوند نورهم تریخ او له ګواښ سره مخ کړي په اوس وختکې افغان حکومت او په ټوله کې دافغانستان سوداګري په دوه ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ابران هیواد پورې ډیره تړلې ده چې دا پخپله د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان په ګاونډ کې هر ډول ناخوالي کولای شي نور هم د افغانانو ژوند وګواښي داچې په دې ورځو کې د ایران او سعودي کړکېچ زور اخیستی، نړیوالې رسنۍ او په ټوله کې اسیایي رسنۍ يې په پوره ډول تودې کړې دي. که څه هم د ایران بې پرېتوب د سوريې، عراق او د یمن د جګړو  په هکله د نړیوالو په خولې له پخوا نه تر پوښتنې لاندې و، لیکن د سعودي او ایران کړکېچ وروسته له هغه ګرم شو چې سعودي شعیه مذهبي مشر د نورو سني مذهبه مشرانو په کتار کې یو ځای اعدام کړ، چې په پایله کې یې ایرانیانو د سعودي سفارت ته اور ورته کړ او بیا سعودي او د متحده عربی اماراتو یو شمیر هیوادونو خپلي دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې له ایران سره پرې کړې.
که دغه کړکېچ له مذهبي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي اړخه ځیر شو، نو بشري او مذهبي ناورین زېږوونکې ښکاري چې پر اسلامي نړۍ به په عمومي ډول او په افغانستان به په ځانګړې ډول خپلې اغېزې او تاثیرات ولري.
ایران د نړیوالو ډیپلوماتیکو معیارونو په نه پام کې نیولو سره داپه ډاګه کوي چې د نورو هیوادونو په چارو څنګه لاسوهنه کوي په سعودي عربستان کې د شیعه مذهبی ملا د اعدام په ملاتړ دایران توند غبرګون نه یوازې د دوي په ګټه نده بلکې خپل هیواد پخپل لاس د ناورین په لور راښکل دي، که څه هم ایران هڅه کوي پدي وروستیو کې د امریکې هیواد سره خپلې دیپلوماتیکې او اقتصادي آړیکې پیاوړې کړي او خپل ځان د نړۍ په وړاندې مطرح کړي چې تر ډیره هم د دوي په آړیکو کې ښه والی راغلي خو دا پدې معنی نده چې ایران دې د یو نړیوال زبرځواک سره په اړیکو ښه کیدو خپلو ګاونډیو ته ځواب ورکړي او د نورو هیوادونو په چارو کې دې لاسوهنه وکړي داچې ایران په نړۍ کې د شیعه مسلمانانو سرلاری ځان بولي نه ښایی له نورو هیوادونو سره پر دي اساس آړیکې ولرې او یایی هم پرې کړي چې کیدای شي د ایران هیواد داکار د دوي د بدبینۍ اصلی لامل شي.
.
د شلمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې د ایران او عراق جګړه چه کله ګرم پړاو ته ورسېده، سعودي خپل نظامي او سیاسي ملاتړ د عراق له سني مذهبه حکومت نه اعلان کړ او عملاً یې مرسته ورسره کوله چې دغه کار د ایران شعیه مذهبی حکومت د سعودي پر وړاندې پوره عقده من کړ او په وړاندې یې  خپل عکس العمل ښکاره کړ نو ځکه یې د یوویشتمې پېړۍ لومړۍ لسیزه کې يې سعودي ته په یمن کې پوره سرخوږی جوړ کړي، ان تر دې چې د سعودي حکومت مجبور شو چې د سعودي په مشری د څو عربي هېوادونو ګډ ایتلاف جوړ کړي او د ایران پلوه هوسي یاغیانو په مقابل کې عملاً د جګړې ډګر ته راووځي.
د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په تېره بیا د منځني ختیځ اکثره هېوادونه د دواړو مذهبو یعنې سني او شعیه معقدین او باور لرونکي لري او ملتونه یې اعتباري یعنې غیر ذاتي وحدت لرونکي دي نو که خدای مه کړه د جګړې اور بل شو نو لمن به یې ټولو اسلامي هېوادونو ته ورسېږي او د مسلمه امت د مرګ په شمول به د اسلام ټغر توکړه توکړه شي.
ثانیاً د دې احتمالي جګړې لړۍ افغانستان ته راتلونکې ده، په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنیز وحدت هم اعتباري دی او د اعتبار سریښ یې وګړیز، قومي او سیاسي ګټې دي نو د شعیه او سني تر عنوان لاندې خوندي دي.
بل لوریته په هیواد کې د سولې وروستۍ پیل شوي خبرې چې په ډیرنازک تار تړلې دي کیدای شي په ګاونډیو هیوادونو کې د کړکیچ په رامنځته کیدو سره هغه هم زیانمنې شي، له طالبانو سره د روسیې هیواد نوې پیل شوې اړیکې دا په ډاګه کوي چې په هیواد کې د نوي ناورین زیږولو ته زموږ ګاونډي هیوادونه لاس په نامه ولاړ دي او روسیه وړاندې تر دې چې د داعش ډله یاد هیواد نا آمنه کړي په افغانستان کې په یوه ستره جګړه کې ښکېل کړي او له وخت څخه ګټه پورته کړي، د ایران او سعودي ترمنځ ناروین به نه یوازې زموږ سیاسی ثبات وګواښي بلکې زموږ اقتصادي ځپلی حالت به نور هم زیانمن کړي، داعش ډله چې تر ډيره په عراق سوریې او نورو هیوادونو کې په شیعه مذهبو لګکیو حملې کوي د ایران هیواد په جګړه کې به مستقیم ډول ښکېل شي او ایران هیواد به د افغانستان په څیر په یوه لاینحله جګړه کې راګیر شي.
چین چې په اوس وختکې د افغانستان د سولې په نوې پیل شوې پروسه کې اساسي رول لري او د روانې صدۍ اقتصادي زبرځواک بلل کیږي د ایران او سعودي د کړکیچ په هکله چپه خوله نده ناست او په همدې هکله یې یولړ هلې ځلې بیل کړیدي ترڅو لدې لارې په آسیا کې خپل سیاسي روسوخ زیات کړي، بل خوا د ایران په وړاندې له سعودي هیواد څخه د پاکستان هیواد ملاتړ ویرونکی او روان ناورین ته قوت بخښونکی بلل کیږي.   
له بل پلوه په اوسني حالت کې د هېواد ټپي بدن او ناتوانه جسم اقتصادي مرهم او پټۍ ته ډېره سخته اړتیا لري، دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره مو د پولې، امن او بندر کړکېچ په ګرم پړاو کې دی نو د چابهار بندر یواځېنی اقتصادي او ارزانه بدیل ښکاري.
په پایله کې ویلی شو چې چین، افغانستان، عراق او پاکستان هیوادونو ته په کار ده چې په دغه کړکېچ کې د منځګړتوب رول ولوبوي او د سعودي او ایران مسایل د خبرو له لارې حل کړي او که چېرې زموږ حکومت پاکستان ته ورته یو طرفه دریځ غوره کړي او یو، یا له بل هېواد نه ملاتړ وکړي نو یوه ستره سیاسي او نظامی تېروتنه یې له وړاندې بلل کیدای شي، د سیمې هیوادونه باید چې ایران او سعودي هیوادونه دیته اړ کړي ترڅو د خبرو آترو له لاري روانه ستونزه حل کړي او که چیرې پدې موضوع کې غفلت وشي نو لرې نده چې د را ولاړیدونکي ناورین درد به تر ګاونډیو هیوادونو ورسیږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery