مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولس مشره دکندهارولس ستاسو څخه داسی هیله نه درلودله

انجنیر سید عبدالقا در

  دکندهار دپرمختګ پلویان دی ولی په خپلی سیاسی انتحاری پریکړی باندی راچپه او دکندهار۱۴ کلنه دبشری وحشت څخه ډکه مافیایی کړۍ دی دکندهار دولس په منڅ کی نوره هم د واک څښتنه کړه؟
 ستاسو په هغه څانګړی محفل کی چه غوښتل مودکندهار یو شمیر مشران اومنورین د نیژدی ووینی ،د ولس ستونڅی ځنی واوری اودحل دلاری په لټه کی سی، ولی دکند هار معلوم الحاله مافیایی کړۍ تاسو دیوی سازمان ورکړه سوی تخریبی داسی اجندا سره مخامخ کړاست ،چه نه یوازی دکندهار روشنفکره قشر بلکه دکندهار ټول پاک ولس یی ناارامه اونوم یی ور بد کړی ۰
ستاسو په وړاندی دولایتی شورا بیسواده ریس اوملګرو یی هغه ناپاکی دادب او انسانی معاشرت څخه لیری دسپکا وی الفاظ استعمال کړل ،چه قلم یی دشرمه دلیکولو څخه عاجزه دی ۰
تاسو داسی فکر مه کوی چه دکندهار روشنفکره اوسیدونکی به هم دولایتی شورا دریس «سیدجان »په څیر ټول دآی اس آی تربیه سوی کسان اوغلامان وی،داهغه دکرزی دوخت دمافیای وحشت ناکی کړۍابزاردی چه وطن یی دچور اووحشت سره لاس اوګریوان کړی دی۰
ددې جنایت کاری کړۍدا سپکاوی یوازی تاسو اوستاسو رسمی مقام ته نه وو بلکه دکندهار ټول شریف اوسیدونکوته هم وو ، کوم چه ددی مافیایی کړۍ سره نه دی۰
ولس مشره ؛
 تاسو ددې پرځای چه ددي ناوړی پیښی عاملین اودهغوی داصلی حامیانو سره قانونی چلند کړی وای،اود ولایتی ،ولسوالی شورا اوولسی جرګی په راتلونکو ټاکنو کی مو ددی مافیا کړیو لاسونه ورلنډ کړی وای، برعکس تاسو خپل دتشریفاتو ریس چه د کندهاردواقعیتونو دویلو په دفاع کی ددی مافیا په زریعه سپک سویوو دوظیفی څخه لیری او درسنیو دلاری ملامتیا هم پرهغه ولویدل ۰
په داسی حال کی هغه څه چه ده کړی وه دمافیایی کړیو اودبربریت داستازو په وړاندی دډموکراسی څخه په دفاع کی، یو دفاعی عمل یی ترسره کړی دی، او ددی مافیایی کړۍ په وړاندی دده داکړنه دکندهار، وطن اودنړۍدګوټ ګوټ وروڼو اوخویندو دتاوده استقبال سرمخامخ سوی ده ،متآسفانه چه تاسو دهغی وحشت ناکی مافیا یی کړۍ په وړاندی راچپه کړ۰،اودا مافیایی کړۍ دی په دی کړنی سره نورهم پورته اودکندهارولس اوریښتینی استازی دی ورته کمزوری ،بیتوانه اود نیژدی راتلونکی وخت دمخکښتو ب څخه دی محرومه کړل،اوهرچا چه دامشوره درکړی وی پوه سه چه دهم دی مافیا سره په یو اوبله توګه اړیکی لری۰
دکند هارولس په څانګړی توګه روشنفکره قشر به ددی مافیایی کړۍ په وړاندی په خپله برحقه مبارزه نوره هم غښتلی اودولسی وحدت څخه ډکه کړی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery