مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سولې بهیر او د پګواش غیر رسمي غونډه

سمیع الله ارین


   په وروستیو څو اوونیو کې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، له یوې خوا د افغانستان ، پاکستان، چین او امریکا د استازو په ګډون څلور اړخیزې غونډې روانې دي، چې په افغانستان کې د دایمي سولې د تامین په مقصد لارې چارې ولټوي، چې تراوسه پورې دا ډول غونډې په کابل او اسلام اباد کې جوړې شوې دي ، دریمه غونډه یې په څو راتلونکو ورځو کې بیا په اسلام آباد کې جوړیږي.
بل خوا د یوې کاناډایي موسیسې په هڅو په افغانستان کې د سولې د تامین په اړه تیره اوونۍ یو غیر رسمي کنفرانس رابلل شوی و.د پګواش موسسه چې په نړۍ کې د سولې په برخه کې کار کوي، د افغان سولې په اړه یې تر دې دمه دری ځله د بحثونو لپاره غونډې را بللې دي، وروستۍ غونډه یې په قطر کې د طالبانو د ځینو استازو او نورو افغانانو په ګډون، چې پکې سیاستوال، مدني فعالان د پوهنتون استادان شامل و ، جوړه شوه.
که په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې د ځینو ګډونوالو خبرو ته وګورو د سولې د تامین لپاره مو هیلې لا زیاتې شي، آن ددې غونډې ځینو ګډونوالو خو دومره خوشبیني څرګنده کړې ده چې سړی فکر کوي ، بس نو ان شاالله نور افغانان خپل ستر ارمان ته رسیدلي دي. ددې غونډې یو ګډونوال هم پخپله فیسبوک پاڼه او هم په نورو مرکو او لیکنو کې د طالب استازو پر خبرو بیخي زړه بایللی دی پخپله یوه مقاله کې د طالب استازي خبرې داسې لنډوي(...په وینا کې ګڼې داسې خبرې وې چې ما ته ډیرې په زړه پورې وي لکه د جګړې غندل، په سوله تاکید، د ملي ګټو، ارزښتونو، د افغانانو د ژوند، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د ښوونځیو او روغتیایې مراکزو د ساتني او پالنې خبرې وي. ددې تر څنګ د سولي د پاره د باور د فضا د رامنځته کولو په پار طالبانو د قطر د فتر پرانیستل، د سولي په اړه د رسنیو د عامه ذهنیت له خرابولو را ګرځیدا، د بندیانو خلاصیدا، د تورلیست څخه د طالبانو پاکول ذکر شول)
په دې خبرو کې ډیرې داسې خبرې شته چې د سولې د ارمانجنو زړه خوشحالولای شي، خو په عمل کې داسې نه ده هغوی چې د بشري حقونو خبرې کوي او د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو او عامه شتمنیو په ساتنه ټینګار کوي، په عمل کې هره ورځ زموږ ښوونځي ورانوي، زموږ خلک وژني او عامه شتمنیو ته زیانونه اړوي. له همدې غونډې ټیک یوه ورځ وروسته طالبانو د غوربند ولسوالي د شینوارو بې دفاع خلک په دې نوم چې ولي وسله نه اخلي او له دوی سره څنګ په څنګ د افغانستان اسلامي جمهوریت پرضد نه جنګیږي، په ډزو ووژل، په همدې ورځ وسله والو طالبانو د بغلان ولایت په ډنډغوري له ترکمنستانه د راغلې برښنا پایې ونړولې او د کابل ښار او شاوخوا سیمو خلک یې په دې ساړه ژمي کې له رڼا څخه بې برخې کړل.
له دې مدني او مطبوعاتي فعال پرته د پګواش د غونډې ځینو نورو برخه والو هم ددغې غونډې په اړه له حده زیاته خوشبیني څرګنده کړې ده، کله چې ددوی خوشبیني او د طالبانو زړو شرطونو ته وکتل شي ، سړی حیران شي چې دا څنګه سیاستوال او مدني فعالان دي چې د خبرو او عمل فرق نه شي سره کولی. ما خو ددوی د بې حده خوشبیني د سبب ځواب پیدا نه کړای شو، یوازې مې چې د قطر په غونډه کې د ګډونوالو لست تر نظر تیر کړ، پوه شوم چې په دې غونډه کې یوازې هغو کسانو ګډون کړی و، چې د افغانستان په حکومت کې یې چوکۍ له لاسه ورکړې او یا له دولته خوابدي دي.
د پګواش د غونډې جوړونکو هم دې ته نه دي کتلي چې دغه محترم ګډونوال څومره د سولې په برخه کې فعال او اغیزناک دي، یوازې یې دې ته کتلي چې څومره د حکومت مخالفت کوي، چا چې په تلویزیونونو کې د افغان دولت پرضد څرګندونې کړې دي ، همدې غونډې ته بلل شوي دي.
په هر صورت د پګواش غونډه د افغان سولې لپاره یو مثبت حرکت و، ډیره اړینه ده چې بیلابیلې افغاني خواوې په یوه میز کیني او د خپل وطن د ستونزو په اړه بحثونه وکړي، د پګواش وروستۍ غیر رسمي غونډه په دې لاره کې یو ښه ګام و، هیله ده دا ډول غونډې په راتلونکي کې هم دوام وکړي او هڅه دې وشي چې د ټولو خواوو استازي او اغیزناک او بانفوذه افغانان پکې ګډون وکړي، تر څو د سولې په برخه کې وروستي بري ته ورسیږو.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery